• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو «د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره» د ځینې وارداتي توکو تعرفه زیاته کړه

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، «د دولتي عوایدو د زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره» یې د ځینې وارداتي توکو تعرفه زیاته کړه. دا وزارت وايي، د سوداگرو او صتعتکارو په غوښتنه یې د هغو توکو تعرفه لوړه کړې چې افغانستان کې هم تولیدېږي او کورنیو غوښتنو ته ځواب ویلی شي.

د صنعت او تجارت وزارت د هغو توکو لېست هم خپور کړی چې نوې پرېکړې له مخې یې تعرفه له زیاته شوې ده.

په دې کې داسې توکي هم دي چې تعرفه یې دوه برابره او یا هم درې برابره شوې ده، لکه د ژوندي چرګ تعرفه له ۲۰ تر ۴۰ سلنې، د ټماټرو کیچپ له ۱۰ تر ۳۰ سلنې، د سابون له ۱۲ تر ۱۶ سلنې، د اورلګیت له ۵ تر ۱۰ سلنې، د ازغن تار له ۸ تر ۱۶ سلنې زیاته شوې ده.

د دې لېست له مخي، د مېخ تعرفه له ۸ تر ۱۲ سلنې، او ترېشل ماشین له ۱۶ تر ۲۰ سلنې ډېره شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د کندهار له جهادي مدرسې ۳۲۰ حافظان فارغ شول

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د طالبانو په روحاني مرکز کندهار کې د دې ډلې له جهادي مدرسې سختو امنیتي تدابیرو او د رسنیو له پوښښ پرته نن ۳۲۰ قاريان او حافظان فارغ شول. طالبانو په بلخ کې هم نن له یوې مدرسې د ۴۳ طالبانو د فراغت خبره کړې ده او پرون هم پنجشېر کې له یوې جهادي مدرسې ۱۵۰ طالبان فارغ شول.

د طالبانو مشر په هر ولایت کې د یوې جهادي مدرسې د جوړولو فرمان ور کړی، خو مالومه نه ده چې دا ډول مدرسې تراوسه په کومو ولایتونو کې جوړې شوې دي.

دا ډول ډېری مدرسې پخوانیو عمومي یا مسلکي لېسو کې جوړې شوې، لکه د کندهار جهادي مدرسه چې پخوانۍ میخانیک لېسه کې فعالیت لري.

د طالبانو د جهادي مدرسو عمومي مشر عبدالواحد طارق په کندهار کې نننۍ فراغت غونډه کې د جهادي مدرسو په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲ زره مدرسې ثبت جوړي شوې او تنخواوي او امکانات یې د طالبانو پوهني وزارت ورکوي.

په تېره مياشت کې د افغانستان له بېلا ـ بېلو ولایتونو له جهادي مدرسو څخه تر ۲ زره زيات قاريان او حافظان فارغ شوي

طالبان ننګرهار کې د اقليم بدلون په اړه «نړيوال کانفرنس» جوړوي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د علمي چارو معين وايي، راتلونکې میاشت په ننګرهار کې د اقليم بدلون په هکله «نړيوال کنفرانس» جوړوي. لطف الله خيرخواه نن په ننګرهار پوهنتون کې خبري غونډې ته وویل، دا کانفرانس به د لوړو زدکړو وزارت په کوربتوب ننګرهار پوهنتون کې د ۳ ورځو لپاره جوړ شي.

باختر اژانس د نوموړي په حواله وايي، په دغه کانفرانس کې به د اروپايي او غربي هېوادونو په ګډون د نړۍ دګڼو هېوادونو استازي او د اقليم بدلون کارپوهان ګډون وکړي.

په دې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون مشرپوهاند خليل احمد بهسودوال دا ډول غونډې د اقليم بدلون په اړه د عامه پوهاوي او د پوهنتوني استادانو لپاره ګټورې وبللې.

تېره میاشت په دوبۍ د ملګرو ملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون کاپ ۲۸ غونډه هم جوړه شوې وه، خو طالبانو ته پکې بلنه نه وه ور کړل شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی، یوناما، د دې غونډې بهیر کې وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې په لسو زیانګالو هېوادونو کې دی، خو له دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

د یوناما په خبره، طالبان لا ندي توانیدلي چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.‌

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د درېیم کال لپاره پرله پسې وچکالي، اقتصادي ستونزې او په تیرو دوو کلونو کې د دوو ویجاړونکو زلزلو په ګډون د طبیعي پیښو زیان کچه لوړه شوې.

د اقلیم بدلون په روغتیا، حفظ الصحې، بې وزلۍ، کډوالۍ او په کور دننه بې ځایه شوو وضعيت لا پسې خراب کړی دی.‌

ملګرو ملتونه وايي، په داسې حال کې چې دوی او نورې مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرسته کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه وکړي خو دغه مرستې بسنه نه کوي.

د طالبانو د پولیسو د لوړو زدکړو قومنداني وايي، تر اوسه یې پنځه زره طالب افسران فارغ کړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چار وزارت د پولیسو د لوړو زدکړو قومندانۍ قومندان وايي، تر اوسه یې له دې مرکز پنځه زره طالب افسران فارغ کړي. نوموړي پرون د مدیریت او رهبرۍ برخه کې له یوې میاشتې روزنې ترلاسولو وروسته د فارغ شوو ۳۰۰ افسرانو غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پر مسلکیتوب ټینکار وکړ.

عبدالهادي منعم وايي، چې د دې کسانو سره یې د بېلابیلو ولایتونو پنځه زره کسان په ۱۲ دورو کې د مدیریت او رهبرۍ په برخو کې فارغ کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت مسوولانو وویل چې دغه یوه میاشت روزل شوي نوي فارغ طالبان به د وزارت په بېلابیلو برخو کې په دندو وګمارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري معین ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي فرغت غونډې ته وویل: «باید د شرعي نظام ساتنه وکړو او باید د نظام د ساتلو لپاره ظرفیتونه لوړ شي.»

طالبانو ته د تېر جمهوري نظام جوړ دولتي سیسټم په میراث پاتې شو او د پخواني حکومت په اداري سیسټم روان دي.

وویل کیږي چې د تېر نظام زیات شمیر کارکوونکي اوس هم د طالبانو واک لاندې ادارو کې پر کار بوخت دي.

نیوکې دا دي چې طالبان غواړي خپل کسانو ته روزنه ورکړي او د وخت په تېریدو سره په ټولو دولتي ادارو کې د خپلې ډلې کسان وګماري.

مولانا فضل الرحمن: افغانستان ته د سفر په لړ کې به له ملا هبت الله سره خامخا ګورم

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې افغانستان ته د راتلونکي سفر پر مهال به له ملا هبت الله سره خامخا ګوري او په یو لړ مهمو مسلو به ورسره سلامشورې وکړي.

نوموړي د مشال راډیو سره په مرکه کې که څه هم چې په دې برخه کې زیات جزییات نه دي ورکړي؛ خو دا یې منلې چې د ده د سفر اجازه ملا هبت الله ورکړې او په دې سفر کې به له هغه سره مخامخا لیدنه کتنه کوي.


تر مولانا فضل الرحمن وړاندې افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان یو شمېر عالمانو د سفر پر مهال هم د نوموړي سره د لیدو کاتو غوښتنه کړې وه؛ خو هغه نه وه منلې.


تر دې مهاله طالبانو د مولانا فضل الرحمن سره د خپلې ډلې د مشر د لیدو کتو په اړه څه نه دي ویلي.

مفتي محمد شریف عثماني د طالبانو لخوا د بلخ پوهنتون د مشر په توګه معرفي شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۳۶ GMT+۰

مفتي محمد شریف عثماني، چې یو پوځي قومندان دی، د طالبانو رهبر ملا هبت الله د حکم پر اساس د بلخ پوهنتون د مشر په توګه ټاکل شوی و، د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۴مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د بلخ پوهنتون د نوي مشر په توګه معرفي شو.

مفتي محمد شریف عثماني تر دې مخکې د شمال زون د نظامي محکمې رییس په توګه دنده ترسره کوله.

د طالبانو د امنیت او تصفیې کمېسیون د طالبانو لپاره د دغه پوهنتون پخوانی مشر ضیاالحق، له یوې "نامحرمې" ښځې سره د ټیلیفوني اړیکو د لرلو له امله له دندې ګوښه کړی و.

په بلخ کې د دغه کمېسیون د ولایتي دفتر د هغه مکتوب یوه کاپي چې یاد کمېسیون د شمالي حوزې دفتر ته استول شوې وه، د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې تر لاسه کړې وه.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی و، چې د بلخ پوهنتون د مشر په هکله، له یوې ښځې سره د غیرقانوني ټیلیفوني اړیکو تور ثابت شوی دی، او ویل شوي و چې د مکتوب د صادر کیدو له نېټې څخه نوموړی له دندې ګوښه شوی دی.