• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیس وايي په خیبرپښتونخوا کې پر یوه موټر د ډزو له امله نهو تنو ته مرګژوبله اوښتې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۰

پاکستاني پولیسو ویلي د خيبر پښتونخوا کرمې ایجنسۍ په صده سیمه کې پر یوه موټر د برید له امله د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پېښه نن سهار د یک شنبې ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په هغه موټر د ډزو په پایله کې رامنځته شوې چې له پاړه چنار څخه د پېښور په لور روان و.

په سیمه کې آزاد خبریال لال وزیر وايي وايي د دغې پیښې ټپيان ورڅېرمه امام بارګاه روغتون ته وړل شوې دي او ویل کیږي چې روغتیايي حالت یې نازک دی.

په سیمه کې سرچینې وايي د تېر کال له ډیسمبر میاشتې راهیسې دا پنځم وسلوال بريد دی چې د ولسي خلکو ګاډي په نښه کیږي او خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي.

خبریال لال وزیر وايي تیره ورځ د کرمې ایجنسۍ د جرګې مشرانو له ځايي چارواکو سره په سیمه کې د تېر په څېر د امن راوستو په اړه غونډه هم کړې او سیمه ییزو چارواکو د جرګې مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د دا ډول بريدونو مخه به نیسي خو بیا هم دا ډول پیښې لا روانې دي.

100%

تر اوسه پورې د ترسره شویو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو ويل کیږي په دغه سیمه کې دا ډول بریدونه تر دې مخکې د فرقه یي تاتریخوالي له امله رامنځته شوي.

له تېرو دریو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د شعیه او سني وګړو تر منځ د فرقه یي تاوتریخوالي له امله د دواړو لوریو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

له دغو نښتو وروسته په یوې قومي جرګه کې پرېکړه وشوه، چې هلته به د دواړو غاړو له‌خوا تړلې شوې لارې بېرته پرانیستل کېږي او د دواړو غاړو څخه به داسې یو پلاوی ټاکل کېږي چې د اوربند پر دوام څارنه وکړي.

دا رنګه جرکې پرېکړه وکړه، چې د دواړو غاړو وسله‌وال دې د لارو پر سر مورچلې خوشې کړي او دغه مورچلې دې د قانون پلي کوونکو ته وسپاري.

د خیبر پښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې دا لومړی ځل نه دی، چې د شیعه او سني مذهبي ډلو تر منځ نښتې کېږي، دغلته تل د دواړو مذهبي ډلو له‌خوا له تاوتریخوالي ډکې نښتې شوې، چې دواړو غاړو ته په کې درنه مرګ زوبله هم اوښتې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ایران کرمان چارواکي: نږدې و چې د قاسم سلیماني د تلین په ورځ تر ۶۰ زیات بمونه چوول شوي وی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د ایران کرمان ولایت چارواکو ویلي، چې په دغه ښار کې له وروستۍ چاودنې مخکې، د دغه ولایت پولیسو له چاودېدونکو توکو ۱۶ چمتو شوي بمونه نیولي دي.

د کرمان د وسله والو ځواکونو د قضايي ارګان مشر علي توکلي ویلي، په ټول ایران کې تر ۶۰ ډېر داسې بمونه نیول شوي چې ټاکل شوې وه د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین د مراسمو په ورځ چاودنې وکړي.

د تسنیم د راپور له مخې، د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي، د کرمان ولایت عمومي څارنوال مهدي بخشي خبریالانو ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د داعش ۲۳ غړي نیول شوي دي.

د ایران دغه چارواکي ټينګار وکړ چې په کرمان ښار کې له خونړۍ چاودنې وروسته په دغه قضیه کې ۳۲ کسان نیول شوي دي او له هغوی څخه پوښتنې او ګرویږنې روانې دي.

په کرمان کې د خونړیو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی دی. په دغو چاودنو کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۸۹ کسان وژل شوي او ۲۸۴ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي چې له دوو ځانمرګو بریدګرو څخه یو یې د تاجکستان تابعیت درلود.

طالبانو په خوست کې له اتو زرو زیاتو وزیرستاني کډوالو سره مرسته کړې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، په خوست ولایت کې یې د پاکستان له وزیرستانه له راغلو کورنیو سره مرستې کړې دي. طالبانو ویلي، چې له اته زره او ۶۷۱ وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، چې یادې کورنۍ پخوا په خوست ولایت کې د دې ډلې د کډوالو چارو ریاست له خوا د مرستې وړ وپېژندل شوې وې.

د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو مرستو کې د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام له لوري څلور ډوله خوراکي توکي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري ١٢ زره افغانۍ نغده مرسته شامله ده. طالبانو ویلي، چې دوی دغه مرستې د یوې میاشتې کار په بدل کې وېشلې دي.

نغدې مرستې د خوست ولایت په مرکز، سپېرې، ګربزو ولسوالیو کې د سړکونو، کانالونو او پلچکونو د جوړولو او د غرو په لمونو کې د اوبو د راویستلو په بدل کې ویشل شوي دي.

وزیرستان د پاکستاني طالبانو د تحریک یو له مهمو اډو څخه بلل کیږي او له دې سیمې د افغانستان ځینو برخو ته د کډوالو راتللو ډیر غبرګونونه راپارولي دي.

افغانستان ته د وزیرستاني کډوالو راتللو په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د زیاتېدو د احتمال په اړه هم اندېښنې راپورته کړې دي.

پاکستان وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک غړي له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي او له هغه ځایه په پاکستان کې وسله وال بریدونه پلانوي.

بلاول: د پاکستان ټولټاکنې به د فبروري په اتمه ترسره کیږي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د پاکستان پيپلز (خلکو) ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، که چیرې ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان هم موافقه ونکړي،‌ بیا به هم د پاکستان ټاکنې د فبروری په اتمه نیټه ترسره کیږي‌.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون د راپور له مخې، بلاول بوټو د شنبې په ورځ لاهور کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې که چیرې ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان هم موافقه ونکړي،‌ بیا به هم د پاکستان ټاکنې د فبروری په اتمه نیټه ترسره کیږي‌.

د نوموړي په وینا،‌ د پاکستان قاضي القضات ویلي چې دا د کاڼي کرښه ده چې ټولټاکنې به د فبرورۍ په اتمه ترسره کیږي او زیاته کړې یې ده:‌ "موږ په هېواد کې رڼې او بې طرفه ټولټاکنې غواړو."

بلاول وايي،‌ د لاهور په اړه داسې انځور ورکول کیږي چې ګواکي دلته د شاتو او شیدو سیندونه بهیږي، لاهور چې څومره کار ته اړتیا لري ټول پاکستان یې نه لري، دلته عامو خلکو ستونزو ته نه بلکې اشرافیان ته پاملرنه کیږي.

بلاول ټینګار کړي چې د دوی ګوند د برابرۍ په سیاست باور لري او دا چې په هېواد کې د ازادو او منصفانه ټولټاکنو غوښتونکي دي.

د پاکستان سنا د جمعې په ورځ د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره پریکړه کړې وه چې د فبروری د اتمې نیټې ټاکنې نورې هم وځڼډوي.

د دغه پریکړه لیک د تصویب پر مهال په سنا مجلس کې یوازې ۱۴ غړي حاضر وو او یوازې د مسلم لیګ سناتور افنان الله د دغه پریکړه لیک سره مخالفت کړی و. د سنا مجلس لخوا تصویب شوی پریکړه لیک کوم الزامیت نه لري په دې معنی نه ده چې د پاکستان ټاکنې به نورې هم وځنډول شي.

مرسک د حوثیانو د بریدونو له امله د سور سمندرګي لار پرېښوده

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د مرسک بېړۍ چلولو لوی شرکت وايي، یمن کې د حوثیانو د بریدونو له امله د افریقا شاوخوا خپل چلښت د سور سمندرګي پر ځای سویز کانال ته اړوي. د الجزیره د راپور له مخې دې کار سره به د مرسک بېړیو سفر لس ورځې اوږد او لګښت زیات شي. ډېرو ماڼوګانو او وخت ته به اړتیا ولري.

مرسک پرون اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې له دې بوختې لارې پر تېرېدونکو بېړیو یمن کې د حوثیانو بریدونه لا هم روان دي.

دغه ډنمارکۍ کمپنۍ زیاتوي، په همدې اساس یې پرېکړه کړې چې له سور سمندرګي/عدن تېرېدونکې د مرسک ټولې بېړۍ د ښې هیلې او اټکل وړ راتلوکي په تمه سوېل ته مخ واړوي

پر غزه د اسراییل د یرغل له پیلېدو راهیسې حوثیان له فلسطینیانو سره د یووالي ښودلو لپاره په سور سمندرګي کې له اسراییل سره تړلې بېړۍ په نښه کوي.

مرسک تېره اونۍ وویل، چې د حوثیانو له خوا د دوی پر یوه بېړۍ له برید وروسته یې له دې لارې تلونکې خپلې ټولې بېړۍ درولې او بلې لارې ته یې اړولې دي.

اسټرالیا له پاکستان کرېکټ لوبډلې د ټېسټ لوبلړۍ وګټله

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې په دغه هېواد کې نن په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره د لوبلړۍ درې واړه سیالۍ وګټلې. د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن سیډیني کې د لوبو په شپږمه ورځ ۱۳۰ منډې هدف وټاکه، خو اسټرالیا د دوو لوبغاړو سوځېدو سره دا هدف پوره کړ.

اسټرالیا په په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې پر ۷۹ او دویمه کې پر ۳۶۰ منډو لوی توپیر پاکستان مات کړی و.

د پاکستان د کرېکټ ډایرېکټر محمد حفیظ وايي، دې لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو له ځینې چانسونو یې کار وانه خیست او د ځینې کېچونو غورځېدو سره یې ماتې وخوړه.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ له نږدې ۲۵ کلونو راهیسې په اسټرالیا کې ټېسټ لوبلړۍ کېږي، خو ویل کېږي یوه لوبلړۍ هم پاکستان نه ده ګټلې.