امربالمعروف د نجونو نیول ردوي؛ خو مجاهد نیول شوې نجونې د بې حجابۍ په عامولو تورنوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې یو شمېر نجونې د تنبیه کولو په موخه د دغې ډلې له خوا نیول شوي دي. مجاهد ادعا وکړه، چې د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې یو شمېر ښځې د بهرنیو کړیو له خوا د بې حجابۍ د عام کولو په موخه ګومارل شوې دي.