له پاکستان څه باندې ۴۶۳ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۳ زره ۷۱۲ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې، یوازې تېره ورځ ۹۱۸ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.