په بدخشان کې د ېوې اونۍ په ترڅ کې تېره شپه په درېیو بجو د درېیم ځل لپاره زلزله شوې

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې وه او مرکز یې د فیض اباد ښار د سویل ختیځ په ۶۲ کیلومترۍ کې ښودل شوی دی. دا په یوه اونۍ کې درېیمه زلزله وه، چې په بدخشان ولایت کې کېږي.





