• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غزني کې د طالبانو والي: ملګري ملتونه او نورې ادارې باید زموږ د اصولو چوکاټ کې فعالیت وکړي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د غزني لپاره د طالبانو والي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له مشر سره ليدنه کې غوښتي، چې دوی بايد د دې ډلې «د اصولو او پاليسي په نظر کې نيولو سره فعالیت وکړي.» د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له له یوناما غوښتي چې خپل راپورونه له نشر مخکې له دوی سره شریک کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، محمد امين عمري په دې ولایت کې د پرمختيايي چارو او ولس ته د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د فعالیت هرکلی وکړ، خو د دې ادارې استازي په وینا کې یې زیاته کړه: «ستاسو او نورو بهرنيو ادارو فعالیتونه باید د اسلامي امارت د اصولو او پاليسي مطابق ترسره شي.»

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې برخې مشر ريچارد ترينچ په حواله ویل شوي چې غواړي په دې ولایت کې د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ په برخو کې فعاليت او همکاري وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو ‏د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو اداره يوناما پر یوه طرقه قضاوت تورنه کړې ده او ویلي یې دې د افغانستان په هکله دې پر یوه موضوع له قضاوت مخکې هغه له دې ډلې په تېره د نوموړي وزارت سره شریکه کړي.

د محمد خالد حنفي په خبره، یوناما بايد د افغانستان په تړاو له يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالب چارواکو دا خبرې له هغه وروسته دي چې یوناما څو ورځې مخکې د یوناما د ښځو د نیولو په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د کمال خان بند بشپړېدو سره هامون نړیوال ډنډ وچ شو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ایران د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست وايي، په افغانستان کې د کمال خان بند بشپړېدو سره دغه ولایت او هامون نړیوال ډنډ وچ شو او خلکو اسما ته سترګې نیولې دي. کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې بشپړ او اوبه پکې ډنډ شوې.

محمد رضا علیمرادي له ایرنا سره خبرو کې زیاتوي چې نږدې دوه کاله مخکې د نیمروز په ګودزره کې اوبه وغړول شوې او له هغه راهیسې بیا ایران خپلې اوبه ترلاسه نه کړې.

هغه زیاتوي چې پخوا به له سایبریا هامون ډنډ ته مرغۍ تلې، خو اوس په افغانستان کې ګودزره ته ځي او ژمی هلته تېروي.

د ایران پارلمان کې د زابل استازی حبیب الله دهمرده هم وایي چې کمال خان بند ایران ته د هلمند سیند د اوبو رسېدلو ستر خنډ دی.

د هغه په خبره، د ایران د پولې په اتیا کیلومترۍ کې د دې بند له جوړېدو راهیسې بیا دهلمند اوبه نه دي پرېښودل شوې او په دې دلیل دغه سیند د ایران لور ته وچ دی.

ایرنا خبري اژانس هم وايي چې د دې بند جوړېدو سره نه یوازې د اوم لوی نړیوال ډنډ هامون وچ شوی، بلکې د خلکو ژوند، کاروبار او چاپېریال هم اغېزمن شوی دی.

د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر دا هم وايي، چې له طالبانو سره پر اوبو بیا بیا خبرې شوې او دې ډلې ژمنه کړې چې که بارانونه ډېر شي، نو د ایران د اوبو حق پر ځای دی.

د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې افغانستان اړ دی چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعب او په کال کې ۸۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي. دغه تړون د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د دواړو اړخونو د لومړيو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی دی.

د کمال خان بند تر جوړېدو وروسته ایرانیان نیوکه کوي چې دوی ته اوبه نه ور پرېښودل کېږي، خو طالبان وايي، وچکالی ده او دوی اوبه نه دي ستنې کړې.

له دې سره د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د تېر کال د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي ونیسي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."

طالبان: د افغانانو د روغتيا لپاره له ایران سره دوه اړخيزې همکارۍ ته اړتيا لرو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د روغتيا وزير ويلي، د روغتيا په برخه کې د ایران تجربو ته اړتيا لري او غواړي، چې له ایران سره دوه اړخيزه روغتيايي همکاري پراخه کړي. قلندر عباد وايي، جې روغتيايی برخه کې د ایران له تجربو د ګټې اخيستنې، د روغتيايي سيستم د پياوړتيا او د ساري ناروغيو د کنټرول په لټه کې دي.

د طالبانو د روغتيا وزير قلندر عباد په اسلام باد کې د روغتيا نړیوال امنيت د غونډې په يوې برخه کې د ایرنا له خبريال سره په مرکه کې ويلي، « دواړه هېوادونه د شرایطو په درک کولو سره د افغانانو د روغتيا د ښه کولو لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځ ته کولای شي.»

د طالبانو د حکومت د روغتيا وزير په ایران کې د پنځمې غونډې وروستي سفر ته په اشارې وويل: « په ایران کې مو خلګو ته په بېلا ـ بېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کول او پرمختګونه ولېدل، د روغتيا او د ساري نارغيو سره مبارزه زموږ باور زياتوي، چې د افغانانو له لپاره دوه اړخيزې همکارۍ پراخي کړو.»

نوموړي له ګاونډيو او په ځانګړې توګه له ایرن سره دوه اړخيزې همکارۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې د روغتيا، ويروسونو او ساري ناروغيو په برخو کې ننګونې هيڅ حد او پوله نه پېژنې.

د هغه په خبره: « د روغتيا په برخه کې د ګډو ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ولسونو ګډون او د سېمې د حکومتونو ترمنځ همکاري مهمه ده.»

پر يمن د امريکا د بريد په اړه د ټرمپ نيوکه: دا هماغه ډله ده، چې په افغانستان کې تسليم شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

د امریکا پخواني ولسمشر یمن کې د حوثیانو پر ضد د دغه هېواد پر هوايي بریدونو نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ بیا منځني ختیځ کې بمباري کوو» او د دفاع وزیر «په روغتون کې له خپل لپ ټاپ جګړه پرمخ بیايي.» ډونلډ ټرمپ زیاته کړه: «په یاد ولرئ، دا هماغه ډله ده، چې افغانستان کې تسلیم شوې ده.»

هغه يو ځل بيا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل « د امريکا په تاريخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه» وبلله او زياته يې کړه، چې هغه مهال نه هیچا حساب ورکړ او نه هم کوم چارواکی له دندې ګوښه شو.

د ښاغلي ټرمپ څرګندونې په داسي مهال کېږي، چې امريکا په يمن کې د ایران د ملاتړو حوثيانو پر مرکزونو خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړی او د امريکا ولسمشر جوبايډن دغه بريدونه بريالي بللي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې امریکا د توماهاوک توغندیو په وسیله حوثيان په نښه کړي دي.

ډونلډ ټرمپ په دغو بريدونو نيوکه وکړه او ويې ويل، « اجازه راکړئ دا موضوع روښانه کم. موږ يو ځل بيا په ټول منځني ختيځ بمبار کوو(هغه ځای، چې ما داعش ته ماته ورکړه!) او تازه چې زموږ دفاع وزير د پنځو ورځو لپاره ورک شو، د روغتون په خونه کې له خپل لپ ټاپه جګړه مخ ته بیايي.»

سي اېن اېن خبري شبکې پرون راپور ورکړی، چې جمهوري غوښتونکي په دې باور دي، چې ۸۱ کلن جوبايډن د متحده ایالاتو واک نه شي ساتلای او د ولسمشرۍ لپاره د دويمې دورې د نوماندېدو توان نهلري.

ښاغلی ټرمپ وايي، امريکا دا مهال په درېيو نړيوالو جګړو کې برخه لري، خو له خپلو کورنيو ستونزو بې خبره ده.

۴۵م ولسمشر وويل، « موږ اوس په اوکراين، اسراييل او يمن کې د جګړې په حال کې يو، خو موږ په جنوبي پوله کې جنګ نه لرو» ښاغلي ټرمپ په کنايي ډول وويل، « هو، دا ډېره منطقي ده.»

د طالب او سیاسي قشر په مخ کې درې پوښتنې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

په افغانستان کې حتا د طالبانو په شمول ټول په دې نظر دي چې دا اوسنی حالت موقتي دی. طالبان چې خپل حکومت ته سرپرست وایي، مانا یې همدا ده چې اوسنی پړاو تېرېدونکی ورښکاري.

طالبان له جدي امنیتي ګواښ سره مخامخ نه دي. دوی د خپل قدرت په مقابل کې مسلح مخالفت تر ډېره حده د جمهوریت د نسکورېدو په لومړي کال کې ختم کړ. د داعش یا یوې نیمې بلې ډلې غلچکي بریدونه که ادامه هم ومومي، له دوی جغرافیه نه اخلي.

د طالبانو نظام ته په رسمیت پیژندل هم لوی چلینج نه دی، ځکه د ښځو د کار او زدکړو په شمول که د بشري حقونو په ساحه کې ځینې حد اقل اقدامات وکړي، دنیا یې شاید په رسمیت وپیژني.

د دوی په مقابل کې اصلي چلینج دا دی چې په دې نه پوهېږي چې نظام به څنګه جوړوي او داخلي مشروعیت به څنګه حاصلوي؟

په افغانستان کې د یوه باثباته او واقعي نظام د جوړېدو پوښتنه نه یوازې د طالب، بلکې د طالب د اپوزیسیون او د هېواد د ټول سیاسي قشر په مخ کې پرته ده.

یو منلی او مشروع دولت به څنګه وي؟ د خلکو او دولت رابطه به یې څه ډول وي؟ مختلف لوري به د کومو قواعدو په اساس فعالیت کوي؟ د طالبانو جدي مخالفان ډېر ځله دا خبره کوي چې اول باید دا اوسنی حالت ختم شي، بیا به د نظام په اړه بحث کوو، خو تيرې تجربې د د دوی د دغه نظر کمزوري ثابتوي.

جهادي تنظیمونو به د جهاد په وخت کې ویل چې اول باید د خلق او پرچم حکومت ختم شي، بیا دا خبره اسانه ده چې اسلامي نظام جوړ کړو.

د ډاکتر نجیب الله حکومت یې ړنګ کړ خو د اسلامي نظام په اړه واحد تعریف ته ونه رسېدل. دوی په دې اړه واضح او مشخص نظرات نه لرل چې حکومت به یې په انتخاباتو ټاکل کېږي، لویه جرګه به رابولي، د اهل حل و عقد شورا به یې د مشروعیت منبع وي که به کومه بله لاره غوره کوي؟

کله کله به وویل شول چې اسلامي حکومت د اهل حل و عقد په ذریعه ټاکل کېږي خو د اهل حل و عقد په اړه هم کوم واضحتصور نه و او هر چا خپل تعبیر ورنه درلود.

تر مجاهدینو له مخه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند مشرانو هم د نظام په اړه واضح نظریات نه لرل. په ظاهره خو دوی ته د شوروي د نظام تیار ماډل په مخ کې پروت و خو د هغه ماډل په اړه دوی کوم واضحتصور نه درلود.

په اوله کې چې له خلقیانو سره پوځي زور زیات و، پرچمیان یې یا له وطنه وایستل، یا یې ووژل یا یې برطرفه کړل.

هغه پولیت بیرو چې د ګوندي تشکیلاتو په اساس یې باید د دواړو لوریو استازیتوب کړی وای، د پرچم د فرکسیون دښمنه شوه. وروسته بیا چې حفیظ الله امین په ترهکيزورور شو، نور محمد ترکی یې ناڅاپه له ګوندي او دولتي دندو برطرفه کړ او د دې کار لپاره نه پولیت بیرو چا وپوښتله او نه د پولیت بیرو غړیو دا وویل چې دغه برطرفي خو باید زموږ د فیصلې په اساس وي.

وروسته بیا چې شوروي عسکر په افغانستان کې وو، ګوندي مشرانو په خپل منځ کې سره ونه وژل او چې شوروي عسکر ووتل، د دوی اختلافونه دومره زیات شول چې د نظام سقوط ته یې لاره اواره کړه.

اختلافونه په هره سیاسي ټولنه کې موجود وي مګر اختلافونه هغه وخت د تباهي سبب ګرځي چې د لوبې قواعد معلوم نه وي. حقیقت دا دی چې د افغانستان ګوندونو او تنظیمونو د حکومت کولو هوس کړی و مګر په دې یې کافي غور نه و کړی چې د کومو سیاسي قواعدو په چوکاټ کې به رقابتونه پالي؟

دویمه مهمه پوښتنه د ملي هویت ده. په افغانستان کې د بل هر هېواد غوندې یو ملي هویت شته خو پر له پسې جګړو او د پردیو لاسوهنو دغه هویت کمزوری کړی دی او تر هرې لویې سیاسي پرېکړې مخکې پکار ده چې سیاسي قشر د ملي هویت په اړه واحد دریځ ولري.

تر جګړو له مخه د ملي هویت په اړه اختلافي بحثونه نه اورېدل کېدل، مګر اوس شته. اوس د هېواد له نومه رانیولې د ملت تر نوم او ملي بیرغ پورې د بېلابېلو هویتي موضوعاتو په اړه متفاوت نظرونه وړاندې کېږي.

دا اختلافونه شاید ډېر جدي نه وي، مګر که یوه باثباته اینده غواړو، په دې اړه باید واضح او مشترک دریځونه موجود وي.

له ملي هویت سره اړوندو مسایلو په هکله مختلف نظرات لرل او داسې څرګندونې چې ملي وحدت ورسره کمزوری کېږي، په هېواد کې د راتلونکو مثبتو تغییراتو مخه نیسي.

ملي هویت د بلې هرې تاریخي پدیدې غوندې کاملا ثابت او نه بدلېدونکی مفهوم نه دی خو که په نوي ملي هویت باندې اتفاق نه وي شوی او زوړ تخریب کېږي، نتیجه یې لا زیاته ګډوډي او ناامني ده. د افغانستان سیاسي قشر او روڼاندو ته پکار ده چې په دې اړه هم واضح دريځ ولري.

دریمه لویه پوښتنه د افغانستان د خارجي روابطو ده. د افغانستان کابو څلورمه برخه اوسېدونکي په بهر کې کډوال دي او په بهر کې کار کول د خلکو د اقتصادي ژوند یو لوی فکتور دی.

زموږ هېواد نه یوازې د لویو انکشافي پروژو د مالي تامین لپاره بلکې ډیری وخت د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خارجي مرستو ته سخته اړتیا لري. ځکه نو د افغانستان د باثباته او روښانه اینده لپاره د خارجي روابطو بحث ډېر مهم دی.

تاریخ راته وایي چې د افغانستان تاریخي موقعیت ډیری وخت د خارجي قدرتونو د کشمکش میدان و. په شپاړلسمه او اولسمه پېړۍ کې افغانستان تر ډېره حده د صفوي او ګورکاني امپراتوریو د کشمکش ډګر و.

وروسته بیا دلته د څاري یا تزاري روسیې او برتانوی هند تر منځ کشمکش روان و او د مجاهدینو د خپل منځي جګړو یا د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ د جګړو په وخت زموږ هېواد د ایران او پاکستان د رقابتونو شاهد و.

د افغانستان سیاسي قشر باید یوې نتیجې ته سره ورسېږي چې د روښان راتلونکي او باثباته هېواد د لرلو لپاره څنګه خارجي روابط پکار دي چې تاوان پکې حد اقل او ګټه پکې حد اکثر وي؟

د بېلګې په توګه له پاکستان او د هغه له رقیب یعنې هند سره په روابطو کې او دغه راز له ایران او د هغه له رقیب یعنې سعودي سره په اړیکو کې څنګه توازن ساتلی شو؟ دغه راز د لویدیځ او روسیې او چین تر منځ په کشمکشونو کې به خپلې ګټې څنګه تامینوو؟

د افغانستان د نیمې پېړۍ غمیزه دا سبق راکوي چې په خارجي روابطو کې بې انډولي لوی جنجالونه راته پیدا کړي دي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

د تورخم دروازه د هغو موټر چلوونکو لپاره وتړل شوه، چې ویزې او پاسپورټونه نلري

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۳ GMT+۰

طالبانو او پاکستان د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې ورسره د تورخم په ښارګوټي کې سوداګریز فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل. په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر منلې، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ وتړل شوه.

د هغه په وینا، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوو ته د موټر تګ راتګ بند دی.

په پېښور کې هم د ګمرک چارواکي وایي، د تورخم په دروازه د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ پرېکړه یې پلي کړې ده.

په دغه ګمرک کې سرچینو افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي، د پاسپورټونو پرته پاکستان ته د افغان موټر چلوونکو د ننوتو مخه نیول شوې ده.

سرچینې وایي، له دې وروسته به یوازې هغه موټر چلوونکي پاکستان ته داخلېدای شي، چې پاسپورټونه لري.
د دغه نوي ګام له اخیستو سره سم له افغانستانه سلګونه بار وړونکي لارۍ هغې غاړې ته اېسارې پاتې دي.

اوس‌مهال د تورخم دواړو غاړو ته سوداګریز فعاليتونه ځنډول شوي دي.

د پېښور د ګمرک په وینا، د بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لا دمخه نافذ شوی و؛ خو بیا وروسته یې دوی ته د یوې میاشتې وخت ورکړ او د دغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو سره سم د تورخم دروازه وتړل شوه.


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي مشر نقیب الله صافي هم د دروازې د تړل کېدو پخلی کړی او دا کار یې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې خنډ بللی دی.