• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند او ایران د افغانستان په اړه د هر اړخیزو خبرو پر دوام ټینګار کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر امانیام جی شنکر د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دوی په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه به خپلو روانو خبرو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له خپل ایراني سیال سره یې د افغانستان په اړه لنډې خبرې کړې دي.

دوی دغه راز د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د ټرانزیټي لارې پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان او برېکس د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ستراتیژیکو اړیکو وضعیت، د چابهار بندر د پراختیا او اهمیت په اړه خبرې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په خپله نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې پارسي ژبه د هند له ۹ کلاسیکو ژبو څخه یوه کړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

جهادي زده کړې؛ د کندهار په ځینو مدرسو کې ماشومانو ته په اردو ژبه جهادي زده کړې ورکول کیږي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې په يو شمېر دينې مدرسو او مسجدونو کې ماشومانو ته «جهادي» زده کړې په اردو ژبه ورکول کېږې. افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دغې ډلې مشرانو او غړو د خپل نفوذ د زیاتولو په موخه د مدرسو او دیني مرکزونو د پراخولو هڅې زیاتې کړي.

د کندهار ولایت ځينو کورنیو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په اړیکه کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسو او دیني مرکزونو کې یې ماشومانو ته په اردو ژبه د جهاد زده کړې ورکول کیږي.‌

د یادو کورنیو له خوا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رالیږل شویو عکسونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې دغو ماشومانو عمرونه د ۸ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي، خولۍ یا پګړۍ یې پر سر تړلي او پر دیني زده کړو بوخت دي.‌

100%

د دغو کورنيو په خبره؛ د دوی ماشومان د تعلیم الاسلام په نوم د یوې مدرسې ترڅنګ په نورو دیني مرکزونو کې زده کړې کوي.

د تعلیم الاسلام مدرسې مشري د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده یو سلاکار محمد عمر خطابي کوي.‌

د تعلیم الاسلام ديني مدرسه د شاوخوا ۱۷ کلنو راهيسې په درې څانګو کې په کندهار کې فعالیت کوي او داسې ښکاري، چې په اردو ژبه جهادي زده کړو ورکول یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پیل کړي وي.

100%

محمد عمر خطابي په هلمند او اروزګان ولایتونو کې هم مدرسې او راډیوګانې لري او په دغو مدرسو کې په سلګونو هلکان او نجونې زده کړې کوي.‌

همدا راز افغانستان انټرنشنل - پښتو له تعلیم الاسلام مدرسې له تدریسي بهیر څخه ځینې ویډیوګانې تر لاسه کړي، چې پکې د مدرسې یو ملا خپل شاګردانو ته د جهاد او غیر اسلامي ملتونو په باب خبرې کوي.

د افغانستان په سويلي ولایتونو کې تر ډېره د مدرسو نصاب د پاکستان، هند او بنګله دېش نصاب ته ورته والی لري او د عصري علومو زده کړې نه ورکوي.‌

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نویو دیني مدرسو جوړول او پرانیسته د دغې ډلې له لومړیتوبونو څخه بلل کیږي او د هېواد په کچه د مدرسو په شمېر کې په بې سارې توګه ډېروالی راغلی دی.‌

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخي؛ اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۲۰ زره دیني مدرسې او مرکزونه فعالیت کوي چې چارې یې تر ډېره د طالبانو یا د هغوی د پلویانو له خوا پر مخ وړل کیږي.‌

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست یوه چارواکي ويلي، چې د ديني مدرسو جوړول د دغې ډلې لومړیتوب دی او د وخت په تېرېدو سره به یې شمیر لاپسې ډېر شي.

100%

له کندهار څخه ځینې سرچينې وایې، چې د طالبانو د ريس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر، قاضي القضات مولوی عبدالحکيم حقاني او د فاع وزارت مرستیال ملا فاضل په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په دغه ولایت کې د خپل نفوذ د ډېرېدو په موخه ديني مدرسې جوړي کړي، چې تر ډېره د ماشومانو او ځوانانو افراطي کولو ته لار هواروي.

د طالبانو ډېری مشران په پاکستان کې د حقانيه دارالعلوم څخه فارغ شوي او مدرسې د دغه ډلې په فکري دریځ کې خورا مهم ځای لري.‌

طالبان: په بامیان ولایت کې دوو کسانو ځان وژنه کړې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د طالبانو لپاره د بامیانو د والي ویاند وايي، چې د بامیان په ولایت کې دوو تنو ځان وژنه کړې؛ خو لاملونه یې نه دي روښانه. د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، چې یوه شخص یې د بېکارۍ او غربت له امله ځانوژنه کړې ده.

د بامیان لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني نن دوشنبه (د مرغومې ۲۵مه) یو شمېر کورنیو رسنیو ته ویلي، چې بامیان یو ۲۶ کلن دوکاندار سهار وختي د خپل کور مخکې ځان په دار ځړولی و.

د نوموړي په خبره، چې تر اوسه د یاد شخص د ځانوژنې علت نه دی معلوم؛ خو جسد یې د څېړنو لپاره د عدلي طب څانګې ته لېږدول شوی دی.

د بامیان اوسېدونکي خرم حسیني بیا افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: “د مبین په نامه دغه ځوان دوکانداري کوله او له ډېر غربت او بې وزلۍ څخه یې ځانوژنه کړې ده”.

همداراز سیغاني ویلي، چې یوه بل ۱۶کلن ځوان هم د بامیان د زرګرانو په کوڅه کې ځانوژنه کړې ده؛ خو د پېښې د عواملو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د روان کال د سنبلې په میاشت کې ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طبي مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغو ښځو شمېر چې ځانوژنې کوي او یا د ځان وژنې پلان لري، زیات شوی دی.

ګارډین زیاته کړې وه، چې طالب چارواکو د دغو ځانوژنو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

په همدې حال کې ویل شوي، چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي د ځانوژنو د شمېرو په اړه له معلوماتو ورکولو منع کړي دي.

له دې وړاندې په هرات ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې وه، چې لامل یې کورنۍ ستونزې او بېکاري په ګوته شوې وه.

حماس: په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۴ زرو څخه واوښت

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د حماس د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې په نښتو کې ۱۳۲ تنه وژل شوي او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي. دوی ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ زرو کسانو ته ورسېده.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي، چې د ټپیان شمېر له ۶۰ زرو څخه اوښتی او ګڼ خلک ورک هم دي.

بشري حقونو د څار ادارو په وینا؛ په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل له بریدونو سل ورځې تېرېږي، د اټکل له مخې تر اوسه یو لک فلسطینیان وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

نتنیاهو ویلي: "هېڅوک زمونږ مخه نه شي نیولی. نه هاګ محکمه او نه هم بل څوک."

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته چې ۱ زرو ۱۴۷ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزه د اسراییل له هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل د سلو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ ۲۳ زره ۹۶۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ زره ۵۸۲ نور ټپیان شوي دی.

په همدې حال کې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم ۳۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۲۲ عسکر وژل شوي او ۲ زره ۱۹۳ نور ټپيان شوي‌ دي.

د برېتانیا حکومت حزب التحریر د تروریستي ډلې په توګه اعلان کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰

برېتانيا د دوشنبې په ورځ حزب التحرير نړۍواله اسلامي ډله د يوې ممنوع ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه. دغه هېواد حزب التحریر د يهود ضد سازمان په بللو سره د دغه ګوند غړیتوب يو جنايي جرم وباله. دغه حزب په افغانستان کې هم غړي لري؛ خو د طالبانو په راتګ سره یې د فعالیت څرک نه ښکاري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ دغه پریکړه چې یاده سني اسلامپاله سیاسي ډله د القاعدې یا داعش سره ورته بولي به د پارلمان له موافقې وروسته د جنورۍ له ۱۹ نېټې څخه نافذه شي.

د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وايي: "حزب التحریر یو یهودي ضد سازمان دی، چې په فعاله توګه تروریزم ته وده ورکوي او هڅوي یې، دغه ډله د اوکټوبر د اوومې نېټې خونړي برید ستاینه او نمانځنه کوي."

د اکټوبر پر اوومه حماس د پر سویلي اسراییل خونړی برید وکړ چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.

کلیورلي وايي؛ د حزب التحریر له خوا د حماس برید ستاینه او د دوی پر وېبپاڼه کې حماس ته د اتلانو خطاب، د تروریزم د ودې او هڅولو سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه؛ دا سازمان د یهودیانو په وړاندې د بریدونو ستاینه او نمانځلو مخینه هم لري.

طالبانو هم په تېر نومبر میاشت کې د حزب التحریر په ګډون د یو شمېر سیاسي ډلو پر فعالیتونو افغانستان کې بندیز لګولی و.‌

د طالبانو استخباراتو د دغو ډلو دفترونو ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې اوس په افغانستان کې “اسلامي نظام” حاکم دی او هېڅ حزب یا بلې سیاسي ډلې فعالیت ته اړتیا نه شته.

د افغانستان په پخواني جمهوریت کې هم د حزب التحریر پر فعالیت بندیز لګول شوی و او ډېری غړي یې د هغه مهال د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي وو.

په انګلستان کې د دې ډلې مېشت استازو د دغې پرېکړې په اړه تر اوسه له تبصرې ډډه کړې؛ خو تر دې وړاندې یې په خپله ویبپاڼه د دې سازمان د بندول غوښتنه "د ناهیلۍ نښه" بللې وه.

په برېتانیا کې پر دغه سازمان بندیز په دې معنا دی، چې د حزب التحریر سره تړاو، په ګټه یې تبلیغ، د غونډو تنظیم کول او په عامه ځایو کې د هغوی د نښان لېږدول به یو جنايي جرم وي.

هغه کسان چې له دغو مقرراتو نه سرغړونه کوي تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کېدی شي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې حزب التحریر په ۱۹۵۳ کال کې رامنځته شوی او مرکز یې په لبنان کې دی. دغه سازمان د برېتانیا او نورو لویدیځو هېوادونو په ګډون په ۳۲ هېوادونو کې فعالیت کوي، چې د اسلامي قانون له مخې د خلافت د جوړولو اوږد مهاله هدف لري.

دغه سازمان پر فعالیت د آلمان، مصر، بنګله دیش، پاکستان او یو شمیر منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو له خوا بندیز لګول شوی دی.

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۸ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۸ زره ۱۵۱ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۷۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال د پاکستان حکومت راستانه کړي.

یاد وزارت لیکلي چي، ۳۳۳ تنه افغان کډوال د (مرغومي په ۲۴مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

طالب چارواکو په وار - وار له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.