• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا حکومت حزب التحریر د تروریستي ډلې په توګه اعلان کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

برېتانيا د دوشنبې په ورځ حزب التحرير نړۍواله اسلامي ډله د يوې ممنوع ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه. دغه هېواد حزب التحریر د يهود ضد سازمان په بللو سره د دغه ګوند غړیتوب يو جنايي جرم وباله. دغه حزب په افغانستان کې هم غړي لري؛ خو د طالبانو په راتګ سره یې د فعالیت څرک نه ښکاري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ دغه پریکړه چې یاده سني اسلامپاله سیاسي ډله د القاعدې یا داعش سره ورته بولي به د پارلمان له موافقې وروسته د جنورۍ له ۱۹ نېټې څخه نافذه شي.

د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وايي: "حزب التحریر یو یهودي ضد سازمان دی، چې په فعاله توګه تروریزم ته وده ورکوي او هڅوي یې، دغه ډله د اوکټوبر د اوومې نېټې خونړي برید ستاینه او نمانځنه کوي."

د اکټوبر پر اوومه حماس د پر سویلي اسراییل خونړی برید وکړ چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.

کلیورلي وايي؛ د حزب التحریر له خوا د حماس برید ستاینه او د دوی پر وېبپاڼه کې حماس ته د اتلانو خطاب، د تروریزم د ودې او هڅولو سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه؛ دا سازمان د یهودیانو په وړاندې د بریدونو ستاینه او نمانځلو مخینه هم لري.

طالبانو هم په تېر نومبر میاشت کې د حزب التحریر په ګډون د یو شمېر سیاسي ډلو پر فعالیتونو افغانستان کې بندیز لګولی و.‌

د طالبانو استخباراتو د دغو ډلو دفترونو ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې اوس په افغانستان کې “اسلامي نظام” حاکم دی او هېڅ حزب یا بلې سیاسي ډلې فعالیت ته اړتیا نه شته.

د افغانستان په پخواني جمهوریت کې هم د حزب التحریر پر فعالیت بندیز لګول شوی و او ډېری غړي یې د هغه مهال د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي وو.

په انګلستان کې د دې ډلې مېشت استازو د دغې پرېکړې په اړه تر اوسه له تبصرې ډډه کړې؛ خو تر دې وړاندې یې په خپله ویبپاڼه د دې سازمان د بندول غوښتنه "د ناهیلۍ نښه" بللې وه.

په برېتانیا کې پر دغه سازمان بندیز په دې معنا دی، چې د حزب التحریر سره تړاو، په ګټه یې تبلیغ، د غونډو تنظیم کول او په عامه ځایو کې د هغوی د نښان لېږدول به یو جنايي جرم وي.

هغه کسان چې له دغو مقرراتو نه سرغړونه کوي تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کېدی شي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې حزب التحریر په ۱۹۵۳ کال کې رامنځته شوی او مرکز یې په لبنان کې دی. دغه سازمان د برېتانیا او نورو لویدیځو هېوادونو په ګډون په ۳۲ هېوادونو کې فعالیت کوي، چې د اسلامي قانون له مخې د خلافت د جوړولو اوږد مهاله هدف لري.

دغه سازمان پر فعالیت د آلمان، مصر، بنګله دیش، پاکستان او یو شمیر منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو له خوا بندیز لګول شوی دی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۸ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۸ زره ۱۵۱ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۷۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال د پاکستان حکومت راستانه کړي.

یاد وزارت لیکلي چي، ۳۳۳ تنه افغان کډوال د (مرغومي په ۲۴مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

طالب چارواکو په وار - وار له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

سراج حقاني: د يهوديانو او مفسيدينو دورې تېرې شوې او اوس چا ته د نفسي ازادي حق نه ورکوو

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني وايي، چې په افغانستان کې د يهودو او فاسدينو دورې تېرې شوي او په همدې دورو کې ناسمو کولتورونو پايښت کړی.

سراج حقاني دغه څرګندونې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې څخه د ۴۰۰ طالبانو په فراغت غونډه کي وکړې.

هغه وويل، چې نظام يې خدای ته په چيغو، مقاومت، جهاد او زحمت تر لاسه کړی او دا مهال بې پروايي پکې زياته تر سترګو کېږي.

هغه وايي: « موږ دغه حالت په ډېر زحمت ترلاسه کړی؛ خو اوس وينو، چې ناشکري او بې پروايي زياتيږي په خاص ډول دغه خبره ديني عالمانو ته متوجه ده».

سراج حقاني زياته کړه، چې په هېواد کې د "یهودو او مفسيدنو" دورې تېرې شوي او «افغاني او اسلامي کولتورونه» پکې محوه شوي دي.

د نوموړي په خبره، چې اوس خلک د تېرو دورو په ډول غوښتني لري او د نفسي ازادي غوښتلو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: « مخکنيو دورو خپل ناسم رواج دومره عادي کړ، چې د افغانيت او اسلاميت رواجونه محوه شول، اوس خلک نفسي ازادي ګناه نه بولي او غواړي يې، موږ به یې اصلاح کوو.»

د نوموړي په خبره، چې د نفسي ازادی غوښتونکي ټول نظام ته د ناسم فکر او بې کفايته حکومت په سترګه ګوري.

نوموړي له ديني عالمانو او د مدرسو له فارغينو وغوښتل، چې د خلکو په پوهاوي او دين درسونه کې مرسته وکړي.

ایران او پاکستان د افغانستان له خاورې د داعش او بلوڅ بېلتونپالو پر استفادې اندېښنه لري

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د پاکستان موقت بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل. سرچینې وايي، چې ښاغلي قمي تر دې مخکې له خپل پاکستاني سیال اصف دراني سره هم «د افغانستان په اړه هر اړخيزې خبرې» کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، جلیل عباس جیلاني په دې لېدنه کې«د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنې او د سیمه ییز ثبات لپاره د همغږۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی.»

هغه د ښاغلي قومي سره د «سولې او باثباته سیمه ایز لید ته د رسیدو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د حیاتي رول" په اړه هم خبرې وکړې.

دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د واړه هېوادونه د داعش، بلوڅ بېلتون غوښتونکو او نورو «ترهګرو ډلو» له لوري د افغانستان د خاوري کارولو په اړه ګډې اندېښنې لري.

د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د یکشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۴ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد.

د سرچینو په وینا؛ د ایران پلاوی څلور غړي لري، چې د افغانستان په اړه د ایران په سیاستونو کې مهم رول لوبوي.

ښاغلی قمي به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني او د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وګوري.

که څه هم د افغانستان دواړه ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړيکې لري؛ خو ډېپلوماتيکو سرچينو د افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې دواړه «د خپلو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه اندېښنې لري.»

د ایران حکومت مخکې اعلان کړی و، د داعش يوه ځانمرګی بريدګر چې د مرغومي په ۱۳ مه يې پر کرمان بريد کړی و تاجکستانی و او د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې «روزل شوی» و.

په دې برید کې شاوخوا سل ملکي وګړي وژل شوي وو.

له دغه خونړي برید وروسته حسن کاظمي قمي په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

د افغانستان انټرنشنل ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا دا «یوه مهمه لېدنه» وه.

په ورته وخت کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په وار - وار طالبان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅو بېلتون غوښتونکو ته په پټنځایونو ورکولو تورن کړي دي. طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

رسمي شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو په تېره بیا په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې خونړي بریدونه ډېر شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي: « بريد کوونکي او په ډېرو عملياتو کې کارول شوي وسلې بیرته افغانستان ته ستنيږي.»

امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیره: د طالبانو په وړاندې د اسلام اباد صبر نور پای ته رسېدلی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۰

په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیره وايي، د اسلام اباد او طالبانو تر منځ څو پړاوه خبرې بې پایلې شوې او د دغې ډلې په وړاندې د پاکستان صبر نور پای ته رسېدلی. ملیحه لودي ویلي چې، طالب مشرانو د تحریک طالبان پاکستان د مهارولو ژمنې کړې وې خو عملي یې نه کړې.

دغې پاکستانۍ ډیپلوماتې ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو په اړه طالبانو ته د پاکستان خبرداری اغېزمن نه و.

اغلې لودي چې پخوا په ملګرو ملتونو، برېټانیا او امریکا کې د پاکستان د استازې په توګه دنده ترسره کړې، په دې باور ده چې په « ۲۰۲۳ کال کې په ترهګریز فعالیتونه کې د امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې پام وړ زیاتوالي راغلی او دغه زیان د تېرو اتو کلو پرتله په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.»

نوموړې د دوشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۵مه په یوه مقاله کې چې د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي چې پاکستان په کابل کې د طالبانو له ناخوښۍ وروسته د لسګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په مقرراتو کې د بدلون پرېکړه کړې ده.

دا تګلارې د دې لامل شوې چې د سوداګریزو توکو زرګونه کانټینرونه ودرول شي.

د دغې پاکستانۍ ډیپلوماتې په وینا، تر فشارونو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د کندهار والي ملا شیرین پاکستان ته واستاوه چې اسلام اباد ته قناعت ورکړي چې ژغورنه له سیاست څخه جلا ده. خو پاکستاني لوري په ښکاره ویلي چې د پاکستاني طالبانو مسله تر بل هر وخت د دغه هېواد لپاره مهمه ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې پوښتنه کړې چې که کابل کې طالبان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د اقدام کولو لېوالتیا ونه ښيي، نو اسلام اباد به بل څه ټاکنه ولري؟ هغه په ځواب کې زیاته کړې چې اسانه ځواب نشته، ځکه چې دا هېواد د طالبانو پر وړاندې د فشارونو په کارولو کې بندیزونه لري.

یونیسف: په هرات کې د زلزلې له امله زیانمن شوي ۹۶ زره ماشومان مرستو ته اړتیا لري

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۱ GMT+۰

یونیسف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق) د افغانستان په لوېدیځ هرات کې له زلزلې سل ورځې وروسته په سختو ژمنيو شرایطو کې د ماشومانو لپاره د لا زیاتو روغتیايي خدمتونو او پاکو اوبو د خدمتونو غوښتنه کوي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چي، د افغانستان په لوېدیځ هرات کې د زلزلې له امله ۹۶ زره زیانمن شوي ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف خبردارۍ ورکړی او وايي: «د افغانستان په هرات کې ۹۶ زره زلزله ځپلي ماشومان په ژمي کې مرستو ته سخته اړتیا لري. »

له زلزلې سل ورځې وروسته، یونیسف په «ګواښوونکي ژمي کې د ماشومانو لپاره د لا زیاتې روغتیايي پاملرنې، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو غوښتنه کوي.»

یونیسف د جنورۍ په ۱۵مه یو راپور خپور کړی او پکې لیکلي یې دي چې، له زرو ډیر کسان چې ډیر شمیر یې ښځې او ماشومان وو د افغانستان په هرات ولایت کې د زلزلو له امله مړه شول او ۲۱ زره کورونه ویجاړ شول.

دغې نړیوالې ادارې په خپل راپور کې ویلي: «د دې کلیو فضا له درد او کړاوه ډکه ده، ان د افغانستان په هرات کې له زلزلې سل ورځې وروسته، چې کورنیو یې هر څه له لاسه ورکړي. ماشومان لا هم هڅه کوي چې له سختو شرایطو سره مقابله وکړي.»

په دغه راپور کې په افغانستان کې د یونیسف استازی فران اکیزا له قوله ویل شوي: «هغه ښوونځي او روغتیايي مرکزونه چې ماشومان پرې تکیه وو، زیانمن شوي او یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. دلته ژمی رارسیدلی او د تودوخې درجه له صفر څخه ښکته ده. بې کوره ماشومان او کورنۍ د شپې په خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي او هیڅ لاره نه لري چې خپل لنډمهاله سرپناه توده وساتي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دغه راپور کې د هغو کورنیو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې چې د ژمي په سړه هوا کې د خپلو کورونو د جوړولو، بیړنیو روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او مناسب روغتايي چاپیریال اته اړتیا لري.