ایرانی چارواکی: په ایران کې څه باندې ۶ لکه ۴۰ زره افغان کډوال د کار اجازه لري

د ایران د کار وزارت د بهرنیو وګړو د ګومارلو عمومي مشر محسن ابراهیمي وايي، په دغه هیواد کې ۶۳۹ زره او ۸۷۲ افغانان د کار اجازه لري. د نوموړي په وینا، یوازې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۱۹۰ کسانو ته د کار کولو جوازونه ورکړل شوي او د ۳۱۲۲ نور جوازونه نوي شوي دي.