د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران د سیمې امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی

د سوېس د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې ایران «د سیمې امنیت ته ستر ګواښ» دی.

د سوېس د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې ایران «د سیمې امنیت ته ستر ګواښ» دی.
په وروستیو څلورو ورځو کې ایران په سوریه، عراق او پاکستان کې ځینې اهداف په نښه کړل.
دغې چارې نه یوازې د عراق او پاکستان غبرګون راپارولی بلکې د امریکا په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو له مستقیم او غیر مستقیم غبرګون سره مخ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ ( د مرغومې ۲۷مه) وویل، چې د سیمې هېوادونه غواړي چې امریکا په سیمه کې فعال حضور او د رهبرۍ نقش ولوبوي، خو ایران د سیمې امنیت ته ستر ګواښ جوړوي.
د بلېنکن په خبره، د سیمې د هېوادونو په مرسته د اسراییل او فلسطین د کړکېچ حل کولی شي، چې په منځني ختیځ کې د ایران نیابتي ډلې او وسلوال منزوي کړي.
نوموړی دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان په داووس کې ویلي، چې د عراق او پاکستان امنیت د ایران امنیت دی او دوی په دواړو هېوادونو کې ترهګر په نښه کړي دي.


سپینې ماڼۍ په یوه تازه بیان کې اعلان کړی، چې د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو او ګواښونو په ځواب کې یې دغه ډله د "ځانګړې نړۍوالې ترهګرې" ډلې په نوملړ کې شامله کړه.
که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې امریکا د حوثي وسلوالو ډله له دوو لېستونو "د بهرنیو ترهګرو ډله" او " ځانګړي نړۍوال ترهګر" څخه لرې کړې وو؛ مګر په تازه اعلان کې امریکا دا ډله یو ځل بیا د ترهګرو په ډله کې شامله کړه.
سپینې ماڼۍ نن چهار شبنه ( د مرغومې ۲۷مه) په خپلې سهارنۍ اعلامیې کې ویلي، چې دا پرېکړه به د حوثیانو د تمویل د مخنیوي، مالي بازارونو ته د دې ډلې د لاسرسۍ د محدودولو او د خپلو اعمالو د حساب ورکولو په برخه کې یو مهم ګام وي.
همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر بیا ویلي، چې د یمن حوثي یاغیان د "ځانګړي نړۍوال ترهګر" په نوملړ کې د شاملولو په اړه د واشنګټن پرېکړه به د فېبرورۍ له ۱۶مې څخه عملي شي.
له دې وړاندې د روانې میاشتې په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالتونو د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.
د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»
د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.
دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.
دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.

د اروپا د عدلیې محکمې د نوي حکم له مخې؛ هغه ښځې چې په خپل هېواد کې د "ناموسي وژنې" یا د کورنۍ تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي. دغې محکمې ومنله چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده.
په لوګزامبورګ کې د اروپا د عدلیې محکمې د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) د یوه بیان په خپرولو سره یې تایید کړه؛ هغه ښځې چې د جنسیت له امله له فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کیږي کولی شي د خوندیتوب غوښتنه وکړي.
دغه محکمه وایي؛ که چېرې د کډوالۍ د وضعیت د ورکولو شرایط پوره نه شي؛ نو ممکن غوښتونکي د فرعي ملاتړ شرایطو وړ شي.
د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس که یو څوک د ملیت، مذهب، نژاد او سیاسي عقایدو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب په اساس وځورول شي د پناه غوښتنې وړ بلل کېږي.
دغې محکمې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده او په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې دریځ د ښځو لپاره د تطبیق وړ دی.
دا پرېکړه د یوې مېرمنې د قضیې وروسته صادر شوه چې ادعا یې کړې وه، چې ترکیه کې یې کورنې هغه واده ته مجبوره کړې ده.
دغه ښځه د خپل مېړه له وهلو او ګواښلو وروسته بلغاریا ته وتښتېدله او د اروپا عدلیې محکمې څخه د بلغاریا د محکمې له خوندیتوب غوښتنې وروسته، جرمني ته ولاړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له کار او زده کړو بې برخې دي او په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
تر دې مخکې یوناما ویلي وو؛ افغانستان په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي، چې طالبانو «جنسي توپیر» رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې اېستلي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د هغو دوو ماشومو کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره خبرې کړې، چې د ایران پروني بريد کې وژل شوې. دا کورنۍ د دې خبر تایید سره وایي، «۴ کلنه حمیرا او ۲ کلنه سلما» د پروني برید قربانیانې دي؛ خو ایران وايي د جیش العدل ډلې غړي یې په نښه کړي.
جیش العدل خبر ورکړی، چې راکټونه یې د وسلوالو پر کورونو لګیدلي دي.
په دغه برید کې د وژل شویو دوو ماشومو د انځور خپرېدلو غبرګونونه پارولي دي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال لارد طارق احمد په اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې « د پاکستان په خاوره کې د ایران بريد، چې بې ګناه ماشومې يې ووژلې، په هيڅ ډول د منلو وړ نه دی.»
هغه يادونه وکړه، چې بريتانيا به ايران ته د ځواب ورکولو لپاره له نړيوالو همکارانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
پاکستاني چارواکو په یوه توند غبرګون کې د ایران توغندیز بریدونه د پاکستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د سپاه پاسداران د برید په غبرګون کې به له ایراني چارواکو سره هر ډول دیپلوماتیکې او سوداګریزې ناستې لغوه کړي.

د پاکستان استخباراتي اداره وايي، د دغه هېواد د سني عالمانو شورا د مرستیال او د سپاه صحابه د یوه جګپوړي مشر مسعود رحمان عثماني د وژنې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي. د اسلام اباد پوليسو ويلي نيول شوي کسان د پاکستان د اماميه محصلينو د تنظيم غړي دي، چې له ايران سره تړاو لري.
دوو وسله والو موټرسېکل سپرو د جنورۍ پر پنځمه د اسلام اباد په غوري ټاون کې ښاغلی عثماني وواژه.
د اسلام اباد پولیس وايي، نیول شوي کسان د ایران اړوند د پاکستان امامیه محصلینو سازمان غړي دي.
دغه څلور کسان د راولپنډۍ، اسلام اباد او بهاالدين منډيي ښارونو کې د عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
د اسلام اباد د پوليسو ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستان د امامیه محصلینو سازمان په پاکستان کې د شیعه افراطیت پر وړاندې د سني عالمانو شورا د دریځ په غچ کې دغه برید کړی دی.

د پاکستان د بلوچستان کې د جیش العدل پر مرکزونو د ایران له توغندیز او ډرون برید یوه ورځ وروسته اسلام اباد خپل سفیر له تهران غوښتی او ایراني سفیر ته یې هم پاکستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ور کړې. پاکستان وايي ایران د دغه هېواد پر هوايي حریم تېري سره دوه ماشومان وژلي دي.
پاکستان له ایراني چارواکو سره لیدنې هم لغوه کړې دي او تر دې مخکې یې په اسلام اباد کې د ایراني شازدافیر په احضارولو سره شکایت کړی و.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې خپرولو سره وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي، خو ایرانۍ رسنۍ وايي، په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا برید به سختې پایلې ولري او هیڅ د منلو نه ده.
د دې وزارت په اعلامیه کې دا برید د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د نړیوالو قوانینو خلاف بلل شوی دی.
د اسلام اباد په خبره، د ایران برید هیڅ توجیه نه لري او دوی یې د ځواب حق لري.
ایران له په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په پاکستان، عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران دا بریدونه وستایل او د ټیکاو زیاتولو لپاره یې وبلل.
جیش العدل په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره پر پوله د ایران ځینې سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت ومانه.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، د پاکستان د بلوچستان په پنجګور کې یې په توغندیز او ډرون برید کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه شوي دی.
د ایران سپاه پاسدارن د پاکستان بلوچستان کې د جیش العدل پر مرکزونو سربېره پرو د عراق په اربیل کې «د موساد د مرکز» او سوریه کې هم «د داعش د غونډېدو پر ځای» توغندیز بریدونه وکړل.