• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن په شپږمه ورځ هم د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو له پاره بنده ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

څه نا څه یوه اونۍ تېره شوه؛ خو لا هم د تورخم دروازې دواړو خواوو ته د ټرانزیټ زرګونه لاریو برخلیک نه دی جوت شوی. پاکستاني لوري تر پرون ناوخته هم په خپل دریځ ټینګار کاوه، چې په دغې دروازې د ټولو موټر چلوونکو له پاره د پاسپورټونو او ویزو لرل حتمي دي.

د هغوی په وینا، له پاسپورټ او ویزې پرته به هیچا ته هم د تګ اجازه ورنکړي.

بل پلو طالبانو بیا ګوت څنډنه کړې، که دغه دروازه نه پرانیستل کېږي؛ نو دوی به یې د تل له پاره بنده کړي.

په توله کې د دواړو غاړو سوداګر او موټر چلوونکي بیا وايي، چې د دغې لارې د بندېدو سره دوی ته درانه زیانونه اوښتي او هغه مالونه چې تر دې مهاله ایسار پاتې دي د ورستېدو او خوسا کېدو سره مخامخ دي.
د تورخم دروازه تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې د پاکستان او طالبانو له‌خوا تړل شوې وه؛ خو د دې پلا بندېدل یې د تېر پرتله بل شان دي؛ ځکه پخوا به د دواړو خواوو تر منځ د اخ و ډب وروسته دغه دروازه وتړل شوه، چې بیا به د څو ورځو به تېرېدو سره بېرته پرانیستل شوه؛ خو دا پلا بې له اخ و ډب او تاوتریخوالي پرته تړل شوې هغه هم یوازې د بار وړونکو موټرو له پاره.
په سیمه کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل، داسې هیله مندي شته چې دغه لاره به په راتلونکو دوه، درې ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

هغه وايي، پخوا به دغه دروازه د تاوتریخوالي له پېښېدو وروسته په چورلټ ډول تړل کېده؛ خو دا ځل دغه دروازه چوره بنده شوې نه ده، اوس هم خلک په دغې دروازې د دواړو خواو ته تګ راتګ کولای شي. دا ځل یوازې د موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزو له امله بنده شوې، کېدای شي چې دا ځل بیا دواړه غاړې سره سلا مشوره وکړي او د حل یوه لاره راوباسي او دغه ستونزه هواره کړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د پاکستان له‌خوا د بار وړونکو موټرو د چلوونکو له پاره د پاسپورټ او ویزو مسله جدي نیول شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو سره دغه دواړه غاړې په دې سلا شوې وې، چې د دوو میاشتو له پاره دغه موده وغځوي.

دا ځلې هم کېدای شي، چې د دغې ستونزې لپاره د حل یوه لاره راوویستل شي، ځکه د دغې دروازې د تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګرو او خلکو ته درانه زیانونه اوړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

چارواکي: په خیبر پښتونخوا کې موټر او ریکشاوې نه شي کولای، چې د تېلو پر ځای ګاز وکاروي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د ګازو کارول زیات شوي او موټر او ریکشاوې نه شي کولای له دې وروسته د تېلو پر ځای ګاز وکاروي. ځايي حکومت ویلي، د دې له پاره چې په کورونو کې خلکو ته د هغوی د اړتیا وړ ګاز ورسېږي؛ دغه لنډمهاله بندیز یې لګولی.

په پېښور کې یو شمېر موټر چلوونکي او د ریکشاو خاوندان وايي، له دغې پرېکړې سره جوخت د دوی کار و بار اغېزمن شوی او سخت تاوان ور رسېدلی دی.
که څه هم حکومتي چارواکو ویلي، چې دغه بندیز به لنډ مهاله وي؛ خو د موټرو او ریکشاوو خاوندان وايي سړې هوا ته په کتو داسې نه ښکاري، چې دغه بندیز دې په نږدې راتلونکې کې لرې شي.
خو ولسي خلک وايي، د حکومت د دغې پرېکړې سره سم د ترانسپورټ په برخه کې ستونزې زیاتې شوې او د موټرو او ریکشاوو په کرایه کې دوه برابره زیاتوالی راغلی، ان تر دې چې یو شمېر ولسي شاعرانو په دې برخه کې ځیني طنزي شعرونه هم ویلي دي.
دا مهال په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۶۰۰ د سي اېن جي مرکزونه فعال دي، چې زرګونه کسان په کې کار کوي.

د دغو مرکزونو خاوندان وايي، چې د حکومت د دغې پرېکړې سره سم دوی وزګاره شوي په داسې حال کې چې په نورو صوبو کې دغه شان بندیزونه نه دي لګول شوي.

هغوی وايي، سره له دې چې په خپله خیبر پښتونخوا د ګازو زېرمې او کانونه هم لري؛ خو بیا هم حکومتي چارواکو پر دوی دغه شان بندیز لګولی دی.
دوی دا هم وايي، که د دې کار سره دوی ته زیان اوښتی او کارونه یې له لاسه ورکړي، ورسره حکومت ته هم اقتصادي تاوانونه اوښتي؛ ځکه د دوی په باور له دې سره هم ټکس او مالیه چې د سي اېن جي له مرکزونو حکومت ته رسېدله هغه هم اوس حکومت ته نه ورکول کېږي.

طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې سوداګریز مرکزونه تړلي او لسګونه هټۍوال یې بندیان کړي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، طالبانو تېره ورځ یو شمېر لوی سوداګریز مرکزونه د کلدارو د کارولو په تور وتړل او لسګونه هټۍ وال او کارکوونکي یې بندیان کړل.

ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د یادې ولسوالۍ ځايي طالبانو د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۷مه) نږدې لس لوی سوداګریز مرکزونه وتړل او لسګونه هټۍ وال او کارکوونکي یې بندیان کړل .

د سرچېنو د معلوماتو له مخې طالبانو دغه سواګریز مرکزونه په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې په تور بندیان کړي او سوداګریز مرکزونه او هټۍ یې د یوې میاشتې لپاره ورتړلې دي.

د کندهار د دغې سوداګریزې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، یوه میاشت وړاندې هم نږدې سل هټۍ وال او د بهرنیو اسعارو د تبادلې کاروباریان د سپین بولدک ولسوالۍ د طالبانو له لوري د کلدارو د کارولو په تور بندیان شوي وو، او څو ورځې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب را خوشې شول .

خو تر اوسه پورې په رسمي ډول د ځايي طالبانو له لوري د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلدارو د کارولو په تور د سوداګریزو مرکزونو د تړلو او د هټۍ والو د بندي کولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو کابو درې میاشتې وړاندې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د یو فرمان له مخې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګاوه. او له یاد فرمان څخه سرغړونکو ته یې د طالبانو له لوري د سزا ورکولو خبره هم کړې وه .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران خاوره د ‘ترهګرو‘ پر پټنځایونو شوي بریدونه تایید کړل

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار یې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د «ترهګرو» پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په تېرو څو کلونو کې پاکستان په دوامداره توګه په ایران کې د پاکستاني الاصله ترهګرو چې ځانونه سرمچاران بولي د هغوی د خوندي پټنځایونو په اړه خپلې جدي اندېښنې شریکې کړې وې.

د دغه وزارت په وینا، پاکستان د دغو ترهګرو د شتون او فعالیتونو په اړه کره شواهد او اسناد هم له ایراني چارواکو سره شریک کړي وو؛ خو د دوی د جدي اندېښنو سره، سره بیا هم په دې برخه کې کوم اقدام نه و شوی.

دغه وزارت لیکلي، دغه ګام یې د کره استخباراتي معلوماتو په رڼا کې اخیستی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري؛ خو یوازینۍ موخه یې د خپل امنیت او ملي ګټو خوندیتوب دی.

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي:« موږ تل د ترهګرۍ د ګواښ په ګډون د ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره پر خبرو اترو او همکارۍ ټینګار کړی او د ګډو حل لارو موندلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

ورته مهال د سیستان او بلوچستان سیاسي او امنیتي مرستیال تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې درې ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، د ایران او پاکستان سره پر پوله د پاکستان په برید کې دغه ټپيان او وژل شوي کسان ایراني وګړي نه‌دي.

پاکستان نن سهار دغه بریدونه د ایران د پروني برید په ځواب کې کړي.

ایران تېره ورځ د بلوچستان پر پنجګور هوایي برید کړی و، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل کړي وو؛ خو ایران بیا ویلي و، چې په دغه برید کې یې د (جیش العدل) مرکزونه په نښه کړي وو.

قلندر عباد: د هېواد په کچه مو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پولیو يوازې ۸ مثبتې پېښې لرلې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د پوليو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه تېره ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت، د ولایتونو په کچه د دغې ډلې د عامې روغتیا رییسانو، د پولیو ادارې استازو، د روغتیا نړۍوال سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په ګډون ترسره شوه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی وزیر وایي:« زموږ له راتګ سره د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو یوازې ۸ مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.»


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه غونډه کې د وینا پر مهال د دغه وزارت چارسمبالي قلندر عباد پولیو د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړ.

هغه زیاته کړې، چې د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړۍوال سازمان، بېلګېټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.

ښاغلي عباد ۲۰۲۴ کال د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړ.

هغه ویلي، د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پام کې لري چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.

تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د پولیو تازه پېښې ثبتې شوې وې.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف یو چارواکي تر دې وړاندې ویلي و، چې په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د درېیو مثبتو پېښو ثبتېدل د اندېښنې وړ خبره ده.


د هغه په وینا، د پولیو ویروس په سیمه کې فعال دی او د افغانستان نورو سیمو ته یې د پراخېدو ګواښ هم زیات دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: پر پاکستان برید ایراني ترهګرو ته په پاکستان کې زموږ ځواب دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان نن د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې رسنیو ته وویل، پر پاکستان د دوی د برید موخه "په پاکستان کې ایراني ترهګر " وو. هغه تاکید کړی، چې د ایران بې پیلوټه الوتکو او توغندیو هېڅ یو پاکستانی وګړی نه دی په نښه کړی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان یو ښه ګاونډی، دوست او ورور وباله او ویې ویل: "د جیش العدل په نامه ډلې د پاکستان په ځینو برخو کې پناه اخیستې او په دې اړه مو څو ځلې د پاکستان له لوړ پوړو پوځي، امنیتي او سیاسي چارواکو سره خبرې کړې دي او دغو ترهګرو ډلو په تېرو ورځو کې په ایران کې عملیات کړي دي. د نورو شیانو تر څنګ یې د راسک په قوماندانۍ کې زموږ د پولیسو سرتیري شهیدان کړل. دا ایراني ترهګرو ته په پاکستان کې زموږ ځواب دی."

امیر عبداللهیان ویلي، چې له رسنیو سره تر خبرو مخکې یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د برید په اړه خبرې کړې وې.

ایران پر پاکستان سربېره په عراق او سوریه کې هم بریدونه کړي، چې اسلام اباد او بغداد د خپلې بشپړتیا خلاف ورزي بللې ده.

په مقابل کې حسین امیر عبدالهیان وايي، ایران د پاکستان او عراق ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري خو : "مونږ به هغوی ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ د هېواد له ملي امنیت سره لوبې وکړی او مونږ له ترهګرو سره د خپل هېواد د ملي امنیت په تامینولو کې هېڅ ډول پېژاند نه لرو."

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دغه هېواد پر خاوره د ایران د توغندیزې حملې په غبرګون کې دغه اقدام د ایران له خوا د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د تېرې شپې حملې بې اساسه او څرګندې دی.

د هغې په خبره، د ایران دا برید د پاکستان له ملي حاکمیت او د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له اهدافو او اصولو سرغړونه ده.

نوموړې زیاته کړې: " دغه غیر دقانوني اقدام په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی او هېڅ توجیه نه لري."

بلوچ وايي، پاکستان د دې غیر قانوني اقدام پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري او پایلې به یې په ایران پورې تړلې وې.
اسلام اباد ټینګار کړی، چې خپل پیغام یې د ایران حکومت ته رسولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي: «موږ دوی ته خبر ورکړی چې پاکستان له ایرانه د خپل سفیر د رابللو پرېکړه کړې او په پاکستان کې د ایران سفیر چې دا مهال په ایران کې دی، د بېرته ستنېدو اجازه نه ‎لري. موږ دا پرېکړه هم کړې چې د پاکستان او ایران ترمنځ ټول هغه لوړ پوړي سفرونه وځنډوو چې په راتلونکو ورځو کې روان وو یا پلان شوي وو."

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي؛ کوم اقدام چې دوی کړی د ایران، پاکستان، عراق او سیمې له امنیت سره د مرستې لپاره دی.

هغه ویلي، چې دوی د عراق او پاکستان امنیت د ایران امنیت ګڼي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وایي؛ دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي، خو ایرانۍ رسنۍ وايي، په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.