• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قلندر عباد: د هېواد په کچه مو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پولیو يوازې ۸ مثبتې پېښې لرلې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د پوليو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه تېره ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت، د ولایتونو په کچه د دغې ډلې د عامې روغتیا رییسانو، د پولیو ادارې استازو، د روغتیا نړۍوال سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په ګډون ترسره شوه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی وزیر وایي:« زموږ له راتګ سره د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو یوازې ۸ مثبتې پېښې ثبتې شوې، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.»


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه غونډه کې د وینا پر مهال د دغه وزارت چارسمبالي قلندر عباد پولیو د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړ.

هغه زیاته کړې، چې د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړۍوال سازمان، بېلګېټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.

ښاغلي عباد ۲۰۲۴ کال د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړ.

هغه ویلي، د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پام کې لري چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.

تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د پولیو تازه پېښې ثبتې شوې وې.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف یو چارواکي تر دې وړاندې ویلي و، چې په لنډه موده کې په ننګرهار کې د پولیو د درېیو مثبتو پېښو ثبتېدل د اندېښنې وړ خبره ده.


د هغه په وینا، د پولیو ویروس په سیمه کې فعال دی او د افغانستان نورو سیمو ته یې د پراخېدو ګواښ هم زیات دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران د ګرځندوی وزیر: هرات د ایران د تمدن یوه غوره بېلګه ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د ایران د ګرځندوی وزیر عزت الله ضرغامي په تهران کې د «هرات د شپې» په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په یوه پیغام کې وویل؛ دغه ښار د ایران د تمدن یوه غوره بېلګه ده او افغانستان او ایران باید په مختلفو برخو کې د تعامل او همکارۍ بېلګه وي.

په دغو مراسمو کې په تهران کې «له چنګېزه تر تېموره د هرات تاریخ» د کتاب مخکتنه وشوه.

د جماران خبری اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د سولې د مطالعاتو د علمي ټولنې او د دغه هېواد د معاصر تاریخ موزیم د سې شنبې په ورځ ( د مرغومی ۲۶) د «له چنګېزه تر تېموره د هرات تاریخ» » د کتاب د مخکتنې په مناسبت د یو تاریخي کلتوري پروګرام کوربه و.

د ګرځندوی وزیر د یو پیغام په استولو سره وویل: « د ایران او زموږ د ګران افغانستان (هرات جان) د ویاړمنو خو ځپلو ښارونو د یادولو لپاره یو ښه فرصت دی، چې په دې اړه بحث وکړو، چې ایران ښار څه شی دی او له شک پرته دغه بحث بېلابېل نظرونه لری.»

هغه زیاته کړه، افراطیت، ګواښونه، نا انډوله پراختیا او فرصتونه د ایران او افغانستان او د سیمې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ مشترکات دي، چې دا هېوادونه یوازې د همکارانو په خواخوږۍ او کار سره پر دې هر څه بريالي کېدی شي.

د ایران د ګرځندوی وزیر وویل: « سره له دې، چې په نړۍ کې د تمن تر ټولو ځواکمنه امپراتوري له دې سېمې څخه رامنځته شوې؛ خو هرات د تمدن يوه غوره بېلګه ده، چې د خپل جغرافيايي چوکاټ په پرتله ډېر ارزښت لري.»

د ګرځندوی د وزیر په پیغام کې راغلي، چې افغانستان او ایران د بډایه ايراني تمدن او کولتوري خراسان د وارثانو په توګه باید په بېلابېلو او ستراتیژیکو برخو کې له یو بل سره تعامل او اړیکې ولري.

هغه وويل: «لکه څنګه چې تبریز او هرات وکولی شول، چې د نړۍ تر ټولو عالي هنري مکتب جوړ کړي، له شک پرته هرات، کندهار، کابل، سمرقند، دوشنبه، مشهد، اصفهان، استانبول، بغداد، لاهور او ډهلي کولی شي د مشرتابه په ګډو برخو کې د متقابل عمل، تبادلې او همکارۍ پر اساس د نوي وياړ رامنځته کولو هڅه وکړي.»

د شېوان ماهندر راجاه له خوا ليکل شوی «له چنګېزه تر تيموره د هرات تاریخ» د کتاب فارسي نسخه، چې د علي محمودي سرچقايي له خوا ژباړل شوې، د افغانستان او ایران د يو شمېر استادانو، محصلينو او روڼ اندو په خضور کې مخکتنې ته وړاندې شو.

هند له افغانستان څخه د شل اوره سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه لوبې بایللې وې او د لوبلړۍ درېیمه سیالۍ یې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۷مه) هند ته وبایلله.

لوبه د هند په توپ وهې پیل شوه او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې وکړې.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره وکولی شول چې ۲۱۲ منډې جوړې کړي او لوبه د سوپر اور پړاو ته داخله شي.

هند د سوپر اور څخه په استفادې وتوانېده چې دا لوبه هم په خپلې ګټې تمامه کړي.

د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام وړاندې دا لوبلړۍ د دواړو هېوادونو لپاره خورا ګټوره بلل کیږي؛ ځکه دا ډول لوبلړیو ته په کتو د نړۍوال جام لپاره لوبډله ټاکل کیږي.

له هندوستان سره د افغان ملي لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ داسې مهال تر سره شوه، چې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام لوبې د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

طالبانو په لغمان کې د ۳۱ ځانمرګو له کورنیو سره مرسته وکړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو معين په لغمان کې د دې ډلې د ۳۱ ځانمرګو د کورنيو له غړو سره نغده مرسته کړې. عبدالحکيم حقاني له باختر خبري اژانس سره په ويډيويې مرکه کې ويلي، چې د دې ۳۱ ځانمرګو هرې کورنۍ ته يې ۱۵ زره افغانۍ ورکړي دي.

نوموړی وايي، دغه مرسته یې د خپل مشر هبت الله اخوندزاده په امر کړې او نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.

د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې له دې کورنيو سره به د خوراکي، غيري خوراکې او نغدو پيسو مرسته دوام ولري او په نورو ولایتونو کې به هم ورته مرستې وشي.

په تېرو شلو کلنو کې طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو او د جګړې د ميدان د ګرم ساتلو لپاره له ځانمرګي بريدونه څخه ګټه اخيسته چې ډېره مرګ ژوبله به پکې ملکي وګړو ته اوښتله.

ډان ورځپاڼه : طالبانو پاکستان ته ګواښ کړی، چې د تورخم او خرلڅي لارې به وتړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخي طالب چارواکو ګواښ کړی، چې که پاکستان پر افغان موټر چلوونکو بندیزونه لرې نه کړي، د تورخم او خرلڅي لارې به د تل لپاره وتړي. دا مهال د تورخم دروازه د پاکستان له خوا د نویو شرایطو له امله تړل شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې طالب چارواکو د دوشنبې په ماښام په يوه ليدنه کې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې د حل لارو د نشتون په صورت کې به د تورخم او خرلڅي لارې د تل لپاره وتړل شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخي طالب چارواکو په واضح ډول پاکستاني امنيتي چارواکو ته ويلي، چې نوي بنديزونه دوی ته د منلو نه دي ځکه دوی ته د وېزې د پاليسۍ د پلي کېدو په اړه مخکې کومه رسمي خبرتيا نه ده ورکړل شوې.

طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې په پاکستان کې بند پاته افغان موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته ستانه شي.

دغې ډلې ويلي که دا کار ونه شي نو دوی به د تورخم لار د تل لپاره وتړي.

د تورخم دروازه له دې لوري د پنځو ورځو راهیسې تړلې ده او د پولې دواړو غاړو ته بار وړونکي موټر د لارې د خلاصیدو په انتظار دي.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره، دغه هېواد اعلان وکړ، چې افغانان او افغان موټر چلوونکي باید هېواد ته د ننوتو لپاره پاسپورټونه او ویزې ترلاسه کړي.

چمن پرلتوال: د چمن ځايي امنیتي چارواکي دوی ته ګواښ کوي چې پرلت پای ته ورسوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د چمن پرلت غړي وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي په چمن کې د ګمرک، ملي لوژستیک شرکت او د چمن پوځي کلا مخ ته پرلتونه وهي. خو دوی وايي چې ځايي امنیتي عسکر ورته ګواښونه کوي چې پرلت نور پای ته ورسوي.

د سپین بولدک ـ چمن دروازه چې له څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله تړلې او په غبرګون کې یې پرلت وهل شوی اوس تازه هڅې کیږي چې یاد پرلت د پاکستان د ځايي چارواکو له لوري ړنګ شي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، امنیتي عسکر هڅه کوي چې د پرلتوالو خیمې ټولې کړي.«پر موږ باندې د جاسوسو ادارو سل کسه سرتیري راټول شوي او وايي خیمې مو ټولې کړئ.»

همدارنګه پرلتوال وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو دروازه خلاصه نه شي موږ به پرلت پراخ کړو او د چمن ښار د مهمو دولتي ادارو مخ ته به هم پرلت ووهو.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان حکومت ته وایو که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې زموږ مسله حل نه شوه، موږ د دوستۍ دروازې شاوخوا، د چمن ګمرک او د پوځي کلا مخ ته پرلت وهو او خیمې دروو.»

د چمن پرلت د پاکستان په کچه یو له غټو پرلتونو څخه دی چې څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې دوام لري.

د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پاکستان حکومت او پرلتوالو ترمنځ څو ځله خبرې اترې هم شوې، خو د پاکستان حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پر پرېکړه او پرلتوال بیا د پاکستان د یادې پرېکړي په مخالفت پر خپلو دریځونو ولاړ دي.