• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ګرځندوی وزیر: هرات د ایران د تمدن یوه غوره بېلګه ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د ایران د ګرځندوی وزیر عزت الله ضرغامي په تهران کې د «هرات د شپې» په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په یوه پیغام کې وویل؛ دغه ښار د ایران د تمدن یوه غوره بېلګه ده او افغانستان او ایران باید په مختلفو برخو کې د تعامل او همکارۍ بېلګه وي.

په دغو مراسمو کې په تهران کې «له چنګېزه تر تېموره د هرات تاریخ» د کتاب مخکتنه وشوه.

د جماران خبری اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د سولې د مطالعاتو د علمي ټولنې او د دغه هېواد د معاصر تاریخ موزیم د سې شنبې په ورځ ( د مرغومی ۲۶) د «له چنګېزه تر تېموره د هرات تاریخ» » د کتاب د مخکتنې په مناسبت د یو تاریخي کلتوري پروګرام کوربه و.

د ګرځندوی وزیر د یو پیغام په استولو سره وویل: « د ایران او زموږ د ګران افغانستان (هرات جان) د ویاړمنو خو ځپلو ښارونو د یادولو لپاره یو ښه فرصت دی، چې په دې اړه بحث وکړو، چې ایران ښار څه شی دی او له شک پرته دغه بحث بېلابېل نظرونه لری.»

هغه زیاته کړه، افراطیت، ګواښونه، نا انډوله پراختیا او فرصتونه د ایران او افغانستان او د سیمې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ مشترکات دي، چې دا هېوادونه یوازې د همکارانو په خواخوږۍ او کار سره پر دې هر څه بريالي کېدی شي.

د ایران د ګرځندوی وزیر وویل: « سره له دې، چې په نړۍ کې د تمن تر ټولو ځواکمنه امپراتوري له دې سېمې څخه رامنځته شوې؛ خو هرات د تمدن يوه غوره بېلګه ده، چې د خپل جغرافيايي چوکاټ په پرتله ډېر ارزښت لري.»

د ګرځندوی د وزیر په پیغام کې راغلي، چې افغانستان او ایران د بډایه ايراني تمدن او کولتوري خراسان د وارثانو په توګه باید په بېلابېلو او ستراتیژیکو برخو کې له یو بل سره تعامل او اړیکې ولري.

هغه وويل: «لکه څنګه چې تبریز او هرات وکولی شول، چې د نړۍ تر ټولو عالي هنري مکتب جوړ کړي، له شک پرته هرات، کندهار، کابل، سمرقند، دوشنبه، مشهد، اصفهان، استانبول، بغداد، لاهور او ډهلي کولی شي د مشرتابه په ګډو برخو کې د متقابل عمل، تبادلې او همکارۍ پر اساس د نوي وياړ رامنځته کولو هڅه وکړي.»

د شېوان ماهندر راجاه له خوا ليکل شوی «له چنګېزه تر تيموره د هرات تاریخ» د کتاب فارسي نسخه، چې د علي محمودي سرچقايي له خوا ژباړل شوې، د افغانستان او ایران د يو شمېر استادانو، محصلينو او روڼ اندو په خضور کې مخکتنې ته وړاندې شو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

هند له افغانستان څخه د شل اوره سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه لوبې بایللې وې او د لوبلړۍ درېیمه سیالۍ یې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۷مه) هند ته وبایلله.

لوبه د هند په توپ وهې پیل شوه او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې وکړې.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره وکولی شول چې ۲۱۲ منډې جوړې کړي او لوبه د سوپر اور پړاو ته داخله شي.

هند د سوپر اور څخه په استفادې وتوانېده چې دا لوبه هم په خپلې ګټې تمامه کړي.

د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام وړاندې دا لوبلړۍ د دواړو هېوادونو لپاره خورا ګټوره بلل کیږي؛ ځکه دا ډول لوبلړیو ته په کتو د نړۍوال جام لپاره لوبډله ټاکل کیږي.

له هندوستان سره د افغان ملي لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ داسې مهال تر سره شوه، چې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام لوبې د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

چین ایران او پاکستان ته: د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له زغم او حوصلې کار واخلئ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

وروسته له هغې چې ایران د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر خاوره خپل اهداف په نښه کړل، چین پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې باید له زغم کار واخلي او له کړکېچ زیاتوونکو اقداماتو ډډه وشي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ وايي، چې ایران او پاکستان نږدې ګاونډي او لوی اسلامي هېوادونه دي، چې په داسې حساسو شرایطو کې باید له احتیاط څخه کار واخلي.

نوموړې ویلي: «مونږ پر دواړو خواو غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي، له داسې کړنو ډډه وکړي چې تاوتریخوالی زیات کړي، هڅه باید وشي چې په ګډه سیمه کې سوله او ثبات وساتي.»

د ایران له خوا د پاکستان د بلوچستان صوبې برید له امله پاکستان خپل کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د پاکستان پر ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری دی؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان بیا ویلي، چې د پاکستان پر خاوره برید یې د ایراني ترهګرو ته د ځواب په موخه کړی او په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران د سیمې امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د سوېس د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې ایران «د سیمې امنیت ته ستر ګواښ» دی.

په وروستیو څلورو ورځو کې ایران په سوریه، عراق او پاکستان کې ځینې اهداف په نښه کړل.

دغې چارې نه یوازې د عراق او پاکستان غبرګون راپارولی بلکې د امریکا په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو له مستقیم او غیر مستقیم غبرګون سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ ( د مرغومې ۲۷مه) وویل، چې د سیمې هېوادونه غواړي چې امریکا په سیمه کې فعال حضور او د رهبرۍ نقش ولوبوي، خو ایران د سیمې امنیت ته ستر ګواښ جوړوي.

د بلېنکن په خبره، د سیمې د هېوادونو په مرسته د اسراییل او فلسطین د کړکېچ حل کولی شي، چې په منځني ختیځ کې د ایران نیابتي ډلې او وسلوال منزوي کړي.

نوموړی دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان په داووس کې ویلي، چې د عراق او پاکستان امنیت د ایران امنیت دی او دوی په دواړو هېوادونو کې ترهګر په نښه کړي دي.

طالبانو په لغمان کې د ۳۱ ځانمرګو له کورنیو سره مرسته وکړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو معين په لغمان کې د دې ډلې د ۳۱ ځانمرګو د کورنيو له غړو سره نغده مرسته کړې. عبدالحکيم حقاني له باختر خبري اژانس سره په ويډيويې مرکه کې ويلي، چې د دې ۳۱ ځانمرګو هرې کورنۍ ته يې ۱۵ زره افغانۍ ورکړي دي.

نوموړی وايي، دغه مرسته یې د خپل مشر هبت الله اخوندزاده په امر کړې او نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.

د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې له دې کورنيو سره به د خوراکي، غيري خوراکې او نغدو پيسو مرسته دوام ولري او په نورو ولایتونو کې به هم ورته مرستې وشي.

په تېرو شلو کلنو کې طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو او د جګړې د ميدان د ګرم ساتلو لپاره له ځانمرګي بريدونه څخه ګټه اخيسته چې ډېره مرګ ژوبله به پکې ملکي وګړو ته اوښتله.

امریکا یو ځل بیا د یمن حوثي وسلوال "ځانګړي نړۍوال ترهګر" اعلان کړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۴ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په یوه تازه بیان کې اعلان کړی، چې د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو او ګواښونو په ځواب کې یې دغه ډله د "ځانګړې نړۍوالې ترهګرې" ډلې په نوملړ کې شامله کړه.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې امریکا د حوثي وسلوالو ډله له دوو لېستونو "د بهرنیو ترهګرو ډله" او " ځانګړي نړۍوال ترهګر" څخه لرې کړې وو؛ مګر په تازه اعلان کې امریکا دا ډله یو ځل بیا د ترهګرو په ډله کې شامله کړه.

سپینې ماڼۍ نن چهار شبنه ( د مرغومې ۲۷مه) په خپلې سهارنۍ اعلامیې کې ویلي، چې دا پرېکړه به د حوثیانو د تمویل د مخنیوي، مالي بازارونو ته د دې ډلې د لاسرسۍ د محدودولو او د خپلو اعمالو د حساب ورکولو په برخه کې یو مهم ګام وي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر بیا ویلي، چې د یمن حوثي یاغیان د "ځانګړي نړۍوال ترهګر" په نوملړ کې د شاملولو په اړه د واشنګټن پرېکړه به د فېبرورۍ له ۱۶مې څخه عملي شي.

‏له دې وړاندې د روانې میاشتې په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالتونو د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»

‏د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.