هند له افغانستان څخه د شل اوره سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه لوبې بایللې وې او د لوبلړۍ درېیمه سیالۍ یې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۷مه) هند ته وبایلله.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه لوبې بایللې وې او د لوبلړۍ درېیمه سیالۍ یې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۷مه) هند ته وبایلله.
لوبه د هند په توپ وهې پیل شوه او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې وکړې.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره وکولی شول چې ۲۱۲ منډې جوړې کړي او لوبه د سوپر اور پړاو ته داخله شي.
هند د سوپر اور څخه په استفادې وتوانېده چې دا لوبه هم په خپلې ګټې تمامه کړي.
د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام وړاندې دا لوبلړۍ د دواړو هېوادونو لپاره خورا ګټوره بلل کیږي؛ ځکه دا ډول لوبلړیو ته په کتو د نړۍوال جام لپاره لوبډله ټاکل کیږي.
له هندوستان سره د افغان ملي لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ داسې مهال تر سره شوه، چې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام لوبې د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو معين په لغمان کې د دې ډلې د ۳۱ ځانمرګو د کورنيو له غړو سره نغده مرسته کړې. عبدالحکيم حقاني له باختر خبري اژانس سره په ويډيويې مرکه کې ويلي، چې د دې ۳۱ ځانمرګو هرې کورنۍ ته يې ۱۵ زره افغانۍ ورکړي دي.
نوموړی وايي، دغه مرسته یې د خپل مشر هبت الله اخوندزاده په امر کړې او نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.
د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې له دې کورنيو سره به د خوراکي، غيري خوراکې او نغدو پيسو مرسته دوام ولري او په نورو ولایتونو کې به هم ورته مرستې وشي.
په تېرو شلو کلنو کې طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو او د جګړې د ميدان د ګرم ساتلو لپاره له ځانمرګي بريدونه څخه ګټه اخيسته چې ډېره مرګ ژوبله به پکې ملکي وګړو ته اوښتله.

د نوي زیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د چارشنبې په ورځ د پاکستان لوبډلې ته په دریمه پرلپسې لوبه کې هم د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ور کړه. نوي زیلنډ د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې، خو پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو بایللو سره یوازې ۱۷۹ منډې وکړې.
د پاکستان او نوي زیلنډ نننۍ سیالي د نوي زیلنډ د دوندن په اوول پوهنتون کې وشوه.
پاکستان د پچې ګټلو سره ډګر ساتل غوره کړل، خو بیا یې هم د مقابل لوري هدف پوره نه کړ.
نوي زیلنډ دویمه سیالي د ۲۱ منډو او لومړۍ د ۴۶ منډو په توپیر له پاکستان ګټلې وه.
نوی زیلنډ او پاکستان په اوسنۍ لوبلړۍ کې پنځه لوبې لري او د لومړنیو دریو سیالیو په ګټلو سره نوي زیلنډ دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخي طالب چارواکو ګواښ کړی، چې که پاکستان پر افغان موټر چلوونکو بندیزونه لرې نه کړي، د تورخم او خرلڅي لارې به د تل لپاره وتړي. دا مهال د تورخم دروازه د پاکستان له خوا د نویو شرایطو له امله تړل شوې ده.
ډاڼ ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې طالب چارواکو د دوشنبې په ماښام په يوه ليدنه کې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې د حل لارو د نشتون په صورت کې به د تورخم او خرلڅي لارې د تل لپاره وتړل شي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخي طالب چارواکو په واضح ډول پاکستاني امنيتي چارواکو ته ويلي، چې نوي بنديزونه دوی ته د منلو نه دي ځکه دوی ته د وېزې د پاليسۍ د پلي کېدو په اړه مخکې کومه رسمي خبرتيا نه ده ورکړل شوې.
طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې په پاکستان کې بند پاته افغان موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته ستانه شي.
دغې ډلې ويلي که دا کار ونه شي نو دوی به د تورخم لار د تل لپاره وتړي.
د تورخم دروازه له دې لوري د پنځو ورځو راهیسې تړلې ده او د پولې دواړو غاړو ته بار وړونکي موټر د لارې د خلاصیدو په انتظار دي.
په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره، دغه هېواد اعلان وکړ، چې افغانان او افغان موټر چلوونکي باید هېواد ته د ننوتو لپاره پاسپورټونه او ویزې ترلاسه کړي.

د چمن پرلت غړي وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي په چمن کې د ګمرک، ملي لوژستیک شرکت او د چمن پوځي کلا مخ ته پرلتونه وهي. خو دوی وايي چې ځايي امنیتي عسکر ورته ګواښونه کوي چې پرلت نور پای ته ورسوي.
د سپین بولدک ـ چمن دروازه چې له څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله تړلې او په غبرګون کې یې پرلت وهل شوی اوس تازه هڅې کیږي چې یاد پرلت د پاکستان د ځايي چارواکو له لوري ړنګ شي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، امنیتي عسکر هڅه کوي چې د پرلتوالو خیمې ټولې کړي.«پر موږ باندې د جاسوسو ادارو سل کسه سرتیري راټول شوي او وايي خیمې مو ټولې کړئ.»
همدارنګه پرلتوال وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو دروازه خلاصه نه شي موږ به پرلت پراخ کړو او د چمن ښار د مهمو دولتي ادارو مخ ته به هم پرلت ووهو.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان حکومت ته وایو که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې زموږ مسله حل نه شوه، موږ د دوستۍ دروازې شاوخوا، د چمن ګمرک او د پوځي کلا مخ ته پرلت وهو او خیمې دروو.»
د چمن پرلت د پاکستان په کچه یو له غټو پرلتونو څخه دی چې څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې دوام لري.
د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پاکستان حکومت او پرلتوالو ترمنځ څو ځله خبرې اترې هم شوې، خو د پاکستان حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پر پرېکړه او پرلتوال بیا د پاکستان د یادې پرېکړي په مخالفت پر خپلو دریځونو ولاړ دي.

د طالبانو مشر له تحریک طالبان پاکستان څخه وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې په خپله تګلاره له سره کتنه وکړي او تاوتریخوالی کم کړي. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د سرچینو له قوله لیکلي چې د جمعیت علمای اسلام مشر د ملا هبت الله دغه پیغام پاکستاني چارواکو ته رسولی دی.
مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په کندهار کې د دغې ډلې د مشر په ګډون له طالب چارواکو سره وکتل.
اېکسپرېس ټربیون لیکلي چې پاکستاني چارواکي د طالبانو د مشر د دغه پیغام په اړه څېړنه کوي، خو لومړني غبرګونونه په دې اړه خپل ناخوښي څرګندوي.
یوې باخبرې سرچینې دغې ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو د مشر پیغام د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار نه کوي. د دې سرچینې په وینا «هغه څه چې موږ یې غواړو دایمي حل دی.»
په دغه پیغام کې د طالبانو مشر پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د ستونزو یوازینی حل خبرې اترې دي او دا ډله چمتو ده چې د خبرو د بیا پیل لپاره یو دفتر جوړ کړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په ۱۴۰۰ه ش کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحریک طالبان سره خبرې پیل کړې.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، له دغو خبرو اترو وروسته د پاکستان حکومت د پاکستان د تحریک طالبان یو شمېر غړي د دغه هېواد له زندانونو ازاد کړل، خو دغه ګام برعکس نتیجه ورکړه او د تحریک طالبان پاکستان غړو بیرته وسلو ته لاس کړ او جګړې ته وګرځېدل.
ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پوځ په مشرۍ کې له بدلون سره تحریک طالبان پاکستان په یو اړخیز ډول اوربند لغوه کړ.
د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي او حکومت وايي چې نور له ټي ټي پي سره خبرو ته لېواله نه دی.
سرچینې اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، سره له دې چې د افغان طالبانو مشر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد حکومت د دغو خبرو د دوام لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.
خو سرچينې وايي، چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر بې اغېزې نه و او د دواړو لوریو تر منځ ناندرۍ يې تر يوه بریده راکمې کړې.
په وروستیو میاشتو کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خوا یو حکم صادر شوی چې له مخې یې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» بلل شوې ده.
