• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوي زیلنډ په کرېکټ شل اوره سیالیو کې پاکستان ته پرلپسې درېیمه ماته ور کړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د نوي زیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د چارشنبې په ورځ د پاکستان لوبډلې ته په دریمه پرلپسې لوبه کې هم د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ور کړه. نوي زیلنډ د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې، خو پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو بایللو سره یوازې ۱۷۹ منډې وکړې.

د پاکستان او نوي زیلنډ نننۍ سیالي د نوي زیلنډ د دوندن په اوول پوهنتون کې وشوه.

پاکستان د پچې ګټلو سره ډګر ساتل غوره کړل، خو بیا یې هم د مقابل لوري هدف پوره نه کړ.

نوي زیلنډ دویمه سیالي د ۲۱ منډو او لومړۍ د ۴۶ منډو په توپیر له پاکستان ګټلې وه.

نوی زیلنډ او پاکستان په اوسنۍ لوبلړۍ کې پنځه لوبې لري او د لومړنیو دریو سیالیو په ګټلو سره نوي زیلنډ دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران اړوند شیعه تنظیم د پاکستان د سني عالمانو شورا د مرستیال مشر په وژلو تورن شو

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د پاکستان استخباراتي اداره وايي، د دغه هېواد د سني عالمانو شورا د مرستیال او د سپاه صحابه د یوه جګپوړي مشر مسعود رحمان عثماني د وژنې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي. د اسلام اباد پوليسو ويلي نيول شوي کسان د پاکستان د اماميه محصلينو د تنظيم غړي دي، چې له ايران سره تړاو لري.

دوو وسله والو موټرسېکل سپرو د جنورۍ پر پنځمه د اسلام اباد په غوري ټاون کې ښاغلی عثماني وواژه.

د اسلام اباد پولیس وايي، نیول شوي کسان د ایران اړوند د پاکستان امامیه محصلینو سازمان غړي دي.

دغه څلور کسان د راولپنډۍ، اسلام اباد او بهاالدين منډيي ښارونو کې د عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

د اسلام اباد د پوليسو ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستان د امامیه محصلینو سازمان په پاکستان کې د شیعه افراطیت پر وړاندې د سني عالمانو شورا د دریځ په غچ کې دغه برید کړی دی.

ډان ورځپاڼه : طالبانو پاکستان ته ګواښ کړی، چې د تورخم او خرلڅي لارې به وتړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخي طالب چارواکو ګواښ کړی، چې که پاکستان پر افغان موټر چلوونکو بندیزونه لرې نه کړي، د تورخم او خرلڅي لارې به د تل لپاره وتړي. دا مهال د تورخم دروازه د پاکستان له خوا د نویو شرایطو له امله تړل شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې طالب چارواکو د دوشنبې په ماښام په يوه ليدنه کې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې د حل لارو د نشتون په صورت کې به د تورخم او خرلڅي لارې د تل لپاره وتړل شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخي طالب چارواکو په واضح ډول پاکستاني امنيتي چارواکو ته ويلي، چې نوي بنديزونه دوی ته د منلو نه دي ځکه دوی ته د وېزې د پاليسۍ د پلي کېدو په اړه مخکې کومه رسمي خبرتيا نه ده ورکړل شوې.

طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې په پاکستان کې بند پاته افغان موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته ستانه شي.

دغې ډلې ويلي که دا کار ونه شي نو دوی به د تورخم لار د تل لپاره وتړي.

د تورخم دروازه له دې لوري د پنځو ورځو راهیسې تړلې ده او د پولې دواړو غاړو ته بار وړونکي موټر د لارې د خلاصیدو په انتظار دي.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره، دغه هېواد اعلان وکړ، چې افغانان او افغان موټر چلوونکي باید هېواد ته د ننوتو لپاره پاسپورټونه او ویزې ترلاسه کړي.

پاکستان له ایران سفیر ور وباله او ایراني سفیر ته یې اسلام اباد ته د ستنېدو اجازه ور نه کړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان کې د جیش العدل پر مرکزونو د ایران له توغندیز او ډرون برید یوه ورځ وروسته اسلام اباد خپل سفیر له تهران غوښتی او ایراني سفیر ته یې هم پاکستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ور کړې. پاکستان وايي ایران د دغه هېواد پر هوايي حریم تېري سره دوه ماشومان وژلي دي.

پاکستان له ایراني چارواکو سره لیدنې هم لغوه کړې دي او تر دې مخکې یې په اسلام اباد کې د ایراني شازدافیر په احضارولو سره شکایت کړی و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې خپرولو سره وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي، خو ایرانۍ رسنۍ وايي، په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا برید به سختې پایلې ولري او هیڅ د منلو نه ده.

د دې وزارت په اعلامیه کې دا برید د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د نړیوالو قوانینو خلاف بلل شوی دی.

د اسلام اباد په خبره، د ایران برید هیڅ توجیه نه لري او دوی یې د ځواب حق لري.

ایران له په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په پاکستان، عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران دا بریدونه وستایل او د ټیکاو زیاتولو لپاره یې وبلل.

جیش العدل په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره پر پوله د ایران ځینې سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت ومانه.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د پاکستان د بلوچستان په پنجګور کې یې په توغندیز او ډرون برید کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه شوي دی.

د ایران سپاه پاسدارن د پاکستان بلوچستان کې د جیش العدل پر مرکزونو سربېره پرو د عراق په اربیل کې «د موساد د مرکز» او سوریه کې هم «د داعش د غونډېدو پر ځای» توغندیز بریدونه وکړل.

چمن پرلتوال: د چمن ځايي امنیتي چارواکي دوی ته ګواښ کوي چې پرلت پای ته ورسوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د چمن پرلت غړي وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي په چمن کې د ګمرک، ملي لوژستیک شرکت او د چمن پوځي کلا مخ ته پرلتونه وهي. خو دوی وايي چې ځايي امنیتي عسکر ورته ګواښونه کوي چې پرلت نور پای ته ورسوي.

د سپین بولدک ـ چمن دروازه چې له څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله تړلې او په غبرګون کې یې پرلت وهل شوی اوس تازه هڅې کیږي چې یاد پرلت د پاکستان د ځايي چارواکو له لوري ړنګ شي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، امنیتي عسکر هڅه کوي چې د پرلتوالو خیمې ټولې کړي.«پر موږ باندې د جاسوسو ادارو سل کسه سرتیري راټول شوي او وايي خیمې مو ټولې کړئ.»

همدارنګه پرلتوال وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو دروازه خلاصه نه شي موږ به پرلت پراخ کړو او د چمن ښار د مهمو دولتي ادارو مخ ته به هم پرلت ووهو.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان حکومت ته وایو که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې زموږ مسله حل نه شوه، موږ د دوستۍ دروازې شاوخوا، د چمن ګمرک او د پوځي کلا مخ ته پرلت وهو او خیمې دروو.»

د چمن پرلت د پاکستان په کچه یو له غټو پرلتونو څخه دی چې څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې دوام لري.

د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پاکستان حکومت او پرلتوالو ترمنځ څو ځله خبرې اترې هم شوې، خو د پاکستان حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پر پرېکړه او پرلتوال بیا د پاکستان د یادې پرېکړي په مخالفت پر خپلو دریځونو ولاړ دي.

بلوڅ فعالان: تېره ورځ د بلوچستان په نهو ښارونو کې بلوڅانو لاریونونه وکړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۰

د بلوڅ پرلتوالو کمیټه وايي، یاد لاریونونه د جبري تري تم کیدو او له بشري حقونو د سرغړونو پرضد تر سره شوي چې زرګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه. دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې لا هم د بلوچستان ایالت په آواران سیمه کې د جبري تري تم کېدو پيښې دوام لري.

بلوڅ پرلتوالو له نږدې دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته پرلت وهلی دی او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د بې ګناه بلوڅانو د تري تم کېدو، نسل وژنې، ګواښونو او پر دوی د زورزیاتي مخه دې ونیول شي.

د بشري حقونو فعاله او د پرلت مخکښه غړې مهرنګ بلوڅ وايي، د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر، جیواني، ګډاني تمپ، مند، سوربندر، منګوچر، پسني، اورماده او دشت ګډان ښارونو کې پر بلوڅانو د روان زورزیاتي پر ضد لاریونونه وشول چې په کې زرګونو بلوڅانو ګډون کړی وو.

د دوی په خبره د بلوچستان ایالت په ټولو سیمو کې د بلوڅ لاریون کوونکو ملاتړي د پاکستان د حکومت له لوري په دوامداره توګه ځورول کیږي.

بلوڅ پرلتوال وايي، بلوڅان د دغو ظلمونو او نسل وژنې د سیاستونو تر څنګ د نسل وژنې د پای ته رسېدو لپاره په ګډه خپلې پیل شوې مبارزې ته دوام ورکوي.

د دوی په خبره هره ورځ په اسلام اباد کې یو شمېر له پرلت سره یو ځای کیږي او له غورځنګ څخه خپل ملاتړ اعلانوي.