• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډان ورځپاڼه : طالبانو پاکستان ته ګواښ کړی، چې د تورخم او خرلڅي لارې به وتړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخي طالب چارواکو ګواښ کړی، چې که پاکستان پر افغان موټر چلوونکو بندیزونه لرې نه کړي، د تورخم او خرلڅي لارې به د تل لپاره وتړي. دا مهال د تورخم دروازه د پاکستان له خوا د نویو شرایطو له امله تړل شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې طالب چارواکو د دوشنبې په ماښام په يوه ليدنه کې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې د حل لارو د نشتون په صورت کې به د تورخم او خرلڅي لارې د تل لپاره وتړل شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخي طالب چارواکو په واضح ډول پاکستاني امنيتي چارواکو ته ويلي، چې نوي بنديزونه دوی ته د منلو نه دي ځکه دوی ته د وېزې د پاليسۍ د پلي کېدو په اړه مخکې کومه رسمي خبرتيا نه ده ورکړل شوې.

طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې په پاکستان کې بند پاته افغان موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته ستانه شي.

دغې ډلې ويلي که دا کار ونه شي نو دوی به د تورخم لار د تل لپاره وتړي.

د تورخم دروازه له دې لوري د پنځو ورځو راهیسې تړلې ده او د پولې دواړو غاړو ته بار وړونکي موټر د لارې د خلاصیدو په انتظار دي.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره، دغه هېواد اعلان وکړ، چې افغانان او افغان موټر چلوونکي باید هېواد ته د ننوتو لپاره پاسپورټونه او ویزې ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له ایران سفیر ور وباله او ایراني سفیر ته یې اسلام اباد ته د ستنېدو اجازه ور نه کړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان کې د جیش العدل پر مرکزونو د ایران له توغندیز او ډرون برید یوه ورځ وروسته اسلام اباد خپل سفیر له تهران غوښتی او ایراني سفیر ته یې هم پاکستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ور کړې. پاکستان وايي ایران د دغه هېواد پر هوايي حریم تېري سره دوه ماشومان وژلي دي.

پاکستان له ایراني چارواکو سره لیدنې هم لغوه کړې دي او تر دې مخکې یې په اسلام اباد کې د ایراني شازدافیر په احضارولو سره شکایت کړی و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې خپرولو سره وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي، خو ایرانۍ رسنۍ وايي، په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا برید به سختې پایلې ولري او هیڅ د منلو نه ده.

د دې وزارت په اعلامیه کې دا برید د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د نړیوالو قوانینو خلاف بلل شوی دی.

د اسلام اباد په خبره، د ایران برید هیڅ توجیه نه لري او دوی یې د ځواب حق لري.

ایران له په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په پاکستان، عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران دا بریدونه وستایل او د ټیکاو زیاتولو لپاره یې وبلل.

جیش العدل په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره پر پوله د ایران ځینې سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت ومانه.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د پاکستان د بلوچستان په پنجګور کې یې په توغندیز او ډرون برید کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه شوي دی.

د ایران سپاه پاسدارن د پاکستان بلوچستان کې د جیش العدل پر مرکزونو سربېره پرو د عراق په اربیل کې «د موساد د مرکز» او سوریه کې هم «د داعش د غونډېدو پر ځای» توغندیز بریدونه وکړل.

چمن پرلتوال: د چمن ځايي امنیتي چارواکي دوی ته ګواښ کوي چې پرلت پای ته ورسوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د چمن پرلت غړي وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي په چمن کې د ګمرک، ملي لوژستیک شرکت او د چمن پوځي کلا مخ ته پرلتونه وهي. خو دوی وايي چې ځايي امنیتي عسکر ورته ګواښونه کوي چې پرلت نور پای ته ورسوي.

د سپین بولدک ـ چمن دروازه چې له څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله تړلې او په غبرګون کې یې پرلت وهل شوی اوس تازه هڅې کیږي چې یاد پرلت د پاکستان د ځايي چارواکو له لوري ړنګ شي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، امنیتي عسکر هڅه کوي چې د پرلتوالو خیمې ټولې کړي.«پر موږ باندې د جاسوسو ادارو سل کسه سرتیري راټول شوي او وايي خیمې مو ټولې کړئ.»

همدارنګه پرلتوال وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو دروازه خلاصه نه شي موږ به پرلت پراخ کړو او د چمن ښار د مهمو دولتي ادارو مخ ته به هم پرلت ووهو.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان حکومت ته وایو که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې زموږ مسله حل نه شوه، موږ د دوستۍ دروازې شاوخوا، د چمن ګمرک او د پوځي کلا مخ ته پرلت وهو او خیمې دروو.»

د چمن پرلت د پاکستان په کچه یو له غټو پرلتونو څخه دی چې څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې دوام لري.

د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پاکستان حکومت او پرلتوالو ترمنځ څو ځله خبرې اترې هم شوې، خو د پاکستان حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پر پرېکړه او پرلتوال بیا د پاکستان د یادې پرېکړي په مخالفت پر خپلو دریځونو ولاړ دي.

ټربیون: د طالبانو مشر له 'ټي‌ټي‌پي' غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو مشر له تحریک طالبان پاکستان څخه وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې په خپله تګلاره له سره کتنه وکړي او تاوتریخوالی کم کړي. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د سرچینو له قوله لیکلي چې د جمعیت علمای اسلام مشر د ملا هبت الله دغه پیغام پاکستاني چارواکو ته رسولی دی.

مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په کندهار کې د دغې ډلې د مشر په ګډون له طالب چارواکو سره وکتل.

اېکسپرېس ټربیون لیکلي چې پاکستاني چارواکي د طالبانو د مشر د دغه پیغام په اړه څېړنه کوي، خو لومړني غبرګونونه په دې اړه خپل ناخوښي څرګندوي.

یوې باخبرې سرچینې دغې ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو د مشر پیغام د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار نه کوي. د دې سرچینې په وینا «هغه څه چې موږ یې غواړو دایمي حل دی.»

په دغه پیغام کې د طالبانو مشر پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د ستونزو یوازینی حل خبرې اترې دي او دا ډله چمتو ده چې د خبرو د بیا پیل لپاره یو دفتر جوړ کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په ۱۴۰۰ه ش کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحریک طالبان سره خبرې پیل کړې.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، له دغو خبرو اترو وروسته د پاکستان حکومت د پاکستان د تحریک طالبان یو شمېر غړي د دغه هېواد له زندانونو ازاد کړل، خو دغه ګام برعکس نتیجه ورکړه او د تحریک طالبان پاکستان غړو بیرته وسلو ته لاس کړ او جګړې ته وګرځېدل.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پوځ په مشرۍ کې له بدلون سره تحریک طالبان پاکستان په یو اړخیز ډول اوربند لغوه کړ.

د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي او حکومت وايي چې نور له ټي ټي پي سره خبرو ته لېواله نه دی.

سرچینې اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، سره له دې چې د افغان طالبانو مشر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد حکومت د دغو خبرو د دوام لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.

خو سرچينې وايي، چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر بې اغېزې نه و او د دواړو لوریو تر منځ ناندرۍ يې تر يوه بریده راکمې کړې.

په وروستیو میاشتو کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خوا یو حکم صادر شوی چې له مخې یې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» بلل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته ویلي، چې پنځه وخته اذان خپور کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې هره ورځ دې په خپلو خبرونو کې پنځه وخته اذان له یاده نه باسي. په هغه مکتوب کې چې د دغه وزارت له‌خوا خپور شوی او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې په کې راغلي، چې په خپرونو کې دې د سپېڅلو ورځو درناوی وشي.

100%

دا رنګه په مکتوب کې ټینګار شوی، چې اسلامي او ملي ارزښتونه دې له پامه نه غورځول کېږي او د هېواد ملي او رسمي ژبې دې په خبرونو، رپوټونو او ان په مرکو کې هم وکارول شي او د پردیو مصطلحاتو دې په کلکه ډډه وشي.
تر دې وړاندې د پوهنتونونو زده‌کړیالانو ته هم ویل شوي وو، چې له پردیو کلمو او مصطلحاتو دې ډډه وشي او که فارغ شوي زده‌کړیالان خپل مونوګرافونه هم لیکي باید دغه ټکي په کې له پامه و نه غورځوي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په رسنیو د طالب چارواکو له‌خوا سخت بندیزونه لګول شوي وو او ورته ویل شوي وو، چې خپلې ټولې خپرونې د «شرعي احکامو» سره سمې پر مخ یوسي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له زلزلې وروسته څه د پاسه ۳۱ زره کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۷مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په هرات کې له خونړۍ زلزلې درې میاشتې وروسته اوس له ۳۱ زرو ډیرې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.

دغه سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ د اغېزمنو کورنیو لپاره د ملاتړ او خوندي ځایونو په چمتو کولو کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، په پلان کې لري چې د ټولو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه په جوړولو تمرکز وکړي او د اوږدمهاله بیارغونې پلان د یوې برخې په توګه بنسټیزې زیربناوې، لکه د اوبو لګولو کانالونه، بازارونه، ښوونځي او روغتايي مرکزونه هم ورغوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له لوري تر دې مهاله د هرات ولایت په چاهک کلي کې ۲۳۵ کورونه جوړ شوي دي او له ۲۰۰ څخه ډیرو زیانمنو کورنیو په کې ژوند پیل کړی.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، له زلزلې درې میاشتې وروسته څه باندې ۳۱ زره کورنۍ لا هم په پنډغالو کې ژوند کوي، چې د تودوخې درجې صفر ته په راښکته کېدو سره د سختې یخنۍ سره مخامخ دي.

د دغو هڅو د دوام لپاره، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د هرات د زلزلې په پایله کې د ژوند او ټولنې په بیا رغونه کې د دوامداره ملاتړ ارزښت ته په کتو، د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.