• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټربیون: د طالبانو مشر له 'ټي‌ټي‌پي' غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د طالبانو مشر له تحریک طالبان پاکستان څخه وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې په خپله تګلاره له سره کتنه وکړي او تاوتریخوالی کم کړي. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د سرچینو له قوله لیکلي چې د جمعیت علمای اسلام مشر د ملا هبت الله دغه پیغام پاکستاني چارواکو ته رسولی دی.

مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په کندهار کې د دغې ډلې د مشر په ګډون له طالب چارواکو سره وکتل.

اېکسپرېس ټربیون لیکلي چې پاکستاني چارواکي د طالبانو د مشر د دغه پیغام په اړه څېړنه کوي، خو لومړني غبرګونونه په دې اړه خپل ناخوښي څرګندوي.

یوې باخبرې سرچینې دغې ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو د مشر پیغام د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار نه کوي. د دې سرچینې په وینا «هغه څه چې موږ یې غواړو دایمي حل دی.»

په دغه پیغام کې د طالبانو مشر پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د ستونزو یوازینی حل خبرې اترې دي او دا ډله چمتو ده چې د خبرو د بیا پیل لپاره یو دفتر جوړ کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په ۱۴۰۰ه ش کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحریک طالبان سره خبرې پیل کړې.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، له دغو خبرو اترو وروسته د پاکستان حکومت د پاکستان د تحریک طالبان یو شمېر غړي د دغه هېواد له زندانونو ازاد کړل، خو دغه ګام برعکس نتیجه ورکړه او د تحریک طالبان پاکستان غړو بیرته وسلو ته لاس کړ او جګړې ته وګرځېدل.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پوځ په مشرۍ کې له بدلون سره تحریک طالبان پاکستان په یو اړخیز ډول اوربند لغوه کړ.

د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي او حکومت وايي چې نور له ټي ټي پي سره خبرو ته لېواله نه دی.

سرچینې اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، سره له دې چې د افغان طالبانو مشر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد حکومت د دغو خبرو د دوام لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.

خو سرچينې وايي، چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر بې اغېزې نه و او د دواړو لوریو تر منځ ناندرۍ يې تر يوه بریده راکمې کړې.

په وروستیو میاشتو کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خوا یو حکم صادر شوی چې له مخې یې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» بلل شوې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته ویلي، چې پنځه وخته اذان خپور کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې هره ورځ دې په خپلو خبرونو کې پنځه وخته اذان له یاده نه باسي. په هغه مکتوب کې چې د دغه وزارت له‌خوا خپور شوی او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې په کې راغلي، چې په خپرونو کې دې د سپېڅلو ورځو درناوی وشي.

100%

دا رنګه په مکتوب کې ټینګار شوی، چې اسلامي او ملي ارزښتونه دې له پامه نه غورځول کېږي او د هېواد ملي او رسمي ژبې دې په خبرونو، رپوټونو او ان په مرکو کې هم وکارول شي او د پردیو مصطلحاتو دې په کلکه ډډه وشي.
تر دې وړاندې د پوهنتونونو زده‌کړیالانو ته هم ویل شوي وو، چې له پردیو کلمو او مصطلحاتو دې ډډه وشي او که فارغ شوي زده‌کړیالان خپل مونوګرافونه هم لیکي باید دغه ټکي په کې له پامه و نه غورځوي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په رسنیو د طالب چارواکو له‌خوا سخت بندیزونه لګول شوي وو او ورته ویل شوي وو، چې خپلې ټولې خپرونې د «شرعي احکامو» سره سمې پر مخ یوسي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له زلزلې وروسته څه د پاسه ۳۱ زره کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۷مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په هرات کې له خونړۍ زلزلې درې میاشتې وروسته اوس له ۳۱ زرو ډیرې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.

دغه سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ د اغېزمنو کورنیو لپاره د ملاتړ او خوندي ځایونو په چمتو کولو کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، په پلان کې لري چې د ټولو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه په جوړولو تمرکز وکړي او د اوږدمهاله بیارغونې پلان د یوې برخې په توګه بنسټیزې زیربناوې، لکه د اوبو لګولو کانالونه، بازارونه، ښوونځي او روغتايي مرکزونه هم ورغوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له لوري تر دې مهاله د هرات ولایت په چاهک کلي کې ۲۳۵ کورونه جوړ شوي دي او له ۲۰۰ څخه ډیرو زیانمنو کورنیو په کې ژوند پیل کړی.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، له زلزلې درې میاشتې وروسته څه باندې ۳۱ زره کورنۍ لا هم په پنډغالو کې ژوند کوي، چې د تودوخې درجې صفر ته په راښکته کېدو سره د سختې یخنۍ سره مخامخ دي.

د دغو هڅو د دوام لپاره، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د هرات د زلزلې په پایله کې د ژوند او ټولنې په بیا رغونه کې د دوامداره ملاتړ ارزښت ته په کتو، د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

بلاول بوټو: کابل کې د یوې پیالې چای د څښاک له پایلو نه وو خبر، چې په کومه بیه به تمامې شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په لاړکانه کې د خپل ګوند غړو ته په یوه ناسته کې ویلي:« موږ داسې فکر نه و کړی، چې په کابل کې به د یوې پیالې چایو څښاک موږ ته په کومه بیه پرېوځي.»

د ښاغلي بلاول بوټو دغه څرګندونې د وخت د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هغه سفر ته اشاره وه، چې په کال ۲۰۲۱ کې کله چې طالبان د دویم ځل لپاره پر کابل واکمن شول، هلته یې سفر لاره او د پاکستان د پخواني سفیر سره یې په سرینا هوټل کې د چایو پیاله په لاس عکس اخیستی و.
ښاغلي بوټو په خپلو خبرو کې په پخوانیو چارواکو نیوکه وکړه، چې ګواکې د ده په ټکو یې وسله‌والو ډلو ته دومره تود هرکلی ووایه چې د هغوی په خیال کې هم نه ګرځېدل.

هغه په پخوانیو چارواکو دا نیوکه هم وکړه، چې په کراچۍ او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې یې وسله‌والې ډلې مېشتې کړې، چې نن یې د ټول پاکستان لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.
ښاغلي بوټو وویل، چې د دغو وسله‌والو ډلو په له منځه وړلو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو زیاته قربانی ورکړې وه؛ خو نن بیا همدغه وسله‌وال د هېواد په ډېرو برخو کې په داډه زړه نا امنیو کې ښکېل دي او د خلکو ژوند ګواښي.
هغه وايي، هغه وسلې چې له امریکايي ځواکونو څخه په افغانستان کې پاتې شوې نن د هغو وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلي، چې په پاکستان کې امنیت ګډوډوي.
د پيلز پارټۍ مشر هیله وښوده، چې د راتلونکې میاشت په اتمه نېټه کېدونکې ټاکنې به یو ځلې بیا په پاکستان کې د تاریخ پاڼه بدله کړي، هغه وايي که خلکو رایه ورکړه دا به په سیمه کې د ترهګرۍ جرړې وباسي.
هغه په خپلو خبرو کې د نوازشریف په مشرۍ په مسلم لیګ ګوند هم نېوکې وکړې او ګوت څنډنه یې وکړه، که نوازشریف د څلورم ځل لپاره بیا واک ته رسول کېږي؛ نو د ده په وینا ولسي خلک به ورسره سخت زیانمن شي.
په پام کې ده، چې په پاکستان کې د راتلونکې میاشت په اتمه نېټه خلک په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو سر له اوسه سیاسی منډې ترړې او سیاسی هلې ځلې زیاتې ګرمې شوې او هره سیاسي ډله هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې د خپل ګوند په ګټه د تاکنو تله درنه وخېژوي.

هغه ډلې چې پخوا سره غاړه غړۍ وې اوس ښايي د یو بل پر ضد څرګندونې وکړي، چې دا په تولو ټاکنو کې معموله خبره ده؛ خو یو څه چې نن سبا یې د پاکستان ولس له ځانه سره بوخت ساتلی هغه په دغه هېواد کې روان امنیتي ترینګلی حالت دی.

خلک وايي، چې ایا اوسنۍ ټاکنې به په دغسې پېچلو حالاتو کې په سمه توګه تر سره شي که څنګه؟

پاکستاني چارواکي:افغانانو ته د ویزو بندېدل تش پروپاګند دی،د ویزو د وېش لړۍ اوس هم روانه ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۰

په اسلام اباد کې حکومتي سرچینې وايي، دوی هره ورځ هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چې په انلاین بڼه یې د ویزو غوښتنه کړې وي. د څو ورځو را په دې خوا په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې افغانانو ته د ویزو وېش بند شوی او ورسره د دواړو هېوادونو سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

یوې حکومتي سرچینې چې نوم یې نه دی څرګند مشال راډیو ته ویلي، چې افغانانو ته د ویزو د بندولو راپورونه بې بنسټه دي؛ خو دا یې ویلي چې د څو ورځو راهیسې د یوې کوچنۍ ستونزې له امله د ویزو ورکړه ټکنۍ شوې وه او هغه ستونزه هم دا مهال هواره شوې او د پخوا په څېر د ویزو د وېش لړۍ روانه ده.
تر دې وړاندې هم افغانانو د پاکستان د ویزو له پاره میاشتې، میاشتې انتظار اېست؛ خو په دې وروستیو ورځو کې کله چې د ویزو د صادرولو چاره ټکنۍ شوه، نو په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغانانو د ویزو وېش بند کړی دی.
له دې سره هم مهاله د تورخم د دروازې تړل کېدو هم د دغې خبرې سره اړخ ولګاوه او د خلکو انګېرنې زیاتې شوې، چې ګواکې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دی او ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې چارې هم په ټپه درېدلې دي.
پاکستاني خبریال او شنونکي طاهر خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وویل:« پرون ما د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړې هغوی وویل، چې د افغانانو لپاره ویزې نه دي بندې شوې؛ خو یوازې د هغو کسانو له پاره ویزې بندې شوې، چې د نورو په سپارښتنو به یې ویزې اخیستې. پرون هم ګڼو افغانانو ته ویزې صادرې شوې دي، تر اوسه په رسمي بڼه نه د طالبانو له‌خوا په دې اړه کوم غبرګون راغلی او نه هم د پاکستان حکومت له‌خوا په دې اړه کوم دریځ روښانه شوی؛ خو د ویزو د ورکولو لړۍ د پخوا په شان روانه ده.»
کله چې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د تورخم دروازه د بار وړونکو لاریو لپاره وتړل شوه دغو خبرو په خواله رسنیو کې زور واخیست.

پاکستاني لوري دغه دروازه د هغو موټر چلوونکو له پاره تړلې، چې د دوی په وینا پاسپورټ او ویزې نه لري.

تر دې وړاندې د چمن او انګورو اډې لارې هم د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو په غبرګون کې تړلې شوې وې، چې د اټکلونو له مخې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې مېلیونونه ډالر زیان هم اړولی دی.

ایرانی چارواکی: د سیمې او افغانستان «نا امنه کول» لا هم د امریکا لومړیتوب دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د کابل لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وایي، افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور بې ګټې دی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې هېوادونو او افغانستان « نا امنه کول» لا هم د امریکا لومړیتوب دی.

حسن کاظمي قمي د سې شنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل،

د ترهګرۍ د ګواښ کچې لوړېدو ته په کتو اړتیا ده، چې د سیمې هېوادونه د امنیتي همکاریو په شمول له طالبانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

‏قمي خبرداری ورکړی دی، که چېرې په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي وضعیت د خرابۍ خواته ولاړ شي، د داعش په شمول به د ترهګریزو ډلو فعالیت هم پراختیا ومومي، چې د سیمې ثبات ته د خطر زنګ دی.

‏نوموړي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ایران او پاکستان له ګډې ناستې وروسته، چې دیکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، « په سیمه کې د داعش خراسان څانګه او نورې ترهګریزې پدیدې د امریکا او صهیونیستي رژیم زېږنده دي. د سیمې هېوادونه باید هوښیار اوسي تر څو وکولای شي د نورو مرستو په خوا کې له افغانستان سره امنیتي همکاري هم رامنځته کړي، ځکه ترهګري پوله نه پېژني او پر وړاندې يې مشترکه مبارزه پکار ده.»

‏د ایران ځانګړي استازي همدا راز هیله مندي ښودلې، چې د اسلام اباد په وروستۍ ناسته کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د وضعیت سمون لپاره یو توافق ته رسېدلی او په دې اړه د سیمې نورو هېوادونو په همغږۍ « سیمه ییزه تماس ډله » جوړه شوې ده.

‏نوموړي زیاته کړې، « له نېکه مرغه مونږ د پاکستان په ګډون د سیمې له مهمو لوبغاړو سره په مشوره پر یوې مشترکې تګلارې توافق ته ورسېدو. له کابل سره په تعامل کې مو پر سیمه ییزې همکارۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې دغې تګلارې ته باید لومړیتوب ورکړل شي او پر همدې بنسټ « سیمه ییزه تماس ډله " جوړه شوه چې د کازان د غونډې په چوکاټ کې پرې توافق شوی و. همدا شان پرېکړه وشوه چې د افغانستان له واکمنانو سره به سیمه ییزه همکاري روانه ساتو.»

قمي د افغانستان په قضیه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول مهم ګڼلی او غوښتنه یې کړې چې د سیمه اییز ثبات لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي.