• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکي:افغانانو ته د ویزو بندېدل تش پروپاګند دی،د ویزو د وېش لړۍ اوس هم روانه ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۰

په اسلام اباد کې حکومتي سرچینې وايي، دوی هره ورځ هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چې په انلاین بڼه یې د ویزو غوښتنه کړې وي. د څو ورځو را په دې خوا په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې افغانانو ته د ویزو وېش بند شوی او ورسره د دواړو هېوادونو سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

یوې حکومتي سرچینې چې نوم یې نه دی څرګند مشال راډیو ته ویلي، چې افغانانو ته د ویزو د بندولو راپورونه بې بنسټه دي؛ خو دا یې ویلي چې د څو ورځو راهیسې د یوې کوچنۍ ستونزې له امله د ویزو ورکړه ټکنۍ شوې وه او هغه ستونزه هم دا مهال هواره شوې او د پخوا په څېر د ویزو د وېش لړۍ روانه ده.
تر دې وړاندې هم افغانانو د پاکستان د ویزو له پاره میاشتې، میاشتې انتظار اېست؛ خو په دې وروستیو ورځو کې کله چې د ویزو د صادرولو چاره ټکنۍ شوه، نو په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغانانو د ویزو وېش بند کړی دی.
له دې سره هم مهاله د تورخم د دروازې تړل کېدو هم د دغې خبرې سره اړخ ولګاوه او د خلکو انګېرنې زیاتې شوې، چې ګواکې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دی او ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې چارې هم په ټپه درېدلې دي.
پاکستاني خبریال او شنونکي طاهر خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وویل:« پرون ما د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړې هغوی وویل، چې د افغانانو لپاره ویزې نه دي بندې شوې؛ خو یوازې د هغو کسانو له پاره ویزې بندې شوې، چې د نورو په سپارښتنو به یې ویزې اخیستې. پرون هم ګڼو افغانانو ته ویزې صادرې شوې دي، تر اوسه په رسمي بڼه نه د طالبانو له‌خوا په دې اړه کوم غبرګون راغلی او نه هم د پاکستان حکومت له‌خوا په دې اړه کوم دریځ روښانه شوی؛ خو د ویزو د ورکولو لړۍ د پخوا په شان روانه ده.»
کله چې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د تورخم دروازه د بار وړونکو لاریو لپاره وتړل شوه دغو خبرو په خواله رسنیو کې زور واخیست.

پاکستاني لوري دغه دروازه د هغو موټر چلوونکو له پاره تړلې، چې د دوی په وینا پاسپورټ او ویزې نه لري.

تر دې وړاندې د چمن او انګورو اډې لارې هم د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو په غبرګون کې تړلې شوې وې، چې د اټکلونو له مخې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې مېلیونونه ډالر زیان هم اړولی دی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د سیمې او افغانستان «نا امنه کول» لا هم د امریکا لومړیتوب دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د کابل لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وایي، افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور بې ګټې دی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې هېوادونو او افغانستان « نا امنه کول» لا هم د امریکا لومړیتوب دی.

حسن کاظمي قمي د سې شنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل،

د ترهګرۍ د ګواښ کچې لوړېدو ته په کتو اړتیا ده، چې د سیمې هېوادونه د امنیتي همکاریو په شمول له طالبانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

‏قمي خبرداری ورکړی دی، که چېرې په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي وضعیت د خرابۍ خواته ولاړ شي، د داعش په شمول به د ترهګریزو ډلو فعالیت هم پراختیا ومومي، چې د سیمې ثبات ته د خطر زنګ دی.

‏نوموړي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ایران او پاکستان له ګډې ناستې وروسته، چې دیکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، « په سیمه کې د داعش خراسان څانګه او نورې ترهګریزې پدیدې د امریکا او صهیونیستي رژیم زېږنده دي. د سیمې هېوادونه باید هوښیار اوسي تر څو وکولای شي د نورو مرستو په خوا کې له افغانستان سره امنیتي همکاري هم رامنځته کړي، ځکه ترهګري پوله نه پېژني او پر وړاندې يې مشترکه مبارزه پکار ده.»

‏د ایران ځانګړي استازي همدا راز هیله مندي ښودلې، چې د اسلام اباد په وروستۍ ناسته کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د وضعیت سمون لپاره یو توافق ته رسېدلی او په دې اړه د سیمې نورو هېوادونو په همغږۍ « سیمه ییزه تماس ډله » جوړه شوې ده.

‏نوموړي زیاته کړې، « له نېکه مرغه مونږ د پاکستان په ګډون د سیمې له مهمو لوبغاړو سره په مشوره پر یوې مشترکې تګلارې توافق ته ورسېدو. له کابل سره په تعامل کې مو پر سیمه ییزې همکارۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې دغې تګلارې ته باید لومړیتوب ورکړل شي او پر همدې بنسټ « سیمه ییزه تماس ډله " جوړه شوه چې د کازان د غونډې په چوکاټ کې پرې توافق شوی و. همدا شان پرېکړه وشوه چې د افغانستان له واکمنانو سره به سیمه ییزه همکاري روانه ساتو.»

قمي د افغانستان په قضیه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول مهم ګڼلی او غوښتنه یې کړې چې د سیمه اییز ثبات لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي.

د طالبانو تر واک لاندې نړۍواله ترهګري؛ په افغانستان کې څو ترهګرې ډلې فعالې دي؟

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۰

احمد ضیا‌ سراج؛ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر که څه هم يو شمېر معلومات په افغانستان کې د څه باندې ۲۰ بهرنیو ترهګرو ډلو فعالیت په ګوته کوي؛ خو په دغه هېواد کې د فعالو بهرنیو ترهګرو ډلو شمېر ۱۴ ته رسېږي.

القاعده او له هغوی سره تړلې (AQIS)، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، د تاجکستان انصارالله، د تاجکستان اسلامي تحریک، د ختيځ ترکستان اسلامي غورځګ (ETIM)، د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP)، د پاکستاني طالبانو تحريک (TTP) او د هغه اړوند کوچنۍ څانګې، لشکر طیبه (LeT) او جیش محمد (JeM) په دې ډلو کې شامل دي.

دا ټولې ډلې په افغانستان کې د طالبانو په کوربتوب فعاليت کوي.

د یادولو ده، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ مه د القاعدې د مشر ايمن الظواهري وژنه د کابل په زړه کې د سراج الدين حقاني اړوند ځای کې وشوه.

دا بېلګه د طالبانو له خوا د ترهګرو ډلو کوربه توب او په افغانستان کې هغوی ته د پټنځايونو برابرول ښيي.

100%

په پاکستان پورې اړوند نورې ډلې لکه سپاه صحابه، لشکري جنګوي، حزب المجاهدین (HUM) او البدر هم په افغانستان کې دننه په ګڼو عملیاتو کې لاس لري.

هغه څه چې ډېر روښانه دي دا دي، چې دا ډلې یو بل ته خواړه ورکوي او داسې ښکاري، چې ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپل جهادي اهداف تر لاسه کړي دي.

دوی نه يوازې، دا چې د طالبانو له خوا نه ځورول کېږی؛ بلکې په امن کې هم دي.

حزب التحرير له دې بحثه ځکه وتلی دی، چې د خپلو غړو د افراطي نظريې او فکر سره - سره تل د دعوت او سوله ييزو لارو د نظام د بدلون هڅه کوي او د تاوتريخوالي سره لېوالتيا کمه ښيي.

نورې ترهګرې ډلې هم وخت په وخت را څرګنديږي؛ خو دا د پورتنيو ډلو له منحرفه غړو څخه جوړې شوې، چې له يوې مودې وروسته کمزورې او له منځه ځي او يا هم کله - کله له بلې ډلې سره يو ځای شي.

مثلا: د ازبکستان اسلامي تحریک (IMU) د پاکستان په قبایلي سیمو (فاټا) کې د جندالله په نوم یوه راډیو فعاله کړې وه، چې وروسته په غلطۍ سره بلې ډلې ته منسوبه ​​شوه.

د نومونو بدلول د ځينو ډلو لپاه يوه عادي خبره ده؛ تر څو د خلکو پام ځان ته واړوي او په قصدي ډول ګډوډي رامنځته کړي.

دا ډلې په خپلو هېوادونو کې خپلې ځانګړې اجنډا او موخې لري. پرته له پاکستاني ډلو لکه لشکري طيبه (LeT)، جيش محمد (JeM) او نور، چې په کشمير کې د پاکستان د پاليسيو پلي کولو او دوام لپاره فعاله دي؛ خو نورې ډلې د افغان طالبانو د مذهبي تعبیر په شان په خپلو هېوادونو کې د اسلامي شریعت (شریعت) له پلي کېدو پرته بل څه نه غواړي. دغه جنګيالي همدې انګېزې او هدف ته په کلکله ژمن دي او په هر قيمت يې تعقيبوي.

د نړۍوال جهاد د دوام مفکوره د القاعدې شبکې له خوا د ترهګرو ډلو د رهبرۍ د غړو تر منځ په دوامداره توګه ترویج او تقویه کیږي.

د القاعده شبکې تر ټولو ډېره مرسته چې له دې ډلو سره يې کوي، هغه نه بشري منابع دي، نه جنګي وسايل او نه هم ماديات دي، بلکې د نړۍوال جهاد مفکوره ده. دا شبکه دوی ته یو داسې نظر ورکوي، چې دوی يې د زړونو په ژوروالي سره مني.

له هغه عملیاتو وروسته چې اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می په دویمه د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو، القاعده شبکې په قصدي ډول یو څه خاموشه او یو څه غیر فعاله حالت غوره کړ. دا لوی بريد ونه شو او داسې معلومه شوه، چې د اسلامي دولت د دې جبهې په رهبرۍ کې مخکي و؛ خو دې شبکې په خاموشۍ سره وده وکړه، د نورو ډلو ترمنځ يې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره پانګونه وکړه او د دې جريانونو له لارې يې خپل لوی هدف تعقیب کړ. خپل مشر يې د نورو احتمالي زيانونو څخه وژغوره او پر خپل وخت يې د مشرتابه رول وساته.

له همدې امله د القاعدې اصلي نفوذ او اهداف د هغو ډلو په منځ کې څرګند دي، چې د کلونو په اوږدو کې یې وده کړې ده.اوس مهال دا شبکه د بهرنیو ډلو ترمنځ د یووالي ساتلو لپاره د مرکز په توګه کار کوي. له طالبانو سره د اړيکو رول، د طالبانو ترمنځ داخلي شخړې او اختلافات اداره کول او د يوه سلاکار په توګه کار کوي، پرته له دې، چې د لوېدېځ پام ځان ته واړوي.

دا شبکه د طالبانو په ګډون ټولو ډلو ته یادونه کوي، چې د تاريخ دا مرحله د ټولو ښکېلو ډلو لپاره يو ځانګړی فرصت دی او دا فرصت بايد په کوچنيو د لايلو لکه:د طالبانو ترمنځ د قومي شخړو او اقتصادي ګتو لپاره له منځه ولاړ نه شي.

څرنګه چې ترهګرې ډلې ګډې موخې او ایډیالوژۍ لري؛ نو د دوی د جنګیالیو لپاره په ډلو او د ډلو د مشرانو بدلول يو معمولي امر دی.

دا ډول قضیې په ډېرو څېړنیزو پېښو او مثالونو کې روښانه شوي دي. د بېلګې په توګه؛ شیخ حسیب لوګري له حافظ سعید اورکزي او سعید باجوړي وروسته د داعش خراسان درېیم امیر په توګه له لشکر طیبه سره تړاو درلود.

نوموړی د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۲۷ په ننګرهار ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اسلم فاروقي چې یو پاکستانی تبعه و؛ د مجاهدینو په غورځنګ کې یې د یوه ټیټ پوړي جنګیالي په توګه دنده پیل کړه او بیا یې له TTP سره تر هغه وخته همکاري وکړه، چې په پای کې د خراسان داعش د امیر په توګه وټاکل شو.

یو بل پاکستاني تبعه اعجاز احمد په البدر کې دنده پیل کړه، وروسته له القاعدې او له افغان طالبانو سره یو ځای شو او په پای کې د داعش خراسان څانګې سره یو ځای شو، چې هغه مهال د دغې ډلې له مشر اسلم فاروقي سره یو ځای په کندهار کې د ملې امنيت ځواکونو ونیول.

ثناالله مشهور په شهاب المهاجر د حقاني شبکې بل فعال غړی د خراسان داعش د مشر په توګه وټاکل شو.

د هغه نږدې ملګری صلاح الدین چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې زېږیدلی، له حقاني شبکې سره ورته اړیکې درلودې، د شیخ عمر کونړي چې ملي امنيت د عمومي رياست له لوري ونيول شو ځای ناستي او د سيمې د هستې د مشر په توګه وټاکل شو.

شیخ عمر کونړی د اګست په ۱۵مه د بګرام له زندانه څخه د تېښتې په هڅه کې د یوه امنیتي ساتونکي له خوا په ډزو ووژل شو.

دا په داسي حال کې ده، چې کابل ته د طالبانو په ستنېدو، دې ډلې د داعش خراسان ۴ زره غړي، د سلګونو بهرنيو ترهګرو غړو په ګډون يې ټول زندانيان خوشي کړل.

100%

د دې سره تر څنګ په دې زندانيانو کې ۸ زره هغه زندانيان چې د تښتوني، قتل، اختطاف، وسلوالي غلاوي او نورو لويو قضيو کې ښکېل وو هم خوشې کړل. د دې کسانو لویه برخه ازاد دي او د افغانستان په داخل او بهر کې فعال دي.

له دې مثالو څخه اټکل کېدی شي، چې د ترهګرو ډلو تر منځ روښانه پوله نه شي ټاکل کېدی.

دوی ممکن مختلف نومونه ولري او يا هم په لږ مختلف ايډيالوژي سره را ښکاره شي؛ مګر دوی يو ګډ هدف تعقيبوي.

دا جنګیالي په ډېره اسانۍ سره غړیتوب بدلوي او خپلې پوهې، تجربې او مهارتونه له یو بل سره شریکوي. د نړۍ د اکثرو استخباراتي ادارو پر خلاف، چې د ګډو ګواښونو اړوند معلومات حتا له خپلو متحدینو سره په ډېر دقت او احتیاط سره شریکوي، د ترهګرو ډلو تر منځ د معلوماتو تبادله او جریان او د مهارتونو شریکول په خورا موثریت او چټکتیا سره ترسره کیږي او په اسانۍ سره په ځانګړې توګه د پیغام رسونې شبکې لکه ټيليګرام په پراخ شتون سره کوي.

په خوندي سېمو کې له شلو کلونو پټنځایونو او په پاکستان کې د استخباراتي سازمان او پوځ له ملاتړ وروسته د طالبانو بېرته راستنېدل نورو بهرنیو ترهګرو ډلو ته د عمل کولو زړه او زړورتیا ورکړه.

دوی د پخوا په پرتله ډېر باوري او صبر کونکي ښکاري، دوی یو ډېر روښانه درس زده کړی، چې د عزم سره مخ په وړاندې ځي. راتلونکی به د دوی لپاره مطلوب حالت رامنځ ته کړي لکه څنګه، چې د طالبانو سره پېښ شول.

طالبان او نړۍوال ترهګر اوس يو داسې هېواد په ولکه کې لري، چې په بشپړ خونديتوب کې ژوند کوي، دوی کولی شي په تدريجي او ورو - ورو خپل وروستی هدف ته پرته له کومې عاجلې حرکت وکړي او ځان ورسوي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خونديتوب سربېره، بهرنۍ ترهګرې ډلې د مخدره توکو کښت او قاچاق، د افغانستان د طبیعي زیرمو لوټ او د طالبانو مالي ملاتړ په ګډون غیر قانوني عایداتي لارو ته هم لاس رسی لري.

100%

وروستۍ ارزونې او معلومات ښيي، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې د فعالیت له ازادۍ او خونديتوب څخه په استفادې د نویو تشخصونو په بڼه کار کوي. دا مساله د دوو موخو لپاره ترسره کیږي:

1. له پولې هاخوا د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره پر طالبانو د نړۍوال او سیمه ییز فشار مخنیوی

2. د نويو تشخصونو او جوړښتونو په بڼه د بې پولو جهادي اهدافو تحقق

په دې توګه اټکل کېږي، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ له زړه څخه د هغې پخوانۍ څانګې سربیره لږ تر لږه دوه نوې ډلې رامینځته شي، چې د جمعه بای په مشرۍ د امام بخاري نسخه ده.

په ورته وخت کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ نوې څانګه د افغانستان په بدخشان ولایت کې د قاري فرقان تر قوماندې لاندې خپل فعالیت پیلوي. قاري فرقان د افغانستان په بدخشان کې د دې تحريک پېژندل شوی قوماندان دی.

بدخشان چې له چین سره پوله لري یوازینی ولایت دی، چې ۳۵۰ جنګیالي یې د سیمه ییزو قومندانانو په ملاتړ فعال دي، داسې ښکاري چې نوی اقدام د چین حکومت ته د جدي ګواښ لپاره د دغې ډلې له تګلارو سره دي.

په تېرو وختونو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه اصلي موخه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) لپاره د ستونزو رامنځته کول وو.

استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې، چې دغې ډلې له نورو ځايي ډلو سره په ګډه د دې پروژې د مخنیوي لپاره بریدونه پیل کړي دي.

د قاري فرقان او د هغه د اړوندو ډلو جذبول د دې ډلې نيت ښيي، چې د بدخشان ولايت ته د نږدې سړکونو له لارې د چين او تاجکستان په اقتصادي پيوستون کې نوې ننګونې رامنځته کړي.

دغه راز د تاجکستان د انصارالله غورځنګ د شتون له امله به تاجکستان د طالبانو تحريک په نامه يوه نوې ډله، چې مخکې د بيمسما په نامه پېژندل شوې وه ميدان ته راځي. دغه يو بې سارې ډله چې د ترکمن اتباعو څخه جوړه ده کلونه يې د ازبکستان د اسلامي تحريک تر څنګ کار کړی او په تېرو وختونو کې يې خپل اصلي هويت پټ کړی وو.

په دې توګه د پاکستان تحریک طالبان په مختلفو څانګو کې خو په ورته اهدافو او ستراتېژۍ سره د افغانستان له خاورې په استفادې د خپلو هېوادونو پر ضد جګړې ته دوام ورکوي.

ایران د پاکستان پر خاوره د جیش العدل پر مرکز توغندیز او ډرون برید کړی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۰

تسنیم خبري اژانس چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند اژانس دی، د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي دي چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي، چې دغه توغندي د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور ښار لګېدلي دي.

له دې مخکې د ایران په سیستان او بلوچستان صوبې کې یوې فعالې خبری رسنۍ حال وش د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې سپاه پاسداران د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدی سیمه کې په یوه کلی د توغندیو حمله کړې ده.

دغه خبري اژانس لیکلي، چې د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نه لري.

جیش العدل د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد وسله واله اسلامپاله ډله ده، چې ځان د سنیانو د حقونو مدافع ګڼي.

دا برید په داسې حال کې کېږي، چې د سې شنبې په ورځ په سوېس کې د داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له موقت لومړي وزیر سره وکتل.

په ورته وخت کې د ایران یو پلاوی د دواړو هېوادونو په ګډو سمندري تمریناتو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.

ایران تېره شپه ناوخته د عراق په کردستان او د سوریې په سیمو کې پر هدفونو بریدونه وکړل.

د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې یې په عراق او سوریه کې د موساد یا د اسراییل د جاسوسۍ ادارې مرکزونه او د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.

ایران په تېرو یوولسو ورځو کې ۲۵ زره ۵۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، چې د تېرو یوولسو ورځو په اوږدو کې یې له خراسان رضوي او سیستان بلوچستان څخه ۲۵۵۲۱ هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي، چې د کډوالۍ قانوني اسناد یې نه لرل.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع یو شمېر ایراني رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۸۵۲ بې اسناده افغانان نیولي او له ټاکلو څېړنو وروسته یې بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

نوموړي ویلي، چې دا لړۍ په چټکۍ روانه ده او ټول هغه افغانان به ونیسي کوم چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوي دي.

همداراز ایسنا خبري اژانس بیا د سیستان بلوچستان ولایت د سرحدي قوماندان جواد علي رفیعي په حواله خبر ورکړی، چې دوی یوازې په تېره اونۍ کې ۱۱۶۶۹ هغه افغان کډوال بېرته ستانه کړي، چې قانوني اسناد یې نه لرل.

ایران له پاکستانه وروسته دویم هېواد دی، چې ګڼ افغان کډوال پکې ژوند کوي او د ایران په کرمان کې له وروستۍ پېښې وروسته د افغان کډوالو د بیا ستنولو چارې زور اخیستی دی.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو د روان جدي څار او خشن برخورد ته اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي، چې د کرمان وروستیو خونړیو پېښو د افغانانو پر وړاندې د ایراني پولیسو چلند لا سخت کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: ملا هبت الله د پنجشېر له خلکو سره ځانګړې مینه او محبت لري

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزیر ویلي؛ د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشېر ولایت له خلکو سره خاصه «مینه او اخلاص» لري.

محمد خالد حنفي د پنجشېر له خلکو سره په کتنه کې زياته کړه، چې ملا هبت الله په غونډو کې څو ځلې د پنجشېر د «شهيد او شرعیت پلوه ملت» يادونه کړې ده.

دغه جګپوړي طالب چارواکي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له امله امریکا پرې بندیزونه لګولي دي، زیاته کړه چې تر اوسه یې درې ځله پنجشېر ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) وویل، چې د اسلامي امارت ټول مشران په ځانګړې توګه هبت الله او په خپله د پنجشېر ولایت او خلکو سره «مینه او اخلاص» لري.

خالد حنفي وویل: په دې اړه «سل په سلو کې ډاډ درکوم.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، چې د پنجشېر د علماو شورا او د دغه ولایت والي د طالبانو له مشر سره لیدلي.

هغه د دې کتنو په اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل چې د غوندې ګډونوال به وروسته په دې اړه په تفصیل سره خبرې وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې د پنجشېر ګڼ شمېر اوسېدونکي د مقاومت د جبهې د ملاتړ او د طالبانو پر وړاندې د جګړې په تور نيول شوي، ځورول شوي او وژل شوي دي.