• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په تېرو یوولسو ورځو کې ۲۵ زره ۵۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، چې د تېرو یوولسو ورځو په اوږدو کې یې له خراسان رضوي او سیستان بلوچستان څخه ۲۵۵۲۱ هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي، چې د کډوالۍ قانوني اسناد یې نه لرل.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع یو شمېر ایراني رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۸۵۲ بې اسناده افغانان نیولي او له ټاکلو څېړنو وروسته یې بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

نوموړي ویلي، چې دا لړۍ په چټکۍ روانه ده او ټول هغه افغانان به ونیسي کوم چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوي دي.

همداراز ایسنا خبري اژانس بیا د سیستان بلوچستان ولایت د سرحدي قوماندان جواد علي رفیعي په حواله خبر ورکړی، چې دوی یوازې په تېره اونۍ کې ۱۱۶۶۹ هغه افغان کډوال بېرته ستانه کړي، چې قانوني اسناد یې نه لرل.

ایران له پاکستانه وروسته دویم هېواد دی، چې ګڼ افغان کډوال پکې ژوند کوي او د ایران په کرمان کې له وروستۍ پېښې وروسته د افغان کډوالو د بیا ستنولو چارې زور اخیستی دی.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو د روان جدي څار او خشن برخورد ته اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي، چې د کرمان وروستیو خونړیو پېښو د افغانانو پر وړاندې د ایراني پولیسو چلند لا سخت کړی دی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: ملا هبت الله د پنجشېر له خلکو سره ځانګړې مینه او محبت لري

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزیر ویلي؛ د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشېر ولایت له خلکو سره خاصه «مینه او اخلاص» لري.

محمد خالد حنفي د پنجشېر له خلکو سره په کتنه کې زياته کړه، چې ملا هبت الله په غونډو کې څو ځلې د پنجشېر د «شهيد او شرعیت پلوه ملت» يادونه کړې ده.

دغه جګپوړي طالب چارواکي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له امله امریکا پرې بندیزونه لګولي دي، زیاته کړه چې تر اوسه یې درې ځله پنجشېر ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) وویل، چې د اسلامي امارت ټول مشران په ځانګړې توګه هبت الله او په خپله د پنجشېر ولایت او خلکو سره «مینه او اخلاص» لري.

خالد حنفي وویل: په دې اړه «سل په سلو کې ډاډ درکوم.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، چې د پنجشېر د علماو شورا او د دغه ولایت والي د طالبانو له مشر سره لیدلي.

هغه د دې کتنو په اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل چې د غوندې ګډونوال به وروسته په دې اړه په تفصیل سره خبرې وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې د پنجشېر ګڼ شمېر اوسېدونکي د مقاومت د جبهې د ملاتړ او د طالبانو پر وړاندې د جګړې په تور نيول شوي، ځورول شوي او وژل شوي دي.

د طالبانو د فرهنګ وزارت: پروژه يي او زهر پاشوونکو کتابونو مخنيوی مو حق دی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د هنر او فرهنګ مرستيال وايي؛ دوی د هغو کتابونو مخه نيسي، چې د "پروژو" په نوم چاپ شوي او د ولس په منځ کې "زهر" پاشي. څلور ورځې مخکې د طالبانو استخباراتو په هېواد کې د سلو کتابونو پر پېر، پلور او بیا چاپ بندیز لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستيال عتيق الله عزيزي نن سې شنبه په کابل کې د کتاب ساتنې سپوزيم په پرانيست غونډه کې وويل، چې د يو شمېر کتاب پلورنځيو څخه يې هغه کتابونه لري کړي، چې د ولس د فکري انحراف او ذهنيت خرابېدو لپاره لیکل شوي وو.

هغه زیاته کړه: « موږ کتاب پلورونکو ته لارښوونه کړې او محدود شمېر هغه کتابونه، چې د ولس د وحدت نړولو، د عقايدو د انحراف او ذهنيت خرابولو لپاره دستوري لیکل شوي وه ليري کړي.»

نوموړي وويل، چې دوی د کتابونو پر سانسور او بنديز نه لګوي؛ خو د هغه کتاب د خپرېدو مخه به نيسي، چې په ولس کې ژبنۍ، سمتي او عقيدوي ستونزي جوړوي.

هغه زیاته کړه:« دا زموږ حق دی، چې د هغو کتابونو مخه ونيسو، چې د پروژو په نوم جوړ شوي او په ولس کې تفرقه او زهر خپروي.»

د طالبانو د فرهنګ او هنر دغه مسوول د کابل عامه کتابتون حالت د تېرو ۲۵ کلنو په پرتله ډېر خراب او د اندېښنې وړ وبللی.

د طالبانو استخبارات په داسې حال پر يو شمېر کتابونو بندیز لګوي، چې دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې د کتاب ارزونې کمېسیون جوړ کړی او له هغه راهیسې یې د سوونو کتابونو د چاپ مخه نیولې ده.

طالبان وايي؛ دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نه یوازې په افغانستان کې پر خپرنځایونو مالیه لوړه کړې، بلکې له بهر یې هم افغانستان ته د کتاب پر واردولو ګمرک زیات کړی او ور سره د کتاب بازار زیانمن شوی دی.

اسراییلي پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر مرکزونو د پراخو بریدو اعلان وکړ

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د اسراییل پوځ نن سې شنبه (د مرغومې ۲۶مه) اعلان وکړ، چې د لبنان د جنوب په وادي سالوکي کې یې د حزب الله پر مرکزونو پراخ هوايي او توپچي بریدونه کړي دي.

د دغه راپور له مخې؛ د اسراییل د هوایي ځواک جنګي الوتکو او توپخانې ټولګیو په لنډه موده کې د حزب الله ډلې په لسګونو هدفونه په نښه کړل چې پکې د دغې ډلې د څارنې پوستې، پوځي ودانۍ او نور زیربناوې شاملې وې.

د اسرايیل پوځ ویلي، چې حزب الله د خپلو "ترهګریزو موخو" لپاره له وادي سالوکي څخه پراخه ګټه پورته کوي او په ځنګلونو کې په لسګونو پټې اډې لري.

دا عملیات په داسې حال کې شوي، چې د حزب الله له خوا د اسراییل پر شمالي سیمو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پرله پسې بریدونه شوي دي.

افراسیاب خټک: باجوړ کې د ملا فضل الرحمان پلویان له کونړه د داعش ډله په نښه کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۰

په پاکستان کې پښتون سیاستوال او د ملي ډېموکراټیک ګوند غړی افراسیاب خټک وايي؛ د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر ګوند بریدونه داعش وسله واله ډله کوي.

دغه سیاستوال وايي؛ د داعش ډلې وسله وال له ورڅېرمه کونړه را اوړي او په باجوړ کې د ملا فضل الرحمان په پلویانو بریدونه کوي.

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ځپلې او اوس په دغه هېواد کې فعالیت نه لري.

افراسیاب خټک په لاهور کې د تفکر میلې په نوم د یوې غونډې پر مهال د خلکو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې په باجوړ کې د ملا فضل الرحمان د ګوند کسان د داعش له لوري ځکه په نښه کیږي، چې باجوړ ډېورنډ کرښې ته څېرمه له کونړ سره نږدې پروت دی.

هغه وايي؛ له تېر یوه کال راهیسې چې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر پلویانو چې کوم بریدونه شوي، هغه ټول د افغانستان له کونړ ولایت څخه را اوښتي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې ملا فضل الرحمان د طالبانو ملاتړی او دوست ګڼل کیږي، له همدې امله د داعش ضد تبلیغات هم کوي، چې د داعش له خوا یې ملګري په نښه کيږي.

د جولای پر ۳۱ سوات ته څېرمه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه ځانمرګی برید وشو چې پکې ۶۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د ملا فضل الرحمان په مشرۍ دا ګوند د افغان طالبانو نږدې ملګری دی؛ خو په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو غندنه کوي.

د جولای پر ۳۱ سوات ته څېرمه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه د ځانمرګي برید مسوولیت،اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی و.

جمعیت علمای اسلام د پاکستان په شمال او لوېدیځ کې د دیني مدرسو او جوماتونو پراخه شبکه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې ډیرې شوې دي او ډیری دغه بریدونه په خیبرپښتونخوا کې شوي، چې تحریک طالبان پاکستان یې د ډېرو بریدونو مسووليت منلی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د غزې د جګړې په اړه د نړۍوالې ټولنې پر غبرګون نیوکه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د غزې د جګړې په اړه د نړۍوالې ټولنې پر غبرګون نیوکه وکړه او دغه غبرګونونه یې د سیمې د هېوادونو لپاره مایوسوونکی وباله.

شیخ محمد عبدالرحمان ال ثاني د سې شنبې په ورځ (د مرغومي۲۶مه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه، چې تر اوسه نړۍوالې ټولنې یوازې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون حل لارې ته پام کړی دی.

دغه قطري چارواکي ویلي؛ د فلسطین او اسراییل د دوو دولتونو د جوړېدو موضوع باید په داسې ډول حل شي، چې د دواړو هېوادونو خلک په ګډه ژوند وکړي.

د قطر د لومړي وزير په خبره؛ د غزې د جګړې پای ته رسول او د يرغمل شويو بنديانو خوشي کول د لوېديځې غاړي د مسالې په حل کولو تر لاسه کېدی شي.

د نړۍوال اقتصادي فورم ۵۴ مه ګلنۍ غونډه د «باور د بيارغولو» په شعار سره د دوشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۵مه) د سويس په داووس کې د څه باندې سلو هېوادونو د استازو په حضور کې پيل شوه.