د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: ملا هبت الله د پنجشېر له خلکو سره ځانګړې مینه او محبت لري

د طالبانو امر بالمعروف وزیر ویلي؛ د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشېر ولایت له خلکو سره خاصه «مینه او اخلاص» لري.

د طالبانو امر بالمعروف وزیر ویلي؛ د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پنجشېر ولایت له خلکو سره خاصه «مینه او اخلاص» لري.
محمد خالد حنفي د پنجشېر له خلکو سره په کتنه کې زياته کړه، چې ملا هبت الله په غونډو کې څو ځلې د پنجشېر د «شهيد او شرعیت پلوه ملت» يادونه کړې ده.
دغه جګپوړي طالب چارواکي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له امله امریکا پرې بندیزونه لګولي دي، زیاته کړه چې تر اوسه یې درې ځله پنجشېر ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) وویل، چې د اسلامي امارت ټول مشران په ځانګړې توګه هبت الله او په خپله د پنجشېر ولایت او خلکو سره «مینه او اخلاص» لري.
خالد حنفي وویل: په دې اړه «سل په سلو کې ډاډ درکوم.»
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، چې د پنجشېر د علماو شورا او د دغه ولایت والي د طالبانو له مشر سره لیدلي.
هغه د دې کتنو په اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل چې د غوندې ګډونوال به وروسته په دې اړه په تفصیل سره خبرې وکړي.
په تېرو دوو کلونو کې د پنجشېر ګڼ شمېر اوسېدونکي د مقاومت د جبهې د ملاتړ او د طالبانو پر وړاندې د جګړې په تور نيول شوي، ځورول شوي او وژل شوي دي.


د طالبانو د هنر او فرهنګ مرستيال وايي؛ دوی د هغو کتابونو مخه نيسي، چې د "پروژو" په نوم چاپ شوي او د ولس په منځ کې "زهر" پاشي. څلور ورځې مخکې د طالبانو استخباراتو په هېواد کې د سلو کتابونو پر پېر، پلور او بیا چاپ بندیز لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستيال عتيق الله عزيزي نن سې شنبه په کابل کې د کتاب ساتنې سپوزيم په پرانيست غونډه کې وويل، چې د يو شمېر کتاب پلورنځيو څخه يې هغه کتابونه لري کړي، چې د ولس د فکري انحراف او ذهنيت خرابېدو لپاره لیکل شوي وو.
هغه زیاته کړه: « موږ کتاب پلورونکو ته لارښوونه کړې او محدود شمېر هغه کتابونه، چې د ولس د وحدت نړولو، د عقايدو د انحراف او ذهنيت خرابولو لپاره دستوري لیکل شوي وه ليري کړي.»
نوموړي وويل، چې دوی د کتابونو پر سانسور او بنديز نه لګوي؛ خو د هغه کتاب د خپرېدو مخه به نيسي، چې په ولس کې ژبنۍ، سمتي او عقيدوي ستونزي جوړوي.
هغه زیاته کړه:« دا زموږ حق دی، چې د هغو کتابونو مخه ونيسو، چې د پروژو په نوم جوړ شوي او په ولس کې تفرقه او زهر خپروي.»
د طالبانو د فرهنګ او هنر دغه مسوول د کابل عامه کتابتون حالت د تېرو ۲۵ کلنو په پرتله ډېر خراب او د اندېښنې وړ وبللی.
د طالبانو استخبارات په داسې حال پر يو شمېر کتابونو بندیز لګوي، چې دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې د کتاب ارزونې کمېسیون جوړ کړی او له هغه راهیسې یې د سوونو کتابونو د چاپ مخه نیولې ده.
طالبان وايي؛ دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نه یوازې په افغانستان کې پر خپرنځایونو مالیه لوړه کړې، بلکې له بهر یې هم افغانستان ته د کتاب پر واردولو ګمرک زیات کړی او ور سره د کتاب بازار زیانمن شوی دی.

په پاکستان کې پښتون سیاستوال او د ملي ډېموکراټیک ګوند غړی افراسیاب خټک وايي؛ د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر ګوند بریدونه داعش وسله واله ډله کوي.
دغه سیاستوال وايي؛ د داعش ډلې وسله وال له ورڅېرمه کونړه را اوړي او په باجوړ کې د ملا فضل الرحمان په پلویانو بریدونه کوي.
په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ځپلې او اوس په دغه هېواد کې فعالیت نه لري.
افراسیاب خټک په لاهور کې د تفکر میلې په نوم د یوې غونډې پر مهال د خلکو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې په باجوړ کې د ملا فضل الرحمان د ګوند کسان د داعش له لوري ځکه په نښه کیږي، چې باجوړ ډېورنډ کرښې ته څېرمه له کونړ سره نږدې پروت دی.
هغه وايي؛ له تېر یوه کال راهیسې چې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر پلویانو چې کوم بریدونه شوي، هغه ټول د افغانستان له کونړ ولایت څخه را اوښتي وو.
نوموړي زیاته کړې، چې ملا فضل الرحمان د طالبانو ملاتړی او دوست ګڼل کیږي، له همدې امله د داعش ضد تبلیغات هم کوي، چې د داعش له خوا یې ملګري په نښه کيږي.
د جولای پر ۳۱ سوات ته څېرمه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه ځانمرګی برید وشو چې پکې ۶۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.
د ملا فضل الرحمان په مشرۍ دا ګوند د افغان طالبانو نږدې ملګری دی؛ خو په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو غندنه کوي.
د جولای پر ۳۱ سوات ته څېرمه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه د ځانمرګي برید مسوولیت،اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی و.
جمعیت علمای اسلام د پاکستان په شمال او لوېدیځ کې د دیني مدرسو او جوماتونو پراخه شبکه لري.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې ډیرې شوې دي او ډیری دغه بریدونه په خیبرپښتونخوا کې شوي، چې تحریک طالبان پاکستان یې د ډېرو بریدونو مسووليت منلی.

ځايي سرچینې وايي؛ په خوست کې طالبانو نن سې شنبه (د مرغومي ۲۶مه) د «نن» په نوم په یوې سیمه ییزې راډيو چاپه وهلې، کارکوونکي یې په مرګ ګواښلي او تخنيکي وسايل يې ورمات کړي دي. سرچینې زیاتوي، چې طالبانو پر دغې راډيو د چاپې پر مهال د راډیو ژوندۍ خپرونې پرې کړې او راډیو یې تړلې.
په افغانستان کې د طالبانو تر څه باندې دوه کلن واک وروسته د بيان ازادۍ ورځ تر بلې محدوديږي.
افغانستان انټرنشنل – پښتو څانګې ته د خوست ولایت د نن راډيو هغه انځورونه هم رسېدلي، چې طالبان له وسلو سره د راډيو په ودانۍ کې ولاړ او تخنيکي وسايل يې ټول بهر غورځولي دي.
د دغې راډيو مسوول محمد اسلم قانوني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې دغه راډیو یې په یوه کرايي کور جوړه کړې وه او له تېرو څو مياشتو راهيسي يې د کور د دویم دعوه کوونکي سره ستونزه جوړه شوې.
قانوني وايي، چې د دعوې دوسيه يې په محکمه کې ده؛ خو د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مسوولانو د شخصي اړيکو له لارې راډيو په ناقانونه ډول ور بنده کړه.
هغه وویل: «د کور اصلي خاوند په بهر کې دی، پنځه مياشتې کېږي چې بل کس دعوه پر کړې وه، دغه قوماندان، چې راغلی نن یې کسان را وليږل او کور یې تخليه کړ، دغه کار یې غيرې قانوني او غیرې شرعي راسره وکړ،په داسې حال کې چې دوسيه په محکمه کې ده.»
د نن ايف ايم راډيو کار کوونکي وايي، چې طالبانو د وسلو په زور د دوی ژوندۍ خپرونه پرې کړه او وروسته یې د امنیتي کمرو هارډيسکونه او نور وسايل هم د ځان سره یووړل.
دوی وايي: «طالبانو د راډيو يو شمېر کار کوونکي په مرګ هم وګواښل.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز (اې ایف جي سي) په خوست کې د نن راډیو د تړلو په غبرګون کې د خوست ولايت په چارواکو غږ کړی، چې هر څومره ژر چې کیږي دغې راډیو ته د خپرونو زمینه برابره کړي.
دغه مرکز په يوه خبرپاڼه کې پر طالبانو د رسنیو د قانون د پلي کېدو غږ کړی او ويلي یې دي، چې د رسنیو د قانون څلورمې مادې پر بنسټ، «هېڅ حکمي شخص د بیان ازادۍ د مخنیوي، سانسور، او بندیز حق نه لري،»
بل لور بيا تېره ورځ په لوګر کې د عینک په نوم د یوې نوې راډيو پرانيستې ته د دې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد هم ورغلی و.
د رسنيو ډېری مسوولان په دې باور دي، چې واکمنه ډله هغو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکوي، چې د دوی په ګټه خپرونې کوي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ رسنیز دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کار یې د محکمې د امر له مخې کړی.
اعلامیه زیاتوي:«د راډيو او د کور د خاوند تر منځ حقوقي دعوې په محکمه کې جريان درلود او نن غرمه مو د ابتدايي محکمې په امر کور تخيله کړ.»
شنوونکي وايي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له رسنيو او خبريالانو سره د دغې ډلې ناسم چلند لوړې کچې ته رسېدلی او یو زيات شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له امنيتي ننګونو سره هم مخ دي او ورځ تر بلې په افغانستان کې د بيان ازادۍ له نویو ننګونو سره مخ کیږي.

د بدخشان لپاره د طالبانو والي ویلي چې، د کوچني پامیر سړک له جوړیدو وروسته افغانستان په رسمي بڼه له چین سره ونښلول شو. طالبان وايي د بدخشان ولایت په واخان والسوالۍ کې یې د کوچني پامیر د سړک جوړولو چارې پای ته رسولې دي او افغاستان یې په رسمي ډول له چين سره ونښلاوه.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۶مه) نېټه په ایکس پاڼه د بدخشان لپاره د دغې ډلې د والي له قوله لیکلي چې، د چین تر پولې د کوچني پامیر سړک له بشپړیدو وروسته، افغانستان له چین سره ونښلول شو.
خو لاهم یاد سړک بنسټیزې جوړیدنې ته اړتیا لري.
د دغه سړک د جوړیدو چارې د ۲۰۲۳ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پیل شوې وې.
دغه سړک چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر څخه پیل شوی کابو ۵۰ کیلو متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري چې د وریښمو لار په نوم هم بلل کیږي، .
د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت د یاد سړک د جوړیدو پر مهال ویلي وو، چې د سړک پر جوړیدو ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې له کورنۍ بودجې څخه ورکړل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې، چین هم تر دې مهاله طالبان په رسمیت نه پيژني، خو له یادې ډلې سره پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.

په کابل کې د پاسپورټ ریاست نن سبا په هغه مرکز بدل شوی، چې تر بل هر ځایه د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده. له هغه مهاله چې طالبانو اعلان وکړ، پاسپورټونه به د انلاین نوم لیکنې تر څنګ په سپینو عریضو هم پر خلکو وېشي؛ نو هره ورځ زرګونه خلک د پاسپورت ریاست ته د پاسپورټونو غوښتنه کوي.
د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دوی دا کار د دې له پاره کړی چې پر خلکو په لنډ وخت کې پاسپورتونه ووېشي او هغوی له میاشتو، میاشتو لالهاندیو وژغوري:« موږ دا کار یوازې خلکو ته د سهولتونو د برابرولو له پاره کړی او اوس هره ورځ شاوخوا ۸۰۰۰ پاسپورټونه پر خلکو وېشو. موږ هره پنجشنبه له خلکو غوښتنلیکونه او عریضې راټولوو او بیا د اونۍ په ترڅ کې د هغوی اداري چارې تر سره کوو.»
ښاغلي پتمن دا رنګه وویل، چې د سپینو عریضو تر څنګ هغوی اوس هم په انلاین بهیر کار کوي او هم مهاله د دواړو برخو څخه چارې پر مخ وړي.
خو ګڼ افغانان لا هم نیوکې لري، چې اوس هم هلته په هغو خلکو پاسپورټونه وېشل کېږي چې د طالب چارواکو سره خپلوي لري او یا هم هغوی ته نږدې کسان وي.
لعل محمد هغه کس دی چې وايي، شپږ میاشتې یې په انلاین توګه غوښتنلیک سپارلی و؛ خو اوس یې په سپینه عریضه هم خپله غوښتنه دغه ریاست ته سپارلې خو ګومان نه کوي، چې پاسپورت به تر لاسه کړي:« ما په خپلو سترګو ولیدل، چې ځینو کسانو د دوو ورځو په ترڅ کې پاسپورټونه واخیستل؛ خو زما په شان داسې کسان ډېر شته چې په میاشتو، میاشتو یې انتظار کړی، خو لا هم په دې نه دي توانیدلي چې پاسپورت واخلي.»
د لعل محمد په شان ګڼ خلک ورته نیوکې لري؛ خو د پاسپورټ په ریاست کې طالب چارواکي وايي، چې دوی تر ډېره هلته د کمېشن کارانو مخه نېولې او یو شمېر درغل کارکوونکي یې هم له دندو لرې کړي دي.
په ټوله کې شنونکي وايي، چې د پاسپورټ تر لاسه کول د هر وګړي حق دی او حکومتونه مسوولیت لري چې پر خپلو وګړو پاسپورټونه په وړیا توګه ووېشي؛ خو له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان د دویم ځلې لپاره واک ته رسېدلي، نو د پاسپورټ اخیسته تر ډېره پورې ستونزمنه څه چې ناشونې شوې هم ده.
ګڼ خلک هڅه کوي، چې له افغانستانه پښې سپکې کړي، چې طالبان له دې امله هم د پاسپورټونو په وېش کې ناغېړي کوي.