• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په خوست کې د 'نن' په نوم یوه راډيو تر پلټونو وروسته وتړله

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي؛ په خوست کې طالبانو نن سې شنبه (د مرغومي ۲۶مه) د «نن» په نوم په یوې سیمه ییزې راډيو چاپه وهلې، کارکوونکي یې په مرګ ګواښلي او تخنيکي وسايل يې ورمات کړي دي. سرچینې زیاتوي، چې طالبانو پر دغې راډيو د چاپې پر مهال د راډیو ژوندۍ خپرونې پرې کړې او راډیو یې تړلې.

په افغانستان کې د طالبانو تر څه باندې دوه کلن واک وروسته د بيان ازادۍ ورځ تر بلې محدوديږي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو څانګې ته د خوست ولایت د نن راډيو هغه انځورونه هم رسېدلي، چې طالبان له وسلو سره د راډيو په ودانۍ کې ولاړ او تخنيکي وسايل يې ټول بهر غورځولي دي.

د دغې راډيو مسوول محمد اسلم قانوني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې دغه راډیو یې په یوه کرايي کور جوړه کړې وه او له تېرو څو مياشتو راهيسي يې د کور د دویم دعوه کوونکي سره ستونزه جوړه شوې.

قانوني وايي، چې د دعوې دوسيه يې په محکمه کې ده؛ خو د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مسوولانو د شخصي اړيکو له لارې راډيو په ناقانونه ډول ور بنده کړه.

هغه وویل: «د کور اصلي خاوند په بهر کې دی، پنځه مياشتې کېږي چې بل کس دعوه پر کړې وه، دغه قوماندان، چې راغلی نن یې کسان را وليږل او کور یې تخليه کړ، دغه کار یې غيرې قانوني او غیرې شرعي راسره وکړ،په داسې حال کې چې دوسيه په محکمه کې ده.»

د نن ايف ايم راډيو کار کوونکي وايي، چې طالبانو د وسلو په زور د دوی ژوندۍ خپرونه پرې کړه او وروسته یې د امنیتي کمرو هارډيسکونه او نور وسايل هم د ځان سره یووړل.

دوی وايي: «طالبانو د راډيو يو شمېر کار کوونکي په مرګ هم وګواښل.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز (اې ایف‌ جي سي) په خوست کې د نن راډیو د تړلو په غبرګون کې د خوست ولايت په چارواکو غږ کړی، چې هر څومره ژر چې کیږي دغې راډیو ته د خپرونو زمینه برابره کړي.

دغه مرکز په يوه خبرپاڼه کې پر طالبانو د رسنیو د قانون د پلي کېدو غږ کړی او ويلي یې دي، چې د رسنیو د قانون څلورمې مادې پر بنسټ، «هېڅ حکمي شخص د بیان ازادۍ د مخنیوي، سانسور، او بندیز حق نه لري،»

بل لور بيا تېره ورځ په لوګر کې د عینک په نوم د یوې نوې راډيو پرانيستې ته د دې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد هم ورغلی و.

د رسنيو ډېری مسوولان په دې باور دي، چې واکمنه ډله هغو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکوي، چې د دوی په ګټه خپرونې کوي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ رسنیز دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کار یې د محکمې د امر له مخې کړی.

اعلامیه زیاتوي:«د راډيو او د کور د خاوند تر منځ حقوقي دعوې په محکمه کې جريان درلود او نن غرمه مو د ابتدايي محکمې په امر کور تخيله کړ.»

شنوونکي وايي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له رسنيو او خبريالانو سره د دغې ډلې ناسم چلند لوړې کچې ته رسېدلی او یو زيات شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له امنيتي ننګونو سره هم مخ دي او ورځ تر بلې په افغانستان کې د بيان ازادۍ له نویو ننګونو سره مخ کیږي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکي: افغانستان په رسمي ډول له چین سره ونښلول شو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د بدخشان لپاره د طالبانو والي ویلي چې، د کوچني پامیر سړک له جوړیدو وروسته افغانستان په رسمي بڼه له چین سره ونښلول شو. طالبان وايي د بدخشان ولایت په واخان والسوالۍ کې یې د کوچني پامیر د سړک جوړولو چارې پای ته رسولې دي او افغاستان یې په رسمي ډول له چين سره ونښلاوه.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۶مه) نېټه په ایکس پاڼه د بدخشان لپاره د دغې ډلې د والي له قوله لیکلي چې، د چین تر پولې د کوچني پامیر سړک له بشپړیدو وروسته، افغانستان له چین سره ونښلول شو.

خو لاهم یاد سړک بنسټیزې جوړیدنې ته اړتیا لري.

د دغه سړک د جوړیدو چارې د ۲۰۲۳ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پیل شوې وې.

دغه سړک چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر څخه پیل شوی کابو ۵۰ کیلو متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري چې د وریښمو لار په نوم هم بلل کیږي، .

د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت د یاد سړک د جوړیدو پر مهال ویلي وو، چې د سړک پر جوړیدو ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې له کورنۍ بودجې څخه ورکړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې، چین هم تر دې مهاله طالبان په رسمیت نه پيژني، خو له یادې ډلې سره پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.

په کابل کې خلک وايي، لا هم هغه کسان به ډېر بختور وي چې د پاسپورټ له ریاسته پاسپورټ واخلي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۱ GMT+۰

په کابل کې د پاسپورټ ریاست نن سبا په هغه مرکز بدل شوی، چې تر بل هر ځایه د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده. له هغه مهاله چې طالبانو اعلان وکړ، پاسپورټونه به د انلاین نوم لیکنې تر څنګ په سپینو عریضو هم پر خلکو وېشي؛ نو هره ورځ زرګونه خلک د پاسپورت ریاست ته د پاسپورټونو غوښتنه کوي.

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دوی دا کار د دې له پاره کړی چې پر خلکو په لنډ وخت کې پاسپورتونه ووېشي او هغوی له میاشتو، میاشتو لالهاندیو وژغوري:« موږ دا کار یوازې خلکو ته د سهولتونو د برابرولو له پاره کړی او اوس هره ورځ شاوخوا ۸۰۰۰ پاسپورټونه پر خلکو وېشو. موږ هره پنجشنبه له خلکو غوښتنلیکونه او عریضې راټولوو او بیا د اونۍ په ترڅ کې د هغوی اداري چارې تر سره کوو.»
ښاغلي پتمن دا رنګه وویل، چې د سپینو عریضو تر څنګ هغوی اوس هم په انلاین بهیر کار کوي او هم مهاله د دواړو برخو څخه چارې پر مخ وړي.
خو ګڼ افغانان لا هم نیوکې لري، چې اوس هم هلته په هغو خلکو پاسپورټونه وېشل کېږي چې د طالب چارواکو سره خپلوي لري او یا هم هغوی ته نږدې کسان وي.

لعل محمد هغه کس دی چې وايي، شپږ میاشتې یې په انلاین توګه غوښتنلیک سپارلی و؛ خو اوس یې په سپینه عریضه هم خپله غوښتنه دغه ریاست ته سپارلې خو ګومان نه کوي، چې پاسپورت به تر لاسه کړي:« ما په خپلو سترګو ولیدل، چې ځینو کسانو د دوو ورځو په ترڅ کې پاسپورټونه واخیستل؛ خو زما په شان داسې کسان ډېر شته چې په میاشتو، میاشتو یې انتظار کړی، خو لا هم په دې نه دي توانیدلي چې پاسپورت واخلي.»
د لعل محمد په شان ګڼ خلک ورته نیوکې لري؛ خو د پاسپورټ په ریاست کې طالب چارواکي وايي، چې دوی تر ډېره هلته د کمېشن کارانو مخه نېولې او یو شمېر درغل کارکوونکي یې هم له دندو لرې کړي دي.
په ټوله کې شنونکي وايي، چې د پاسپورټ تر لاسه کول د هر وګړي حق دی او حکومتونه مسوولیت لري چې پر خپلو وګړو پاسپورټونه په وړیا توګه ووېشي؛ خو له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان د دویم ځلې لپاره واک ته رسېدلي، نو د پاسپورټ اخیسته تر ډېره پورې ستونزمنه څه چې ناشونې شوې هم ده.

ګڼ خلک هڅه کوي، چې له افغانستانه پښې سپکې کړي، چې طالبان له دې امله هم د پاسپورټونو په وېش کې ناغېړي کوي.

چمن پرلتوال: د پاکستان حکومت مو غوښتنې نه دي منلې له دې وروسته د نه خوړو اعتصاب پېلوو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۳ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهوونکي وايي، د روانې میلادي میاشتې په شلمه نیټه به د نه خوړو اعتصاب پیل کړي. دوی وايي حکومت یې غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د چمن پرلت سرلاری غوث الله وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د سوله ییز اعتراض په دوام به د پرلت پنځوس تنه غړي په چمن کې د پوځي اډې مخې ته د نه خوړو اعتصاب پیل کړي.«موږ پلان لرو چې د جنورۍ په نوولسمه یا شلمه نېټه د چمن کلا (پوځي اډې) مخې ته پنځوس کسان د نه خوړو اعتصاب پیل کړو حکومت خپله پرېکړه نه بدلوي او موږ هم له خپلې غوښتنې نه پر شا کیږو. که موږ مړه هم شو سر مو تر دې پرلت قربان دی.»

همدارنګه د چمن پرلت کوونکو په دغه ښار کې د ټاکنو د ترسره کېدو سره پرېکون اعلان کړ، دوی وايي تر څو چې حکومت د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي بدله کړې تر هغه په دغه ښار کې د ټاکنو کمپاینونو ته اجازه نه ورکوي او نه به هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

بلخوا په چمن کې کاروباریان وايي، له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ټولو سوداګرو او عامو اوسېدونکو اقتصاد ته سخت زیان اوښتی.

په چمن کې د سوداګرو د اتحاديې مشر صادق خان وايي د سوداګرۍ او کاروبار د زیان مسوولیت د پاکستان د حکومت پر غاړه دی.

نوموړی وایي: «زموږ د میلیونونو روپیو کاروبارونه په چمن او سپین بولدک کې خراب شول. په سپین بولدک کې مو پانګې بندې پاتې شوې. خلک د ماښام په ډوډی پسې حیران دي چې څنګه يې پیدا کړي دا ظلم د پاکستان حکومت زموږ سره کړی دی او په لوی لاس یې زموږ پانګې او سوداګري زیانمنه کړې ده.»

تېره ورځ په دغه پرلت کې د سوېلي پښتخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې وړانګې لوڼۍ هم ګډون کړی و.

نوموړې پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان پرېکړه غیر انساني او غیر قانوني پرېکړه ده. د پاکستان ټول پښتانه د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد یو موټی ولاړ دي او هیڅکله د پاکستان دا ډول پرېکړو ته نه تسلیمیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ د جبري کېدو له امله سوداګري په ټپه درېدلې او تازه د پاکستان حکومت له لوري د تورخم او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پاسپورټ او ویزې پرته د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ له پاره دروازي تړل شوې دي.

خانجان الکوزی: د دواړو هېوادونو ګډې سرحدي کمېټې پرونۍ ناسته بې پایلې پای ته ورسېده

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۴۹ GMT+۰

د تورخم دروازې د تړل کېدو نن څلورمه ورځ ده؛ خو لا هم دواړو غاړو ته په سوداګریزو توکو بار زرګونه لارۍ ولاړې پاتې دي. د پاک افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پرون ټوله ورځ د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیټو غړو ناسته لرله؛ خو بې پایلې پای ته ورسېده.

د هغه په خبره دا مهال د پاکستان سره د سوداګرۍ له پاره ټولې لارې بندې دي او د دواړو هېوادونو لپاره سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه:« د چمن لاره د شاوخوا درې میاشتو را په دې خوا د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره تړل شوې، د ډنډ پټان د خرلاڅي لاره هم پرون وتړل شوه، د انګورو اډې لاره هم پخوا تړل شوې، چې په دې سره زموږ او د پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوي، چې له دې امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په ملیونونو ډالره زیان اوښتی.»

پاکستانی لوری وايي، چې ټول موټر چلوونکي دې په پاسپورټ او ویزو یوې او بلې غاړې ته تګ راتک وکړي؛ خو ښاغلی الکوزی وايي په اوسنیو شرایطو کې دغه کار ځکه ناشونی دی، چې د پاسپورټ او ویزې اخیستنه د هر چا تر وس پوره نه ده او د هرې ویزې په اخیستلو میاشتې، میاشتې وخت لګېږي.
ګڼ افغان او پاکستاني سوداګر وايي، د دغو لارو په تړل کېدو سره هغوی ته درانه زیانونه اوښتي او د میوو دانو په دغه موسم کې د هغوی اکثر مېوې او سبزۍ خوسا شوي او درانه زیانونه یې لیدلي دي.
په لنډي کوتل کې ازاد خبریال فرهاد شینواری چې تېر ماښام تورخم ته تللی و وايي، چې دواړو خواوو ته په ولاړو لاریو کې بار توکي د خوسا کېدو په حال کې دي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« ما په سلګونه داسې لارۍ ولېدې، چې تازه میوې او سبزۍ په کې بار وې او له هرې لارۍ اوبه روانې وې. داسې لارۍ مې هم ولیدې، چې کبان او نور بحري خواړه په کې بار وو او له چینه یې منځنۍ اسیا ته دغه کبان لېږدول، ټول د خوسا کېدو په حال کې وو او سوداګرو ته یې مېلیونونه ډالره زیان اړولی دی.»

د پاک افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزی دواړو خواوو ته وړاندېز کوي، چې پر دغو موټر چلوونکو دې د پېژنګلوۍ داسې کارټونه ووېشل شي، چې وکولای شي بې له پاسپورټونو او ویزو تګ راتګ پرې وکړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترانزیټي لارو د بندیدو پر سر لانجې راپورته کېږي تر دې وړاندې هم په ځلونو، ځلونو دغه لارې بندې شوې او سوداګرو ته یې زیات زیانونه اړولي دي.

افغان سوداګر وايي، چې پاکستان تل د افغانستان د میوو او سبزیو د حاصلاتو پر مهال پر دوی دغه لارې بندوي او دوی ته زیات اقتصادي زیانونه اړوي.

هغوی وايي، د دوی د سوداګریزو توکو له پاره دې داسې بدیلې لارې ولټول شي چې پرته له ستونزو او کړاوونو خپل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.

هند او ایران د افغانستان په اړه د هر اړخیزو خبرو پر دوام ټینګار کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر امانیام جی شنکر د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دوی په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه به خپلو روانو خبرو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له خپل ایراني سیال سره یې د افغانستان په اړه لنډې خبرې کړې دي.

دوی دغه راز د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د ټرانزیټي لارې پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان او برېکس د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ستراتیژیکو اړیکو وضعیت، د چابهار بندر د پراختیا او اهمیت په اړه خبرې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په خپله نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې پارسي ژبه د هند له ۹ کلاسیکو ژبو څخه یوه کړي.