دا بېلګه د طالبانو له خوا د ترهګرو ډلو کوربه توب او په افغانستان کې هغوی ته د پټنځايونو برابرول ښيي.
په پاکستان پورې اړوند نورې ډلې لکه سپاه صحابه، لشکري جنګوي، حزب المجاهدین (HUM) او البدر هم په افغانستان کې دننه په ګڼو عملیاتو کې لاس لري.
هغه څه چې ډېر روښانه دي دا دي، چې دا ډلې یو بل ته خواړه ورکوي او داسې ښکاري، چې ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپل جهادي اهداف تر لاسه کړي دي.
دوی نه يوازې، دا چې د طالبانو له خوا نه ځورول کېږی؛ بلکې په امن کې هم دي.
حزب التحرير له دې بحثه ځکه وتلی دی، چې د خپلو غړو د افراطي نظريې او فکر سره - سره تل د دعوت او سوله ييزو لارو د نظام د بدلون هڅه کوي او د تاوتريخوالي سره لېوالتيا کمه ښيي.
نورې ترهګرې ډلې هم وخت په وخت را څرګنديږي؛ خو دا د پورتنيو ډلو له منحرفه غړو څخه جوړې شوې، چې له يوې مودې وروسته کمزورې او له منځه ځي او يا هم کله - کله له بلې ډلې سره يو ځای شي.
دا ډلې په خپلو هېوادونو کې خپلې ځانګړې اجنډا او موخې لري. پرته له پاکستاني ډلو لکه لشکري طيبه (LeT)، جيش محمد (JeM) او نور، چې په کشمير کې د پاکستان د پاليسيو پلي کولو او دوام لپاره فعاله دي؛ خو نورې ډلې د افغان طالبانو د مذهبي تعبیر په شان په خپلو هېوادونو کې د اسلامي شریعت (شریعت) له پلي کېدو پرته بل څه نه غواړي. دغه جنګيالي همدې انګېزې او هدف ته په کلکله ژمن دي او په هر قيمت يې تعقيبوي.
د نړۍوال جهاد د دوام مفکوره د القاعدې شبکې له خوا د ترهګرو ډلو د رهبرۍ د غړو تر منځ په دوامداره توګه ترویج او تقویه کیږي.
د القاعده شبکې تر ټولو ډېره مرسته چې له دې ډلو سره يې کوي، هغه نه بشري منابع دي، نه جنګي وسايل او نه هم ماديات دي، بلکې د نړۍوال جهاد مفکوره ده. دا شبکه دوی ته یو داسې نظر ورکوي، چې دوی يې د زړونو په ژوروالي سره مني.
له هغه عملیاتو وروسته چې اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می په دویمه د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو، القاعده شبکې په قصدي ډول یو څه خاموشه او یو څه غیر فعاله حالت غوره کړ. دا لوی بريد ونه شو او داسې معلومه شوه، چې د اسلامي دولت د دې جبهې په رهبرۍ کې مخکي و؛ خو دې شبکې په خاموشۍ سره وده وکړه، د نورو ډلو ترمنځ يې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره پانګونه وکړه او د دې جريانونو له لارې يې خپل لوی هدف تعقیب کړ. خپل مشر يې د نورو احتمالي زيانونو څخه وژغوره او پر خپل وخت يې د مشرتابه رول وساته.
له همدې امله د القاعدې اصلي نفوذ او اهداف د هغو ډلو په منځ کې څرګند دي، چې د کلونو په اوږدو کې یې وده کړې ده.اوس مهال دا شبکه د بهرنیو ډلو ترمنځ د یووالي ساتلو لپاره د مرکز په توګه کار کوي. له طالبانو سره د اړيکو رول، د طالبانو ترمنځ داخلي شخړې او اختلافات اداره کول او د يوه سلاکار په توګه کار کوي، پرته له دې، چې د لوېدېځ پام ځان ته واړوي.
دا شبکه د طالبانو په ګډون ټولو ډلو ته یادونه کوي، چې د تاريخ دا مرحله د ټولو ښکېلو ډلو لپاره يو ځانګړی فرصت دی او دا فرصت بايد په کوچنيو د لايلو لکه:د طالبانو ترمنځ د قومي شخړو او اقتصادي ګتو لپاره له منځه ولاړ نه شي.
د دې سره تر څنګ په دې زندانيانو کې ۸ زره هغه زندانيان چې د تښتوني، قتل، اختطاف، وسلوالي غلاوي او نورو لويو قضيو کې ښکېل وو هم خوشې کړل. د دې کسانو لویه برخه ازاد دي او د افغانستان په داخل او بهر کې فعال دي.
له دې مثالو څخه اټکل کېدی شي، چې د ترهګرو ډلو تر منځ روښانه پوله نه شي ټاکل کېدی.
دوی ممکن مختلف نومونه ولري او يا هم په لږ مختلف ايډيالوژي سره را ښکاره شي؛ مګر دوی يو ګډ هدف تعقيبوي.
دا جنګیالي په ډېره اسانۍ سره غړیتوب بدلوي او خپلې پوهې، تجربې او مهارتونه له یو بل سره شریکوي. د نړۍ د اکثرو استخباراتي ادارو پر خلاف، چې د ګډو ګواښونو اړوند معلومات حتا له خپلو متحدینو سره په ډېر دقت او احتیاط سره شریکوي، د ترهګرو ډلو تر منځ د معلوماتو تبادله او جریان او د مهارتونو شریکول په خورا موثریت او چټکتیا سره ترسره کیږي او په اسانۍ سره په ځانګړې توګه د پیغام رسونې شبکې لکه ټيليګرام په پراخ شتون سره کوي.
په خوندي سېمو کې له شلو کلونو پټنځایونو او په پاکستان کې د استخباراتي سازمان او پوځ له ملاتړ وروسته د طالبانو بېرته راستنېدل نورو بهرنیو ترهګرو ډلو ته د عمل کولو زړه او زړورتیا ورکړه.