• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چمن پرلتوال: د چمن ځايي امنیتي چارواکي دوی ته ګواښ کوي چې پرلت پای ته ورسوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د چمن پرلت غړي وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي په چمن کې د ګمرک، ملي لوژستیک شرکت او د چمن پوځي کلا مخ ته پرلتونه وهي. خو دوی وايي چې ځايي امنیتي عسکر ورته ګواښونه کوي چې پرلت نور پای ته ورسوي.

د سپین بولدک ـ چمن دروازه چې له څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله تړلې او په غبرګون کې یې پرلت وهل شوی اوس تازه هڅې کیږي چې یاد پرلت د پاکستان د ځايي چارواکو له لوري ړنګ شي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، امنیتي عسکر هڅه کوي چې د پرلتوالو خیمې ټولې کړي.«پر موږ باندې د جاسوسو ادارو سل کسه سرتیري راټول شوي او وايي خیمې مو ټولې کړئ.»

همدارنګه پرلتوال وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو دروازه خلاصه نه شي موږ به پرلت پراخ کړو او د چمن ښار د مهمو دولتي ادارو مخ ته به هم پرلت ووهو.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان حکومت ته وایو که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې زموږ مسله حل نه شوه، موږ د دوستۍ دروازې شاوخوا، د چمن ګمرک او د پوځي کلا مخ ته پرلت وهو او خیمې دروو.»

د چمن پرلت د پاکستان په کچه یو له غټو پرلتونو څخه دی چې څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې دوام لري.

د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پاکستان حکومت او پرلتوالو ترمنځ څو ځله خبرې اترې هم شوې، خو د پاکستان حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پر پرېکړه او پرلتوال بیا د پاکستان د یادې پرېکړي په مخالفت پر خپلو دریځونو ولاړ دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ټربیون: د طالبانو مشر له 'ټي‌ټي‌پي' غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو مشر له تحریک طالبان پاکستان څخه وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې په خپله تګلاره له سره کتنه وکړي او تاوتریخوالی کم کړي. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د سرچینو له قوله لیکلي چې د جمعیت علمای اسلام مشر د ملا هبت الله دغه پیغام پاکستاني چارواکو ته رسولی دی.

مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په کندهار کې د دغې ډلې د مشر په ګډون له طالب چارواکو سره وکتل.

اېکسپرېس ټربیون لیکلي چې پاکستاني چارواکي د طالبانو د مشر د دغه پیغام په اړه څېړنه کوي، خو لومړني غبرګونونه په دې اړه خپل ناخوښي څرګندوي.

یوې باخبرې سرچینې دغې ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو د مشر پیغام د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار نه کوي. د دې سرچینې په وینا «هغه څه چې موږ یې غواړو دایمي حل دی.»

په دغه پیغام کې د طالبانو مشر پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د ستونزو یوازینی حل خبرې اترې دي او دا ډله چمتو ده چې د خبرو د بیا پیل لپاره یو دفتر جوړ کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په ۱۴۰۰ه ش کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحریک طالبان سره خبرې پیل کړې.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، له دغو خبرو اترو وروسته د پاکستان حکومت د پاکستان د تحریک طالبان یو شمېر غړي د دغه هېواد له زندانونو ازاد کړل، خو دغه ګام برعکس نتیجه ورکړه او د تحریک طالبان پاکستان غړو بیرته وسلو ته لاس کړ او جګړې ته وګرځېدل.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پوځ په مشرۍ کې له بدلون سره تحریک طالبان پاکستان په یو اړخیز ډول اوربند لغوه کړ.

د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي او حکومت وايي چې نور له ټي ټي پي سره خبرو ته لېواله نه دی.

سرچینې اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، سره له دې چې د افغان طالبانو مشر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد حکومت د دغو خبرو د دوام لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.

خو سرچينې وايي، چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر بې اغېزې نه و او د دواړو لوریو تر منځ ناندرۍ يې تر يوه بریده راکمې کړې.

په وروستیو میاشتو کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خوا یو حکم صادر شوی چې له مخې یې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» بلل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته ویلي، چې پنځه وخته اذان خپور کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې هره ورځ دې په خپلو خبرونو کې پنځه وخته اذان له یاده نه باسي. په هغه مکتوب کې چې د دغه وزارت له‌خوا خپور شوی او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې په کې راغلي، چې په خپرونو کې دې د سپېڅلو ورځو درناوی وشي.

100%

دا رنګه په مکتوب کې ټینګار شوی، چې اسلامي او ملي ارزښتونه دې له پامه نه غورځول کېږي او د هېواد ملي او رسمي ژبې دې په خبرونو، رپوټونو او ان په مرکو کې هم وکارول شي او د پردیو مصطلحاتو دې په کلکه ډډه وشي.
تر دې وړاندې د پوهنتونونو زده‌کړیالانو ته هم ویل شوي وو، چې له پردیو کلمو او مصطلحاتو دې ډډه وشي او که فارغ شوي زده‌کړیالان خپل مونوګرافونه هم لیکي باید دغه ټکي په کې له پامه و نه غورځوي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په رسنیو د طالب چارواکو له‌خوا سخت بندیزونه لګول شوي وو او ورته ویل شوي وو، چې خپلې ټولې خپرونې د «شرعي احکامو» سره سمې پر مخ یوسي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له زلزلې وروسته څه د پاسه ۳۱ زره کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۷مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په هرات کې له خونړۍ زلزلې درې میاشتې وروسته اوس له ۳۱ زرو ډیرې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.

دغه سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ د اغېزمنو کورنیو لپاره د ملاتړ او خوندي ځایونو په چمتو کولو کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، په پلان کې لري چې د ټولو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه په جوړولو تمرکز وکړي او د اوږدمهاله بیارغونې پلان د یوې برخې په توګه بنسټیزې زیربناوې، لکه د اوبو لګولو کانالونه، بازارونه، ښوونځي او روغتايي مرکزونه هم ورغوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له لوري تر دې مهاله د هرات ولایت په چاهک کلي کې ۲۳۵ کورونه جوړ شوي دي او له ۲۰۰ څخه ډیرو زیانمنو کورنیو په کې ژوند پیل کړی.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، له زلزلې درې میاشتې وروسته څه باندې ۳۱ زره کورنۍ لا هم په پنډغالو کې ژوند کوي، چې د تودوخې درجې صفر ته په راښکته کېدو سره د سختې یخنۍ سره مخامخ دي.

د دغو هڅو د دوام لپاره، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د هرات د زلزلې په پایله کې د ژوند او ټولنې په بیا رغونه کې د دوامداره ملاتړ ارزښت ته په کتو، د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

بلوڅ فعالان: تېره ورځ د بلوچستان په نهو ښارونو کې بلوڅانو لاریونونه وکړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۰

د بلوڅ پرلتوالو کمیټه وايي، یاد لاریونونه د جبري تري تم کیدو او له بشري حقونو د سرغړونو پرضد تر سره شوي چې زرګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه. دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې لا هم د بلوچستان ایالت په آواران سیمه کې د جبري تري تم کېدو پيښې دوام لري.

بلوڅ پرلتوالو له نږدې دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته پرلت وهلی دی او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د بې ګناه بلوڅانو د تري تم کېدو، نسل وژنې، ګواښونو او پر دوی د زورزیاتي مخه دې ونیول شي.

د بشري حقونو فعاله او د پرلت مخکښه غړې مهرنګ بلوڅ وايي، د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر، جیواني، ګډاني تمپ، مند، سوربندر، منګوچر، پسني، اورماده او دشت ګډان ښارونو کې پر بلوڅانو د روان زورزیاتي پر ضد لاریونونه وشول چې په کې زرګونو بلوڅانو ګډون کړی وو.

د دوی په خبره د بلوچستان ایالت په ټولو سیمو کې د بلوڅ لاریون کوونکو ملاتړي د پاکستان د حکومت له لوري په دوامداره توګه ځورول کیږي.

بلوڅ پرلتوال وايي، بلوڅان د دغو ظلمونو او نسل وژنې د سیاستونو تر څنګ د نسل وژنې د پای ته رسېدو لپاره په ګډه خپلې پیل شوې مبارزې ته دوام ورکوي.

د دوی په خبره هره ورځ په اسلام اباد کې یو شمېر له پرلت سره یو ځای کیږي او له غورځنګ څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

بلاول بوټو: کابل کې د یوې پیالې چای د څښاک له پایلو نه وو خبر، چې په کومه بیه به تمامې شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په لاړکانه کې د خپل ګوند غړو ته په یوه ناسته کې ویلي:« موږ داسې فکر نه و کړی، چې په کابل کې به د یوې پیالې چایو څښاک موږ ته په کومه بیه پرېوځي.»

د ښاغلي بلاول بوټو دغه څرګندونې د وخت د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هغه سفر ته اشاره وه، چې په کال ۲۰۲۱ کې کله چې طالبان د دویم ځل لپاره پر کابل واکمن شول، هلته یې سفر لاره او د پاکستان د پخواني سفیر سره یې په سرینا هوټل کې د چایو پیاله په لاس عکس اخیستی و.
ښاغلي بوټو په خپلو خبرو کې په پخوانیو چارواکو نیوکه وکړه، چې ګواکې د ده په ټکو یې وسله‌والو ډلو ته دومره تود هرکلی ووایه چې د هغوی په خیال کې هم نه ګرځېدل.

هغه په پخوانیو چارواکو دا نیوکه هم وکړه، چې په کراچۍ او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې یې وسله‌والې ډلې مېشتې کړې، چې نن یې د ټول پاکستان لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.
ښاغلي بوټو وویل، چې د دغو وسله‌والو ډلو په له منځه وړلو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو زیاته قربانی ورکړې وه؛ خو نن بیا همدغه وسله‌وال د هېواد په ډېرو برخو کې په داډه زړه نا امنیو کې ښکېل دي او د خلکو ژوند ګواښي.
هغه وايي، هغه وسلې چې له امریکايي ځواکونو څخه په افغانستان کې پاتې شوې نن د هغو وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلي، چې په پاکستان کې امنیت ګډوډوي.
د پيلز پارټۍ مشر هیله وښوده، چې د راتلونکې میاشت په اتمه نېټه کېدونکې ټاکنې به یو ځلې بیا په پاکستان کې د تاریخ پاڼه بدله کړي، هغه وايي که خلکو رایه ورکړه دا به په سیمه کې د ترهګرۍ جرړې وباسي.
هغه په خپلو خبرو کې د نوازشریف په مشرۍ په مسلم لیګ ګوند هم نېوکې وکړې او ګوت څنډنه یې وکړه، که نوازشریف د څلورم ځل لپاره بیا واک ته رسول کېږي؛ نو د ده په وینا ولسي خلک به ورسره سخت زیانمن شي.
په پام کې ده، چې په پاکستان کې د راتلونکې میاشت په اتمه نېټه خلک په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو سر له اوسه سیاسی منډې ترړې او سیاسی هلې ځلې زیاتې ګرمې شوې او هره سیاسي ډله هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې د خپل ګوند په ګټه د تاکنو تله درنه وخېژوي.

هغه ډلې چې پخوا سره غاړه غړۍ وې اوس ښايي د یو بل پر ضد څرګندونې وکړي، چې دا په تولو ټاکنو کې معموله خبره ده؛ خو یو څه چې نن سبا یې د پاکستان ولس له ځانه سره بوخت ساتلی هغه په دغه هېواد کې روان امنیتي ترینګلی حالت دی.

خلک وايي، چې ایا اوسنۍ ټاکنې به په دغسې پېچلو حالاتو کې په سمه توګه تر سره شي که څنګه؟