• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین ایران او پاکستان ته: د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له زغم او حوصلې کار واخلئ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

وروسته له هغې چې ایران د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر خاوره خپل اهداف په نښه کړل، چین پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې باید له زغم کار واخلي او له کړکېچ زیاتوونکو اقداماتو ډډه وشي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ وايي، چې ایران او پاکستان نږدې ګاونډي او لوی اسلامي هېوادونه دي، چې په داسې حساسو شرایطو کې باید له احتیاط څخه کار واخلي.

نوموړې ویلي: «مونږ پر دواړو خواو غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي، له داسې کړنو ډډه وکړي چې تاوتریخوالی زیات کړي، هڅه باید وشي چې په ګډه سیمه کې سوله او ثبات وساتي.»

د ایران له خوا د پاکستان د بلوچستان صوبې برید له امله پاکستان خپل کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د پاکستان پر ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری دی؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان بیا ویلي، چې د پاکستان پر خاوره برید یې د ایراني ترهګرو ته د ځواب په موخه کړی او په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران د سیمې امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د سوېس د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې ایران «د سیمې امنیت ته ستر ګواښ» دی.

په وروستیو څلورو ورځو کې ایران په سوریه، عراق او پاکستان کې ځینې اهداف په نښه کړل.

دغې چارې نه یوازې د عراق او پاکستان غبرګون راپارولی بلکې د امریکا په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو له مستقیم او غیر مستقیم غبرګون سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ ( د مرغومې ۲۷مه) وویل، چې د سیمې هېوادونه غواړي چې امریکا په سیمه کې فعال حضور او د رهبرۍ نقش ولوبوي، خو ایران د سیمې امنیت ته ستر ګواښ جوړوي.

د بلېنکن په خبره، د سیمې د هېوادونو په مرسته د اسراییل او فلسطین د کړکېچ حل کولی شي، چې په منځني ختیځ کې د ایران نیابتي ډلې او وسلوال منزوي کړي.

نوموړی دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان په داووس کې ویلي، چې د عراق او پاکستان امنیت د ایران امنیت دی او دوی په دواړو هېوادونو کې ترهګر په نښه کړي دي.

امریکا یو ځل بیا د یمن حوثي وسلوال "ځانګړي نړۍوال ترهګر" اعلان کړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۴ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په یوه تازه بیان کې اعلان کړی، چې د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو او ګواښونو په ځواب کې یې دغه ډله د "ځانګړې نړۍوالې ترهګرې" ډلې په نوملړ کې شامله کړه.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې امریکا د حوثي وسلوالو ډله له دوو لېستونو "د بهرنیو ترهګرو ډله" او " ځانګړي نړۍوال ترهګر" څخه لرې کړې وو؛ مګر په تازه اعلان کې امریکا دا ډله یو ځل بیا د ترهګرو په ډله کې شامله کړه.

سپینې ماڼۍ نن چهار شبنه ( د مرغومې ۲۷مه) په خپلې سهارنۍ اعلامیې کې ویلي، چې دا پرېکړه به د حوثیانو د تمویل د مخنیوي، مالي بازارونو ته د دې ډلې د لاسرسۍ د محدودولو او د خپلو اعمالو د حساب ورکولو په برخه کې یو مهم ګام وي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر بیا ویلي، چې د یمن حوثي یاغیان د "ځانګړي نړۍوال ترهګر" په نوملړ کې د شاملولو په اړه د واشنګټن پرېکړه به د فېبرورۍ له ۱۶مې څخه عملي شي.

‏له دې وړاندې د روانې میاشتې په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالتونو د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»

‏د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.

د اروپا عدلي محکمه: هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د اروپا د عدلیې محکمې د نوي حکم له مخې؛ هغه ښځې چې په خپل هېواد کې د "ناموسي وژنې" یا د کورنۍ تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي. دغې محکمې ومنله چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده.

په لوګزامبورګ کې د اروپا د عدلیې محکمې د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) د یوه بیان په خپرولو سره یې تایید کړه؛ هغه ښځې چې د جنسیت له امله له فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کیږي کولی شي د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

دغه محکمه وایي؛ که چېرې د کډوالۍ د وضعیت د ورکولو شرایط پوره نه شي؛ نو ممکن غوښتونکي د فرعي ملاتړ شرایطو وړ شي.

د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس که یو څوک د ملیت، مذهب، نژاد او سیاسي عقایدو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب په اساس وځورول شي د پناه غوښتنې وړ بلل کېږي.

دغې محکمې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده او په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې دریځ د ښځو لپاره د تطبیق وړ دی.

دا پرېکړه د یوې مېرمنې د قضیې وروسته صادر شوه چې ادعا یې کړې وه، چې ترکیه کې یې کورنې هغه واده ته مجبوره کړې ده.

دغه ښځه د خپل مېړه له وهلو او ګواښلو وروسته بلغاریا ته وتښتېدله او د اروپا عدلیې محکمې څخه د بلغاریا د محکمې له خوندیتوب غوښتنې وروسته، جرمني ته ولاړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له کار او زده کړو بې برخې دي او په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

تر دې مخکې یوناما ویلي وو؛ افغانستان په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي، چې طالبانو «جنسي توپیر» رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې اېستلي دي.

په پاکستان کې د سپاه پاسداران په برید کې یوه دوه کلنه او بله څلور کلنه ماشومه وژل شوې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د پاکستان په بلوچستان کې د هغو دوو ماشومو کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره خبرې کړې، چې د ایران پروني بريد کې وژل شوې. دا کورنۍ د دې خبر تایید سره وایي، «۴ کلنه حمیرا او ۲ کلنه سلما» د پروني برید قربانیانې دي؛ خو ایران وايي د جیش العدل ډلې غړي یې په نښه کړي.

جیش العدل خبر ورکړی، چې راکټونه یې د وسلوالو پر کورونو لګیدلي دي.

په دغه برید کې د وژل شویو دوو ماشومو د انځور خپرېدلو غبرګونونه پارولي دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال لارد طارق احمد په اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې « د پاکستان په خاوره کې د ایران بريد، چې بې ګناه ماشومې يې ووژلې، په هيڅ ډول د منلو وړ نه دی.»

هغه يادونه وکړه، چې بريتانيا به ايران ته د ځواب ورکولو لپاره له نړيوالو همکارانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

پاکستاني چارواکو په یوه توند غبرګون کې د ایران توغندیز بریدونه د پاکستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې د سپاه پاسداران د برید په غبرګون کې به له ایراني چارواکو سره هر ډول دیپلوماتیکې او سوداګریزې ناستې لغوه کړي.

نوي زیلنډ په کرېکټ شل اوره سیالیو کې پاکستان ته پرلپسې درېیمه ماته ور کړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د نوي زیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د چارشنبې په ورځ د پاکستان لوبډلې ته په دریمه پرلپسې لوبه کې هم د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ور کړه. نوي زیلنډ د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې، خو پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو بایللو سره یوازې ۱۷۹ منډې وکړې.

د پاکستان او نوي زیلنډ نننۍ سیالي د نوي زیلنډ د دوندن په اوول پوهنتون کې وشوه.

پاکستان د پچې ګټلو سره ډګر ساتل غوره کړل، خو بیا یې هم د مقابل لوري هدف پوره نه کړ.

نوي زیلنډ دویمه سیالي د ۲۱ منډو او لومړۍ د ۴۶ منډو په توپیر له پاکستان ګټلې وه.

نوی زیلنډ او پاکستان په اوسنۍ لوبلړۍ کې پنځه لوبې لري او د لومړنیو دریو سیالیو په ګټلو سره نوي زیلنډ دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.