باجوړ کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې د پولیو د واکسین کمپاین مشر او یو پولیس ژوبل شوي

د پولیسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پېښه د باجوړ د ماموندو په بد بلیګ سیمه کې هغه مهال شوې، چې د پولیو د کمپاین مشر ډاکټر عبدالرحمن د پولیسو په بدرګه د پولیو واکسین کمپاین یوې سیمې ته روان و.