• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جوبایډن: وروستیو بریدونو وښودله چې په سیمه کې هیڅوک د ایران اسلامي دولت دریځ نه مني

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۰

پر پاکستان د ایران د پوځي برید او د دغه هېواد د برید په غبرګون کې د پاکستان د برید په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، دغو بریدونو وښوده چې "په سیمه کې هېڅوک د ایران اسلامي جمهوریت دریځ نه مني."

نوموړي نن پنجشنبه ( د مرغومې ۲۸مه) ویلي، چې په یمن کې به د حوثي وسلوالو پر مرکزونو هوايي بریدونه دوام ولري.

هغه همدا راز د اوکراین پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ او څرګنده زیاته یې کړه، چې امریکا د سیمې وضعیت له نېږدې څاري.

په ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هو ویلي، چې ایران د حوثي یاغیانو او حزب الله تر شاه ولاړ دی او د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي.

وروسته له هغې چې ایران د پاکستان د بلوچستان پر صوبې توغندیز او د ډرون الوتکو برید وکړ؛ پاکستان په ځوابي برید کې د ایران د سیستان - بلوجستان ولایت په نښه کړ.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې یې د بلوچ بېلتونپالو مهم قوماندان وژلي دي.

دوی زیاته کړې، چې په وژل شویو کې د بلوچ د خپلواکې جبهې قوماندان دوستا الیاس د دې جبهې غړی بجار الیاس سوغات په ګډون د‌ بلوچ قوماندان اسغر الیسا بشام زوی او خور یې هم شامل دي.

د سیستان - بلوچستان د ولایت امنیتي مرستیال جاوا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې یو کلي په توغندیو لګیدلی او په دې پیښه کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.‌

ښاغلي مرحمتي ویلي، ‌چې وژل شوي کسان ایراني وګړي نه دي.

تر دې وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی و، چې نن سهار د سیستان - بلوچستان ولایت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان برید یو غیر متوازن او د نه منلو وړ عمل و

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان وروستی برید یو "غیر متوازن او د نه منلو وړ عمل" بللی او ویلي یې دي، چې د خلکو امنیت او د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د ایران سره کرښه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې له پاکستان څخه په کلکه تمه لري چې "د پاکستان په خاوره کې د اډو او وسله والو ترهګرو ډلو د جوړولو د مخنیوي" په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: "د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی او ایران تل د خپل ګاونډيتوب سیاست ته غاړه ایښې ده."

وروسته له هغې چې ایران د پاکستان د بلوچستان پر صوبې توغندیز او د ډرون الوتکو برید وکړ؛ پاکستان په ځوابي برید کې د ایران د سیستان - بلوجستان ولایت په نښه کړ.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې یې د بلوچ بېلتونپالو مهم قوماندان وژلي دي.

دوی زیاته کړې، چې په وژل شویو کې د بلوچ د خپلواکې جبهې قوماندان دوستا الیاس د دې جبهې غړی بجار الیاس سوغات په ګډون د‌ بلوچ قوماندان اسغر الیسا بشام زوی او خور یې هم شامل دي.

د سیستان - بلوچستان د ولایت امنیتي مرستیال جاوا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې یو کلي په توغندیو لګیدلی او په دې پیښه کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.‌

ښاغلي مرحمتي ویلي، ‌چې وژل شوي کسان ایراني وګړي نه دي.

تر دې وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی و، چې نن سهار د سیستان - بلوچستان ولایت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې تړون لاسلیک کړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۰

پاکستان او متحده عربي اماراتو د پټلۍ، اقتصادي زونونو او بنسټیزو پروژو د پراختیا په برخه کې تړون لاسلیک کړ، چې له درې میلیاردو ډالرو ډېر ارزښت لري.

د پاکستان د پټلۍ وزیر او د متحده عربي اماراتو د بندرونو، ګمرکونو او د همکارۍ ازاد زون مشر سلطان احمد بن سلیام دا تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان پټلۍ وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دواړو لورو د سویزرلنډ د داووس غونډې په ترڅ کې د دې تړون د لاسلیکولو پر مهال په ځمکنیو پروژو کې د اقتصادي همکارۍ د لا زیاتولو پرېکړه هم کړې ده.

په اعلامیه کې د احمد بن سلیام له قوله پاکستان منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ مهم دهلېز بلل شوی دی.

پر ایران د پاکستان برید: پاکستان د اورپکو د وژلو ادعا کوي خو ایران وايي‌ ملکي وګړي وژل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د ایران پر سیستان - بلوچستان ولایت د پاکستان د توغندیو بریدونو وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي‌، چې په دغه برید کې ۵ بلوچ جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه پاکستاني چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړي ويلي، چې دغه وژل شوي کسان د بلوچ د خپلواکۍ جبهې غړي دي او ټول هغه کسان دي چې پاکستان یې د وژلو په لټه کې و.

د سرچینې په وینا؛ په وژل شویو کې د بلوچ د خپلواکې جبهې قوماندان دوستا الیاس د دې جبهې غړی بجار الیاس سوغات په ګډون د‌ بلوچ قوماندان اسغر الیسا بشام زوی او خور یې هم شامل دي.

د سیستان - بلوچستان د ولایت امنیتي مرستیال جاوا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې یو کلي په توغندیو لګیدلی او په دې پیښه کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.‌

ښاغلي مرحمتي ویلي، ‌چې وژل شوي کسان ایراني وګړي نه دي.

تر دې وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی و، چې نن سهار د سیستان - بلوچستان ولایت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

د پاکستان ولسمشر: د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د ایران پر سیستان بلوچستان د پاکستان له بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر وایي، د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي. عارف علوي نن خپل اېکس کې زیاتوي چې دغه هیواد به د خپل ملی امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه له هیچا سره جوړجاړی ونه کړي.


ښاغلي علوي دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې پاکستان نن سهار د ایران په سیستان بلوچستان کې د «ترهګرو» پر پټنځیو بریدونه وکړل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، په دې برید کې یې بلوڅ بېلتونپال په نښه کړي دي، خو ایراني چارواکو په دغه برید کې د څلورو ماشومانو، دریو ښځو او دوو نارینه وو د وژل کیدو خبر یې ورکړ.

پاکستان دغه بریدونه د دغه هېواد د بلوچستان صوبې پر پنجګور ولسوالۍ د ایران د وړمې ورځې برید په ځواب کې کړي.
ایران وايي، نجګور کې یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه کړي دي. جیش العدل دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر امنیتی ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی و.

خو د پاکستان رسنۍ وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو هلته یې ایراني بېلتونپال په نښه کړي دي.
د پاکستان ولسمشر هم د ورته خبرې تکرارولو سره وایي پاکستان د ټولو دولتونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه کړي.

نوموړی زیاتوي: « تروریزم یوه ګډه ننګونه ده او د له منځه وړلو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.»
د پاکستان ولسمشر ټینګار کوي چې پاکستان او ایران باید د خبرو اترو او دوه اړخیزو مشورو له لارې رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماټیکو چېنلونو له لارې حل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او پاکستان تر منځ ورستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې پر دواړو هېوادونو غږ شوی چې، د اختلاف وړ مسایل د ډیپلوماټیکو چېنلونو له لارې په خبرو اترو هوار کړي.

ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجګور سیمه کې توغندیز برید وکړ او ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د ایران د دغه برید په ځواب د پنجشنبې په ورځ پاکستان د ایران پر سروان سیمه توغندیز برید وکړ.