• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ایران د پاکستان برید: پاکستان د اورپکو د وژلو ادعا کوي خو ایران وايي‌ ملکي وګړي وژل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د ایران پر سیستان - بلوچستان ولایت د پاکستان د توغندیو بریدونو وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي‌، چې په دغه برید کې ۵ بلوچ جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه پاکستاني چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړي ويلي، چې دغه وژل شوي کسان د بلوچ د خپلواکۍ جبهې غړي دي او ټول هغه کسان دي چې پاکستان یې د وژلو په لټه کې و.

د سرچینې په وینا؛ په وژل شویو کې د بلوچ د خپلواکې جبهې قوماندان دوستا الیاس د دې جبهې غړی بجار الیاس سوغات په ګډون د‌ بلوچ قوماندان اسغر الیسا بشام زوی او خور یې هم شامل دي.

د سیستان - بلوچستان د ولایت امنیتي مرستیال جاوا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې یو کلي په توغندیو لګیدلی او په دې پیښه کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.‌

ښاغلي مرحمتي ویلي، ‌چې وژل شوي کسان ایراني وګړي نه دي.

تر دې وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی و، چې نن سهار د سیستان - بلوچستان ولایت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ولسمشر: د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د ایران پر سیستان بلوچستان د پاکستان له بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر وایي، د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي. عارف علوي نن خپل اېکس کې زیاتوي چې دغه هیواد به د خپل ملی امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه له هیچا سره جوړجاړی ونه کړي.


ښاغلي علوي دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې پاکستان نن سهار د ایران په سیستان بلوچستان کې د «ترهګرو» پر پټنځیو بریدونه وکړل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، په دې برید کې یې بلوڅ بېلتونپال په نښه کړي دي، خو ایراني چارواکو په دغه برید کې د څلورو ماشومانو، دریو ښځو او دوو نارینه وو د وژل کیدو خبر یې ورکړ.

پاکستان دغه بریدونه د دغه هېواد د بلوچستان صوبې پر پنجګور ولسوالۍ د ایران د وړمې ورځې برید په ځواب کې کړي.
ایران وايي، نجګور کې یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه کړي دي. جیش العدل دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر امنیتی ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی و.

خو د پاکستان رسنۍ وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو هلته یې ایراني بېلتونپال په نښه کړي دي.
د پاکستان ولسمشر هم د ورته خبرې تکرارولو سره وایي پاکستان د ټولو دولتونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه کړي.

نوموړی زیاتوي: « تروریزم یوه ګډه ننګونه ده او د له منځه وړلو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.»
د پاکستان ولسمشر ټینګار کوي چې پاکستان او ایران باید د خبرو اترو او دوه اړخیزو مشورو له لارې رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماټیکو چېنلونو له لارې حل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او پاکستان تر منځ ورستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې پر دواړو هېوادونو غږ شوی چې، د اختلاف وړ مسایل د ډیپلوماټیکو چېنلونو له لارې په خبرو اترو هوار کړي.

ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجګور سیمه کې توغندیز برید وکړ او ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د ایران د دغه برید په ځواب د پنجشنبې په ورځ پاکستان د ایران پر سروان سیمه توغندیز برید وکړ.

ماهرنګ بلوڅ:ایران او پاکستان د امنیت او حاکمیت په نوم د بلوڅانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د ایران او پاکستان له لورې پر یو بل د توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د بلوڅانو وژل کېدو ته په غبرګون د بشري حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ وايي، دواړو هېوادونو د عامو بلوڅ ماشومانو او ښځو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په پاکستان کې د بلوڅانو د نسل وژنې په غبرګون د پرلت سرلارې او د بشري حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) پر خپلې اېکس پاڼه د ایران له لوري د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې او د پاکستان له لورې د ایران د سروان ښار پر یو شمېر کورونو په توغندیزو بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو انځورونه شریک کړي او لیکلي یې دي چې، دواړو هېوادونو د عامو بلوڅ ماشومانو او ښځو ژوند په خطر کې اچولی دی.

100%


همدارنګه نوموړې لیکلي:« پاکستان او ایران د خپل امنیت او حاکمیت د خوندیتوب په پلمه د بلوڅانو پر ضد توغندي توغوي او د پولې دواړو غاړو ته د بلوڅانو امنیت یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.»
د بشري حقونو دغه فعاله چې د تېرو ۵۷ ورځو راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بلوڅانو د نسل وژنې په غبرګون یې پرلت وهلی وايي:« دا د اندېښنې وړ حقیقت دی، چې د امنیت په نوم ناوړه ګټه اخیستل کېږي او د بې ګناه بلوڅو ولسي وګړي په تېره بیا ښځې او ماشومان د دغسې سیاستونو قرباني کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې سه شنبه (د مرغومي ۲۶مه) تسنیم خبري اژانس د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.
له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ بیا پاکستان د ایران پر سروان ښار توغندیز برید وکړ، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.

نن په شپږمه ورځ هم د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو له پاره بنده ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

څه نا څه یوه اونۍ تېره شوه؛ خو لا هم د تورخم دروازې دواړو خواوو ته د ټرانزیټ زرګونه لاریو برخلیک نه دی جوت شوی. پاکستاني لوري تر پرون ناوخته هم په خپل دریځ ټینګار کاوه، چې په دغې دروازې د ټولو موټر چلوونکو له پاره د پاسپورټونو او ویزو لرل حتمي دي.

د هغوی په وینا، له پاسپورټ او ویزې پرته به هیچا ته هم د تګ اجازه ورنکړي.

بل پلو طالبانو بیا ګوت څنډنه کړې، که دغه دروازه نه پرانیستل کېږي؛ نو دوی به یې د تل له پاره بنده کړي.

په توله کې د دواړو غاړو سوداګر او موټر چلوونکي بیا وايي، چې د دغې لارې د بندېدو سره دوی ته درانه زیانونه اوښتي او هغه مالونه چې تر دې مهاله ایسار پاتې دي د ورستېدو او خوسا کېدو سره مخامخ دي.
د تورخم دروازه تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې د پاکستان او طالبانو له‌خوا تړل شوې وه؛ خو د دې پلا بندېدل یې د تېر پرتله بل شان دي؛ ځکه پخوا به د دواړو خواوو تر منځ د اخ و ډب وروسته دغه دروازه وتړل شوه، چې بیا به د څو ورځو به تېرېدو سره بېرته پرانیستل شوه؛ خو دا پلا بې له اخ و ډب او تاوتریخوالي پرته تړل شوې هغه هم یوازې د بار وړونکو موټرو له پاره.
په سیمه کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل، داسې هیله مندي شته چې دغه لاره به په راتلونکو دوه، درې ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

هغه وايي، پخوا به دغه دروازه د تاوتریخوالي له پېښېدو وروسته په چورلټ ډول تړل کېده؛ خو دا ځل دغه دروازه چوره بنده شوې نه ده، اوس هم خلک په دغې دروازې د دواړو خواو ته تګ راتګ کولای شي. دا ځل یوازې د موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزو له امله بنده شوې، کېدای شي چې دا ځل بیا دواړه غاړې سره سلا مشوره وکړي او د حل یوه لاره راوباسي او دغه ستونزه هواره کړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د پاکستان له‌خوا د بار وړونکو موټرو د چلوونکو له پاره د پاسپورټ او ویزو مسله جدي نیول شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو سره دغه دواړه غاړې په دې سلا شوې وې، چې د دوو میاشتو له پاره دغه موده وغځوي.

دا ځلې هم کېدای شي، چې د دغې ستونزې لپاره د حل یوه لاره راوویستل شي، ځکه د دغې دروازې د تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګرو او خلکو ته درانه زیانونه اوړي.

چارواکي: په خیبر پښتونخوا کې موټر او ریکشاوې نه شي کولای، چې د تېلو پر ځای ګاز وکاروي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د ګازو کارول زیات شوي او موټر او ریکشاوې نه شي کولای له دې وروسته د تېلو پر ځای ګاز وکاروي. ځايي حکومت ویلي، د دې له پاره چې په کورونو کې خلکو ته د هغوی د اړتیا وړ ګاز ورسېږي؛ دغه لنډمهاله بندیز یې لګولی.

په پېښور کې یو شمېر موټر چلوونکي او د ریکشاو خاوندان وايي، له دغې پرېکړې سره جوخت د دوی کار و بار اغېزمن شوی او سخت تاوان ور رسېدلی دی.
که څه هم حکومتي چارواکو ویلي، چې دغه بندیز به لنډ مهاله وي؛ خو د موټرو او ریکشاوو خاوندان وايي سړې هوا ته په کتو داسې نه ښکاري، چې دغه بندیز دې په نږدې راتلونکې کې لرې شي.
خو ولسي خلک وايي، د حکومت د دغې پرېکړې سره سم د ترانسپورټ په برخه کې ستونزې زیاتې شوې او د موټرو او ریکشاوو په کرایه کې دوه برابره زیاتوالی راغلی، ان تر دې چې یو شمېر ولسي شاعرانو په دې برخه کې ځیني طنزي شعرونه هم ویلي دي.
دا مهال په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۶۰۰ د سي اېن جي مرکزونه فعال دي، چې زرګونه کسان په کې کار کوي.

د دغو مرکزونو خاوندان وايي، چې د حکومت د دغې پرېکړې سره سم دوی وزګاره شوي په داسې حال کې چې په نورو صوبو کې دغه شان بندیزونه نه دي لګول شوي.

هغوی وايي، سره له دې چې په خپله خیبر پښتونخوا د ګازو زېرمې او کانونه هم لري؛ خو بیا هم حکومتي چارواکو پر دوی دغه شان بندیز لګولی دی.
دوی دا هم وايي، که د دې کار سره دوی ته زیان اوښتی او کارونه یې له لاسه ورکړي، ورسره حکومت ته هم اقتصادي تاوانونه اوښتي؛ ځکه د دوی په باور له دې سره هم ټکس او مالیه چې د سي اېن جي له مرکزونو حکومت ته رسېدله هغه هم اوس حکومت ته نه ورکول کېږي.