• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هالنډ د عراق په برید کې د وژل شوي ماشوم پر سر د ایران سفیر احضار کړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د هالنډ حکومت د جمعې په ورځ په په دغه هیواد کې د ایران سفیر وروسته له هغه احضار کړ چې د عراق په اربیل ښار کې د ایران له خوا په یوه برید کې د یوه هالنډي ماشوم د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

ایران د دوشنبې په ورځ – د مرغومې ۲۹مه - د عراق د نیمه خودمختاره کردستان سیمې، پر مرکز اربیل، د بالستیک توغندیو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د اسرائیلو د جاسوسۍ یو مرکز یې په نښه کړی، هغه څه چې د عراقي او کرد چارواکو له خوا رد شوي دي.

په دغه برید کې د یو مشهور کرد سوداګر او د هغه د نوي زیږدلي ماشوم په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې هانک بروین سلاټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یو هالنډي ماشوم چې عمر یې له یو کال څخه کم و، په اربیل کې د ایران په بریدونو کې وژل شوی دی.

هغې زياته کړه، چې له خپل ايراني سيال، حسين اميرعبداللهيان څخه يې په دې اړه د وضاحت غوښتی او د ايران سفير يې احضار کړى دى.

ایراني رسنیو د اميرعبداللهيان له قوله لیکلي: "موږ د عراق په شمال کې د موساد په ترهګریز مرکز کې د ماشوم د وژل کیدو په اړه مستند شواهد نه لرو."

نوموړي د هالند د بهرنیو چارو وزیرې سره په تیلفوني خبرو کې زیاته کړې: "موږ په غزه کې د زرګونو فلسطینی ښځو او ماشومانو نسل وژنې ته د هالنډ د حکومت پام ور اړول غواړو."

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران استخباراتو د داعش د دوو غړیو د وژل کېدو او د دغې ډلې د څو مشرانو د نیولو خبر ورکړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د ایران د استخباراتو وزارت اعلان کړی چې د داعش - خراسان ډلې دوه غړي د اسلامی جمهوریت له امنیتی ځواکونو سره په نښته کښې وژل شوی او د دغې ډلې یو شمېر مشران نیول شوی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرمان د حملې په تړاو یې یو شمېر نور کسان هم نیولي چې ځینې یې د داعش قومندانان دي.

دغه وزارت وايي، محمد عادل عارف چې په عارف پنجشیري مشهور و او په ۲۰۱۹ کال کې یې د کابل پر پوهنتون په برید کې لاس درلود، تهران ته داخل شوی او تر تعقیب لاندې دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په نيول شويو کسانو کې د څو بهرنيو هېوادونو وګړي هم شامل دي، خو د هغوى د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د داعش د دوه غړو ووژل کیدل

د ایران د استخباراتو د وزارت په وینا، د داعش دوه غړي چې په کرمان کې له خونړیو چاودنو څو ورځې وروسته "د نورو بریدونو د ترسره کولو په موخه دغه هیواد ته راغلي وو " په کرمان کې د اسلامي جمهوریت د امنیتي ځواکونو له خوا تر محاصرې وروسته په نښتو کې وژل شوي دي. دواړه کسان د "بهرنيو وکړو" په توګه پیژندل شوي دي.

د استخباراتو وزارت وايي، دغو دوو کسانو د پوليسو پر يوه مرکز د بريد او بیا د بریدګرو سره د مبارزې لپاره د راتلونکو ځواکونو په لاره کې د بمبي چاودنو د ترسره کولو پلان درلوده.

د داعش د مشرانو نیول کیدل

د ایران د استخباراتو د وزارت په خبرپاڼه کې د داعش – خراسان د ځینو نیول شویو مشرانو په اړه هم جزیات ورکړل شوي دي.

محمد عمران تنویر چې په ابو عمران مشهور دی د داعش - خراسان د یوه سرګروپ په توګه پیژندل شوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د «بم جوړولو مهارت لري» او شاوخوا اته کاله وړاندې له داعش سره یوځای شوی و.

خبرپاڼه کاږي چې هغه د سيمې په څو هېوادونو کې حضور درلود او وروسته د داعش د يوه قومندان په توګه غوره شوى دى.

د نیول شوو کسانو له ډلې یو تن بل یې مهتاب (نارینه) دی. ویل کیږي چې نوموړی د یوه کارګر په توګه ایران ته راننوتی و.

په دې اعلاميه کې د داعش - خراسان د يوه بل سرګروپ د نيول کیدو يادونه هم شوې، چې د خپلې ډلې له څلورو نورو غړو سره یو ځای نيول شوى دی. که څه هم د دغه کس نوم نه دى اخيستل شوى، خو په اعلاميه کې ويل شوي، چې نوموړى د داعش د عملیاتي قوماندان عبدالحکيم توحيدي سره مستقیمه اړیکه درلوده او ایران ته د رالیږل شوې ډلې مشري یې کوله.

د ایران د استخباراتو وزارت د څلورم کس د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی چې "په مشهد ښار کې د امام زادګانو پر یو زیارت د برید پلان لروده." په اعلامیه کې د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو هغه کس چې د ایران د استخباراتو وزارت خطرناکه بللی او ویلي یې دي چې تر تعقیب لاندې دی، محمد عادل عارف دی چې په عادل پنجشیري هم مشهور دی. د دغه وزارت په وینا، نوموړی د تهران په لویدیځ کې یوې سیمې ته د ننوتلو پرمهال لیدل شوی او اوس تر تعقیب لاندې دی.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټه وایي له ایران سره جنجال نه غواړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د ملي امنیت کمېټه وايي، له ایران سره جنجال نه غواړي، خو پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا هم سودا نه کوي. د ایران او پاکستان ترمنځ له خپلمنځي توغندیز برید وروسته نن دا غونډه د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ جوړه شوې وه.

تر دې غونډې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له ایراني سیال سره خبرو کې ویلي چې د خپلمنځي ستونزو د حل لپاره همکارۍ ته تیار دي.

سرچینو جیو نیوز ته ویلي چې د ملي امنیت شورا غونډه کې هم د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په ډیپلوماټیکه او دفاع وزیر په خپله برخه کې مالومات ور کړل.

تر دوو ساعتونو اوږده غونډه کې د پاکستان پوځي مشرانو دا هم وویل، چې ایران کې یې پرون د استخباراتي مالوماتو له مخې عملیات کړي دي.

تر دې غونډې وروسته د پاکستان کابینې هم په غونډه کې ویلي چې ایران د اوسني کړکېچ د ختمولو هیله لري او دوی هم ور سره جنجال ختمول غواړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ملي امنیت شورا غونډه کې، ایراني سیال ورته ویلي چې د کړکېچ ختمول غواړي.

د نوموړي تر څرګندونو وروسته کابینې پرېکړه کړې چې له ایران سره ډیپلوماټیک اړیکي عادی کړی.

پاکستان وايي د ایران د سیستان بلوچستان په سراوان کې یې د بلوڅ بېلتونپالو پر مرکزونو بردی کړی دی.

خو د ایران چارواکي وایي، په دې برید کې ولسي وګړي وژل شوي دی.

د پاکستان دا برید د دغه هېواد په بلوچستان کې د ایران توغندیز برید ته ځواب و.

ایران وايي، په دغه برید کې یې جیش العدل ډلې دوه مرکزونه له منځه وړي، خو پاکستان وايي، په برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ترکیې په ختیځ کې د داعش شپږ مشکوک وسلوال نیول شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

ترکي رسنیو ته امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، چې پولیسو د ترکیې په ختیځ کې د داعش شپږ شکمن وسلوال نیولي دي.

دغو سرچینو چې له رسنیو سره د خبرو کولو د محدودیت له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، ویلي، چې په الازیغ ولایت کې د ترهګرۍ ضد پولیسو شپږ شکمن کسان له داعش سره د اړیکو او تړاو په تور نیولي دي.

له دغو شکمنو کسانو یو تن په ضمانت خوشی شوی او پنځه نور به یې له ترکیې وشړل شي.

په ۲۰۱۳ کې، ترکیه یو له لومړنیو هیوادونو څخه و چې داعش یې ترهګره ډله اعلان کړه.

ترکیه له هغه وخت راهیسې څو ځلې دې ډلې له بریدونو سره مخامخ شوې او لږ تر لږه ۱۰ ځانمرګو بریدونو، اوو بمي چاودنو او څلورو وسله والو بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو په ځواب کې، ترکیې په کور دننه او بهر د دې ډلې پر ضد عملیات کړي ترڅو د نورو بریدونو مخه ونیسي.

د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته د روسیې د تېلو ډیپو کې اور لګیدلی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د روسیې په لویدیځ براینسک کې د تیلو څلور ټانکرونو وروسته له هغه اور اخیستی چې روسي پوځیانو په سیمه کې یوه اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکه وغورځوله.

د رویټر د راپور له مخې، د براینسک والي الکساندر بوګوماز ویلي، چې د اور وژنې د ځانګړي ګاډي په مرسته، اور وژونکو د روزنیفت د تیلو د شرکت پورې تړلي دغه ډیپو کې لوی اور کنټرول کړی دی.

هغه زياته کړه، چې د الوتکې بريد او اور کې چا ته زيان نه دى رسیدلی.

بوګوماز د ټیلیګرام له لارې خپور شوي پیغام کې لیکلي: "دفاع وزارت د ځانګړو وسیلو په کارولو سره دغه بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده. د الوتکې تر ویشتل کیدو وروسته، د الوتکې پورې تړلي بمونه د تیلو پر دغه ډیپو راولویده او اور ولګید."

روسیه او اوکراین وخت ناوخت د یو بل د انرژۍ زیربناوې په نښه کوي چې د اکمالاتو او لوژستیک په برخو کې خپل مخالف له ستونزو سره مخامخ کړي او په روانه نږدې دوه کلنه جګړه کې بری ترلاسه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له ایراني سیال سره خبرو کې په ټولو مسلو کې همکارۍ ته تیاری وښود

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر نن له ایراني سیال سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، اسلام اباد چمتو دی چې د خپلمنځي باور او همکارۍ له مخې پر ټولو ستونزو ور سره کار وکړي. پاکستان د بلوچستان پر پنجګور د ایران له برید دوه ورځې وروسته پرون د دغه هېواد سیستان بلوچستان سراوان ته توغندي وتوغول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات خپل اېکس کې زیاتوي، په ټلیفوني خبرو کې جلیل عباس جیلاني له امیر عبداللهیان سره په امنیتي مسلو کې د نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات خپل اېکس کې زیاتوي، په ټلیفوني خبرو کې جلیل عباس جیلاني له امیر حسین عبدالهیان سره په امنیتي مسلو کې د نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم د اعلامیې خپرولو سره وايي، امیر عبدالهیان هم د ښاغلي جیلاني د دې خبرو غبرګون کې ویلي، پکار ده چې د تېر په څېر په امنیتي او نظامي برخه کې همکاري په جدیت سره تعقیب شي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د بریدونو د شنډولو او د دوی د ځالو د له منځه وړلو لپاره د تهران او اسلام اباد همکاري مهمه ده.

هغه دا هم ویلي چې د پاکستان په بلوچستان کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو وروستيو عملیاتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دې کار سره د سملاسي ګواښ مخه ونیول شول، ځکه دوی داسې سندونه لري چې په دې ځای کې تر پنځوسو زیات وسلوال ټول او د ایران پرضد یې عملیاتو ته تیاری نیو.

د ایران سپاه پاسداران درې ورځې مخکې د پاکستان د بلوچستان په پنجګور توغندیز برید سره وویل، چې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه یې په نښه کړي دي.

پاکستاني رسنیو کې یوازې د دوو ماشومو انځورونه خپاره شول او ویل کېدل چې د همدې برید قرباني دي.

که څه هم د ایران بهرنیو چارو وزیر هغه مهال ویل چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او دا برید یې د ایراني بېلتونپالو پرضد کړی دی.

په مقابل کې پاکستان دا برید د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وباله او ویل یې چې پایلې به یې د ایران په غاړه وي.

پاکستان د ایران له برید وروسته له تهران خپل سفیر ور وباله، اسلام اباد ته یې د ایراني سفیر د ستنېدو مخه ونیوله او له ایران سره یې ټولې ډيبلوماټیکې لیدنې وځنډولې.

د پاکستان وسلوالو ځواکونو پرون د ایران د سیستان بلوچستان پر سراوان توغندیز برید وکړ او ویې ویل بلوڅ بېلتونپال یې په نښه کړي دي.

رسنیو کې ویډیووې هم ښيي چې د پاکستان برید کې د بلوڅ کډوالو کورونه په نښه شوي او له امله یې ۷ خونې ویجاړې شوې دي.

نن د سیستان بلوچستان په مرکز زاهدان کې بلوڅانو لاریون کړی و او د ایران او پاکستان پرضد یې شعارونو ور کولو سره له دواړو وغوښتل چې د «بلوڅ توکم ډلوژنه» ودروي.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د ملي امنیت غونډه هم جوړه شوې چې ولسي، امنیتي او پوځي چارواکو پکې ګډون درلود.

ویل کېږي جلیل عباس جیلاني له ایراني سیال سره د خپلو خبرو جوزیات له دې غونډې سره شریک کړل.