طالبان وايي، چې د استخراج شویو شوکاڼو ګمرکي تعرفه یې ټیټه کړې

د طالبانو د ریاست الوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، په هغه غونډه کې چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ شوې پرېکړه وشوه، د استخراج شویو شوکاڼو چې نیمه پروسس یې شوی وي، یو ټن رویالیټي دې له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۰۰ افغانیو او ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه کړای شي.