یو اېن ډي پي: په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه مخ پر ځوړ روان دی

یو اېن ډي پي وايي، تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷سلنه مخ پر ځوړ روان دی او د ملي ناخالص عاید کچه ۲۵سلنه کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په راپور کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه د ۲۰۲۳ کال تر پایه د راغلیو اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو ارزونه شوې.