هغه ویلي؛ په هېواد کې د بیو ټیټېدل او د پیسو نسبي ثبات د پرمختګ علامه نه ده او دا حالت لا هم د تشویش وړ دی.
پخوانی ولسمشر وايي، چې له اقتصادي اړخه د افغانستان راتلونکی دې پورې تړلې دی؛ که د دغه هېواد اوسني اقتصادي وضعیت کې تغیر رانه شي او په همدې ډول دوام وکړي، دا د تدریجي مرګ لاره ده؛ خو که د افغانستان په معادونو باندې تمرکز وشي؛ نو دغه هېواد به د فقر په حالت کې پاتې نه شي او د نړۍ کومکونو ته به احتیاج نه وي.
ښاغلی غني وايي؛ په لویو ښارونو کې د کارموندنې شرایط له جدي ستونزو سره مخامخ دي. هغه وايي، چې په دغو ښارونو کې غذايي خوندیتوب هم نه شته او خلک د خوړو له کمښت سره لاس او ګریوان دي.
پخوانی ولسمشر وايي: "د افغانستان ۲۲ ولایتونه د غذايي خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي، په بدخشان او پکتیکا دا ستونزه تر ټولو نورو ولایتونو ډېره ده. د دې ستونزې لامل د اقلیمي بدلونونو ترڅنګ، د زراعتي تولیداتو کمېدل او د ښځو پر کار د بندیز او د نورو کاري فرصتونو د کمېدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېدل دي. د افغانستان د صنعتي سکتور په فعالیت کې هم ۵۰ سلنه کموالی راغلی چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې بد اغیز کړی دی. "
محمد اشرف غني وايي؛ طالبانو پر انکشافي پروژو کار کم کړی خو په پوځي برخو کې یې لګښتونه د پام وړ لوړ کړي، چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت او کارموندې یې منفی اغیز کړی.
هغه زیاتوي: "د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري. "
ښاغلی غني په بېلابېلو برخو کې د خلکو بې کاره کېدو ته په اشارې سره وايي؛ په افغانستان کې د ډوډۍ ګټونکو شمېر کم شوی او د ډوډۍ خوړونکو شمېر ډېر شوی دی.
د اشرف غني په وینا؛ د افغانستان د اقتصاد څلور سکتورونه لکه؛ د کرنې، خدماتو، صنعتي او دولتي سکتور، زیانمن شوي او ډېر کارکوونکي له کاره ویستل شوي.
د نوموړي په وینا؛ هغه کسانو چې په دغو سکتورونو کې کار کاوه یو څه پیسې یې ذخیره کړې وې، چې اوس د خلاصیدو په حال کې دي او دا به د دغې ډلې خلک له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.
ښاغلی غني وايي: "یوه بډایه برخه هم افغانستان کې شته چې په جرمي اقتصاد، شبکه يي اقتصاد او عرفي اقتصاد کې لاس لري. افغانستان د افراط او تفریط ملک دی، دغه ډله د مرستې توان لري؛ خو باید په عمل کې یې ثابت کړي."
پخوانۍ ولسمشر غني د پودکاست په یوه برخه کې د افغانستان خصوصي روغتیايي پوهنتونونه د یوه بلا په توګه بولي او وايي: "یو سم د طب پوهنځي د ۵۰ نه ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري. دوی راغلي وو، د زور خاوندان وو او اجازه نامې یې اخیستې وې. دا مرکزونه د شهادتنامو د ورکولو فابریکې وې. دوی امکانات نه درلودل، لابراتوارونه یې نه درلودل او سم استادان یې نه درلودل."
هغه وايي؛ افغانستان سره د روغتیا په برخه د نړۍوالو مرستندوه ادارو مرستې او خدمات چې د افغانستان خلکو سره یې کوي، ورځ تر بلې مخ په کمېدو دي.
د دغو مرستو کمېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره نوموړی وايي، چې په افغانستان کې یوه بله لویه ستونزه د ډاکټرانو او درملتونو ترمنځ تړونونه دي، چې ناروغانو ته له اړتیا خورا ډېره دوا ورکوي.
هغه وايي: "دغومره ډېره دوا د نړۍ په ډېرو کمو هېوادونو کې ناروغانو ته ورکول کیږي. "
د پخواني ولسمشر په وینا؛ په افغانستان کې شاوخوا ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي، چې یو میلیون یې په جدي توګه له دغې ستونزه سره مخامخ دي.
هغه وايي؛ په همدې حال کې نږدې یو میلیون حامله دارې میندې هم له خواځواکۍ سره لاس او ګریوان دي، چې ماشومان یې له خواځواکۍ سره نړۍ ته سترګې پرانیزې او تل له روغتیايي ستونزو کړیږي.
هغه وايي: "د زیګون پرمهال د میندو د مړینې پېښې تر دې وړاندې په پراخه توګه کمې شوې وې؛ خو اوس یو خل بیا دهغه پېښې ډېرې شوې دي. "