د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د ۶ طالب وسلوالو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

د افغانستان د ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د دوی د ډلې یو شمېر وسلوالو د پنجشنبې په ماښام ۶:۲۰ بجو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دروازه په نښه کړه.

د افغانستان د ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د دوی د ډلې یو شمېر وسلوالو د پنجشنبې په ماښام ۶:۲۰ بجو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دروازه په نښه کړه.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په اېکس ټولنیزې رسنې په یوه لیک کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دروازې په نښه کولو سره یې څلور طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه جبهه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو فورډ ایوریست ډوله پوځي موټر له منځه تللی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپل لیک په وروستۍ برخه کې لیکلي: «د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وسلوالو په وروستیو اونیو کې په کابل، بغلان او بامیان کې ځوانې نخونې نیولي، ځورولي او بندیانې کړي دي.»
داسې ښکاري د دغه برید لامل هم همدا موضوع وي.
تر اوسه د دغې پېښې د پخلي په باب طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د دغې پېښې تایید نه کوي؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفو ډلو پر طالبانو بریدونه زیات کړي دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې د افغانستان په شمال کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې شتون منلی او ویلي یې دي، چې له دغې جبهې سره باید د اړیکو پول جوړ شي.
سرګي لاوروف حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته هم اشاره وکړه او ویې ویل؛ دوی طالبانو ته توصیه کوي، چې نور سیاسي ځواکونه هم حاکم ساختار ته وبلي.
په ورته وخت کې ښاغلي لاوروف ټینګار وکړ، چې دا بهیر اسانه نه دی.
په دې خبري غونډه کې د روسیې د ډېپلوماتیکو خدمتونو مشر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۸مه) د قزاقستان له تروریستي لېست څخه د طالبانو د نوم اېستلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا د طالبانو د ډېپلوماټیکې رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ له طالبانو سره منظم تماسونه لرو او که دا ډله په رسمیت پېژندل غواړي، باید لومړی د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون خپل مسوولیتونه پوره کړي."
هغه وویل چې ازبکان، تاجکان او هزاره ګان چې اوس د طالبانو په جوړښت کې دي هم له سیاسي پلوه د طالبانو برخه دي.
ښاغلي لاوروف همداراز زیاته کړه: «سره له دې چې طالبان پر افغانستان کنټرول لري" خو لا هم ځینې کړکېچونه او اعتراضونه شته.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا په ګډون ګڼو سیمه ییزو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې دې یو ټولګډونه نظام رامنځته کړي؛ خو طالبانو بیا دا د دوی کورنۍ مساله ګڼلې ده.

د پاکستان پټلۍ وزارت وايي؛ د افغانستان له لارۍ له ازبکستان سره پر پټلۍ د دغه هېواد د نښلولو لپاره درې اړخیز تړون نن په اسلام اباد کې لاسلیک شو. دا وزارت خپل اېکس کې زیاتوي، چې دا پټلۍ له ترمز د افغانستان بلخ ته ننوځي او بیا د لوګر له لارې په خرلڅیو پاکستان ته اوړي.
د دې تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د پاکستان د پټلۍ وزیر سعد رفیق او د مالیې وزیر اسحاق ډار ګډون درلود.
دا وزارت په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د ازبکستان او افغانستان په استازۍ د دغه هېواد سفیرانو او د درې واړو هېوادونو نورو چارواکو ګډون کړی و.
پاکستاني چارواکي وايي؛ دا پټلۍ به د سیمې په اقتصاد او تجارت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته هم ازبکستان د منځنۍ اسیا تر نورو هېوادونو له طالبانو سره پراخ اقتصادي اړیکي ساتلي دي.
دا هېواد له سوېلي اسیا سره د نښلېدو لپاره افغانستان ته د پل په سترګه ګوري.
د ازبکستان ولسمشر تېر دوبی هم سوېلي اسیا ته د رسېدو لپاره افغاناستان خوندي دهلېز وباله او زیاته یې کړه، چې د پټلۍ له لارې به دغه هدف ته ورسېږي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته منسوب په یوه نوي غږیز پیغام کې د دې ډلې پر امرونو هر ډول عامه نیوکې منع کړې دي. نوموړي د خپلې ډلې له ځواکونو وغوښتل چې د ورته مخالفتونو مخه ونیسي.
ملا هبت الله ټینګار وکړ، چې په دې ډله کې د اختلافاتو رامنځته کول به د طالبانو د نظام د سقوط لامل شي.
هغه وويل، چې د طالبانو د غړو او دې ډلې ته د وفادارو ملايانو تر منځ به د اختلاف مساله راپورته کېږي؛ خو بايد له پامه ونه غورځول شي.
د دې وینا د نېټې او ځای په اړه د تایید وړ معلومات نه شته؛ خو د وینا غږیز بڼه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو او ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت پر خپلې ایکس پاڼه خپور کړی او ادعا یې کړې، چې دا وینا د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۷ مه) شوې ده.
همدا راز د دې وینا ځینې برخې په افغانستان کې دننه فعالو رسنیو هم خپرې کړې دي.
د طالبانو مشر وویل: "کله چې اسلامي امارت [طالبان] یو حکم صادروي، هیڅوک یې باید له پامه ونه غورځوي او که څوک یې مخالفت کوي، هغه ته باید اجازه ورنه کړل شي."
ملا هبت الله د طالبانو له غړو وغوښتل چې د امارت د فرمانونو او حکمونو د مثبتو اړخونو په اړه خبرې وکړي؛ خو منفي اړخونه یې یاد نه کړي، ځکه دښمن ترې ناوړه ګټه پورته کوي.
د طالبانو د مشر په دې وینا کې د طالبانو پر سیاستونو د خلکو نیوکې هم منع شوې دي.
هغه وویل:" که تاسو پر امارت کوم اعتراض لرئ، هڅه وکړئ چې د امارت عیبونه په خلکو کې بیان نه کړئ."
تر دې مخکې هم د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ د دې ډلې د مشر د تګلارو پر سر د اختلاف راپورونه ورکړل شوي وو.
د نجونو پر زده کړو د بندیز په شمول، چې د طالبانو د رژیم په منزوي کولو کې یې مرسته کړې ده، د طالبانو د یو شمېر لوړ پوړو غړو له خوا نیوکې راپورته شوې دي.
نوموړي ویلي، چې نړۍ په تعجب کې ده او فکر کوي، چې طالبان په جومات او مدرسو کې اوسي او هېڅ ډول امکانات نه لري او نړۍ هڅه کوي، چې د طالبانو ذهیت خراب کړي.
هغه زیاته کړې: "خو د الله په اړه چې د طالب په زړه کې کوم احساس دی د بل هېچا په زړه کې نه شته، د عالمانو دا دنیا هم ښه ده او هغه دنیا هم".
هبت الله اخوندزاده په دې وینا کې په افغانستان کې له منتخب جمهوري حکومت څخه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ یادونه هم وکړه.
هغه وویل: "نړۍ هڅه کوي چې د شریعت په اړه د خلکو ذهنیت خراب کړي او دوی ته د ډېموکراسۍ تبلیغ کوي؛ خو تاسو ورته د شریعت په اړه ووایاست؛ ځکه په تېرو سلو کلونو کې غربیانو د خلکو ذهنیت خراب کړی دی.»
د طالبانو مشر ټینګار وکړ، چې د طالبانو هر امر او کار د افغانانو په ګټه دی.
نوموړي په خپلې وینا کې د غزې جګړې ته په اشارې د فلسطین د خلکو د بریا دعا هم کړې او ویلي یې دي، چې دوی به بریالي کیږي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټینګار وکړ. حامد کرزي له مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي خبرې هم اړینې وبللې.
ښاغلي کرزي په خپل اېکس کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږر سینرلي اوغلو هم و.
حامد کرزی د طالبانو له واکمنېدو راهیسې وخت ناوخت له بهرنیو چارواکو او استازو سره لیدنو کې نجونو ته د زدکړو د اجازې ور کولو او د ملي خبرو پر پیلېدو ټینګار کوي.
د نوموړي دا دوه داسې غوښتنې دي چې نړیواله ټولنه یې هم په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اینې بولي.
طالبانو د دوحې تړون کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو او همدارنګه د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنه کړې وه، خو لا یې دا یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماټیکو چېنلونو له لارې حل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او پاکستان تر منځ ورستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې پر دواړو هېوادونو غږ شوی چې، د اختلاف وړ مسایل د ډیپلوماټیکو چېنلونو له لارې په خبرو اترو هوار کړي.
ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجګور سیمه کې توغندیز برید وکړ او ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د ایران د دغه برید په ځواب د پنجشنبې په ورځ پاکستان د ایران پر سروان سیمه توغندیز برید وکړ.