• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلوونکې پټلۍ تړون لاسلیک شو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۵ GMT+۰

د پاکستان پټلۍ وزارت وايي؛ د افغانستان له لارۍ له ازبکستان سره پر پټلۍ د دغه هېواد د نښلولو لپاره درې اړخیز تړون نن په اسلام اباد کې لاسلیک شو. دا وزارت خپل اېکس کې زیاتوي، چې دا پټلۍ له ترمز د افغانستان بلخ ته ننوځي او بیا د لوګر له لارې په خرلڅیو پاکستان ته اوړي.

د دې تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د پاکستان د پټلۍ وزیر سعد رفیق او د مالیې وزیر اسحاق ډار ګډون درلود.

دا وزارت په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د ازبکستان او افغانستان په استازۍ د دغه هېواد سفیرانو او د درې واړو هېوادونو نورو چارواکو ګډون کړی و.

پاکستاني چارواکي وايي؛ دا پټلۍ به د سیمې په اقتصاد او تجارت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته هم ازبکستان د منځنۍ اسیا تر نورو هېوادونو له طالبانو سره پراخ اقتصادي اړیکي ساتلي دي.

دا هېواد له سوېلي اسیا سره د نښلېدو لپاره افغانستان ته د پل په سترګه ګوري.

د ازبکستان ولسمشر تېر دوبی هم سوېلي اسیا ته د رسېدو لپاره افغاناستان خوندي دهلېز وباله او زیاته یې کړه، چې د پټلۍ له لارې به دغه هدف ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې تړون لاسلیک کړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۰

پاکستان او متحده عربي اماراتو د پټلۍ، اقتصادي زونونو او بنسټیزو پروژو د پراختیا په برخه کې تړون لاسلیک کړ، چې له درې میلیاردو ډالرو ډېر ارزښت لري.

د پاکستان د پټلۍ وزیر او د متحده عربي اماراتو د بندرونو، ګمرکونو او د همکارۍ ازاد زون مشر سلطان احمد بن سلیام دا تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان پټلۍ وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دواړو لورو د سویزرلنډ د داووس غونډې په ترڅ کې د دې تړون د لاسلیکولو پر مهال په ځمکنیو پروژو کې د اقتصادي همکارۍ د لا زیاتولو پرېکړه هم کړې ده.

په اعلامیه کې د احمد بن سلیام له قوله پاکستان منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ مهم دهلېز بلل شوی دی.

پر ایران د پاکستان برید: پاکستان د اورپکو د وژلو ادعا کوي خو ایران وايي‌ ملکي وګړي وژل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د ایران پر سیستان - بلوچستان ولایت د پاکستان د توغندیو بریدونو وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي‌، چې په دغه برید کې ۵ بلوچ جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه پاکستاني چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړي ويلي، چې دغه وژل شوي کسان د بلوچ د خپلواکۍ جبهې غړي دي او ټول هغه کسان دي چې پاکستان یې د وژلو په لټه کې و.

د سرچینې په وینا؛ په وژل شویو کې د بلوچ د خپلواکې جبهې قوماندان دوستا الیاس د دې جبهې غړی بجار الیاس سوغات په ګډون د‌ بلوچ قوماندان اسغر الیسا بشام زوی او خور یې هم شامل دي.

د سیستان - بلوچستان د ولایت امنیتي مرستیال جاوا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې یو کلي په توغندیو لګیدلی او په دې پیښه کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.‌

ښاغلي مرحمتي ویلي، ‌چې وژل شوي کسان ایراني وګړي نه دي.

تر دې وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی و، چې نن سهار د سیستان - بلوچستان ولایت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

ملا هبت الله ته منسوب غږیز پیغام: چا ته اجازه مه ورکوئ چې د امارت د فرمانونو مخالفت وکړي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته منسوب په یوه نوي غږیز پیغام کې د دې ډلې پر امرونو هر ډول عامه نیوکې منع کړې دي. نوموړي د خپلې ډلې له ځواکونو وغوښتل چې د ورته مخالفتونو مخه ونیسي.

ملا هبت الله ټینګار وکړ، چې په دې ډله کې د اختلافاتو رامنځته کول به د طالبانو د نظام د سقوط لامل شي.

هغه وويل، چې د طالبانو د غړو او دې ډلې ته د وفادارو ملايانو تر منځ به د اختلاف مساله راپورته کېږي؛ خو بايد له پامه ونه غورځول شي.

د دې وینا د نېټې او ځای په اړه د تایید وړ معلومات نه شته؛ خو د وینا غږیز بڼه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو او ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت پر خپلې ایکس پاڼه خپور کړی او ادعا یې کړې، چې دا وینا د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۷ مه) شوې ده.

همدا راز د دې وینا ځینې برخې په افغانستان کې دننه فعالو رسنیو هم خپرې کړې دي.

د طالبانو مشر وویل: "کله چې اسلامي امارت [طالبان] یو حکم صادروي، هیڅوک یې باید له پامه ونه غورځوي او که څوک یې مخالفت کوي، هغه ته باید اجازه ورنه کړل شي."

ملا هبت الله د طالبانو له غړو وغوښتل چې د امارت د فرمانونو او حکمونو د مثبتو اړخونو په اړه خبرې وکړي؛ خو منفي اړخونه یې یاد نه کړي، ځکه دښمن ترې ناوړه ګټه پورته کوي.

د طالبانو د مشر په دې وینا کې د طالبانو پر سیاستونو د خلکو نیوکې هم منع شوې دي.

هغه وویل:" که تاسو پر امارت کوم اعتراض لرئ، هڅه وکړئ چې د امارت عیبونه په خلکو کې بیان نه کړئ."

تر دې مخکې هم د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ د دې ډلې د مشر د تګلارو پر سر د اختلاف راپورونه ورکړل شوي وو.

د نجونو پر زده کړو د بندیز په شمول، چې د طالبانو د رژیم په منزوي کولو کې یې مرسته کړې ده، د طالبانو د یو شمېر لوړ پوړو غړو له خوا نیوکې راپورته شوې دي.

نوموړي ویلي، چې نړۍ په تعجب کې ده او فکر کوي، چې طالبان په جومات او مدرسو کې اوسي او هېڅ ډول امکانات نه لري او نړۍ هڅه کوي، چې د طالبانو ذهیت خراب کړي.

هغه زیاته کړې: "خو د الله په اړه چې د طالب په زړه کې کوم احساس دی د بل هېچا په زړه کې نه شته، د عالمانو دا دنیا هم ښه ده او هغه دنیا هم".

هبت الله اخوندزاده په دې وینا کې په افغانستان کې له منتخب جمهوري حکومت څخه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ یادونه هم وکړه.

هغه وویل: "نړۍ هڅه کوي چې د شریعت په اړه د خلکو ذهنیت خراب کړي او دوی ته د ډېموکراسۍ تبلیغ کوي؛ خو تاسو ورته د شریعت په اړه ووایاست؛ ځکه په تېرو سلو کلونو کې غربیانو د خلکو ذهنیت خراب کړی دی.»

د طالبانو مشر ټینګار وکړ، چې د طالبانو هر امر او کار د افغانانو په ګټه دی.

نوموړي په خپلې وینا کې د غزې جګړې ته په اشارې د فلسطین د خلکو د بریا دعا هم کړې او ویلي یې دي، چې دوی به بریالي کیږي.

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو او ملي ډیالوګ غوښتنه وکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټینګار وکړ. حامد کرزي له مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي خبرې هم اړینې وبللې.

ښاغلي کرزي په خپل اېکس کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږر سینرلي اوغلو هم و.

حامد کرزی د طالبانو له واکمنېدو راهیسې وخت ناوخت له بهرنیو چارواکو او استازو سره لیدنو کې نجونو ته د زدکړو د اجازې ور کولو او د ملي خبرو پر پیلېدو ټینګار کوي.

د نوموړي دا دوه داسې غوښتنې دي چې نړیواله ټولنه یې هم په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اینې بولي.

طالبانو د دوحې تړون کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو او همدارنګه د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنه کړې وه، خو لا یې دا یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د پاکستان ولسمشر: د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړو

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د ایران پر سیستان بلوچستان د پاکستان له بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر وایي، د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي. عارف علوي نن خپل اېکس کې زیاتوي چې دغه هیواد به د خپل ملی امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه له هیچا سره جوړجاړی ونه کړي.


ښاغلي علوي دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې پاکستان نن سهار د ایران په سیستان بلوچستان کې د «ترهګرو» پر پټنځیو بریدونه وکړل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، په دې برید کې یې بلوڅ بېلتونپال په نښه کړي دي، خو ایراني چارواکو په دغه برید کې د څلورو ماشومانو، دریو ښځو او دوو نارینه وو د وژل کیدو خبر یې ورکړ.

پاکستان دغه بریدونه د دغه هېواد د بلوچستان صوبې پر پنجګور ولسوالۍ د ایران د وړمې ورځې برید په ځواب کې کړي.
ایران وايي، نجګور کې یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه کړي دي. جیش العدل دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر امنیتی ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی و.

خو د پاکستان رسنۍ وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو هلته یې ایراني بېلتونپال په نښه کړي دي.
د پاکستان ولسمشر هم د ورته خبرې تکرارولو سره وایي پاکستان د ټولو دولتونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه کړي.

نوموړی زیاتوي: « تروریزم یوه ګډه ننګونه ده او د له منځه وړلو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.»
د پاکستان ولسمشر ټینګار کوي چې پاکستان او ایران باید د خبرو اترو او دوه اړخیزو مشورو له لارې رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.