• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو او ملي ډیالوګ غوښتنه وکړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټینګار وکړ. حامد کرزي له مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي خبرې هم اړینې وبللې.

ښاغلي کرزي په خپل اېکس کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږر سینرلي اوغلو هم و.

حامد کرزی د طالبانو له واکمنېدو راهیسې وخت ناوخت له بهرنیو چارواکو او استازو سره لیدنو کې نجونو ته د زدکړو د اجازې ور کولو او د ملي خبرو پر پیلېدو ټینګار کوي.

د نوموړي دا دوه داسې غوښتنې دي چې نړیواله ټولنه یې هم په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اینې بولي.

طالبانو د دوحې تړون کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو او همدارنګه د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنه کړې وه، خو لا یې دا یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماټیکو چېنلونو له لارې حل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او پاکستان تر منځ ورستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې پر دواړو هېوادونو غږ شوی چې، د اختلاف وړ مسایل د ډیپلوماټیکو چېنلونو له لارې په خبرو اترو هوار کړي.

ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجګور سیمه کې توغندیز برید وکړ او ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د ایران د دغه برید په ځواب د پنجشنبې په ورځ پاکستان د ایران پر سروان سیمه توغندیز برید وکړ.

د ایران ځانګړى استازى: افغانستان د سيمې هېوادونو د بهرني سياست له مهمو مسلو څخه دى

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازی حسن کاظمي قمي اسلام اباد ته له خپل سفر وروسته وویل، د افغانستان مسله د سیمې د هېوادونو په بهرني سیاست کې تر ټولو مهمه مسله ده. ښاغلي قمي ویلي چې، د سیمې امنیت او ټیکاو د افغانستان امنیت او ټیکاو سره تړلی دی.

ښاغلي قمي د روانې مرغومي میاشتې په ۲۴مه نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ.

نوموړي په دغه سفر کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر عباس جېلاني او د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.
نوموړی چې په کابل کې د ایران د سفارت مسوولیت هم لري، له پاکستاني چارواکو سره د خپلو لیدنو په اړه یې وویل:« په هغو خبرو کې چې موږ له پاکستاني چارواکو سره درلودلې، د سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې د عملي ګامونو په اخیستلو ټینګار وشو او موږ هوکړه وکړه، چې په دې برخه کې دې د سیمه‌ییزو اړیکو یوه ډله جوړه شي او هغه هېوادونه چې په افغانستان کې برخه اخلي، په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان د حالاتو د ښه کولو لپاره د تېر پرتله ډېر فعال کار وکړي.»
ایران په روانه میاشت کې د مسکو په وروستۍ غونډه کې د سیمه‌ییزو تماسونو د ډلې د جوړولو پلان وړاندې کړ.
ښاغلي قمي له صدا او سیما خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« نور اوس هم د خپلو شومو موخو لپاره د افغانستان له جغرافیې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي. په داسې یوه حالت کې طبیعي ښه خبره دا ده، چې د افغانستان سره د مرستې لپاره سیمه‌ییزه همکاري رامنځته شي.»
تر دې وړاندې هند هم د تماس ډلې د جوړېدو ملاتړ کړی و.
د سیمې هېوادونو په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په ورته وخت کې دوی غواړي، طالبان قانع کړي چې له نورو سیاسي ځواکونو سره یو اېتلافي حکومت جوړ کړي.

د طالبانو مالیې وزارت: نیمروز او هلمند کې له پاکستانه د قاچاقي توکو له واردولو مخنیوی شوی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۸ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت داسې مهال په هلمند او نیمروز ولایتونو کې له پاکستانه د وارداتي قاچاقي توکو د نیولو خبر ورکړی چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې ټرانزیټي لارې تړل شوې دي.

د طالبانو مالیې وزارت د پنج شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) پر ایکس پاڼه لیکلي چې، په روانه اوونۍ کې د هلمند او نیمروز ولایتونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو په بېلابېلو سیمو کې افغانستان ته په ډيره اندازه د بېلابېلو قاچاقي توکو له واردولو مخنیوی کړی.

دغه وزارت وايي، په نیولو شویو قاچاقي توکو کې تازه میوې، خوراکي توکي او ګرځنده وسایل شامل دي.

د مالیې وزارت وايي، قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي په نا قانونه توګه هیواد ته وارد کړي.

که څه هم د طالبانو د مالیې وزارت افغانستان ته په قاچاقي ډول د یادو توکو د واردولو په تړاو د قاچاق کوونکو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي، خو‍ وايي، دغه نیول شوي قاچاقي توکي يې د نیمروز ګمرک ته سپارلي دي.

د طالبانو مالیې وزارت داسې مهال افغانستان ته د قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي په اړه خبر ورکوي چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ټرانزیټي لارې تړل شوې او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټرونه د لارو د خلاصیدو په تمه دي.

نن په شپږمه ورځ هم د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو له پاره بنده ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

څه نا څه یوه اونۍ تېره شوه؛ خو لا هم د تورخم دروازې دواړو خواوو ته د ټرانزیټ زرګونه لاریو برخلیک نه دی جوت شوی. پاکستاني لوري تر پرون ناوخته هم په خپل دریځ ټینګار کاوه، چې په دغې دروازې د ټولو موټر چلوونکو له پاره د پاسپورټونو او ویزو لرل حتمي دي.

د هغوی په وینا، له پاسپورټ او ویزې پرته به هیچا ته هم د تګ اجازه ورنکړي.

بل پلو طالبانو بیا ګوت څنډنه کړې، که دغه دروازه نه پرانیستل کېږي؛ نو دوی به یې د تل له پاره بنده کړي.

په توله کې د دواړو غاړو سوداګر او موټر چلوونکي بیا وايي، چې د دغې لارې د بندېدو سره دوی ته درانه زیانونه اوښتي او هغه مالونه چې تر دې مهاله ایسار پاتې دي د ورستېدو او خوسا کېدو سره مخامخ دي.
د تورخم دروازه تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې د پاکستان او طالبانو له‌خوا تړل شوې وه؛ خو د دې پلا بندېدل یې د تېر پرتله بل شان دي؛ ځکه پخوا به د دواړو خواوو تر منځ د اخ و ډب وروسته دغه دروازه وتړل شوه، چې بیا به د څو ورځو به تېرېدو سره بېرته پرانیستل شوه؛ خو دا پلا بې له اخ و ډب او تاوتریخوالي پرته تړل شوې هغه هم یوازې د بار وړونکو موټرو له پاره.
په سیمه کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل، داسې هیله مندي شته چې دغه لاره به په راتلونکو دوه، درې ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

هغه وايي، پخوا به دغه دروازه د تاوتریخوالي له پېښېدو وروسته په چورلټ ډول تړل کېده؛ خو دا ځل دغه دروازه چوره بنده شوې نه ده، اوس هم خلک په دغې دروازې د دواړو خواو ته تګ راتګ کولای شي. دا ځل یوازې د موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزو له امله بنده شوې، کېدای شي چې دا ځل بیا دواړه غاړې سره سلا مشوره وکړي او د حل یوه لاره راوباسي او دغه ستونزه هواره کړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د پاکستان له‌خوا د بار وړونکو موټرو د چلوونکو له پاره د پاسپورټ او ویزو مسله جدي نیول شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو سره دغه دواړه غاړې په دې سلا شوې وې، چې د دوو میاشتو له پاره دغه موده وغځوي.

دا ځلې هم کېدای شي، چې د دغې ستونزې لپاره د حل یوه لاره راوویستل شي، ځکه د دغې دروازې د تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګرو او خلکو ته درانه زیانونه اوړي.

طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې سوداګریز مرکزونه تړلي او لسګونه هټۍوال یې بندیان کړي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، طالبانو تېره ورځ یو شمېر لوی سوداګریز مرکزونه د کلدارو د کارولو په تور وتړل او لسګونه هټۍ وال او کارکوونکي یې بندیان کړل.

ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د یادې ولسوالۍ ځايي طالبانو د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۷مه) نږدې لس لوی سوداګریز مرکزونه وتړل او لسګونه هټۍ وال او کارکوونکي یې بندیان کړل .

د سرچېنو د معلوماتو له مخې طالبانو دغه سواګریز مرکزونه په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې په تور بندیان کړي او سوداګریز مرکزونه او هټۍ یې د یوې میاشتې لپاره ورتړلې دي.

د کندهار د دغې سوداګریزې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، یوه میاشت وړاندې هم نږدې سل هټۍ وال او د بهرنیو اسعارو د تبادلې کاروباریان د سپین بولدک ولسوالۍ د طالبانو له لوري د کلدارو د کارولو په تور بندیان شوي وو، او څو ورځې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب را خوشې شول .

خو تر اوسه پورې په رسمي ډول د ځايي طالبانو له لوري د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلدارو د کارولو په تور د سوداګریزو مرکزونو د تړلو او د هټۍ والو د بندي کولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو کابو درې میاشتې وړاندې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د یو فرمان له مخې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګاوه. او له یاد فرمان څخه سرغړونکو ته یې د طالبانو له لوري د سزا ورکولو خبره هم کړې وه .