طالبان: هغه دوه کسان مو نیولي، چې لس ورځې وړاندې یې په دشت برچي کې د چاودنې مسوولیت لاره

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي، دغه چاودنه چې د دشت برچي یو سوداګریز مرکز مخې ته شوې وه او له امله یې دوه کسان مړه او شاوخوا لس نور ټپیان شوي وو د هغو غلو کار وو، چې غوښتل یې له دغه سوداګریز مرکزه غلا وکړي.