د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې زلزلې د تخار ولایت ځینې سیمې ولړزولې

نن د جمعې په ورځ سهار څلور نیمې بجې د مرغومی په ۲۹مه نېټه یوې زلزلې د تخار ولایت ځینې سیمې ولړزولې. د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د راپور له مخې، دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې وه چې مرکز یې د تخار ولایت مرکز د تالقانو ښار ښودل شوی.

تر دې مهاله د دغې زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.