• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کونړ کې د چاودنې له امله درې کسان ووژل او شپږ ټپیان شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

په کونړ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي. فرید دهقان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چاودنه نن په یوه کور کې شوې او علت یې معلوم نه دی.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان اول د ولسوالۍ روغتون او بیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له پېښې وروسته طالب ځواکونه د چاودنې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

لا هم د چاودنې ډول او د مړو او ټپیانو هوویت مالوم نه دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په جهادي مدرسو کې د ۵۰ زره زدکوونکو د جذب لپاره عمومي ازموینه واخیسته

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

طالبانو په کابل او ولایتونو کې په جهادي مدرسو کې د ۵۰ زره نویو زدکوونکو د جذب لپاره عمومي ازموینه پیل کړه.. د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي، دغه ازموینه نن پیل شوه او تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم نن په بلخ ولایت کې له دې ازموینې لیدنه وکړه.

دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې طالبانو له تېرو دوو کلنو راهیسې نجونو ته د پوهنتون په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه نه ور کوي.

دې ډلې کابل ته له ننوتو وروسته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ليندۍ د میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ، چې د طالبانو له واک ته د رسیدو وروسته « د هلکانو په ښوونځیو کې د زدکړو کیفیت خورا ټیټ شوی دی.»

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو واکمنۍ کې په ښوونځیو کې د هلکانو سزا هم زیاته شوې ده.

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

په کونړ کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنګل کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په خبره، نښته نن سهار هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو هڅه کوله په دغه سیمه کې د افغانستان لور ته ازغن سیم نور هم واړوي.

طالبانو او پاکستان لا په دې هکله رسمي څه نه دي ویلي.

د سرګاڼو ګنګل د ډیورنډ کرښې ها غاړه د پښتونخوا له باچوړ سره ګاونډۍ سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې وسلوال د پاکستان پرضد بریدونه کوي.

پاکستان د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي په پلمه پر ۲۰۱۷ کال د ازغن تار تېرول پیل کړل.

ور سره افغان چارواکي او ځايي خلکو بیا بیا شکایت کاوه چې پاکستان په ډېرو سیمو کې له ډیورنډ کرښې په تېري د افغانستان خوا ته دا تار غځولی دی.

ځایي سرچینې دا هم وايي چې پاکستان په دانګل کې هم د افغانستان نږدې لس متره خاره لاندې کړې او اوس د لا نورې خاورې د لاندې کولو هڅه کوي.

په پروان ولایت کې دوه وروڼه د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰

په پروان کې د طالبانو پولیس وايي، دغه پېښه د شینوارو ولسوالۍ په هېر دره سیمه کې هغه مهال شوې چې دغه دواړه وروڼه د شپې ناوخته له دغې درې څخه د خپل کور پر لورې روان وو.

په پروان کې د پولیسو قوماندانۍ په یوې خبرپاڼه کې د دغې پېښې لامل کورنۍ شخړې او تربګني یاده کړې او وايي، چې په دې تړاو یې درې تنه مشکوک کسان هم نیولي دي.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
دا په پروان کې لومړنۍ او ښايي وروستۍ پېښه نه وي، چې تر سره کېږي. تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ورته مرموزې وژنې شوې، چې خلک تر ډېره په کې طالبان ښکېل ګڼي.

دغه خلک وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې څوک د طالبانو له وېرې وسله نه شي ګرځولی؛ نو څنګه کېدای شي چې بیا د یو بل مرګ او وژلو ته زړه ښه کړي.

د پېښور پولیس: دوه تنو نیول شویو ځانمرګو بریدګرو د افغانستان په پکتیا کې روزنه لېدلې وه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، له نیول شویو بریدګرو څخه داسې ویډیو ګانې او نور شواهد تر لاسه شوي چې ښيي دوی د افغانستان په سرحدی ولایت پکتیا کې د ځانمرګو بریدونو روزنه لیدلې وه.

پولیسو دا دعوه هم کړې، چې دغه کسان د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې له‌خوا د پېښور په متنو سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو، هغه ځای کې چې دوی د ځانمرګي بريد پلان درلود.
دوی وايي، دغو خانمرګو بریدګرو غوښتل چې د جمعیت علمای اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن او د عوامي نېشنل ګوند پر صوبايي مشر اېمل ولي خان بریدونه وکړي.

نيول شوي کسان ترهګرۍ ضد عدالت ته د اوو ورځو لپاره سپارل شوي، چې ځانګړي څارنوالان ترېنه پوښتنې ګروېږنې وکړي چې د پاکستان د قانون له مخې به له هغې وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې ته استول کېږي او د قید او سزا موده به یې ټاکل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د یو پولیس افسر نجم الحسنین لیاقت په وینا، نیول شوي کسان د داعش خراسان څانګې سره تړاو لري.
نوموړي په پېښور کې خبريالانو ته ويلي:« موږ د ولايت په مرکز کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په جلا، جلا عملياتو کې د دوو ځانمرګو بريدګرو په نيولو سره د ترهګرۍ يوه لويه طرحه شنډه کړه. د دوی سره دوه ځانمرګي واسکټونه، درې لاسي بمونه او تومانچې هم نیول شوي دي.»
د تېر کال د ډسمبر په ۲۹مه د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و، چې د جمیعت علمای اسلام پر مشر او د خېبرپښتونخوا د عوامي نیشنل ګوند د مشر ژوند ته جدي ګواښونه پېښ دي؛ نو صوبايي حکومت دې له احتیاطه کار واخلي او د دواړو سیاسي مشرانو د امنیت خوندي کولو په اړه دې لازم ګامونه واخلي.
دا رنګه له دواړو سیاسی مشرانو نه غوښتنه شوې وه، چې د غونډو پر مهال دې احتیاطي تدابیر ونیسي او د غیر ضروري کارونو لپاره دې له کوره بهر د تګ راتګ نه ډډه وکړي.
په پاکستان کې د راروانو ټاکنو په درشل کې امنیتي حالات ترېنګلي شوي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه هم هڅه کوي، چې د یو لړ امنیتي ګامونو به اخیستلو سره د نا امنیو او وسله‌والو بریدونو مخه ونیسي.

تر دې وړاندې د دغه هېواد مشرانو جرګې هم د همدغو ترینګلیو امنیتي حالاتو له امله د ټاکنو د شا ته کېدو غوښتنه کړې وه؛ خو د ټاکنو کمیسیون وايي، چې دغه ټاکنې به په ټاکل شوې مودې ترسره کېږي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز: کابل کې طالبانو دوه خبریالان نیولي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په کابل کې دوه خبريالان نيولي دي. دغه مرکز وايي، احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي په کابل کې د طالبانو د استخباراتي ادارې ته له ورغوښتلو وروسته نیول شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د جمعې په ورځ - د مرغومي ٢٩مه - د دې خبريالانو پر نيول کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره د هغوى د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه مرکز ویلي، احمد جواد رسولي د اطلاعات ګردش خبري اژانس د امتیاز خاوند او عبدالحق حمیدي یې مدیر مسوول دی.

د دغو دوو خبریالانو خپلوانو ویلي، چې د طالبانو استخباراتو احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د پنجشنبې په سهار نیولي دي.

طالب چارواکو تر اوسه د دغو دوو خبريالانو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواکه دي اوطالبان دې، د ګواښونو پر ځای د دوی ملاتړ او ورسره همکاري وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو لسګونه خبريالان نيولي او په ځينو مواردو کې يې ځورولي هم دي.