• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فلسطین سره میاشت: اسراییل د غزې په سویل کې پر یوه روغتون د بې پیلوټه الوتکې برید کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۱ GMT+۰

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې پر اسراییل تور پورې کړی، چې د جمعې په ورځ یې په خان یونس کې پر یو روغتون د بې پیلوټه الوتکې برید کړی. دغه بنسټ ویلي، چې په دغه برید کې یو شمېر فلسطیني بې ځایه شوي خلک ټپي شوي دي.

اسراییلي پوځ ویلي، د دغه راپور په اړه پلټنې کوي.

د دې سره هم مهاله د غزې یو شمېر اوسېدونکو هم په دغې تړانګه کې د ډزو غږونه اورېدلي دي.
اسراییل وایي، خان یونس دا مهال د حماس د وسله‌والو په اصلي پټن ځای بدل شوی؛ نو له همدې امله د دغه هېواد پوځ په روانه اونۍ کې په یاده سیمه کې خپلو نویو پرمختګونو ته دوام ورکوي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ۱۴۲ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او ۲۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، له دې سره د ټولو وژل شویو شمېر ۲۴ زره ۷۶۲ تنو ته رسېدلی دی.
له دې سره هم مهاله نړۍوال روغتیايي سازمان ویلي، چې د غزې په تړانګه کې ۳۶ روغتونونه تړل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، په غزه کې ۱۵ روغتونونه فعاله دي چې د خپلو اصلي وړتیاوو درې برابره کم د سون توکي او نورې روغتیايی اسانتیاوې لري.
اسراییلي چارواکي پر حماس تور پورې کوي، چې له روغتونونو د پوځي موخو لپره کار اخلي؛ خو د حماس تر څنګ یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم دغه ادعاوې ردوي.
د اسراییل او حماس له جګړې له درې میاشتو زیات وخت تېرېږي، چې په دې موده کې د غزې ۷۵ سلنه وګړي چې شمېر یې ۱.۷ مېلیونه خلکو ته رسېږي بیځایه شوي دي.

له ډېرو هغو غوښتل شوي، چې له خپلو سیمو نورو ته وکوچېږي.
د بشري حقونو سازمانونو د فلسطینیانو دغه جبري بې ځای کېدنه چې د اسراییل د پوځ له‌خوا ترسره کېږي په کلکه غندلې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

فلسطینی زوم: غوښتل مې خپلې ناوې ته د واده ښکلي مراسم ونیسم

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

فلسطيني زوم محمد الغندور غوښتل خپلې ناوې ته د واده ښکلي مراسم ونیسي، خو په غزه کې د جګړې له امله دوی اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او وتښتي. غندور او مېرمنې یې تېره اونې د بې خایه شوو په یو کمپ کې واده وکړ، چیرې چې دوی اوس ژوند کوي.

غندور وايي: «ما د واده لپاره غوښتل میلمستیا او جشن ونیسم. غوښتل مې د نورو په څېر خپل ملګري، خپلوان او د تره زامنو ته بلنه ورکړم.»

دغه جوړه د غزې د ښار په شمال کې د یوې کوچنۍ سیمې څخه دي، چیرې چې د اکتوبر په اوومه نېټه د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل له خوا سخت بمبار شوی دی.

د دوی په وینا، د دواړو کونیو کورونه د اسراییل په هوایي بریدونو کې ویجاړ شوي او د تره زامن او د کورنې نور غړي یې له لاسه ورکړي دي.

غندور وایي: «شاید زه ۳ سلنه خوشاله اوسم، خو د خپلې مېرمنې لپاره مې ځان چمتو کوم او غواړم خوشاله یې وساتم.»

په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس جنګیالیو په اسراییل برید وکړ، چې په پایله کې یې له ۱ زرو ۲۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول چې دېری یې ملکي وګړي وو.

د روغتیایي چارواکو په وینا، د غزې په تړانګه کې د اسراییل بمبارۍ او بریدونو له امله له ۲۴ زره او ۷۶۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

غندور خپله مېرمن شهاد له لاسه نیولې او د خیمې په لور یې بیایي. دغه زوم او ناوې د خپلو خپلوانو له خوا په رنګینو چراغونو بدرګه کیږي.

100%

شهاد سپین کالي اغوستي او سپین ټیکری یې په سر دی چې په دودیز ډول په سره رنګي تارونو ګلدوزي شوي دي. شهاد د خیمې دننه ولاړ ده او لاس یې پورته نیولی، ترڅو غندور راشي او ګوتمې ور په ګوته کړي.

100%

هالنډ د عراق په برید کې د وژل شوي ماشوم پر سر د ایران سفیر احضار کړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د هالنډ حکومت د جمعې په ورځ په په دغه هیواد کې د ایران سفیر وروسته له هغه احضار کړ چې د عراق په اربیل ښار کې د ایران له خوا په یوه برید کې د یوه هالنډي ماشوم د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

ایران د دوشنبې په ورځ – د مرغومې ۲۹مه - د عراق د نیمه خودمختاره کردستان سیمې، پر مرکز اربیل، د بالستیک توغندیو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د اسرائیلو د جاسوسۍ یو مرکز یې په نښه کړی، هغه څه چې د عراقي او کرد چارواکو له خوا رد شوي دي.

په دغه برید کې د یو مشهور کرد سوداګر او د هغه د نوي زیږدلي ماشوم په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې هانک بروین سلاټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یو هالنډي ماشوم چې عمر یې له یو کال څخه کم و، په اربیل کې د ایران په بریدونو کې وژل شوی دی.

هغې زياته کړه، چې له خپل ايراني سيال، حسين اميرعبداللهيان څخه يې په دې اړه د وضاحت غوښتی او د ايران سفير يې احضار کړى دى.

ایراني رسنیو د اميرعبداللهيان له قوله لیکلي: "موږ د عراق په شمال کې د موساد په ترهګریز مرکز کې د ماشوم د وژل کیدو په اړه مستند شواهد نه لرو."

نوموړي د هالند د بهرنیو چارو وزیرې سره په تیلفوني خبرو کې زیاته کړې: "موږ په غزه کې د زرګونو فلسطینی ښځو او ماشومانو نسل وژنې ته د هالنډ د حکومت پام ور اړول غواړو."

د ایران استخباراتو د داعش د دوو غړیو د وژل کېدو او د دغې ډلې د څو مشرانو د نیولو خبر ورکړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د ایران د استخباراتو وزارت اعلان کړی چې د داعش - خراسان ډلې دوه غړي د اسلامی جمهوریت له امنیتی ځواکونو سره په نښته کښې وژل شوی او د دغې ډلې یو شمېر مشران نیول شوی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرمان د حملې په تړاو یې یو شمېر نور کسان هم نیولي چې ځینې یې د داعش قومندانان دي.

دغه وزارت وايي، محمد عادل عارف چې په عارف پنجشیري مشهور و او په ۲۰۱۹ کال کې یې د کابل پر پوهنتون په برید کې لاس درلود، تهران ته داخل شوی او تر تعقیب لاندې دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په نيول شويو کسانو کې د څو بهرنيو هېوادونو وګړي هم شامل دي، خو د هغوى د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د داعش د دوه غړو ووژل کیدل

د ایران د استخباراتو د وزارت په وینا، د داعش دوه غړي چې په کرمان کې له خونړیو چاودنو څو ورځې وروسته "د نورو بریدونو د ترسره کولو په موخه دغه هیواد ته راغلي وو " په کرمان کې د اسلامي جمهوریت د امنیتي ځواکونو له خوا تر محاصرې وروسته په نښتو کې وژل شوي دي. دواړه کسان د "بهرنيو وکړو" په توګه پیژندل شوي دي.

د استخباراتو وزارت وايي، دغو دوو کسانو د پوليسو پر يوه مرکز د بريد او بیا د بریدګرو سره د مبارزې لپاره د راتلونکو ځواکونو په لاره کې د بمبي چاودنو د ترسره کولو پلان درلوده.

د داعش د مشرانو نیول کیدل

د ایران د استخباراتو د وزارت په خبرپاڼه کې د داعش – خراسان د ځینو نیول شویو مشرانو په اړه هم جزیات ورکړل شوي دي.

محمد عمران تنویر چې په ابو عمران مشهور دی د داعش - خراسان د یوه سرګروپ په توګه پیژندل شوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د «بم جوړولو مهارت لري» او شاوخوا اته کاله وړاندې له داعش سره یوځای شوی و.

خبرپاڼه کاږي چې هغه د سيمې په څو هېوادونو کې حضور درلود او وروسته د داعش د يوه قومندان په توګه غوره شوى دى.

د نیول شوو کسانو له ډلې یو تن بل یې مهتاب (نارینه) دی. ویل کیږي چې نوموړی د یوه کارګر په توګه ایران ته راننوتی و.

په دې اعلاميه کې د داعش - خراسان د يوه بل سرګروپ د نيول کیدو يادونه هم شوې، چې د خپلې ډلې له څلورو نورو غړو سره یو ځای نيول شوى دی. که څه هم د دغه کس نوم نه دى اخيستل شوى، خو په اعلاميه کې ويل شوي، چې نوموړى د داعش د عملیاتي قوماندان عبدالحکيم توحيدي سره مستقیمه اړیکه درلوده او ایران ته د رالیږل شوې ډلې مشري یې کوله.

د ایران د استخباراتو وزارت د څلورم کس د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی چې "په مشهد ښار کې د امام زادګانو پر یو زیارت د برید پلان لروده." په اعلامیه کې د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو هغه کس چې د ایران د استخباراتو وزارت خطرناکه بللی او ویلي یې دي چې تر تعقیب لاندې دی، محمد عادل عارف دی چې په عادل پنجشیري هم مشهور دی. د دغه وزارت په وینا، نوموړی د تهران په لویدیځ کې یوې سیمې ته د ننوتلو پرمهال لیدل شوی او اوس تر تعقیب لاندې دی.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټه وایي له ایران سره جنجال نه غواړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د ملي امنیت کمېټه وايي، له ایران سره جنجال نه غواړي، خو پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا هم سودا نه کوي. د ایران او پاکستان ترمنځ له خپلمنځي توغندیز برید وروسته نن دا غونډه د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ جوړه شوې وه.

تر دې غونډې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له ایراني سیال سره خبرو کې ویلي چې د خپلمنځي ستونزو د حل لپاره همکارۍ ته تیار دي.

سرچینو جیو نیوز ته ویلي چې د ملي امنیت شورا غونډه کې هم د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په ډیپلوماټیکه او دفاع وزیر په خپله برخه کې مالومات ور کړل.

تر دوو ساعتونو اوږده غونډه کې د پاکستان پوځي مشرانو دا هم وویل، چې ایران کې یې پرون د استخباراتي مالوماتو له مخې عملیات کړي دي.

تر دې غونډې وروسته د پاکستان کابینې هم په غونډه کې ویلي چې ایران د اوسني کړکېچ د ختمولو هیله لري او دوی هم ور سره جنجال ختمول غواړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ملي امنیت شورا غونډه کې، ایراني سیال ورته ویلي چې د کړکېچ ختمول غواړي.

د نوموړي تر څرګندونو وروسته کابینې پرېکړه کړې چې له ایران سره ډیپلوماټیک اړیکي عادی کړی.

پاکستان وايي د ایران د سیستان بلوچستان په سراوان کې یې د بلوڅ بېلتونپالو پر مرکزونو بردی کړی دی.

خو د ایران چارواکي وایي، په دې برید کې ولسي وګړي وژل شوي دی.

د پاکستان دا برید د دغه هېواد په بلوچستان کې د ایران توغندیز برید ته ځواب و.

ایران وايي، په دغه برید کې یې جیش العدل ډلې دوه مرکزونه له منځه وړي، خو پاکستان وايي، په برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ترکیې په ختیځ کې د داعش شپږ مشکوک وسلوال نیول شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

ترکي رسنیو ته امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، چې پولیسو د ترکیې په ختیځ کې د داعش شپږ شکمن وسلوال نیولي دي.

دغو سرچینو چې له رسنیو سره د خبرو کولو د محدودیت له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، ویلي، چې په الازیغ ولایت کې د ترهګرۍ ضد پولیسو شپږ شکمن کسان له داعش سره د اړیکو او تړاو په تور نیولي دي.

له دغو شکمنو کسانو یو تن په ضمانت خوشی شوی او پنځه نور به یې له ترکیې وشړل شي.

په ۲۰۱۳ کې، ترکیه یو له لومړنیو هیوادونو څخه و چې داعش یې ترهګره ډله اعلان کړه.

ترکیه له هغه وخت راهیسې څو ځلې دې ډلې له بریدونو سره مخامخ شوې او لږ تر لږه ۱۰ ځانمرګو بریدونو، اوو بمي چاودنو او څلورو وسله والو بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو په ځواب کې، ترکیې په کور دننه او بهر د دې ډلې پر ضد عملیات کړي ترڅو د نورو بریدونو مخه ونیسي.