• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي له یو کال ډېره موده کې یې د سند له زندانونو تر ۳ زرو ډېر بندیان خوشي کړل

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د سند په مرکز کراچۍ کې د طالبانو کونسل وايي، له څه باندې یو کال په ډېره موده کې یې د دغې صوبې له زندانونو تر درې زرو دو سوو افغان بندیان خوشي کړي دي. عبدالجبار تخاری زیاتوي، پرون یې هم د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان بندیان خوشي او د چمن له لارې یې ا فغانستان ته ولېږل.

نوموړی د کونسلګرۍ اېکس کې لیکی، له تېر کال راهیسې په سند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دا خوشي شوي کسان د دوی په لګښت تر افغانستان لېږل شوي دي.

طالبان وايي، لا هم تر ۲۲۱ ډېر افغان بندیان په دغه صوبه کې شته او دوی یې د ازادولو هڅه کوي.

د طالبانو په واکمنېدو او له افغانستان د کډوالۍ د بلې څپې پیلېدو سره په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ځورول هم زیات شول.

د پاکستان تر نورو ښارونو په کراچۍ کې پر بې اسناده کډوالو سربېره قانوني کډوال او ویزه لرونکي هم جېلونو ته واچول شول.

تېر کال د سند په مختلفو جېلونو کې څلور افغان بندیان مړه شول.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: چین په افغانستان کې د لمري برېښنا د تولید لپاره پانګونه کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، یو شمېر چینايي پانګوالو په افغانستان کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت، د لمري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دغو پانګوالو پرون له سردار احمد شکیب سره لیدلي دي.

د سفارت په اېکس کې د ښاغلي شکیب له قوله ویل شوي چې دوی «اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هر هغه پانګونې ته ښه راغلاست وايي چې شفافه او د عامو افغانانو په ګټه وي.»

د افغانستان نږدې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، خو د اړتیا وړ برېښنا له نورو هېوادنو په تېره، ازبکستان تاجکستان او ایران واردوي.

له ټولنیز مسوولیت د ځان خلاصولو لپاره د لوستي قشر درې پلمې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰
•
اسدالله غضنفر

موږ د پرمختګ له مفهوم سره په وروستیو کې بلد شوو. د علمي، صنعتي انقلاب د پلوشو تر خپرېدو له مخه مو د دود او رواج په پیروي کې خیرونه لیدل او تمه مو نه وه چې د ټولنې سبا دې ترنن بهتر شي.

طبعا دنیا همېشه په تغییر کې وه خو تغییر وېرولو او لکه څوک چې په مات پاڼ ولاړ وي، اینده ناخوندي راښکارېده.

رحمان بابا د دنیا په اړه وایي:

نه یې مخ شته نه یې څټ شته

لکه لوټه د صحرا

په یوه ګړۍ یې مخ وي

په یوه ګړۍ یې شا...

په ساعت کې یې بقا وي

په ساعت کې یې فنا...

خدای څوک پېښ مه کړه رحمانه

په دا هسې رنګ بلا

خو نوي تمدن چې په طبیعت باندې یې د بشر غلبه زیاته او په ټولنه کې یې وګړو ته د انساني حقونو د ورکړې مفکوره پیاوړې کړه، د تغییر د وېرې ځای د تحول هیلې ته وسپاره او زموږ په ادبیاتو کې په شلمه پېړۍ کې له تغییر څخه د مثبت تغییر او پرمختګ معنا واخیستل شوه. د شلمې پېړۍ د منځ په کلونو کې د استاد بېنوا دا شعر چې بدلېدا پکې مثبته معنا لرله، د افغانستان د روڼاندو په کړیو کې په خوند خوند ولوستل شو:

نسیم ووې د ګل غوږ کې

بدل شو د یارانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ

په دې کې شک نشته چې نوي تمدن د دنیا تغییرات ډېر چټک کړل او اکثره تغییرات د پرمختګ سبب شول خو په دې کې هم شک نشته چې دغه تمدن زموږ نه دی، دا یو پردی تمدن دی چې راخپلول یې پوهه او توضیح دواړه غواړي، یعنې داسې کسان باید په کافي اندازه ولرو چې د نوي تمدن له علم، فکر او تکنالوژي سره بلد وي او خلکو ته هغه تغییرات توضیح او توجیه کړای شي چېنوی تمدن یې له ځان سره راوړي.

د یوویشتمې پېړۍ په سر کې افغانستان ته موبایل راغی او مخالفت ورسره ونه شو، د شلمې پېړۍ په سر کې د موټر له راتلو سره هم مخالفت نه و شوی. دلته یوازې د دغو وسیلو زدکړه کافي وه چې استفاده ورنه وکړو مګر عصري ښوونځي مو دومره په اسانه ونه منل، له ځینو عصري لوبو سره هم کله کله مخالفت وشو. یخچال مو په خوشحالۍ ومانه خو فیلم ته لا تر اوسه په نه زړه ګورو.

د نوي تمدن د کورتیو په اغوستلو کې ډېر دوه زړي نه شوو، خو په پتلون کې یې لا دوه زړي یو. په هوټل کې واده کولو یا روغتون ته د ماشوم د زوکړې لپاره د ښځې استولو رانه وخت واخیست، د میکروریان په څېر اپارتماني کورونو ته مو درې څلور کاله په شک وکتل، د جغرافیا مضمون راته څه موده په ګناه لړلی ښکاره شو، په عصري صابونونو پسې مو یو څو کاله اوازه واچوله چې د خوګ له وازدې جوړ شوي دي او د فابریکو په غوړیو پسې مو وویل چې د زېړوغوړیو قوت پکې نشته.

مخالفتونه بېل بېل ډولونه لري. یوه نوې ښکارنده بې فایدې بلل، یا منفي اوازه پسې خپرول یا مسخرې ورپورې کول به هغومره توند غبرګون نه وي لکه له نوې ښکارندې خلک په زور راګرځول، مګر نرم مخالفتونه هم د تحول په بهیر باندې منفي اثر غورځوي.

دا د ټولنې د روڼاندانو، نخبه ګانو او مخکښانو دنده ده چې د نویو مثبتو ښکارندو په اړه خلکو ته توضیح ورکړي او په فکرونو باندې اثر پرېباسي.

زموږ لوستي کسان او نخبه ګان په دغه توضیح کې په کافي اندازه کامیاب نه وو. وجه یې دا وه چې توضیح زحمت غواړي. زموږ لوستو د ځانونو لپاره ځینې داسې فکري کلیشې جوړې کړې دي چې هم د نخبه او روڼاندي مقام له لاسه ورنه کړي او هم د سمې توضیح له زحمته ځان وژغوري. دوی چې د تمدن له یوې مثبتې ښکارندې سره په ټولنه کې مخالفت وویني، معمولا درې دلیلونه راوړي:

الف، زموږ په وروسته پاته وضعیت کې د پردیو لاس دی. پردي نه غواړي په پښو ودرېږو.

ب، زموږ په بې خبري کې د حکومت لاس دی. حکومت نه غواړي چې خلک پوه شي، ځکه که پوه شي بیا له حکومت سره حساب کوي.

ج، مونږ له اصله لا بېکاره خلک یو.

زه په دې خبرې نه کوم چې دغه دلایل تر کومه حده سم دي یا ناسم، بلکې دا وایم چې دا دلیلونه د ټولنې د ستونزو کومه غوټه نه پرانیزي بلکې د لوستو له اوږو د مسوولیت د اخیستلو لپاره پکارېږي.

په ۱۷۸۹ میلادي کال کې د فرانسې انقلاب خلکو ته د سیاسي او مدني حقونو د ورکړې له نظره د بشر د تاریخ ډېره ستره پېښه ګڼل کېږي. د دغه ستر تحول په راوستلو کې د فرانسې د هغو نخبه ګانو د فکري هڅې لویه برخه وهچې تر انقلاب له مخه یې د معلوماتو د یوې عظیمې ټولګې د برابرولو کوښښ وکړ. دغه نخبه ګان دې نتیجې ته رسېدلي وو چې له جهل څخه د ټولنې د راایستلو لپاره ضرور ده چې د یو داسې دایرة المعارف په جوړولو باندې کار وکړي چې مختلف علوم پکې د عقل او تجربې په بنیاد بیان شوي وي. دوی په کلونو کلونو خواري وکړه او د ټولنې د فکر په بدلانه کې یې محسوسه برخه واخیسته.

نن سبا په دنیا کې د هوا د ککړتیا او اقلیمي تغییراتو بحثونه ډېر تاوده دي. د فابریکو او کاروبارونو ګڼو مالکانو ته دغو بحثونو خوند نه ورکاوه خو د پرمختللې دنیا نخبه ګانو او روڼاندانو دا مساله دومره وشاربله چې اوس زموږ په کابل کې هم د بلاکونو له مالکانو غوښتنه کېږي چې د سکرو لوګیو ته دې فلتر ولګوي.

طب وایي چې یوه نجلۍ که په پنځلس کلنۍ کې حامله شي، د ماشومد زوکړې په وخت یې تر هغې مور د مړینې خطر څو چنده زیات دی چې په څو ویشت کلنۍ کې اولاد پیدا کوي. اوس که دا وایو چې میندې او پلرونه د اولاد د مرګ پروا نه لري، طبعا غلطه خبره کوو. نو ولې بیا هم ګڼې نجلۍ په کم عمر ودېږي؟ یو لوی علت دا دی چې زموږ رسنیو او هغو کسانو چې روغتیايي کلتور ته باید کار وکړي، خپل کار سم نه دی کړی.

موږ د ډېرو نیمګړتیاوو مسوولیت د حکومتونو غاړې ته اچوو خو حکومتونه د ژوند په مختلفو ساحو کې معمولا د ټولنې رسېدلي قشر او لوستو کسانو ته چارې سپاري. که د مکتب ښوونکی د درس ورکولو حوصله نه لري او په ازموینه کې د نقل کولو مخه نه نیسي یا د پوهنتون یو استاد دې ته تیار نه دی چې د خپل تخصص په ساحه کې نوې څېړنې وکړي، دلته اصلي ګناه د ټولنې د رسېدلي قشر ده.

د داوود خان مرحوم په جمهوریت کې افغانستان د ادبیاتو یوازې یو پوهنځی درلود چې یوازې د لیسانس د دورې زدکړې پکې کېدلې. د شل کلن جمهوریت په دوران کې په اکثرو ولایتونو کې ادبپوهنځي جوړ شول او کابل پوهنتون د ادبیاتو د دوکتورا دوره پیل کړه. په رسمي او سرکاري لحاظ خو د ادبپوهنې لپاره په لسګونو برابره ډېره زمینه مساعده شوه مګر موږ اوس هم د داوود خان د وخت د ابپوهنځي د وږمې او ادب مجلو ارمان کوو او وایو چې د هغو کیفیت ښه و. دا مثال راښیي چې که لوستی قشر خپل مسوولیت ونه پیژني، د تمدن له کاروان سره یو ځای کېدل او د نویو فکرونو خپلول، تولیدول او خپرول ډېر مشکل دي.

د جمهوریت له سقوطه وروسته په زرګونو متخصصان له وطنه ووتل. دوی طبعا د پردېسۍ له ستونزو سره مخ دي خو ایا که په میاشت کې یوه ورځ هم د هېوادوالو د پوهې، معلوماتو او مهارت د سویې زیاتولو ته ورکړي، له مثبت تغییر سره به مرسته ونه شي؟

د نوي او زاړه تمدن تر منځ کشمکش زموږ د تېر یوسلو څو کلن ژوند تر ټولو لوی کشمکش دی چې د نظامونو په نسکورېدو کې، په جګړو کې او په تباهیو کې یې لویه برخه وه. نوی تمدن د پرله پسې تغییراتو بې پایه بهیر دی چې په هره ساحه او هره شېبه کې زدکړه غواړي، ورزدکړه غواړي، توضیح غواړي او له زړو ارزښتونو سره سمون غواړي.

د اوسنۍ زمانې لوستی او منور قشر که کوم تاریخي مسوولیت لري هغه به همدا وي چې د نن او پرون تر منځ انسجام راولي او ټولنه له ذکر شوي تباه کوونکي کشمکشه راوباسي.

د چمن پرلتوال: پر ډیورنډ کرښه مو د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت سل ورځې بشپړېدونکې دي. دغو پرلت والو چې له نږدې سلو ورځو راهیسې د پاکستان د یادې پرېکړي په غبرګون کې پرلت پیل کړی، نن یک شنبه د (سلواغي ۱) نېټه یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د نه خوړلو د اعصاب د پیل پرمهال وویل: «موږ د ولس د ستونزو د حل په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، که ووژل شو هم یې پروا نشته. موږ نن دلته د نه خوړو اعتصاب پیل کړ تر څو د پاکستان حکومت زموږ غوښتنې ومني.»

د چمن پرلتوال وايي، د نه خوړو اعتصاب به یې تر هغه وخت دوام وکړي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي اخیستې.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي: «د پاکستان حکومت سره مو خبرې اترې هم روانې دي خو موږ به خپل اعتراضونو ته هم دوام ورکوو، موږ له خپلې پیل شوې مبارزې نه په شا کیږو او حکومت دې ته اړباسو چې خپله پرېکړه بدله کړي.»

نږدې سل ورځې پوره کیږي چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن ځايي اوسیدونکو، سوداګرو او سیاسي ګوندونو پرلت وهلی دی.

ډان ورځپاڼه: د تورخم دروازې له خلاصېدو ناهېلې تر سلو زیاتې لارۍ بېرته پیښور ته راستانې شوې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د تورخم لاره چې له نهو ورځو راهیسې تړلې ده، پاکستاني رسنیو لیکلي چې له پولې دېخوا تر ۱۰۰ ډېرې لارۍ چې سبزئ او میوې لېږدوي بېرته پيښور ته راګرځېدلې دي. د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازې پرانیستلو خبرې بې پایلې دي.

د دې راپور پر بنسټ، پاکستاني صادرونکو ویلي چې شاوخوا ۹۰ لارۍ د کینو، کچالو او نور د شبنې په ورځ له مالونو ډکې پېښور ته راستنې شوې دي. د دوی په خبره، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې له پولې هاخوا ۳۰ لارۍ ورته مالونه لېږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ (د مرغومي په ۳۰مه) اعلان وکړ، چې پر ډیورنډ کرښه تورخم دروازه د افغان سوداګریزو لاریو چلوونکي باید ویزه ولري. ویل کیږي چې د دغو موټر چلوونکو اکثریت نه ویزې لري او نه هم پاسپورټونه او د اسلام اباد دغه پرېکړې وروسته دوی نه شي کولای له ډیورنډ کرښې تېر شي.

طالبانو هم د پاکستان پر دې پرېکړې اعتراض کړی او د دغه هېواد سوداګریزو لاریو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته ننوځي.

د دواړو خواوو متقابل عمل د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دغه کلیدي لاره باندې له یوې اوونۍ زیاتې مودې راهیسې سوداګریزې چارې ودرول شي.

د پاکستان ګمرک یوه چارواکي مجیب الله شینواري ډان ورځپاڼې ته ویلي، یو شمېر افغان موټر چلوونکي چې معتبرې ویزې لري په پاکستان کې د باروړونکو موټرو د درېدو له امله په ګڼه ګوڼه کې بند پاتې دي او بېرته نه شي راتلای.

د هغه په وينا، پاکستاني لارۍ هم د اړينو اسنادو له درلودلو سره سره د افغانستان لوري ته بند پاتې دي.

ښاغلي شینواري وویل، چې په تورخم کې د سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو له امله سوداګرو ته میلیاردونه پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی.

هغه وویل چې د اسلام اباد او تهران تر منځ د وروستیو کړکیچونو او همدارنګه د افغان موټر چلوونکو لپاره د ویزې په شرطونو کې د بدلون په برخه کې د پاکستان له لوري د علاقي نه لرلو له امله د تورخم د بیا پرانستلو خبرې هم ټکنۍ شوې دي.

هغه خبرداری ورکړ چې پاکستاني توکي ښايي افغان مارکېټ له لاسه ورکړي، ځکه چې يو شمېر افغان سوداګرو له خپلو ايراني سيالانو د اړينو توکو د واردولو غوښتنه کړې ده.

په راپور کې د یوه ځايي سوداګر نظر ګل په حواله هم ویل شوي، چې د افغانستان د جلال اباد بازار کې یې ډیر ایراني توکي لیدلي دي.

سرچینې: داعش ډلې په کونړ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه غوڅ کړي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۳ GMT+۰

ځايي سرچينې وايي په کونړ کې داعش وسله والو په دغه ولايت کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه غوڅ کړي دي. پېښه تېره ورځ د شنبې ورځ (مرغومې ۳۰مه) د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په «ډيوه ګل دره» کې شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې داعش وسله والو لومړی دغه دوه کسانو ته نارنجي رنګ جامې ور اغوستې او بیا یې وژلي دي.

تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په کونړ ولایت کې د داعش ډلې خوځښتونه زیات شوي دي.

داعش وسله والې ډلې د روان ه ش کال د مرغومې په ۱۵مه د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له یوه کس سر غوڅ کړی و.