د طالبانو د محدویتونو په لړ کې امریکا د افغان نجونو او مېرمنو د مقاومت ستاینه وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې دا مهال یې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه پر مخ وړل کیږي، د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د افغان مېرمنو مقاومت ستایلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې دا مهال یې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه پر مخ وړل کیږي، د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د افغان مېرمنو مقاومت ستایلی دی.
د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) پر خپل اېکس پاڼه، د زده کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور کړي پیغام کې د افغان مېرمنو مقاومت، تل پاتې ځواکمنتیا ستایلي او ټینګار یې کړی، چې «د امریکا پراختیايي ادارې (USID) تېر میلادي کال با کیفیته زده کړو ته د نجونو د لاس رسي په هدف د راتلونکو ۵ کلونو لپاره ۷۹ میلیونه ډالر چمتو کړل.»
تر دې وړاندې د افغانستان - امریکايي پوهنتون هم اعلان کړی وو، چې له نهم ټولګیو څخه فارغو نجونو ته په انلاین بڼه د با کیفیته زده کړو زمینه برابروي، چې یادې پروسې ته نوملیکنه لا هم روانه ده.
امریکا په داسې مهال د افغان مېرمنو مقاومت او ځواکمنتیا ستايي، چې طالبانو وروستۍ یوه میاشت کې د هېواد له بېلا بېلو سیمو یو شمېر نجونې د بې حجابۍ په تور نیولي او زندانونو ته یې غورځولي دي.
ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې له افغان نجونو سره د طالبانو وروستی چلند ټکان ورکوونکی بللی او غوښتنه یې کړې، چې روان بد وضعیت باید پای ومومي.


د افغانستان د ۳۴ ولايتونو سوداګرو او صنعت کارانو د کندهار والي سره په لېدنه کې د صنعت او سوداګرۍ د ستونزو د حل په موخه خبرې کړې دي. افغان سوداګرو غوښتل، چې د طالبانو مشر ته مخامخ خپلې ستونزي ووايي؛ خو تر اوسه یې په لېدو بريالي شوي نه دي.
د افغانستان د ۳۴ ولایتونو سوداګرو او صنعت کارانو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) کندهار ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له والي ملا شيرين اخوند سره د ستونزو د حل په موخه کتلي.
له مرکز کابل څخه کندهار ته د تللو سوداګرو یوه مشر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې غوښتل يې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده سره د سوداګرۍ په برخه کې پرتې ستونزوې شريکې کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ له هغه سره په لېدنه بريالي نه شول او ټولې ستونزې يې د کندهار د والي له لارې د طالبانو مشر ته ولېږلې.

کندهار ته تللي سوداګر وايي، چې د سوداګرۍ او صنعت د پراختيا، په ګمرکونو کې د فساد د مخنيوي، پر لويو لارو د سوداګريزو توکو اسانه لېږد، د ماليې کمول او د پاکستان سره د ډېورنډ پر کرښه د پرتو ستونزو اړوند بحثونه شوي.
د دوی په خبره، چې د ستونزو د حل او د غوښتنو د منلو ډاډ يې تر لاسه کړی.
کندهار ته د تللو سوداګرو یو استازی وايي: «په ګمرکونو او سرحداتو کې مو ټولې ستونزې او غوښتنې د کندهار والي سره شريکې کړې موږ اطمینان تر لاسه کړل، چې تر مشرتابه پوري به رسيږي او منل کېږي به.»
د کندهار د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلاميه کې د سوداګرو او والي د ليدنې خبر ورکړی.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ والي ملا شرین اخوند سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې او غوښتنې به يې تر ملا هبت الله ورسوي.
په اعلامیه کې د والي له قوله لیکل شوي: « موږ د ستونزو د حل ډاډ درکوو، ستاسو له پانګونې او هېوادوالو ته د کاري زمينې برابرولو له کبله مننه، ستاسې ټولې غوښتنې مشرتابه ته رسوم.»
دغو سوداګرو تېره ورځ د کندهار د علماو شورا له غړو او نن مازیګر ناوخته د سوداګرۍ خونې له استازو سره هم لېدنې تر سره کړې.

په کندهار کې له ښوونځيو محرومې نجونې وایي؛ له هغه وخته چې له زده کړو منع شوي په ذهني شکنجې اخته شوي او خپل راتلونکی تیاره ویني. دوی زیاتوي، چې د خپل حق د غوښتلو په بدل کې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل کیږي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) د زده کړې نړۍوالې ورځ په مناسبت په کندهار کې د ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوې نجونو سره خبرې کړي.
د نجونو څېرې چې له مایوسۍ ډکې ښکارېدې، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یې وویل: «راتلونکی مو تیاره دی، روحاً ځپل شوي یو، نړۍواله ټولنه باید زموږ غږ واوري.»
عالیه چې د کندهار میرویس نیکه د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د اقتصاد پوهنځي پخوانې محصله ده وایي؛ له زده کړو منع کېدل ورته درد ناک دي.
هغه زیاتوي؛ د ښوونځیو تړل کېدل له روحي فشار سره مخ کړې او له داسې ژونده په مرګ خوشاله ده.
عالیه وایي: « څه باندې دوه کاله مو ځان ته په دې ډاډ ورکاوه، چې نن يا سبا به پر زده کړو بنديزونه لېرې شي، نا څرګند او تیاره راتلونکي له مایوسۍ سره مخ کړې یم له داسې ژونده په مرګ خوشحاله یم.»
رڼا چې په کندهار کې د يوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم کال محصله او کشره خور فوزيه يې د زرغونې انا نجونو ښوونځۍ د يولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي؛ څو ځله يې د نورو نجونو سره د خپل حق غوښتلو لپاره د غږ پورته کولو هڅې وکړې؛ خو د دې به خبره، چې د ځايي طالبانو له خبرېدو وروسته په مرګ وګواښل شول.
د هغې په خبره؛ نړۍوال او د ښځو مدافعين یې بايد ملاتړ وکړي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کړي.
د هغې زياته کړه: « موږ د زده کړو د حق غوښتلو لپاره مرګ ته هم تيارې يو، دا حالت د زغم وړ نه دی، د ښځې په نوم موږ هره ورځ وژل کېږو، د ښځو ملاتړي نړۍوال بنسټونه باید زموږ غږ بدرګه کړي، هر څومره چې ژر کېږي دا بنديزونه دې لېرې شي.»
د افغانستان په سويلي ولایتونو کې نورو نجونو هم د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ورته غوښتنې درلودې او طالبانو څخه يې پر زده کړو د بنديزونو د لېري کېدو غوښتنې کولې.
طالبان نه یوازې دا چې په کندهار کې بلکې په ټول افغانستان کې په پرله پسې ډول هڅه کوې، چې د کار او زده کړو په اړه د نجونو د غږ پورته کولو مخه ونيسي.
طالبانو د ښوونيزو مرکزونو مسولينو ته په شفاهي ډول خبردارۍ ورکړی، چې د زده کوونکو او محصلينو د لاريونونو او تحرکاتو مخه ونيسي، کنه بیا به اړونده ښوونيزه اداره جواب وايي.
څه باندې ۸۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړې دي.
دغه ډله نجونو ته هم اجازه نه ورکوي چې پوهنتون ته لاړې شي.
ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو سازمان، د هغو هېوادونو په ګډون، چې اکثریت مسلمان نفوس لري؛ د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز غندلی دی.
په ورته وخت کې طالبانو د داخلي او بهرنيو تکراري غوښتنو سره - سره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانستلو ته غاړه نه ده اېښې.
یونېسف ویلي، چې دا مهال له درېیو میلیونو زیاتې نجونې ثانوي زده کړو ته لاسرسی نه لري؛ خو طالبانو بیا دا خپله داخلي مساله بللې او ویلي یې دي، چې د نجونو زده کړې د امر ثاني پورې ځنډول شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبانو د نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولی؛ بلکې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم دغې ډلې نجونې او مېرمنې له زده کړو او کار منع کړې وې.

د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی غړی او د طالبانو ملاتړی جعفر مهدوي ویلي؛ د دې تر څنګ چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو په هدفي وژنو کې رول نه دی لوبولی، د دوی د امنیت د تامین لپاره یې قرباني هم ورکړی ده.
ښاغلي مهدوي د هزاره ګانو وژنه د طالبانو د مخالفو ډلو کار ګڼي.
د افغانستان د ملت ګوند مشر د سې شنبې په ورځ (د سلواغې۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان هزاره او شیعه خلک د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت پر مهال«د حکومت دننه له تکفیري ترهګرو سره په ملګرتیا» په نښه شوي او په سیستماتیک ډول وژل شوي دي.
ښاغلي مهدوي زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې «تکفیري ترهګرۍ د تېر فاسد حکومت د ځینو ښکاره او پټو لاسونو په همکارۍ د هزاره او شیعه وګړو د قرباني کولو په هدف بریدونه ترسره کوي»، څو څرکنده کړي چې د طالبان د خلکو د امنیت په ځانګړې توګه د هزاره ګانو او شیعه ګانو د امنیت په تامین کې ناتوانه دی.
جعفر مهدوي په دې باور دی، چې پر طالبانو د هغو جنایتونو تور لګول چې په ښکاره توګه د «تکفیري ډلو او د هغوی د هملاسو» له خوا ترسره کیږي، نه یوازې د هزاره ګانو د امنیت پر تامین اغیزه کوي؛ بلکې هغوی د لا زیاتو امنیتي زیانونو او ګواښونو سره مخ کوي.
د طالبانو پر ضد یو شمېر سیاسي او پوځي جریانونه پر هزاره ګانو بریدونه د حقاني شبکې کار بولي او طالبان یې د دې بریدونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي؛ پر هزاره ګانو او شیعه ګانو بریدونه د «طالبانو په همغږۍ» ترسره کېږي.
جعفر مهدوي د هزاره سیاستوالو په منځ کې د طالبانو یو له ملاتړو څخه دی، چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یې د طالبانو ملاتړ وکړ.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار ټینګار کړی، چې افغانې ښځې باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې په بشپړ ډول ګډون وکړي.
هغې خوښي څرګنده کړې، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش له افغانو ښځو سره کېدونکی وحشت درک کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې څلورمه) پر خپلې اېکس پاڼې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند په حواله لیکلي، انتونیو ګوتریش د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز، «وحشتناک» بللی دی.
هېدر بار لیکلي، چې په ډېر احتمال سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه به د فېبرورۍ میاشت کې جوړه شي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند د مرغومې په ١٤مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې وه، چې انتونیو ګوترېش هوډ لري په یو مناسب وخت کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په شتون کې غونډه جوړه کړي.
په دې وروستیو کې د مقاومت ملي شورا هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو ته بلنه ورکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ثور میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بېلا بېلو هېوادونو د ځانګړیو استازو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.
د دې غونډې موخه له طالبانو سره د تعامل څرنګوالی او په نړۍواله ټولنه کې ګډ تفاهم ته رسېدل وو.

نن پرته له افغانستانه په ټولې نړۍ کې د زده کړو ورځ ده. په دې ورځ نړۍوال د زده کړو پر اهمیت او د نړۍ په پرمختګ کې د زده کړو د غوښنې ونډې په باب کنفرانسونه، غونډې، ویناوې او لکچرونه وړاندې کوي؛ خو افغانستان بیا د نړۍ له دغو هېوادونو څخه نه دی.
دا د ډېرې خواشینۍ ځای دی، چې په یویشتمې پېړۍ کې د زده کړو پر اهمیت غږېږو، دا موضوع باید له موږ سره مخکې له مخکې لکه د نورې پرمختللې دنیا حل وی او حتا د پوښتنې مساله پکې نه وی.
دا د یویشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جبر او بې توله ظلم دی، چې د نړۍ په څه باندې اته میلیارده انسانانو کې یوازې د افغانستان شا او خوا ۲۴ میلیونه مېرمنې او نجونې د زده کړو حق نه لري.
د یونیسیف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.

د افغانستان مېرمنو جمعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې سوادۍ، پر نورو د تکیې او ټولنیز ژوند څخه د محوه کېدو پر خوا روانې دي او دا شاتګ کوم غیرشعوري عمل نه دی؛ بلکې د یوه شعوري محدودیت او افراطي تفکر پر اساس پرې بندیزونه لګېدلې دي.
ګڼو به فکر کاوه، چې طالبانو پر افغان مېرمنو یوازې د دې لپاره بندیز لګولی، چې ګواکې د خپلې رسمیت پېژندنې د یوې غېر تعریف شوې الې په توګه ترې کار واخلي؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده.
طالب مشران او په ځانګړې توګه هغه چارسمبالي چې دا مهال یې د حکومتي دستګاه واګي په لاس کې دي، په حقیقت او فکري لحاظ د نجونو د زده کړو، د مېرمنو د کار او ټولنیز ژوند کې د ونډې خلاف دي.
په افغانستان کې د شل کلنې طالبي جګړې د روایتونو یو غښتلی اړخ د نجونو زده کړې او د مېرمنو کار و؛ دوی خپلو جنګیالیو ته په بار – بار دا ویل، چې په افغانستان کې فحشا او بې حجابي روانه ده او دوی باید د اسلامي اصولو سره سم د فحشا پر وړاندې مبارزه وکړي.
په حقیقت کې دوی د جګړې لپاره غښتلي روایتونه جوړول او د همدغو روایاتو په اساس یې هغه افراطي ځوانان چې د پاکستان په مدرسو کې یې زده کړې وې جګړې ته هڅول.
د ۲۰۱۰ کال په جنوري میاشت کې په ننګرهار کې د پخواني حکومت د ملي امنیت له خوا د ځانمرګو یوه ډله ونیول شوه، د دغې ډلې مشري قاري ابو دردا کوله، چې له رسنیو سره یې په خبرو کې ویل، دوی ته ویل شوي، چې په افغانستان کې نجونې لوڅې ګرځي.
دا روایت دوی اوس هم د زده کړو د بندیز لپاره دلیل ګني، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په بار – بار دا ویلي، چې د زده کړو د بندیز تر ټولو ستر علت په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بې حیایئ او فحشا له امله دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني د همدغه روایت پر وړاندې د مقاومت ښکار او له دندې لرې کړل شو.
دا مساله د پوهنې په وزارت کې هم په ورته سناریو تکرار شوه او د دواړو وزارتونو لپاره هغه افراطي ملایان په دندو وګومارل شول، چې د نجونو د زده کړو په اړه کټ مټ لکه ملا هبت الله فکر کوي.
د طالب مشرانو لپاره په فکري لحاظ له دغې داعیې او روایت څخه په شا کېدل ستونزمن دي او د طالب په وجود کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستلو او ښځو ته د کار د حق بېرته ورکولو تومنه ډېره نادره برېښي.
که له یوې خوا د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بندیز له روایت څخه طالبان په کلکه دفاع کوي، له بله اړخه د دغه روایت مخالفینو هم خپل مقاومت روان ساتلی.
د افغانستان روښانګرایان او روښانګرایانې لا هم د نجونو پر مخ د زده کړو او کار د دروازو د بندېدا مخالف دي؛ مګر عامه روایت د طالب په طرف دی.
طالب واکمن دی، د قدرت لښته یې په لاس کې ده او که څوک د زده کړو غږ پورته کوي؛ د دوی له لښتې ښکار ګرځي.
دوی هره ورځ ډار خپروي او د افغانستان خلکو ته دا وايي، چې د طالبانو د مشر له فرمانه سرغړاوی سخته سزا لري او په خپله ملا هبت الله هم په خپلو ویناو کې بار - بار ویلي، چې زما اطاعت وکړئ او له طالبانو یې غوښتي چې څوک سرغړونې ته مه پرېږدئ.
دا د جبري او دیکتاتورانه حاکمیت غوره مثال دی.

حل لار:
د افغانستان وروستي سل کلن تاریخ ته په کتو؛ که څه هم پراخ بنسټه او روښانګرایه نظامونو ډېر دوام نه دی کړی؛ خو افراطیان هم ډېر نه دي پاتې شوي.
هر نظام چې د افراطیت لار خپله کړې، خپل عمر یې لنډ کړی او له یوې ډېرې غښتلې ولسي کرکې سره مخ شوي دي؛ کټ مټ طالب هم له دغې کرکې سره مخ شوی او لا مخ کېدونکی دی.
که څه هم د یوې ورځې بې زده کړو پاتې کېدلو د زیان جبران ډېر ستونزمن او حتا ناشونی دی؛ خو پر وړاندې یې درېدنه او د زده کړو د دوام غږ باید ژوندی وساتل شي.
عام او حاکم روایت باید زموږ لار غلطه نه کړي؛ د خپلو لوڼو او خویندو لپاره د روښانه راتلونکې غوښتنه، د زده کړو حق او په خپله خوښه د ژوند هیله د انسانانو په توګه زموږ حق دی او وي به؛ نو پس دا غږ باید دومره بدرګه شي، چې طالبي افکار تر خپل تاثیر لاندې راولي.
دا غږ باید دومره پیاوړی شي، چې نویو روښانګرایانه انقلابونو ته زمینه برابره کړي او جبري تپل شوي افکار چلنج کړي.
یادونه: پورته لیکنه د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.