
د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی غړی او د طالبانو ملاتړی جعفر مهدوي ویلي؛ د دې تر څنګ چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو په هدفي وژنو کې رول نه دی لوبولی، د دوی د امنیت د تامین لپاره یې قرباني هم ورکړی ده.
ښاغلي مهدوي د هزاره ګانو وژنه د طالبانو د مخالفو ډلو کار ګڼي.
د افغانستان د ملت ګوند مشر د سې شنبې په ورځ (د سلواغې۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان هزاره او شیعه خلک د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت پر مهال«د حکومت دننه له تکفیري ترهګرو سره په ملګرتیا» په نښه شوي او په سیستماتیک ډول وژل شوي دي.
ښاغلي مهدوي زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې «تکفیري ترهګرۍ د تېر فاسد حکومت د ځینو ښکاره او پټو لاسونو په همکارۍ د هزاره او شیعه وګړو د قرباني کولو په هدف بریدونه ترسره کوي»، څو څرکنده کړي چې د طالبان د خلکو د امنیت په ځانګړې توګه د هزاره ګانو او شیعه ګانو د امنیت په تامین کې ناتوانه دی.
جعفر مهدوي په دې باور دی، چې پر طالبانو د هغو جنایتونو تور لګول چې په ښکاره توګه د «تکفیري ډلو او د هغوی د هملاسو» له خوا ترسره کیږي، نه یوازې د هزاره ګانو د امنیت پر تامین اغیزه کوي؛ بلکې هغوی د لا زیاتو امنیتي زیانونو او ګواښونو سره مخ کوي.
د طالبانو پر ضد یو شمېر سیاسي او پوځي جریانونه پر هزاره ګانو بریدونه د حقاني شبکې کار بولي او طالبان یې د دې بریدونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي؛ پر هزاره ګانو او شیعه ګانو بریدونه د «طالبانو په همغږۍ» ترسره کېږي.
جعفر مهدوي د هزاره سیاستوالو په منځ کې د طالبانو یو له ملاتړو څخه دی، چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یې د طالبانو ملاتړ وکړ.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار ټینګار کړی، چې افغانې ښځې باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې په بشپړ ډول ګډون وکړي.
هغې خوښي څرګنده کړې، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش له افغانو ښځو سره کېدونکی وحشت درک کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې څلورمه) پر خپلې اېکس پاڼې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند په حواله لیکلي، انتونیو ګوتریش د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز، «وحشتناک» بللی دی.
هېدر بار لیکلي، چې په ډېر احتمال سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه به د فېبرورۍ میاشت کې جوړه شي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند د مرغومې په ١٤مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې وه، چې انتونیو ګوترېش هوډ لري په یو مناسب وخت کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په شتون کې غونډه جوړه کړي.
په دې وروستیو کې د مقاومت ملي شورا هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو ته بلنه ورکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ثور میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بېلا بېلو هېوادونو د ځانګړیو استازو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.
د دې غونډې موخه له طالبانو سره د تعامل څرنګوالی او په نړۍواله ټولنه کې ګډ تفاهم ته رسېدل وو.
نن پرته له افغانستانه په ټولې نړۍ کې د زده کړو ورځ ده. په دې ورځ نړۍوال د زده کړو پر اهمیت او د نړۍ په پرمختګ کې د زده کړو د غوښنې ونډې په باب کنفرانسونه، غونډې، ویناوې او لکچرونه وړاندې کوي؛ خو افغانستان بیا د نړۍ له دغو هېوادونو څخه نه دی.
دا د ډېرې خواشینۍ ځای دی، چې په یویشتمې پېړۍ کې د زده کړو پر اهمیت غږېږو، دا موضوع باید له موږ سره مخکې له مخکې لکه د نورې پرمختللې دنیا حل وی او حتا د پوښتنې مساله پکې نه وی.
دا د یویشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جبر او بې توله ظلم دی، چې د نړۍ په څه باندې اته میلیارده انسانانو کې یوازې د افغانستان شا او خوا ۲۴ میلیونه مېرمنې او نجونې د زده کړو حق نه لري.
د یونیسیف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.

د افغانستان مېرمنو جمعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې سوادۍ، پر نورو د تکیې او ټولنیز ژوند څخه د محوه کېدو پر خوا روانې دي او دا شاتګ کوم غیرشعوري عمل نه دی؛ بلکې د یوه شعوري محدودیت او افراطي تفکر پر اساس پرې بندیزونه لګېدلې دي.
ګڼو به فکر کاوه، چې طالبانو پر افغان مېرمنو یوازې د دې لپاره بندیز لګولی، چې ګواکې د خپلې رسمیت پېژندنې د یوې غېر تعریف شوې الې په توګه ترې کار واخلي؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده.
طالب مشران او په ځانګړې توګه هغه چارسمبالي چې دا مهال یې د حکومتي دستګاه واګي په لاس کې دي، په حقیقت او فکري لحاظ د نجونو د زده کړو، د مېرمنو د کار او ټولنیز ژوند کې د ونډې خلاف دي.
په افغانستان کې د شل کلنې طالبي جګړې د روایتونو یو غښتلی اړخ د نجونو زده کړې او د مېرمنو کار و؛ دوی خپلو جنګیالیو ته په بار – بار دا ویل، چې په افغانستان کې فحشا او بې حجابي روانه ده او دوی باید د اسلامي اصولو سره سم د فحشا پر وړاندې مبارزه وکړي.
په حقیقت کې دوی د جګړې لپاره غښتلي روایتونه جوړول او د همدغو روایاتو په اساس یې هغه افراطي ځوانان چې د پاکستان په مدرسو کې یې زده کړې وې جګړې ته هڅول.
د ۲۰۱۰ کال په جنوري میاشت کې په ننګرهار کې د پخواني حکومت د ملي امنیت له خوا د ځانمرګو یوه ډله ونیول شوه، د دغې ډلې مشري قاري ابو دردا کوله، چې له رسنیو سره یې په خبرو کې ویل، دوی ته ویل شوي، چې په افغانستان کې نجونې لوڅې ګرځي.
دا روایت دوی اوس هم د زده کړو د بندیز لپاره دلیل ګني، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په بار – بار دا ویلي، چې د زده کړو د بندیز تر ټولو ستر علت په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بې حیایئ او فحشا له امله دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني د همدغه روایت پر وړاندې د مقاومت ښکار او له دندې لرې کړل شو.
دا مساله د پوهنې په وزارت کې هم په ورته سناریو تکرار شوه او د دواړو وزارتونو لپاره هغه افراطي ملایان په دندو وګومارل شول، چې د نجونو د زده کړو په اړه کټ مټ لکه ملا هبت الله فکر کوي.
د طالب مشرانو لپاره په فکري لحاظ له دغې داعیې او روایت څخه په شا کېدل ستونزمن دي او د طالب په وجود کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستلو او ښځو ته د کار د حق بېرته ورکولو تومنه ډېره نادره برېښي.
که له یوې خوا د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بندیز له روایت څخه طالبان په کلکه دفاع کوي، له بله اړخه د دغه روایت مخالفینو هم خپل مقاومت روان ساتلی.
د افغانستان روښانګرایان او روښانګرایانې لا هم د نجونو پر مخ د زده کړو او کار د دروازو د بندېدا مخالف دي؛ مګر عامه روایت د طالب په طرف دی.
طالب واکمن دی، د قدرت لښته یې په لاس کې ده او که څوک د زده کړو غږ پورته کوي؛ د دوی له لښتې ښکار ګرځي.
دوی هره ورځ ډار خپروي او د افغانستان خلکو ته دا وايي، چې د طالبانو د مشر له فرمانه سرغړاوی سخته سزا لري او په خپله ملا هبت الله هم په خپلو ویناو کې بار - بار ویلي، چې زما اطاعت وکړئ او له طالبانو یې غوښتي چې څوک سرغړونې ته مه پرېږدئ.
دا د جبري او دیکتاتورانه حاکمیت غوره مثال دی.

حل لار:
د افغانستان وروستي سل کلن تاریخ ته په کتو؛ که څه هم پراخ بنسټه او روښانګرایه نظامونو ډېر دوام نه دی کړی؛ خو افراطیان هم ډېر نه دي پاتې شوي.
هر نظام چې د افراطیت لار خپله کړې، خپل عمر یې لنډ کړی او له یوې ډېرې غښتلې ولسي کرکې سره مخ شوي دي؛ کټ مټ طالب هم له دغې کرکې سره مخ شوی او لا مخ کېدونکی دی.
که څه هم د یوې ورځې بې زده کړو پاتې کېدلو د زیان جبران ډېر ستونزمن او حتا ناشونی دی؛ خو پر وړاندې یې درېدنه او د زده کړو د دوام غږ باید ژوندی وساتل شي.
عام او حاکم روایت باید زموږ لار غلطه نه کړي؛ د خپلو لوڼو او خویندو لپاره د روښانه راتلونکې غوښتنه، د زده کړو حق او په خپله خوښه د ژوند هیله د انسانانو په توګه زموږ حق دی او وي به؛ نو پس دا غږ باید دومره بدرګه شي، چې طالبي افکار تر خپل تاثیر لاندې راولي.
دا غږ باید دومره پیاوړی شي، چې نویو روښانګرایانه انقلابونو ته زمینه برابره کړي او جبري تپل شوي افکار چلنج کړي.
یادونه: پورته لیکنه د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د قرغزستان له اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وغوښتل چې هغو افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې د دغه هېواد له لارې له چین سره واردات لري. د امیرخان متقي په خبره؛ دې کار سره به د قرغزستان لار پر کامیاب ټرانزیټي مسیر بدله شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ امیر خان متقي نن په کابل کې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د سوداګرو له پلاوي سره ولیدل.
ښاغلي متقي له وزیر امان ګلدیف دانیار دا غوښتنه هم کړې، چې د سوداګرۍ د ودې لپاره افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
طالبان د ښاغلي دانیار له قوله وايي، چې له افغانستان سره د وارداتو او صادراتو زیاتول غواړي.
په افغان چارو کې د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان کې پر روان وضعیت او د دغه هېواد له لارې د خپلمنځي تړاو لپاره پر ټرانسپورټ او اړیکتیايي پروژو خبرې وکړې. عصمت الله ایرګاشیف او اکرم دوراني پرونۍ لیدنه کې د افغانستان په برخه کې د خپلې همکارۍ د زیاتولو ژمنه هم وکړه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د دوی خبرې د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلولو لپاره پر پټلۍ ور ټولې وې، چې پاکستانی لوری یې د سیمې نشلولو لپاره مهمه بولي.
دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز پیلېږي، مزار شریف کې افغانستان ته ننوځي او بیا د لوګر او پکتیا له لارې تر پېښور رسېږي.
تېره پنجشنبه په اسلام اباد کې د ازبکستان او طالبانو سفیرانو د پاکستان له پټلۍ وزیر سره د دې پروژې تړون لاسلیک کړ.
دا اقتصادي هڅې په داسې مهال دي چې دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکي خورا ترینګلي ښکاري او له امله یې دواړو لورو ته سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.
پاکستان نږدې دوه اونۍ وړاندې تورخم کې بې ویزې افغان موټروانانو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه او په مقابل کې طالبانو منځنۍ اسیا ته د دغه هېواد د لاریو د تګ مخه ونیوله.
له بیا بیا خبرو وروسته پاکستان پرون دا لار پرانیسته.
د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلوونکې پټلۍ پر لار نقشه د ۲۰۲۱ کال لومړیو کې درې واړو هېوادونو هوکړه کړې وه..
د ازبکستان ټرېنډ رسنۍ وایي، د دې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره دی او تر شل میلیون ټنو مواد لېږدولی شي، چې له مخې یې اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېلي اسیا نور هېوادونه سره وصلېږي.
د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت وایي، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه مېلیارده افغانیو په لګښت د اوبو لوی بند جوړېږي. د دغه وزارت چارواکو د (سلواغې ۴مه) یوې خبري غونډه کې په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلې کېدو په اړه معلومات ورکړل.
د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مېرزا محمد شکېب وویل، چې د دوی د مشرتابه د پرېکړې له مخې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړېږي، چې د ۱۴۰ مېلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ګلستان، دلارام، خاشرود، غورغوري او چخانسور ولسوالیو، شاوخوا ۱۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو د ذخیروي بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ۱۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي.
همدارنګه په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو لا هم د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اوبو پر سر لانجه هماغسې لانجمنه پاتې ده.
له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرې وهي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او تازه پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان په دوو کې ښکېل کړي او اوس چې په نیمروز کې د اوبو د نوي بند د جوړولو خبره کېږي، لا معلومه نه ده چې د دغه تازه بند په جوړولو سره به د ایران غبرګون څه وي.