
د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت وایي، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه مېلیارده افغانیو په لګښت د اوبو لوی بند جوړېږي. د دغه وزارت چارواکو د (سلواغې ۴مه) یوې خبري غونډه کې په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلې کېدو په اړه معلومات ورکړل.
د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مېرزا محمد شکېب وویل، چې د دوی د مشرتابه د پرېکړې له مخې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړېږي، چې د ۱۴۰ مېلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ګلستان، دلارام، خاشرود، غورغوري او چخانسور ولسوالیو، شاوخوا ۱۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو د ذخیروي بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ۱۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي.
همدارنګه په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو لا هم د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اوبو پر سر لانجه هماغسې لانجمنه پاتې ده.
له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرې وهي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او تازه پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان په دوو کې ښکېل کړي او اوس چې په نیمروز کې د اوبو د نوي بند د جوړولو خبره کېږي، لا معلومه نه ده چې د دغه تازه بند په جوړولو سره به د ایران غبرګون څه وي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د روسیې د «نیزاویسمایا» ورځپاڼې سره په مرکه کې د افغانستان په اړه یې د امریکایي چارواکو لید لوري او هغه ناستې پاستې چې د اشرف غني تر ګوښه کېدو وړاندې یې له امریکایي چارواکو سره کړې وې، معلومات ورکړي دي.
دغه مرکه چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په دویمه نېټه خپره شوې امرالله صالح پکې ویلي، چې په افغانستان کې جمهوري نظام ناببره په یوه شپه کې د کاغذي خونې په شان نه دی نړېدلی؛ بلکې دا په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدلو له ۲۰۱۱ کال وروسته بیا په ۲۰۲۰ کال کې چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ په تدریجي بڼه د نظام د نړېدو لپاره کار شوی.
ښاغلي صالح وویل، کله چې روسیې د اوکراین کریمه لاندې کړه ورسره د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست یې هم اغېز پرې اېست او له هغه یرغل وروسته، د طالبانو او امریکایانو ناستې پاستې ډېرې شوې چې بیا په ۲۰۲۱ کال یې طالبان د واک تر ګدۍ ورسول؛ ځکه د افغانستان د دولت پایښت زیاتو سرچېنو ته اړتیا لرله.
صالح په دې باور دی، چې د سړې جګړې د دورې په شان بنسټ پاله اسلامي ډلې د ډموکراټو څخه امریکایانو ته په سیمه کې ګټورې پرېوتې.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال په دې مرکه کې د امریکا د ولسمشر، دفاع وزیر او د هغه هېواد د استخباراتو د مشر سره د اشرف غني، ډاکتر عبدالله او د خپلو لېدنو کتنو په اړه جزییات ورکړي چې د جمهوري نظام تر ړنکېدو دوه میاشتې مخکې د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې تر سره شوې وې.
ښاغلي صالح ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۳ مه نېټه له جوبایډن سره تر کتنې مخکې د شپې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د یو شمېر جنرالانو، سفیرانو او د امریکا د یو شمېر با نفوذه شخصیتونو، په وړاندې د استخباراتو پخواني مشر جنرال ډیویډ پترویس اشرف غني ته وویل، چې د امریکا سیاسي او پوځي ځواکونه په پام کې لري، چې «ستاسو په هېواد کې له مجرمینو سره معامله وکړي او هغوی ته مالي مرستې ورکړي، که تاسې په دغو شرایطو کې د دغه عمل په وړاندې وړتیا لرئ نو تاسو ته مبارکي درکوم؛ خو زموږ کړنې به د جنایت کارانو په شان وي. »
هغه وویل، له هغې یوه ورځ وروسته د امریکا له ولسمشر سره په لیدنه کې جوبایډن له درېیو پوښتنو له ځوابولو په څنګ تېر شو: «ایا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د سولې یو بهیر دی او که په افغانستان کې د رژیم بدلول؟ ایا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به لوژیستیکي، مالي او پوځي ملاتړ دوام وکړی که نه؟ او که طالبان کابل کلابند کړي، ایا تاسو به د بېړني حالت لپاره دویم بدیل ولرئ او څنګه کولای شو د جمهوریت له ړنګېدو مخنیوی وکړو؟»
صالح وايي جوبایډن ویلي و، چې دغو بنسټیزو پوښتنو ته به د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ځواب ووایي.
هغه وویل، چې د امریکا د دفاع له وزیر سره په کتنه کې لویډ اسټین د دغو پوښتنو له ځوابولو په څنګ تېر شو.
د صالح په خبره لویډ اسټین وویل، امریکا به له افغانستانه تر وتلو وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي او که طالبانو کابل کلابند کړ؛ نو دوی به هوايي بریدونه وکړي.
اسټین وویل، د دغو مرستو په اړه نور جزییات به په کابل کې وړاندې کړي.
امرالله صالح وویل، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې یو ځای د امریکا د استخباراتي سازمان له مشر ویلیام برنز، سره هم لیدنه لرله.
برنز هم ویلي و، چې امریکا به «د یو باوري شریک په توګه خپل حیثیت او شهرت» وساتي او که طالبان کابل کلابند کړي، امریکا به د پوځي فشار له لارې د هغه مخه ونیسي.
هغه دا رنګه دغو درېیو افغان چارواکو ته ویلي و، چې «په افغانستان کې راتلونکی حکومت باید د طالبانو له هوکړې وروسته رامنځته شي او امریکا د بل هر ډول بدیل سره مخالفه ده.»
ښاغلي صالح دغې روسۍ ورځپاڼې ته ویلي، د دغه سفر په پای کې یې هیڅ ځانګړی ځواب له امریکايي لوري تر لاسه نه کړ او په عمل کې هم پوځي او هوايي عملیاتونه پیل نه شول.
د دغې مرکې په یوه بله برخه کې ښاغلي صالح د ټرامپ د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د ولسمشر غني او د ده د لیدلو په اړه چې په مونیخ کې د امنیتي غونډې په څنډو کې په کال ۲۹۲۹ کې شوې وه جزییات وړاندې کړي دي.
په دغه ناسته کې چې د جرمنی د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هایکو ماس او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم حاضر ول، پامپیو له اشرف غنی وغوښتل چې په دې غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د شوې هوکړې ملاتړ وکړي.
صالح وايي، چې «دا یوه مستقیمه لارښوونه او سپارښتنه وه» او اشرف غني هغه و نه منله.
ښاغلي صالح وویل، چې د اشرف غني د حکومت ستره تېروتنه دا وه چې پر امریکا یې باور کاوه او د مسکو د سولې بهیر یې جدي نه باله.
هغه وویل، چې امریکا له هماغو لومړیو څخه د مسکو د سولې بهیر سبوتاژ کړ چې وروسته د پخواني حکومت لپاره په سیمه کې هیڅ یو ملګری پاتې نه شو او له هغه وروسته یې د دولت له کمزوره برخو ناوړه ګټه پورته کړه.
امرالله صالح د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا کوم سیاسي ګوند په افغانستان کې د جمهوری نظام له ړنګېدو سره مرسته وکړه، وویل چې دا کار نه د ترامپ په وخت کې جمهوري غوښتونکو کړی او نه ډموکراټانو؛ بلکې دا د هغو بنسټونو کار و چې د پردې تر شا یې کار کاوه.
هغه وویل: «له افغانستان سره خیانت د امریکا د پټو ادارو کار و، په ځانګړې توګه نه دا د جمهوري غوښتونکو کار و او نه د دموکراټانو. دغه اداره د ځینو ادارو او با نفوذه کسانو جوړه شوې شبکه ده، چې د هېواد راتلونکې تګلارې ټاکي. هغوی پرېکړه کړې وه، چې افغانستان نور دوی ته د پخواني ملاتړ ارزښت نه لري.»
دوو وسله والو موټرسایکل سپورو په يوه هدفي بريد کې د محمد ولي په نوم د تېر حکومت يو نظامي کس وژلی دی. يو شمېر ښاريان په اندېښنې سره وايي، چې اوس مهال تر بل هر وخت په کندهار کې وسلو ته د عامو خلکو لاس رسی زيات شوی او ډېر وخت د انتقام دا ډول پېښي کيږي.
پېښه نن سې شنبه د ښار په منځ د دویمې حوزې اړوند د کارېز بازار په سېمه کې شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د محمد ولي په نوم دغه کس په تېر حکومت کې د کندهار د امنيه قوماندانۍ اړوند دنده درلوده.
د سرچينې به خبره؛ نوموړی نن له ملګرو سره د موټرونو د ترميم په یوه سرای کې ناست و، چې د دوو مخ پټو وسله والو له لوري پرې څو پله پسې ډزې وشوې او بريد کوونکي له سيمې وتښتېدل.
سرچينه وايي، چې تر بريد وروسته د طالبانو امنيتي کسانو سيمه کلابنده کړه او د عامو خلکو څخه یې د پېښي اړوند پوښتنې کولې.
طالبان د دې پېښي اړوند هېڅ نه وايي.
ولي محمد په تېر حکومت کې د کندهار د وژل شوي امنيه قوماندان جنرال رازق له نېږدې ملګرو سره هم په نظامي برخه کې دنده درلوده.
نوموړی د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی و او له تېرو شپږو کلنو څخه يې په کندهار ښار کې ژوند کاوه.
د کندهار ښاريان وايي، چې د طالبانو امنیتي کسان تر ډېره نظامي لباس نه مراعتوي؛ نو ځکه د دوی او نورو وسله والو پېژندنه ورته سخته ده.
حجره یو داسې سیاسي، فرهنګي او ټولنیز ځای دی، چې د ټولنیزو بحثونو سربېره پکې جرګې - مرکې کیږي، د ټنګ ټکور تر څنګ پکې خیراتونه کیږي او د مېلمه پانې تر څنګ په شعوري او ناشعوري ډول پکې ماشوم پالل کیږي.
دا حجره ده، چې کله په کې شخړې خلاصوو او کله په کې خنداوې کوو او کله یې فضاء د منګي او رباب په زړه وړونکو نغمو راښکلې کوو او کله په کې د زړونو غوټې سپړو او مجلسونه پکې کوو.
شالید:
حجره چې د میلمستون، میلمه ځای، میلمه کور، دېره، بېټک او په یو شمېر نورو نومونو یادیږي، هغه ځای ته وايي، چې د مېلمنو لپاره ځانګړی شوی وي؛ خو په افغاني او پښتني ټولنه کې حجره بیا ډېره مشهوره کلیمه ده، چې په عربي کې یې معنا کوټه ده، په جوماتونو کې به د ملایانو او چڼو لپاره د اوسېدو خونو ته حجره ویل کېده.
له ډېره پخوا راهیسې اریایانو په خپلو کورونو کې یو ځانګړی ځای د حجرې په نوم یادوه، چې په دغه ځای کې به میلمانه کېناستل، داسې هم نه وه چې یوازې میلمانه به په کې ناست وو؛ بلکې له دغه ځای څخه یې د سیاسي، فرهنګي او ټولنیز جرګه ځای په توګه کار اخیسته.
حجره په افغانستان کې يو ډېر مهم ملي سياسي، فرهنګي او ټولنيز ځای دی، نه يوازې مېلمانه پکې کېنوي او مجلسونه پکې کوي، بلکې د جرګو او سياسي بحثونو د ځای په توګه هم کارول کېږي، نو په دې اساس حجره ډېر لرغونی تاريخ لري او په ټولو افغانانو کې د کور ترڅنګ د حجرې جوړول دود دي.
اړینه ده چې د صفویانو د دورې یادونه وکړو؛ ځکه د هغه نظام په ړنګولو کې هم حجرې د یوه سیاسي او ټولنیز مرکز حیثیت غوره کړی و.
کله چې دافغانستان جنوب غرب سيمې د صفويانو تر ولکې لاندې وې؛ نو هغه وخت ميرويس نيکه چې د قوم رهبر او ملي مشر و؛ هغه ښکاره فعاليت نه شو کولی او د خپلو ګاونډيانو او نورو پښتنو په حجرو کې يې خلک راټول کړل او هلته يې د ازادۍ په اړه مشورې سره وکړې.
يو ښه مثال يې دا دی، چې د کوکران او منجا جرګې هم د پښتنو په حجرو کې جوړې شوې او د ملي قيام تصميم يې ونيو او بالاخره ګرګين چې د صفويانو حاکم و؛ په کندهار کې یې وواژه او په کندهار کې يې يو ملي حکومت د بنسټ اېښودو تابیا وکړه.

ټولنیز ارزښت:
هغه خلک چې ډېره ځمکه ولري هغوی پراخې حجرې جوړوي او کوم چې د ځمکو له کمښت سره مخ وي یوازې یوه کوټه د حجرې په نوم جوړوي.
داسې هم نه ده، چې په حجرو کې یوازې د سياسي مسایلو په باب تصمیم نیول کیږي؛ بلکې په حجرو کې نورې فرهنګي، ټولنیزې او مذهبي پرېکړې هم کیږي.
په حجرو کې د ژوند سره تړلې چارې هم ترسره کېږي؛ لکه که څوک په ننواتې ورځي يا هم د کومې نجلۍ په مرکه باندې جرګه ورځي؛ نو د دوی ځای همدا حجره وي او دلته هغه خپله غوښتنه ښکاره کوي، خو له دې غير نور کورني مسايل هم د سړو تر منځ په حجره کې بحث کېږي.
په پښتني سیمه کې نېکمرغه سړی هغه دی چې پراخه حجره ولري او د حجرې د چلښت لپاره ښه زمینه سازي وکړي.
میلمه پالنه:
د حجرې لرل په خپله د مېلمه پالنې یوه ځانګړې نښه ده. موږ په ولسي کچه د حجرې په نوم ودانۍ لرو؛ په نورو هېوادونو کې به هم وي، مګر زموږ د ټولنې يوه ځانګړتيا دا ده، چې هر افغان که د ډوډۍ وس لري که نه؛ خو حجره د مېلمه لپاره جوړوي.
د مېلمه پالنې دود په افغانستان کې ډېر لرغونی هم دی او ځانکړی هم؛ ځکه دغه دود اوس په پرمختللې نړۍ کې مخ په کمېدو دی او یا بیخي به نشت حساب دی.
په اسلامي ټولنه او په اسلام کې هم د مېلمه زيات درناوی دی، حضرت محمد ص هم د مېلمه لپاره ځانګړی ځای درلود او هغه ویل، چې هغه څوک ښه مسلمان کېدلی نه شي چې دخپل مېلمه ښه پالنه ونه کړي.
حجره او ټنګ ټکور:
کله ناکله حجره د سُر او ساز په رنګینیو کې ډوبیږي، ځوانان راټولیږي او په سندرو کې د خپل زړه غوټې سپړي؛ موږ شاعران لرو، محلي سندرغاړي لرو او بيا په همدې حجرو کې راټولېږو تر نيمو شپو مجلسونه کوو او شپې په سندرو سبا کوو.
په دې ځوانانو کې له ځينو سره د پښتو لنډيو کافي زېرمې وي، ځينې ښه رباب غږوي او ځينې پکې منګی او شپېلۍ په ښه انداز غږوي او له همدغه ځایه ولسي موسیقي او ادب سرچینه اخلي.

پښتو شفاهي ادب:
د پښتو شفاهي ادب پنځېدا او ساتلو کې حجره ډېر مهم رول لري، که فکر وکړو د شفاهي ادبياتو لوی مرکز حجره ده او له دې امله چې د شفاهي ادبياتو په ليکلې بڼه څه موجود نه وي؛ نو همدا حجرې دي چې شفاهي ادبيات پکې له يو نسل څخه و بل نسل ته انتقالېږي او تر اوسه ژوندي دي.
د ماشوم روزنه:
دا چې د ماشوم په روزنه کې د حجرې رول څه دی؟ دا یو له هغو مهمو بحثونو دی، چې باید پرې وغږېږو. په پرمختللې نړۍ کې ماشومان وړکتون ته لېږل کېږي؛ خو زموږ په ټولنه کې چې ماشوم قدم اخلي نو لومړی حجرې ته ځي او دا ورو- ورو د دې تللو عادت اخلي او د ژوند په دوام له لوېدو سره له خپلو مشرانو ډېر څه زده کوي او کله چې ماشومان په داسې ماحول کې راستر شي، نو د تېرو مشرانو ځای ډکوي، په ټوله کې که ووايو زموږ د ماشومانو لومړنۍ مدرسه د مور غېږ او په دویم قدم کې حجره د زده کړې ځای دی.
اوسنی حالت:
د حجرې په مجلسونو که نوې ټیکنالوژۍ اغېز ښیندلی؛ خو تر ټولو بد اغیز چې د حجرې مجلسونه او ناستې یې راکم رنګه کړي، هغه په افغانستان کې وروستي جنګونه او زورواکي ده، چې هم په حجره کې مجلسونه کم شوي او هم ځوانان له ډاره پکې بانډارونه نه شي کولی.
پر افغانستان حاکم وضعیت د حجرې ځینې ارزښتناکې برخې تتې کړي دي، اوس د پښتنو په حجرو کې منګی او رباب نه غږول کیږي؛ ځکه حاکمې ډلې پرې بندیز لګولی دی.
د ځوانانو ناستې، صحبتونه، ټوکې ټکالې کم رنګه شوي، جرګې مرکې او د ټولنیزو شخړو د هواري مسایل تر ډېره یا جومات او یا هم حاکمې طبقې ته انتقال شوي دي.
نو پس ویلی شو، چې که څه هم وروستیو شعوري او جبري بدلونونو د حجرې ارزښتي اړخ بدل کړی؛ خو په لویه کې حجره د پښتني کولتور سیاسي، فرهنګي او ټولنیز دمه ځای دی، چې باید وپالل شي او د خپل لرغوني فرهنګ ښکارندويي وکړي.
یادونه: هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.
په هرات ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف ریاست ټولو سلمانیانو ته امر کړی چې د "لاس قبضې" څخه لږ د ږیرې له کمولو او د "شریعت خلاف" د وېښتو له جوړولو ډډه وکړي. تر دې مخکې هم طالبانو په هرات کې ورته فرمانونه صادر کړي وو.

د طالبانو امربالمعروف ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره سلمانیانو ته امر کړی، چې په خپلو دوکانونو کې نصب شوي انځورونه او نښانونه راټول کړي او نور له دغو عکسونو له لګولو ډډه وکړي.
په دې خبرتیا کې طالبانو پر نورو شیانو هم بندیز لګولی دی؛ لکه د سترګو د وېښتانو ایستل او په سلمانیانو کې د موسیقۍ غږول.
په دې خبرتیا کې طالبانو سلمانیانو ته په ټاکلي وخت د لمانځه ادا کولو امر هم کړی دی.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يو ځوان د کورنيو ستونزو له کبله ځانوژنه یې کړې؛ خو ځايي طالبان یې لامل عصبي ستونزه يادوي. په کندهار کې دا د خپل ډول څلورمه پېښه ده، چې تر ډېره يې لامل د کار نشتوالی، کمزوی اقتصادي وضعیت او نورې کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلې معلومات ښیي، چې نن سې شنبه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات سېمي د ساميزو د جومات اړوند په یوه کور کې يوه ځوان د اقتصادي او کورنيو ستونزو له کبله ځان ځړولی دی.
د کندهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشيد پېښه مني او وايي، چې ځوان د عصبي ستونزو له کبله ځان وژلی دی.
د وژل شوي کس کورنۍ له مطبوعاتو سره د خبرو کولو څخه منع شوې.
په کندهار کې په تېرو څلورو مياشتو کې درې ځوانانو او يو د ډېر عمر لرونکې کس ځانونه ځړولي او وژلي دي، چې د درېيو کسانو د سېمو اوسېدونکو يې د ځان وژنې لامل اقتصادي ستونزي بللې وې؛ خو طالبانو د هغوی وژنه هم عصبي ستونزې يادې کړې وې.
طالبان ځان وژنه حرامه بولي او ټینګار کوي، چې ځانوژنه د هېڅ ستونزې حل لاره نه ده.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ځوانانو لويه برخه بې دندو شوې او د کار پېدا کېدو لپاره ورځې - ورځې لالهانده ګرځي.
همدا راز تېره اونۍ دوه ځوانانو په بامیان ولایت کې ځان وژنه کړې وه، چې عامل یې بېکاري او فقر په ګوته شوی و.