• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د هرات سلمانیانو ته: ږیره له یوې قبضې کمه او د سر وېښتان د شریعت خلاف جوړ نه کړئ

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف ریاست ټولو سلمانیانو ته امر کړی چې د "لاس قبضې" څخه لږ د ږیرې له کمولو او د "شریعت خلاف" د وېښتو له جوړولو ډډه وکړي. تر دې مخکې هم طالبانو په هرات کې ورته فرمانونه صادر کړي وو.

100%

د طالبانو امربالمعروف ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره سلمانیانو ته امر کړی، چې په خپلو دوکانونو کې نصب شوي انځورونه او نښانونه راټول کړي او نور له دغو عکسونو له لګولو ډډه وکړي.

په دې خبرتیا کې طالبانو پر نورو شیانو هم بندیز لګولی دی؛ لکه د سترګو د وېښتانو ایستل او په سلمانیانو کې د موسیقۍ غږول.

په دې خبرتیا کې طالبانو سلمانیانو ته په ټاکلي وخت د لمانځه ادا کولو امر هم کړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې يو ځوان د کورنيو ستونزو او بېکارۍ له کبله ځان وژنه کړې ده

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يو ځوان د کورنيو ستونزو له کبله ځانوژنه یې کړې؛ خو ځايي طالبان یې لامل عصبي ستونزه يادوي. په کندهار کې دا د خپل ډول څلورمه پېښه ده، چې تر ډېره يې لامل د کار نشتوالی، کمزوی اقتصادي وضعیت او نورې کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلې معلومات ښیي، چې نن سې شنبه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات سېمي د ساميزو د جومات اړوند په یوه کور کې يوه ځوان د اقتصادي او کورنيو ستونزو له کبله ځان ځړولی دی.

د کندهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشيد پېښه مني او وايي، چې ځوان د عصبي ستونزو له کبله ځان وژلی دی.

د وژل شوي کس کورنۍ له مطبوعاتو سره د خبرو کولو څخه منع شوې.

په کندهار کې په تېرو څلورو مياشتو کې درې ځوانانو او يو د ډېر عمر لرونکې کس ځانونه ځړولي او وژلي دي، چې د درېيو کسانو د سېمو اوسېدونکو يې د ځان وژنې لامل اقتصادي ستونزي بللې وې؛ خو طالبانو د هغوی وژنه هم عصبي ستونزې يادې کړې وې.

طالبان ځان وژنه حرامه بولي او ټینګار کوي، چې ځانوژنه د هېڅ ستونزې حل لاره نه ده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ځوانانو لويه برخه بې دندو شوې او د کار پېدا کېدو لپاره ورځې - ورځې لالهانده ګرځي.

همدا راز تېره اونۍ دوه ځوانانو په بامیان ولایت کې ځان وژنه کړې وه، چې عامل یې بېکاري او فقر په ګوته شوی و.

د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې ۳ کان کېندونکې د کار پر مهال مړه شوي دي

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ځايي مسولینو رسنيو ويلي، چې د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د کان کېندنې پر مهال درې کسان ګازو نيولي او مړه شوي دي. د افغانستان په شمالي ولایتونو کې تر ۲ زره زيات د ډبرو سکرو کانونه شته، چې پکې سلګونه کسان کار کوي.

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د سمنګان د ولايتي مسولينو له قوله ليکلي، چې نن د سې شنبې په سهار په یوه کان کې درې کسان د ګاز نيوني له کبله مړه شوي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ د دې کان په مختلفو برخو کې نورو کاریګرو هم کار کاوه، چې بل چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

د افغانستان په شمال او په خاص ډول سمنګان کې تر ۲ زره زيات د ډبرو سکرو کانونه شته.

د کانونو او پټرولیم ادارې مخکنيو مسوولينو په وار - وار اندېښنه ښودلې وه، چې زياتره کانونه په غيرې قانوني او غيرې مسلکي ډول کېندل کيږي او د زياتې مرګ ژوبلې لامل هم ګرځي.

د څوکيدارانو تغیر او تبدیل:د طالبانو ننګرهار والي قوماندانۍ ته ویلي چې له مداخلې ډډه وکړي

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۰

جلال اباد ښار کې د ودانیو او مارکېټونو څوکېدارانو د تغیر او تبدیلۍ پر سر د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندان او ځايي څوکېدارانو ترمنځ ناندارۍ روانې دي. افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د را رسېدلو اسنادو پر بنسټ د طالبانو ننکرهار والي له امنیه قوماندانه غوښتي چې له مداخلې ډډه وکړی

د جلال اباد ښار یو شمېر څوکیدرانو چې د امنیتي ګواښونو له امله یې د نومونو له لیکلو ډډه کوو، نن سه شنبه (د سلواغې درېمه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندان محمد فرید عمر او د امنیت امر طاهر مبارز د «امید اباسین» په نامه د څوګېدارانو د ګمارنې یو شرکت جوړ کړی دی.

دوی زیاتوي طاهر مبارز څواکیداران ګواښلي چې له دغه شرکت سره خپل ځانونه ثبت کړي او یا هم له خپلو دندو څخه لاس په سر شي.

د معلوماتو پر بنسټ په جلال اباد ښار کې لوړ پوړیزې ودانۍ او مارکېټونه شاوخوا ۶۰۰ څوکېداران لري.

د جلال اباد ښار ځايي څوکیداران وايي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څخه نیولې تر والي پورې یې خپل شکایتونه رسولي دي.

100%

د جلال اباد د څوکيدارانو ټولنې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته داسې اسناد په واک کې ورکړي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت ترڅنګ د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د څوکېدارانو د ګمارنې، تغیر او تبدیل کې د مداخلې څخه ډډه وکړي چې دا شکایتونه پای ته ورسیږي.

100%

د را رسېدلو اسنادو پر بنسټ د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ولایت والي له مکتوبه وروسته هم په جلال اباد ښار کې د ودانیو او مارکېټونو پر مالکانو خبرتیاوې وېشلې دي او دوه پوښتنې یې ترې کړي دي.

100%

له دې ټولو شکایتونو سره بیا هم طالبانو پر ودانیو او د مارکیټونو له مالکانو د یوه استعلام له لارې پوښتنې کړې، چې د مالکانو لخوا منفي ځواب ورکړل شوو.

د جلال اباد څوکیداران وايي د طالبانو امنیه قوماندان او امنیت امر د دولتي قدرت او له بېلابېلو فشارونو سره غواړي چې د دوی لخوا جوړ شوی د څوکیدارانو شرکت کې په زوره د ودانیو او مارکېټونو مالکان او څوکیداران اړ کړي چې له دوی سره ځانونه ثبت کړي.

دوی غواړي د ودانیو او مارکېټونو مالکان د څوکېدارانو میاشتني معاشونه دغه شرکت ته وسپاري او بیا دغه شرکت په خپله خوښه یوه کمه اندازه معاشونه څواکيدارانو ته وټاکي او یا هم خپل کسان د پخوانیو څوکيدارانو پرځای وګماري.

یو ځايي څوکيدار افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «اوس مونږه دوه وروڼه څوکيداران یوو، د میاشتې شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ اخلو، خو طالبان وايي تاسو باید ۱۸ زره واخلئ چې دا د خپل ولس سره ظلم دی.»

په جلال اباد ښار کې د لوړ پوړیزو ودانیو او مارکېټونو مالکان اندېښنه لري که چیرې څوکېداران بدل شي نو دوی د طالبانو پر څوکېدارانو باور نه لري نو مجبور دي چې د خپل جایدادونو او دوکانونو امنیت په خپله وساتي.

له دې وړاندې د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو یو شمېر ملکانو شکایت کړی وو، چې په دغه ولایت کې پر وسلو سمبال کسانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په نامه زرواکي روانه کړې ده.
دوی ویلي وو، دغې ډلې د خوست ښار د پلازو او مارکېټونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې چوکیداران دې د دوی په خوښه وګوماري.

د طالبانو کډوالو وزارت: له زرو څخه زیات افغان کډوال په جبري توګه له ایران څخه راستانه شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (سلواغي درېمه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې یو زر او ۱۵۰ تنه افغان کډوال تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د هرات ولایت د اسلام کلا د سرحدي امریت د راپور له مخې په دغو راستنېدونکو کډوالو کې کورنۍ هم موجودې وې، ویل کیږي په دغو کډوالو کې ۴۱۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

‏د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له ۳۰ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدې مرستې وشوې او ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د وار چايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول چې پر پوله ګمارل شوې کمېټې یې تر خپلو کورنیو یې ور ورسوي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د یک شنبې په ورځ هم د اسلام کلا له لارې ۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړل شوي وو.چې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه کړل شوي شوي وو.

مولانا فضل الرحمان:پاکستان کې به داسې حکومت جوړ شي چې افغانستان سره ښې اړیکې ولري

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وينا پر مهال ویلي، دا ځل به په پاکستان کې داسې حکومت رامنځته شي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

هغه وړمه ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې په یوه مدرسه کې د جوړې شوې غونډې پر مهال ویلي چې افغانستان ته له سفر وروسته یې له پاکستاني چارواکو سره هم په اړه خبرې کړې دي.

‏د جمعیت علمای اسلام ګوند په اېکس پاڼه د مولانا فضل الرحمان له قوله لیکل شوي، «له دې مخکې د پاکستان ټول حکومتونه د افغانستان په ضد وو.»

مولانا فضل الرحمان دوه اوونۍ وړاندې (د مرغومې ۱۷ مه) د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له نورو مشرانو سره د لېدنو تر څنګ د دغې ډلې له مشر ملا هبت الله سره په کندهار کې ولیدل.

د جمعیت علمای اسلام دغه مشر کابل ته تر خپل سفر وړاندې پاکستاني رسنیو ته ویلي و چې افغانستان ته د دې لپاره ځي چې د دواړو هیوادو تر منځ شته بې اعتمادي او ناندرۍ ختمې کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ایکسپرېس ټریبیون د مولانا فضل الرحمان له سفر وروسته د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، مولانا فضل رحمان طالب مشرانو ته دا پیغام هم رسولی چې د تحریک طالبان پاکستان د مسلې له حل پرته به خپلمنځي اړیکي پرمختګ و نه کړي.

مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالب چارواکو له خوا بلنه ورکړل شوه.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې له وروستیو ناامنیو وروسته هغه وخت ترینګلې شوې، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې؛ طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته پټنځایونه ورکړی .

طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.