داسې هم نه ده، چې په حجرو کې یوازې د سياسي مسایلو په باب تصمیم نیول کیږي؛ بلکې په حجرو کې نورې فرهنګي، ټولنیزې او مذهبي پرېکړې هم کیږي.
په حجرو کې د ژوند سره تړلې چارې هم ترسره کېږي؛ لکه که څوک په ننواتې ورځي يا هم د کومې نجلۍ په مرکه باندې جرګه ورځي؛ نو د دوی ځای همدا حجره وي او دلته هغه خپله غوښتنه ښکاره کوي، خو له دې غير نور کورني مسايل هم د سړو تر منځ په حجره کې بحث کېږي.
په پښتني سیمه کې نېکمرغه سړی هغه دی چې پراخه حجره ولري او د حجرې د چلښت لپاره ښه زمینه سازي وکړي.
میلمه پالنه:
د حجرې لرل په خپله د مېلمه پالنې یوه ځانګړې نښه ده. موږ په ولسي کچه د حجرې په نوم ودانۍ لرو؛ په نورو هېوادونو کې به هم وي، مګر زموږ د ټولنې يوه ځانګړتيا دا ده، چې هر افغان که د ډوډۍ وس لري که نه؛ خو حجره د مېلمه لپاره جوړوي.
د مېلمه پالنې دود په افغانستان کې ډېر لرغونی هم دی او ځانکړی هم؛ ځکه دغه دود اوس په پرمختللې نړۍ کې مخ په کمېدو دی او یا بیخي به نشت حساب دی.
په اسلامي ټولنه او په اسلام کې هم د مېلمه زيات درناوی دی، حضرت محمد ص هم د مېلمه لپاره ځانګړی ځای درلود او هغه ویل، چې هغه څوک ښه مسلمان کېدلی نه شي چې دخپل مېلمه ښه پالنه ونه کړي.
حجره او ټنګ ټکور:
کله ناکله حجره د سُر او ساز په رنګینیو کې ډوبیږي، ځوانان راټولیږي او په سندرو کې د خپل زړه غوټې سپړي؛ موږ شاعران لرو، محلي سندرغاړي لرو او بيا په همدې حجرو کې راټولېږو تر نيمو شپو مجلسونه کوو او شپې په سندرو سبا کوو.
په دې ځوانانو کې له ځينو سره د پښتو لنډيو کافي زېرمې وي، ځينې ښه رباب غږوي او ځينې پکې منګی او شپېلۍ په ښه انداز غږوي او له همدغه ځایه ولسي موسیقي او ادب سرچینه اخلي.
سیمه ییز موسیقاران په یوې حجرې کې سندرې وايي
پښتو شفاهي ادب:
د پښتو شفاهي ادب پنځېدا او ساتلو کې حجره ډېر مهم رول لري، که فکر وکړو د شفاهي ادبياتو لوی مرکز حجره ده او له دې امله چې د شفاهي ادبياتو په ليکلې بڼه څه موجود نه وي؛ نو همدا حجرې دي چې شفاهي ادبيات پکې له يو نسل څخه و بل نسل ته انتقالېږي او تر اوسه ژوندي دي.
د ماشوم روزنه:
دا چې د ماشوم په روزنه کې د حجرې رول څه دی؟ دا یو له هغو مهمو بحثونو دی، چې باید پرې وغږېږو. په پرمختللې نړۍ کې ماشومان وړکتون ته لېږل کېږي؛ خو زموږ په ټولنه کې چې ماشوم قدم اخلي نو لومړی حجرې ته ځي او دا ورو- ورو د دې تللو عادت اخلي او د ژوند په دوام له لوېدو سره له خپلو مشرانو ډېر څه زده کوي او کله چې ماشومان په داسې ماحول کې راستر شي، نو د تېرو مشرانو ځای ډکوي، په ټوله کې که ووايو زموږ د ماشومانو لومړنۍ مدرسه د مور غېږ او په دویم قدم کې حجره د زده کړې ځای دی.
اوسنی حالت:
د حجرې په مجلسونو که نوې ټیکنالوژۍ اغېز ښیندلی؛ خو تر ټولو بد اغیز چې د حجرې مجلسونه او ناستې یې راکم رنګه کړي، هغه په افغانستان کې وروستي جنګونه او زورواکي ده، چې هم په حجره کې مجلسونه کم شوي او هم ځوانان له ډاره پکې بانډارونه نه شي کولی.