• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خواجه اصف وايي په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کم شوی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سیمې د نورو هېوادونو پرتله خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی. نوموړي ویلي، چې ترکیه، متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان او چین پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ له «دویچه‌ویله» سره په یوه تازه مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د نفوذ کمېدو ته په اشارې وویل: «زه دا په ډاګه کوم چې هغوی کولی شي پیسې ولګوي، خو موږ دا وړتیا نه لرو».

پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ د اوږدې کرښې او د تېرو حکومتونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ له امله د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې یو له خورا اغېزمنو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

پاکستان د طالبانو یو پیاوړی پوځي، مالي او سیاسي ملاتړی و او د پخواني افغان حکومت پروړاندې یې د دې ډلې په بریا کې مهم رول لوباوه. خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اسلام‌اباد او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، چې لامل یې د طالبانو له لوري د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادۍ پوځ ملاتړ بلل کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې اسلام‌اباد د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ د پالیسۍ بیه پرې کوي. نوموړی د پاکستان داخلي ناامنۍ او ناورینونه د افغانستان په اړه د دوی د پالیسیو سره شریک بولي. نوموړي زیاته کړې: «دا وضعیت له افغانستان سره زموږ د مینې پایله ده».

یاد لوړپوړي پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې پاکستان له طالبان سره د خبرو اترو د دوام پرته بله چاره نه لري، خو له دې ډلې سره د اړیکو د ښه کېدو په اړه خوشبین نه دی.

خواجه اصف د هغو پاکستاني چارواکو له ډلې دی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په لومړیو ورځو کې د طالبانو پر بریا خوښي څرګنده کړې وه، خو اوس هغه پر خپل پخواني دریځ پښېمانه دی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د بریا په مناسبت پر ورکړي مبارکۍ پیغام افسوس کوي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې هند د پاکستان په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورن کړ او وايي، چې د طالبانو او هند اړیکې په تېر یو نیم کال کې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ګرمې شوې دي.

خواجه اصف زیاته کړې، چې د پاکستان او طالبانو د شخړې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر کړی و. اصف ادعا کړې ده، چې هند هڅه کوي څو په دوو جبهو کې پر پاکستان فشار راوړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

فرید حمیدي: د طالبانو په جزایي اصول‌نامه کې د خلکو طبقاتي وېش افغانانو ته سپکاوی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، د طالبانو په نوې جزایي اصول‌نامه کې انسانان په طبقو وېشل شوي او ملایان له عامو وګړو لوړ ګڼل شوي دي. هغه زیاتوي، چې دا ډول وېش افغانانو ته سپکاوی دی.

هغه له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په یوې مرکه کې همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو د جزایي اصول‌نامې لیکوالان معلوم نه دي او څرګنده نه ده چې دا اصول‌نامه چا ترتیب کړې او علمي کچه یې څومره ده. حمیدي وویل: «په افغانستان کې د امان‌الله خان له نظام‌نامو راهیسې تر اوسه هر قانون چې جوړ شوی، د هغو د وضع کولو کمېټې، د تدوین غړي، د لویې جرګې استازي او ټول اسناد یې په ارشیف کې خوندي دي».

هغه زیاتوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله پټ دی، د افغانستان خلک د هغه په اړه بشپړ معلومات نه لري او ان علمي اسناد یې هم چا ته څرګند نه دي. د نوموړي په خبره: «لږ تر لږه باید د هغو کسانو نومونه له دې اصول‌نامې سره یوځای خپاره شوي وای چې پر دې قانون یې کار کړی دی او د هغوی علمي کچه او معلومات هم باید له خلکو سره شریک شوي وای».

پخواني لوی څارنوال په دې مرکه کې د خپلو خبرو پر دوام د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر هغه خبرې وغندلې، چې ویلي یې دي د طالبانو پر جزایي اصول‌نامې نیوکه کوونکي «کافران» دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د مشرانو دیني القاب هم جعلي دي او نه‌شي کولای چې فتواوې ورکړي.

د فرید حمیدي په خبره، د طالبانو قاضیان قضايي وړتیا نه لري او سیاسي کسان دي. هغه زیاتوي: «دوی د یو تنظیم، یو ګوند او د طالبانو ډلې غړي دي؛ په عصري قضایي نظامونو کې د قضا سیاسي کول یا په یوې ډلې پورې یې تړل په خپله د انصاف او عدالت خلاف عمل دی».

نوموړی وايي، طالبان ورځ تر بلې په فساد کې ډوبېږي، په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال افغانستان د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو له نوملړ څخه وتلی و. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو اصول‌نامه هم د فساد ښکار کېږي او که پلې شي؛ نو خلک به له قضایي خوندیتوب څخه بې‌برخې شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د‌ طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلو محاکمو لپاره یوه جزایي کړنلاره توشېح کړه چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپارول. یو شمېر افغان حقوق‌پوهانو ویلي، چې په دې اصول‌نامه کې ملایان تر نورو انسانانو غوره ګڼل شوي او ګڼ معافیتونه ورکړل شوي؛ خو برعکس عام وګړي بیا له سختو محدودیتونو او سزاوو سره په‌کې مخ شوي دي.

همداراز یو شمېر دیني عالمانو هم د طالبانو دا جزایي قانون له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی.

طالبان وايي په هلمند کې یې د غېرقانوني درملو یو زېرمتون له‌منځه وړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې یې د درملو په ګډون د قاچاقي توکو یو زېرمتون کشف او له‌منځه وړی دی. د طالبانو په وینا، په دغه زېرمتون کې بې‌کیفیته او غېرقانوني توکي ساتل کېدل او پلان و، چې د روژې په میاشت کې بازار ته وړاندې شي.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د فرعي ګمرکونو مسوولینو د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د قاچاقي توکو یو زېرمتون کشف کړی دی.

د طالبانو په وینا، په دغه زېرمتون کې ۳۴ زره او ۹۳۵ کیلوګرامه درمل، ملایي، اورلګیت او بیسکېټ نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد بې‌کیفیته توکي په غېرقاني او قاچاقي ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد کړل شوي او په یاد زېرمتون کې ځای پرځای شوي وو.

طالبانو ویلي، چې د یادو موادو په تړاو یې څوک نه دي نیولي، خو په اړه یې پلټنې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له تېرو څو میاشتو راهیسې بندې شوې دي او ورسره سم په بازارونو کې د خوراکي توکو او درملو بیې څو چنده لوړې شوې دي، چې له امله یې سوداګر او هټۍوال بیا پر قاچاقي لارو د توکو د لېږد رالېږد هڅه کوي.

طالبان وايي په درېیو ولایتونو کې یې پر څه باندې پنځه زره اړمنو کورنیو مرستې وېشلې دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې ویلي، چې په پنجشېر، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې یې پر ۵۰۲۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نغدي مرستې وېشلې دي.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې په درېیو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د یوې مرستندویه موسسې په همکارۍ په پنجشېر ولایت کې پر ۲۲۱۶ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي.

همدارنګه یادې ادارې ویلي، چې په سمنګان ولایت کې یې هم د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې برنامې له لارې د خُلم ولسوالۍ پر ۲۶۰۰ اړمنو کورنیو باندې خوراکي مرستې وېشلې دي.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې همدارنګه د جوزجان ولایت په درزاب او قوش‌تپه ولسوالیو کې هم پر ۲۱۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرستې وېشلې دي.

طالبانو په داسې حال کې په درېیو ولایتونو کې پر څه باندې پنځه زره کورنیو باندې د خوراکي توکو او نغدو پیسو د وېشلو خبر ورکړی، چې د روژې میاشتې په پیلېدو سره په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې او اړمن کسان وايي، چې تر بل هر وخت په دې میاشت کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

طالبان وایي له کندهار څخه پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۱ GMT+۰

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو او د لارو له تړل کېدو وروسته، طالبانو له افغانستان څخه پاکستان ته او برعکس، د توکو او څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه څارنه زیاته کړې ده.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې له کندهار څخه پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

محمد حنیف حقمل زیاته کړې: «د ۷۳۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دا پسونه د ډیورنډ کرښې له لارې په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدول کېدل. همداراز له پاکستان څخه افغانستان ته هم د غواګانو د قاچاقي لېږد مخه نیول شوې ده».

د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې هڅې ګړندۍ کړې دي، ځکه که د قاچاق مخه ونه نیول شي، ښايي د افغانستان مالداري سخته زیانمنه شي.

په ورته وخت کې، یو شمېر مالدارانو له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې د پاکستاني څارویو د لېږد مخه ونیول شي.

د ټکوانډو افغانه لوبغاړې:طالبانو ته "دولت" مه وایئ، هغوی ترهګر دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د ټکوانډو افغان لوبغاړې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو د نړۍوالې جایزې د ترلاسه کولو پر مهال د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د جنیوا په اتلسمه غونډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه وینا وکړه. هغې وویل، چې په افغانستان کې دې جنسي اپارټایډ په رسمیت وپېژندل شي.

هغې وویل: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خو په‌کې بېلابېل قومونه، باورونه او هویتونه ژوند کوي او ټول خلک د ساتنې او درناوي وړ دي».

حمیدي ټینګار وکړ: «غوره ده چې افغان هلکان او نجونې د طالبانو ښوونځیو ته ولاړ نه‌شي، ځکه هلته ښوونځی نه، بلکې د ترهګرۍ کارخونې دي».

هغې یو ځل بیا د افغانستان کرېکټ پر ملي لوبډلې نیوکه وکړه او ویې ویل: «تاسو نه‌شئ کولی له ترهګرو سره همکاري وکړئ، د هغوی استازولي وکړئ او بیا ځان بې‌طرفه وښیئ. تاسو نه‌شئ کولی ترهګر عادي کړئ او نوم یې ورزش کېږدئ».

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ پېژندنه به د طالبانو سیاسي عادي کېدل کم کړي او افغان ښځو ته به عدالت برابر کړي. حمیدي خپله نړۍواله جایزه د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړه. هغې وویل: «موږ ازاد افغانستان غواړو؛ داسې افغانستان چې ډېموکراسي ولري او داسې حکومت چې دین د ښځو پر بدن او د خلکو پر ذهن واک ونه‌لري».

هغې وویل، نړۍ نور طالبان ترهګر نه بولي، ځکه دا کار پایلې لري او «عادي کول اسانه دي خو مسوولیت اخیستل سخت دي». دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹مه ترسره شوه. په دې غونډه کې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه ترلاسه کړه او ایراني فعالې مسیح علي‌نژاد د جرأت جایزه وګټله.

مرضیه حمیدي د افغانستان د ښځو د ورزش له پېژندل شویو څېرو څخه ده. هغې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډه وکړه او اوس هلته د ټکوانډو تمرین ته دوام ورکوي.

مسیح علي‌نژاد ژورنالېسته، لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله ده او د «زما پټې ازادۍ» کمپاین بنسټګره ده. هغه پخوا د ایران د پارلمان خبریاله وه، خو د ۱۳۸۸ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته امریکا ته ولاړه او اوس هلته ژوند کوي. هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني اپوزیسیون له پېژندل شویو څېرو څخه ده او د ازادۍ نړۍوال کانګرس مشري کوي.

هغې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال د معترضانو پر ضد د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې او دا جایزه یې د ایران خلکو او د وروستیو اعتراضونو قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغې له اروپايي مشرانو وغوښتل، چې د ایران د قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

هغې په دې پروګرام کې د ایران بیرغ او د اعتراضونو د قربانیانو انځورونه نندارې ته وړاندې کړل او شعار یې ورکړ: «سږ کال د سید علي کور ړنګېږي».

هغې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش څخه د دې له امله نیوکه وکړه، چې عباس عراقچي ته یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د وینا بلنه ورکړې وه. هغې وویل، چې دا جایزه د «ایران د اتلانو» په استازیتوب اخلي او زیاته یې کړه: «د ایران د بشري حقونو وضعیت د نړۍوالې ټولنې پر مخ یو څپېړه ده».

هغې د وینا پر مهال د ایران د دولت د مشر علي خامنه‌يي انځورونه او د نورو څېرو لکه حسن روحاني او مسعود پزشکیان انځورونه وشلول او خامنه‌يي یې «د داعش پلار او ترهګر» وباله.

هر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اصلي غونډې مخکې دا غونډه سلګونه سیاسي مخالفان، فعالان، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان، ډیپلوماټان، ژورنالېستان او د محصلینو مشران راټولوي، څو د بشري حقونو بېړنیو ناورینونو ته د نړۍ پام راواړوي. دغه کنفرانس د پنځه‌ویشتو بشري حقونو بنسټونو په ملاتړ جوړېږي.

د حمیدي او علي‌نژاد ترڅنګ، پدرو اوروچورتو نوسلي هم د جایزې وړ وګڼل شو. هغه د ونزویلا د اپوزیسیون ګوند وينته ونزويلا د نړۍوالو اړیکو همغږی کوونکی دی او د ډېموکراتیک بدلون لپاره د متحد اپوزیسیون له مخکښو څېرو څخه شمېرل کېږي. د هغه فعالیتونه د نيکولاس مادورو د رژیم له لوري د سیاسي تعقیب لامل شول.

هغه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د نیول کېدو د مخنیوي لپاره په کاراکاس کې د ارجنټاین سفارت ته پناه یوړه او تر څلور سوه ورځو ډېر هلته پاتې شو، تر دې چې په ۲۰۲۵ کال کې د یوې نړۍوالې عملیاتې پروسې په ترڅ کې ازاد شو.

هغه وویل، مادورو له واکه لوېدلی، خو ونزویلا لا ازاده نه ده او سلګونه سیاسي بندیان لا هم په زندانونو کې دي او میلیونونه ونزویلايان د ازادۍ ورځې ته انتظار باسي.

په دې غونډه کې د بېلاروس، سوریې، چین، کیوبا، روسیې، اوګاندا او نورو هېوادونو لیکوالانو او فعالانو هم د خپلو هېوادونو د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې. د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سوتلانا تیخانوفسکایا هم وینا وکړه.

یوې روسي ژورنالېستې چې د روسیې د ټلوېزیون ژوندۍ خپرونه یې د ولادیمیر پوتین د اوکراین پر جګړې د اعتراض په موخه درولې وه، وویل شاوخوا دوه زره سیاسي کسان د روسیې په زندانونو کې بندیان دي. مارینا اوسیانیکووا وویل، د روسیې د زندانونو وضعیت «وېروونکی» دی او ان ماشومان هم د سیاسي تورونو له امله بندیان شوي دي.