هغې وویل: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خو پهکې بېلابېل قومونه، باورونه او هویتونه ژوند کوي او ټول خلک د ساتنې او درناوي وړ دي».
حمیدي ټینګار وکړ: «غوره ده چې افغان هلکان او نجونې د طالبانو ښوونځیو ته ولاړ نهشي، ځکه هلته ښوونځی نه، بلکې د ترهګرۍ کارخونې دي».
هغې یو ځل بیا د افغانستان کرېکټ پر ملي لوبډلې نیوکه وکړه او ویې ویل: «تاسو نهشئ کولی له ترهګرو سره همکاري وکړئ، د هغوی استازولي وکړئ او بیا ځان بېطرفه وښیئ. تاسو نهشئ کولی ترهګر عادي کړئ او نوم یې ورزش کېږدئ».
هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ پېژندنه به د طالبانو سیاسي عادي کېدل کم کړي او افغان ښځو ته به عدالت برابر کړي. حمیدي خپله نړۍواله جایزه د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړه. هغې وویل: «موږ ازاد افغانستان غواړو؛ داسې افغانستان چې ډېموکراسي ولري او داسې حکومت چې دین د ښځو پر بدن او د خلکو پر ذهن واک ونهلري».
هغې وویل، نړۍ نور طالبان ترهګر نه بولي، ځکه دا کار پایلې لري او «عادي کول اسانه دي خو مسوولیت اخیستل سخت دي». دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹مه ترسره شوه. په دې غونډه کې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه ترلاسه کړه او ایراني فعالې مسیح علينژاد د جرأت جایزه وګټله.
مرضیه حمیدي د افغانستان د ښځو د ورزش له پېژندل شویو څېرو څخه ده. هغې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډه وکړه او اوس هلته د ټکوانډو تمرین ته دوام ورکوي.
مسیح علينژاد ژورنالېسته، لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله ده او د «زما پټې ازادۍ» کمپاین بنسټګره ده. هغه پخوا د ایران د پارلمان خبریاله وه، خو د ۱۳۸۸ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته امریکا ته ولاړه او اوس هلته ژوند کوي. هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني اپوزیسیون له پېژندل شویو څېرو څخه ده او د ازادۍ نړۍوال کانګرس مشري کوي.
هغې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال د معترضانو پر ضد د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې او دا جایزه یې د ایران خلکو او د وروستیو اعتراضونو قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغې له اروپايي مشرانو وغوښتل، چې د ایران د قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.
هغې په دې پروګرام کې د ایران بیرغ او د اعتراضونو د قربانیانو انځورونه نندارې ته وړاندې کړل او شعار یې ورکړ: «سږ کال د سید علي کور ړنګېږي».
هغې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش څخه د دې له امله نیوکه وکړه، چې عباس عراقچي ته یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د وینا بلنه ورکړې وه. هغې وویل، چې دا جایزه د «ایران د اتلانو» په استازیتوب اخلي او زیاته یې کړه: «د ایران د بشري حقونو وضعیت د نړۍوالې ټولنې پر مخ یو څپېړه ده».
هغې د وینا پر مهال د ایران د دولت د مشر علي خامنهيي انځورونه او د نورو څېرو لکه حسن روحاني او مسعود پزشکیان انځورونه وشلول او خامنهيي یې «د داعش پلار او ترهګر» وباله.
هر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اصلي غونډې مخکې دا غونډه سلګونه سیاسي مخالفان، فعالان، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان، ډیپلوماټان، ژورنالېستان او د محصلینو مشران راټولوي، څو د بشري حقونو بېړنیو ناورینونو ته د نړۍ پام راواړوي. دغه کنفرانس د پنځهویشتو بشري حقونو بنسټونو په ملاتړ جوړېږي.
د حمیدي او علينژاد ترڅنګ، پدرو اوروچورتو نوسلي هم د جایزې وړ وګڼل شو. هغه د ونزویلا د اپوزیسیون ګوند وينته ونزويلا د نړۍوالو اړیکو همغږی کوونکی دی او د ډېموکراتیک بدلون لپاره د متحد اپوزیسیون له مخکښو څېرو څخه شمېرل کېږي. د هغه فعالیتونه د نيکولاس مادورو د رژیم له لوري د سیاسي تعقیب لامل شول.
هغه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د نیول کېدو د مخنیوي لپاره په کاراکاس کې د ارجنټاین سفارت ته پناه یوړه او تر څلور سوه ورځو ډېر هلته پاتې شو، تر دې چې په ۲۰۲۵ کال کې د یوې نړۍوالې عملیاتې پروسې په ترڅ کې ازاد شو.
هغه وویل، مادورو له واکه لوېدلی، خو ونزویلا لا ازاده نه ده او سلګونه سیاسي بندیان لا هم په زندانونو کې دي او میلیونونه ونزویلايان د ازادۍ ورځې ته انتظار باسي.
په دې غونډه کې د بېلاروس، سوریې، چین، کیوبا، روسیې، اوګاندا او نورو هېوادونو لیکوالانو او فعالانو هم د خپلو هېوادونو د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې. د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سوتلانا تیخانوفسکایا هم وینا وکړه.
یوې روسي ژورنالېستې چې د روسیې د ټلوېزیون ژوندۍ خپرونه یې د ولادیمیر پوتین د اوکراین پر جګړې د اعتراض په موخه درولې وه، وویل شاوخوا دوه زره سیاسي کسان د روسیې په زندانونو کې بندیان دي. مارینا اوسیانیکووا وویل، د روسیې د زندانونو وضعیت «وېروونکی» دی او ان ماشومان هم د سیاسي تورونو له امله بندیان شوي دي.