طالبان وایي له کندهار څخه پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو او د لارو له تړل کېدو وروسته، طالبانو له افغانستان څخه پاکستان ته او برعکس، د توکو او څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه څارنه زیاته کړې ده.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې له کندهار څخه پاکستان ته د ۷ زره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
محمد حنیف حقمل زیاته کړې: «د ۷۳۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دا پسونه د ډیورنډ کرښې له لارې په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدول کېدل. همداراز له پاکستان څخه افغانستان ته هم د غواګانو د قاچاقي لېږد مخه نیول شوې ده».
د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې هڅې ګړندۍ کړې دي، ځکه که د قاچاق مخه ونه نیول شي، ښايي د افغانستان مالداري سخته زیانمنه شي.
په ورته وخت کې، یو شمېر مالدارانو له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې د پاکستاني څارویو د لېږد مخه ونیول شي.


د ټکوانډو افغان لوبغاړې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو د نړۍوالې جایزې د ترلاسه کولو پر مهال د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د جنیوا په اتلسمه غونډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه وینا وکړه. هغې وویل، چې په افغانستان کې دې جنسي اپارټایډ په رسمیت وپېژندل شي.
هغې وویل: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خو پهکې بېلابېل قومونه، باورونه او هویتونه ژوند کوي او ټول خلک د ساتنې او درناوي وړ دي».
حمیدي ټینګار وکړ: «غوره ده چې افغان هلکان او نجونې د طالبانو ښوونځیو ته ولاړ نهشي، ځکه هلته ښوونځی نه، بلکې د ترهګرۍ کارخونې دي».
هغې یو ځل بیا د افغانستان کرېکټ پر ملي لوبډلې نیوکه وکړه او ویې ویل: «تاسو نهشئ کولی له ترهګرو سره همکاري وکړئ، د هغوی استازولي وکړئ او بیا ځان بېطرفه وښیئ. تاسو نهشئ کولی ترهګر عادي کړئ او نوم یې ورزش کېږدئ».
هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ پېژندنه به د طالبانو سیاسي عادي کېدل کم کړي او افغان ښځو ته به عدالت برابر کړي. حمیدي خپله نړۍواله جایزه د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړه. هغې وویل: «موږ ازاد افغانستان غواړو؛ داسې افغانستان چې ډېموکراسي ولري او داسې حکومت چې دین د ښځو پر بدن او د خلکو پر ذهن واک ونهلري».
هغې وویل، نړۍ نور طالبان ترهګر نه بولي، ځکه دا کار پایلې لري او «عادي کول اسانه دي خو مسوولیت اخیستل سخت دي». دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹مه ترسره شوه. په دې غونډه کې مرضیه حمیدي د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه ترلاسه کړه او ایراني فعالې مسیح علينژاد د جرأت جایزه وګټله.
مرضیه حمیدي د افغانستان د ښځو د ورزش له پېژندل شویو څېرو څخه ده. هغې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډه وکړه او اوس هلته د ټکوانډو تمرین ته دوام ورکوي.
مسیح علينژاد ژورنالېسته، لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله ده او د «زما پټې ازادۍ» کمپاین بنسټګره ده. هغه پخوا د ایران د پارلمان خبریاله وه، خو د ۱۳۸۸ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته امریکا ته ولاړه او اوس هلته ژوند کوي. هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني اپوزیسیون له پېژندل شویو څېرو څخه ده او د ازادۍ نړۍوال کانګرس مشري کوي.
هغې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال د معترضانو پر ضد د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې او دا جایزه یې د ایران خلکو او د وروستیو اعتراضونو قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغې له اروپايي مشرانو وغوښتل، چې د ایران د قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.
هغې په دې پروګرام کې د ایران بیرغ او د اعتراضونو د قربانیانو انځورونه نندارې ته وړاندې کړل او شعار یې ورکړ: «سږ کال د سید علي کور ړنګېږي».
هغې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش څخه د دې له امله نیوکه وکړه، چې عباس عراقچي ته یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د وینا بلنه ورکړې وه. هغې وویل، چې دا جایزه د «ایران د اتلانو» په استازیتوب اخلي او زیاته یې کړه: «د ایران د بشري حقونو وضعیت د نړۍوالې ټولنې پر مخ یو څپېړه ده».
هغې د وینا پر مهال د ایران د دولت د مشر علي خامنهيي انځورونه او د نورو څېرو لکه حسن روحاني او مسعود پزشکیان انځورونه وشلول او خامنهيي یې «د داعش پلار او ترهګر» وباله.
هر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اصلي غونډې مخکې دا غونډه سلګونه سیاسي مخالفان، فعالان، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان، ډیپلوماټان، ژورنالېستان او د محصلینو مشران راټولوي، څو د بشري حقونو بېړنیو ناورینونو ته د نړۍ پام راواړوي. دغه کنفرانس د پنځهویشتو بشري حقونو بنسټونو په ملاتړ جوړېږي.
د حمیدي او علينژاد ترڅنګ، پدرو اوروچورتو نوسلي هم د جایزې وړ وګڼل شو. هغه د ونزویلا د اپوزیسیون ګوند وينته ونزويلا د نړۍوالو اړیکو همغږی کوونکی دی او د ډېموکراتیک بدلون لپاره د متحد اپوزیسیون له مخکښو څېرو څخه شمېرل کېږي. د هغه فعالیتونه د نيکولاس مادورو د رژیم له لوري د سیاسي تعقیب لامل شول.
هغه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د نیول کېدو د مخنیوي لپاره په کاراکاس کې د ارجنټاین سفارت ته پناه یوړه او تر څلور سوه ورځو ډېر هلته پاتې شو، تر دې چې په ۲۰۲۵ کال کې د یوې نړۍوالې عملیاتې پروسې په ترڅ کې ازاد شو.
هغه وویل، مادورو له واکه لوېدلی، خو ونزویلا لا ازاده نه ده او سلګونه سیاسي بندیان لا هم په زندانونو کې دي او میلیونونه ونزویلايان د ازادۍ ورځې ته انتظار باسي.
په دې غونډه کې د بېلاروس، سوریې، چین، کیوبا، روسیې، اوګاندا او نورو هېوادونو لیکوالانو او فعالانو هم د خپلو هېوادونو د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې. د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سوتلانا تیخانوفسکایا هم وینا وکړه.
یوې روسي ژورنالېستې چې د روسیې د ټلوېزیون ژوندۍ خپرونه یې د ولادیمیر پوتین د اوکراین پر جګړې د اعتراض په موخه درولې وه، وویل شاوخوا دوه زره سیاسي کسان د روسیې په زندانونو کې بندیان دي. مارینا اوسیانیکووا وویل، د روسیې د زندانونو وضعیت «وېروونکی» دی او ان ماشومان هم د سیاسي تورونو له امله بندیان شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه نوي فرمان له مخې د مبلغانو، چې په افغانستان کې په تبلیغیانو مشهور دي، قانون توشیح کړی او حنفي مذهب او پر دیني مسایلو تسلط یې شرط ور ته اېښی دی. په قانون کې د تبلیغیانو د چارو تنظیم ددې ډلې په امر بالمعروف وزارت پورې اړوند بلل شوې دي.
د دغه فرمان په شپږمه ماده کې راغلي چې مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبه وي. همدا راز د دغه فرمان په لسمه ماده کې ویل شوي چې مبلغ باید دعوت له حنفي مذهب سره سم ترسره کړي.


په لسمه ماده کې په دې هم ټینګار شوی چې مبلغ نه شي کولی د تبلیغ په وخت کې له ځان سره ښځې بوځي.
همدا راز د دغه فرمان په یوولسمه ماده کې د امیر په اطاعت ټینګار شوی او ویل شوي چې مبلغ باید د امیر د اطاعت بیان وکړي.
په دغه قانون کې چې په ۱۷ مادو کې هبت الله توشیح کړی، دا هم ویل شوي چې مبلغان د غیر حنفي شخص د شته والي په صورت کې له دعوت څخه منع کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو په اړه رپوټونه ورکړل شوي چې خلک له خپلو مذهبونو واړوي او سني مذهب ومني.
د روان کال د سلواغې په درېیمه نېټه افغانستان انټرنشنل یو راپور خپور کړی و چې د سند پر بنسټ یې ویلي و چې په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د اسماعیلیه مذهب پیروان که سني مذهب ته واوړي، نو له مالي انعام او امنیتي مصونیت څخه به برخمن شي.
سرچینو ویلي و، چې د طالبانو غړي اسماعیلیان د ګواښ له لارې د مذهب بدلولو ته اړ باسي.
د دغه فرمان په نهمه ماده کې راغلي چې مبلغین باید د تصویري رسنیو له لارې تبلیغ ونه کړي، بلکې له راډیو، مجلې، کتابونو او دې ته ورته وسیلو کار واخلي.

سره له دې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر کار او ټولنیز حضورپراخ محدودیتونه دي، راپورونه ښيي چې شاوخوا ۲۰۰۰ښځې د دې ډلې په امنیتي او اداري جوړښتونو کې دندې ترسره کوي. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په بلخ کې نږدې ۵۰ښځې د پولیسو په چوکاټ کې ګومارلې دي.
د طالبانو د پولیسو اړونده مسوولین وایي چې دغه ښځې په ۱۲ مه حوزه او له ۱۵څخه په زیاتو څانګو کې فعالیت لري. د دوی دندې اداري چارې، د ښځو تلاشي، پلټنې او نیول دي.
لیلی حسینی، چې د کورني تاوتریخوالي د حل په برخه کې کار کوي، وایي، ډېری وخت کله چې د وژنې، کورني تاوتریخوالي او یا کورنیو شخړو قضیې وي، ښځینه پولیسې استول کېږي څو له ښځو سره مستقیم تعامل وکړي.
د بلخ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مسوول فیضالله فیض هم ټینګار کړی چې د اړتیا له مخې ښځینه پولیسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.
که څه هم د ښځو دا ګډون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړین بللی، خو د دې ګام اصلي علت لا هم روښانه نه دی.
په ورته وخت کې، د امنیتي چارو ځینې کارپوهان د پولیسو په لیکو کې که څه هم د ښځو شتون مهم ګڼي، خو وایي چې د طالبانو ځواکونه مسلکي او تخنیکي پولیس نه دي، بلکې د خلکو د کنټرول او د واکمن نظام د ساتنې لپاره کارول کېږي.
دوی ادعا کوي چې د ښځو محدود او نمایشي ګډون تر ډېره د استخباراتي معلوماتو د راټولولو او د افغان ښځو د لا زیات کنټرول لپاره دی. په ورته وخت کې، د ښځو د حقونو فعالان وایي چې دا ډول ګومارنې د ښځو پر عمومي کار او زدهکړو د پراخو بندیزونو له واقعیت سره په ټکر کې دي.

که د پښتو غزل جاج اخلو نو د حمزه شینواري له نوم سره خامخا مخ کیږو، دا نوم د پښتو غزل د نوي او پښتني رنګ پورې تړلی نوم دی، حمزه او پښتو غزل نه جلا کیږي. د فېبروري ۱۸مه د حمزه شینواري دوه دېرشم تلین دی. حمزه! قدر په خپل کور کې د چا نه وي د عربو خلک کــوم دی، چې حاجیان دي
د پښتو غزل بابا “حمزه شینواری” ؛ هغه د پښتو ژبې یو غزلبول شاعر و، چې د پښتونخوا په لنډي کوتل کې زېږېدلي، پایېدلی او هملته دفن شوی دی. نوموړی په قوم شینواری او د پښتو ژبې یو له هغو نوموتو شاعرانو دی، چې په پښتو ژبه کې یې غزل په پښتني رنګ بیان کړی دی او که ووایم، چې غزل یې پښتون کړ نو ډېره لویه او له منطقه لېرې دعوه به مې نه وي کړې.
نوموړی په ۱۹۰۷ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د خیبر په لنډي کوتل کې زېږېدلی دی، پلار یې ملک بازمير نومېده چې د خپلې قبيلې له مخورو سپين ږیرو څخه و.
هغه لومړنۍ زده کړې په لنډي کوتل کې وکړې او لا به منځنیو زده کړو ته نه و رسېدلی چې زده کړې یې پرېښودې، هغه د خپلو زده کړو د پرېښودو علت د یوه ښوونکي ناسم چلند بیان کړی دی.
هغه له ښوونځي څخه د زړه ماتېدو يادونه په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د ښوونځي زنګ پرې داسې بد لګېده، لکه د اسرافيل شپېلۍ چې غږیږي.
هغه خپله لومړنۍ شاعري په اردو ژبه پیل کړه؛ خو بیا یې د خپل پیر سید عبدالستار پاچا په مشوره او لارښوونه یې په پښتو ژبه شاعري پیل کړه.
حمزه او پښتو شاعري:
که چېرې په پښتو شاعرۍ کې د حمزه شینواري ونډه څېړو ښايي د یوې کوچنۍ مقالې له وسې بېرون خبره وي، ځکه حمزه شینواري د پښتو غزل ته نوی رنګ ورکړی، نوي استعارات، تشبهات او پښتني رنګ یې د غزل برخه وګرځوله او هماغه و، چې د پښتو د غزل بابا لقب ورکړل شو.
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
په پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعري ځانگړی او لوړ ځای لري. د هغه شاعري د زړې او نوې شاعرۍ يوه گډوله گڼل کېږي او تر ډېره یې د پښتو شاعرۍ ته نوی روح ورکړی دی.
هغه د پښتو شعر دوديزه او کلاسيکه لار خپله کړې؛ مګر د نوي پښتني رنګ په ورکولو سره یې په نوي انداز غزل لیکلی، چې دې چارې په خیبر کې د ادبي سبک یو نوی انداز را وټوکاوه.
په دې ډول ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه وړاندې کړي او د خپل وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی.
هغه څه له پاسه ١٣٠٠ غزلې ليکلې او کليات يې په څلورو ټوکونو کې خپاره شوي دي.
تورې سترگې مې د يار زړه ته په ځير دي
بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی
حمزه او پښتو ډرامه:
حمزه شینواري د فلمي اداکارۍ یوه ناکامه هڅه هم کړې ده؛ خو حمزه شينواري تر ٢٠٠ زياتې نندارې (ډرامې) ليکلې دي، چې ډېری يې د پېښور راډيو له خوا خپرې شوې دي.
رفيق غزنوي په ١٩٤١ ز کال د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز حمزه شینواري ته وکړ او حمزه شنیواري هم دا وړاندیز ومانه، چې له امله یې د پښتو ژبې د لومړني لیکوال ویاړ امیر حمزه شینواري ته په برخه شو.
تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غیر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.
حمزه شینواري نه یوازې دا چې په پښتو غزل کې یې غوره نوم ګټلی بلکې د پېښور راډیو پښتو راډيويي ډرامو سبک یې بدل او مطلق د پښتني کلتور پر بنسټ یې پښتو ډرامې ولیکلې.

د حمزه شینواري اثار:
که څه هم په پښتو ژبه کې حمزه شینواری په غزل مشهور دی؛ مګر نوموړي په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې بېلابېلې څېړنيزې ليکنې خپرې کړې، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي. لکه؛ د اقبالياتو او د ژوند په وروستيو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب، چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي، چاپ شوی دی.
نوموړي تر شلو ډېر د شاعرۍ، څېړنې، تصوف او د لیکونو د تبادلې کتابونه لیکلي او په اردو ژبه یې لس کتابونه تر دا مهاله چاپ شوي دي.
د حمزه شینواري د کتابونو نومونه:
د زړه اواز، يون، بهير، پري وونې، سپرلی په اينه کې، د خيبر وږمې، ژوند او يون، د کابل سفرنامه، د حجاز په لور، د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه، مږې څپې، د کارل مارکس اصول د عقل په نظر، د حمزه ژوندليک، غزونې، تجليات، د خوشال بابا يو شعر، تذکرة الستارية، انساني رڼا او پوهه، د حمزه ليکونه، غزليات (اردو)، انسان او زنده گي، د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم، د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه، د ارمغان حجاز منظومه ژباړه، پټهان اور توهمات، قبايل کې رسم او رواج، ژور فکرونه، ډرامې، د حمزه کليات (پنځه ټوکه).
حمزه او وحدت الوجود:
هغه د فلمي اداکارۍ یوه ناکامه هڅه هم کړې ده؛ خو ونه توانید چې په فلم کې کار وکړي او له ناکامۍ وروسته د وحدت الوجود د تصوفي لارې لاروی شو.
هغه د یوه شاعر او صوفي په توګه په دې عقیده و، چې د نړۍ په ټولو اشیاو کې د خدای قدرت موجود دی او پرته د خدای له قدرته هېڅ حرکت نه شي رامنځته کېدلی.
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پېداییه ناپدید شه
امير حمزه شينواری په ١٩٣٠ ز کال کې تصوف ته مخه کړه او د چشتي طريقت لار یې ونیوله. نوموړی په دغه وخت کې اجمير شريف ته هم تللی وو او د تصوف پر لار یې سر خلاص شوی و.
د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه و. نوموړی په شاه صاحب هم مشهور و، چې حمزه بابا یې په اړه په اړه یوه تذکره لیکلې چې تذکره ستاریه نومیږي.
مړینه:
حمزه شینواري د خپل ژوند وروستي ټول کلونه په خپل پلرني کلي او پېښور کې تېر کړي دي، هغه د یوه شاعر، صوفي، ډرامه لیکونکي، دولتي مامور او قومي مشر په توګه په خپله سیمه کې پاتې شوی او په ۱۹۹۴ ز کال د فېبرورۍ په میاشت کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د سي ای اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوې مرکې کې ادعا کړې ده، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا تر ۱۰ زرو ډېر افغان متحدین وژل شوي، شاوخوا ۳۰ زره نور نیول شوي، ۱۲ زره کسان لا هم ورک دي او پر ۸۰ زرو مېرمنو او ۱۵ زره ماشومانو د جنسي تېري راپورونه ثبت شوي دي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) یاده پخوانۍ ماموې په شان رین پاډکسټ کې وویل، چې له افغانستان نه د امریکا تر وتلو وروسته، هغه افغانان چې د امریکا او ايتلافي ځواکونو متحدین وو، له پراخو نیونو، وژنو او جبري ورکېدنو سره مخ شوي دي.
نوموړې دا څرګندونې په یوې مرکې کې کړې او ټینګار یې کړی چې وضعیت “جدي او اندېښمنوونکی” دی.
د سارا اډمز د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۱۰ زرو ډېر افغان متحدین وژل شوي دي. شاوخوا ۳۰ زره کسان نیول شوي دي، چې ۱۸ زره نیول شوي کسان د طالبانو له قضایي بهیره تېر شوي.
د سارا په وینا، دا مهال ۱۲ زره کسان لا هم ورک دي چې د ژوند او مرګ په اړه یې معلومات نشته.
اډمز ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې په بېلابېلو سیمو کې پټ زندانونه شته، چې خلک پکې له رسمي ثبت او قانوني بهیر پرته ساتل کېږي.
هغه وايي، د ځینو کورنیو په وینا، خپلوان یې نیول شوي او بیا هېڅکله نه دي راستانه شوي او نه هم چارواکو د هغوی د برخلیک په اړه معلومات ورکړي دي.
د نوموړې په وینا:" په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰ زره کسان ورک بلل کېږي. باور دا دی چې ځینې یې په پټو زندانونو کې دي او یا وژل شوي، خو کورنیو ته یې رسمي خبر نه دی ورکړل شوی."
هغه وايي، شاوخوا ۲۰۰ زره افغان متحدین دا مهال تر مستقیم فشار لاندې دي او پر دوی د کورونو، ځمکو او سوداګریزو شتمنیو د ضبط، جبري بېځایه کېدو او د اساسي خدماتو د پرې کېدو ادعاوې کېږي.
د ساره په وینا، په ځینو مواردو کې د پخوانیو پولیسو او پوځیانو کورونو ته د کلونو لپاره برېښنا نه ده ورکړل شوې.
اډمز وایي: "د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال تر ۲۵۰۰ کم امریکایي سرتېري وژل شوي، خو یوازې په وروستیو دوه نیمو کلونو کې تر ۱۰ زرو ډېر افغان پولیس او پوځیان وژل شوي دي."
نوموړې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، په تېرو دوو نیمو کلونو کې ۸۰ زره ښځو د جنسي تاوتریخوالي راپور ورکړی او همداراز ۱۵ زره ماشومانو د جنسي ځورونې ادعاوې ثبت کړې دي. نوموړې ددغو ادعاوو د ثابتولو لپاره مشخصې سرچینې او اسناد نه دي وړاندې کړي.
هغه زیاتوي چې دا شمېرې یوازې په هغو کسانو پورې محدودې دي چې د راپور ورکولو توان یې درلود او ښايي زرګونه داسې نور اشخاص وي چې د راپور ورکولو توان نه لري.
سارا اډمز ټینګار کوي چې دا وضعیت تصادفي نه دی، بلکې د افغان متحدینو پر وړاندې منظم فشار او انتقامي چلند دی.
نوموړې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې ادعاوو د څېړلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.
تر اوسه طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.