• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي هبت الله د مبلغانو په نوي قانون کې حنفي مذهب د تبلیغیانو لپاره شرط ټاکلی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه نوي فرمان له مخې د مبلغانو، چې په افغانستان کې په تبلیغیانو مشهور دي، قانون توشیح کړی او حنفي مذهب او پر دیني مسایلو تسلط یې شرط ور ته اېښی دی. په قانون کې د تبلیغیانو د چارو تنظیم ددې ډلې په امر بالمعروف وزارت پورې اړوند بلل شوې دي.

د دغه فرمان په شپږمه ماده کې راغلي چې مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبه وي. همدا راز د دغه فرمان په لسمه ماده کې ویل شوي چې مبلغ باید دعوت له حنفي مذهب سره سم ترسره کړي.

100%
100%

په لسمه ماده کې په دې هم ټینګار شوی چې مبلغ نه شي کولی د تبلیغ په وخت کې له ځان سره ښځې بوځي.

همدا راز د دغه فرمان په یوولسمه ماده کې د امیر په اطاعت ټینګار شوی او ویل شوي چې مبلغ باید د امیر د اطاعت بیان وکړي.

په دغه قانون کې چې په ۱۷ مادو کې هبت الله توشیح کړی، دا هم ویل شوي چې مبلغان د غیر حنفي شخص د شته والي په صورت کې له دعوت څخه منع کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو په اړه رپوټونه ورکړل شوي چې خلک له خپلو مذهبونو واړوي او سني مذهب ومني.

د روان کال د سلواغې په درېیمه نېټه افغانستان انټرنشنل یو راپور خپور کړی و چې د سند پر بنسټ یې ویلي و چې په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د اسماعیلیه مذهب پیروان که سني مذهب ته واوړي، نو له مالي انعام او امنیتي مصونیت څخه به برخمن شي.

سرچینو ویلي و، چې د طالبانو غړي اسماعیلیان د ګواښ له لارې د مذهب بدلولو ته اړ باسي.

د دغه فرمان په نهمه ماده کې راغلي چې مبلغین باید د تصویري رسنیو له لارې تبلیغ ونه کړي، بلکې له راډیو، مجلې، کتابونو او دې ته ورته وسیلو کار واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په امنیتي جوړښت کې دوه زره ښځې په دندو ګومارلې دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

سره له دې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر کار او ټولنیز حضورپراخ محدودیتونه دي، راپورونه ښيي چې شاوخوا ۲۰۰۰ښځې د دې ډلې په امنیتي او اداري جوړښتونو کې دندې ترسره کوي. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په بلخ کې نږدې ۵۰ښځې د پولیسو په چوکاټ کې ګومارلې دي.

د طالبانو د پولیسو اړونده مسوولین وایي چې دغه ښځې په ۱۲ مه حوزه او له ۱۵څخه په زیاتو څانګو کې فعالیت لري. د دوی دندې اداري چارې، د ښځو تلاشي، پلټنې او نیول دي.

لیلی حسینی، چې د کورني تاوتریخوالي د حل په برخه کې کار کوي، وایي، ډېری وخت کله چې د وژنې، کورني تاوتریخوالي او یا کورنیو شخړو قضیې وي، ښځینه پولیسې استول کېږي څو له ښځو سره مستقیم تعامل وکړي.

د بلخ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مسوول فیض‌الله فیض هم ټینګار کړی چې د اړتیا له مخې ښځینه پولیسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

که څه هم د ښځو دا ګډون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړین بللی، خو د دې ګام اصلي علت لا هم روښانه نه دی.

په ورته وخت کې، د امنیتي چارو ځینې کارپوهان د پولیسو په لیکو کې که څه هم د ښځو شتون مهم ګڼي، خو وایي چې د طالبانو ځواکونه مسلکي او تخنیکي پولیس نه دي، بلکې د خلکو د کنټرول او د واکمن نظام د ساتنې لپاره کارول کېږي.

دوی ادعا کوي چې د ښځو محدود او نمایشي ګډون تر ډېره د استخباراتي معلوماتو د راټولولو او د افغان ښځو د لا زیات کنټرول لپاره دی. په ورته وخت کې، د ښځو د حقونو فعالان وایي چې دا ډول ګومارنې د ښځو پر عمومي کار او زده‌کړو د پراخو بندیزونو له واقعیت سره په ټکر کې دي.

د پښتانه غزل د بابا تلین؛ حمزه ځواني زما غزل وخوړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

که د پښتو غزل جاج اخلو نو د حمزه شینواري له نوم سره خامخا مخ کیږو، دا نوم د پښتو غزل د نوي او پښتني رنګ پورې تړلی نوم دی، حمزه او پښتو غزل نه جلا کیږي. د فېبروري ۱۸مه د حمزه شینواري دوه دېرشم تلین دی. حمزه! قدر په خپل کور کې د چا نه وي د‌ عربو خلک کــوم دی، چې حاجیان دي

د پښتو غزل بابا “حمزه شینواری” ؛ هغه د پښتو ژبې یو غزلبول شاعر و، چې د پښتونخوا په لنډي کوتل کې زېږېدلي، پایېدلی او هملته دفن شوی دی. نوموړی په قوم شینواری او د پښتو ژبې یو له هغو نوموتو شاعرانو دی، چې په پښتو ژبه کې یې غزل په پښتني رنګ بیان کړی دی او که ووایم، چې غزل یې پښتون کړ نو ډېره لویه او له منطقه لېرې دعوه به مې نه وي کړې.

نوموړی په ۱۹۰۷ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د خیبر په لنډي کوتل کې زېږېدلی دی، پلار یې ملک بازمير نومېده چې د خپلې قبيلې له مخورو سپين ږیرو څخه و.

هغه لومړنۍ زده کړې په لنډي کوتل کې وکړې او لا به منځنیو زده کړو ته نه و رسېدلی چې زده کړې یې پرېښودې، هغه د خپلو زده کړو د پرېښودو علت د یوه ښوونکي ناسم چلند بیان کړی دی.

هغه له ښوونځي څخه د زړه ماتېدو يادونه په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د ښوونځي زنګ پرې داسې بد لګېده، لکه د اسرافيل شپېلۍ چې غږیږي.

هغه خپله لومړنۍ شاعري په اردو ژبه پیل کړه؛ خو بیا یې د خپل پیر سید عبدالستار پاچا په مشوره او لارښوونه یې په پښتو ژبه شاعري پیل کړه.

حمزه او پښتو شاعري:

که چېرې په پښتو شاعرۍ کې د حمزه شینواري ونډه څېړو ښايي د یوې کوچنۍ مقالې له وسې بېرون خبره وي، ځکه حمزه شینواري د پښتو غزل ته نوی رنګ ورکړی، نوي استعارات، تشبهات او پښتني رنګ یې د غزل برخه وګرځوله او هماغه و، چې د پښتو د غزل بابا لقب ورکړل شو.

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

په پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعري ځانگړی او لوړ ځای لري. د هغه شاعري د زړې او نوې شاعرۍ يوه گډوله گڼل کېږي او تر ډېره یې د پښتو شاعرۍ ته نوی روح ورکړی دی.

هغه د پښتو شعر دوديزه او کلاسيکه لار خپله کړې؛ مګر د نوي پښتني رنګ په ورکولو سره یې په نوي انداز غزل لیکلی، چې دې چارې په خیبر کې د ادبي سبک یو نوی انداز را وټوکاوه.

په دې ډول ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه وړاندې کړي او د خپل وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی.

هغه څه له پاسه ١٣٠٠ غزلې ليکلې او کليات يې په څلورو ټوکونو کې خپاره شوي دي.

تورې سترگې مې د يار زړه ته په ځير دي

بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی

حمزه او پښتو ډرامه:

حمزه شینواري د فلمي اداکارۍ یوه ناکامه هڅه هم کړې ده؛ خو حمزه شينواري تر ٢٠٠ زياتې نندارې (ډرامې) ليکلې دي، چې ډېری يې د پېښور راډيو له خوا خپرې شوې دي.

رفيق غزنوي په ١٩٤١ ز کال د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز حمزه شینواري ته وکړ او حمزه شنیواري هم دا وړاندیز ومانه، چې له امله یې د پښتو ژبې د لومړني لیکوال ویاړ امیر حمزه شینواري ته په برخه شو.

تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غیر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

حمزه شینواري نه یوازې دا چې په پښتو غزل کې یې غوره نوم ګټلی بلکې د پېښور راډیو پښتو راډيويي ډرامو سبک یې بدل او مطلق د پښتني کلتور پر بنسټ یې پښتو ډرامې ولیکلې.

دا تصویر په پېښور پوهنتون کې اخیستل شوی ۲۶ په نښه شوی کس حمزه بابا او په تصویر کې قلندر مومند هم ښکاري
100%
دا تصویر په پېښور پوهنتون کې اخیستل شوی ۲۶ په نښه شوی کس حمزه بابا او په تصویر کې قلندر مومند هم ښکاري

د حمزه شینواري اثار:

که څه هم په پښتو ژبه کې حمزه شینواری په غزل مشهور دی؛ مګر نوموړي په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې بېلابېلې څېړنيزې ليکنې خپرې کړې، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي. لکه؛ د اقبالياتو او د ژوند په وروستيو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب، چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي، چاپ شوی دی.

نوموړي تر شلو ډېر د شاعرۍ، څېړنې، تصوف او د لیکونو د تبادلې کتابونه لیکلي او په اردو ژبه یې لس کتابونه تر دا مهاله چاپ شوي دي.

د حمزه شینواري د کتابونو نومونه:

د زړه اواز، يون، بهير، پري وونې، سپرلی په اينه کې، د خيبر وږمې، ژوند او يون، د کابل سفرنامه، د حجاز په لور، د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه، مږې څپې، د کارل مارکس اصول د عقل په نظر، د حمزه ژوندليک، غزونې، تجليات، د خوشال بابا يو شعر، تذکرة الستارية، انساني رڼا او پوهه، د حمزه ليکونه، غزليات (اردو)، انسان او زنده گي، د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم، د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه، د ارمغان حجاز منظومه ژباړه، پټهان اور توهمات، قبايل کې رسم او رواج، ژور فکرونه، ډرامې، د حمزه کليات (پنځه ټوکه).

حمزه او وحدت الوجود:

هغه د فلمي اداکارۍ یوه ناکامه هڅه هم کړې ده؛ خو ونه توانید چې په فلم کې کار وکړي او له ناکامۍ وروسته د وحدت الوجود د تصوفي لارې لاروی شو.

هغه د یوه شاعر او صوفي په توګه په دې عقیده و، چې د نړۍ په ټولو اشیاو کې د خدای قدرت موجود دی او پرته د خدای له قدرته هېڅ حرکت نه شي رامنځته کېدلی.

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډېرې پېداییه ناپدید شه

امير حمزه شينواری په ١٩٣٠ ز کال کې تصوف ته مخه کړه او د چشتي طريقت لار یې ونیوله. نوموړی په دغه وخت کې اجمير شريف ته هم تللی وو او د تصوف پر لار یې سر خلاص شوی و.

د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه و. نوموړی په شاه صاحب هم مشهور و، چې حمزه بابا یې په اړه په اړه یوه تذکره لیکلې چې تذکره ستاریه نومیږي.

مړینه:

حمزه شینواري د خپل ژوند وروستي ټول کلونه په خپل پلرني کلي او پېښور کې تېر کړي دي، هغه د یوه شاعر، صوفي، ډرامه لیکونکي، دولتي مامور او قومي مشر په توګه په خپله سیمه کې پاتې شوی او په ۱۹۹۴ ز کال د فېبرورۍ په میاشت کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د سارا ادمز ادعا: په افغانستان کې پر «۸۰ زره» مېرمنو د جنسي تېري رپوټونه ورکړل شوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د سي ای اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوې مرکې کې ادعا کړې ده، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا تر ۱۰ زرو ډېر افغان متحدین وژل شوي، شاوخوا ۳۰ زره نور نیول شوي، ۱۲ زره کسان لا هم ورک دي او پر ۸۰ زرو مېرمنو او ۱۵ زره ماشومانو د جنسي تېري راپورونه ثبت شوي دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) یاده پخوانۍ ماموې په شان رین پاډکسټ کې وویل، چې له افغانستان نه د امریکا تر وتلو وروسته، هغه افغانان چې د امریکا او ايتلافي ځواکونو متحدین وو، له پراخو نیونو، وژنو او جبري ورکېدنو سره مخ شوي دي.

نوموړې دا څرګندونې په یوې مرکې کې کړې او ټینګار یې کړی چې وضعیت “جدي او اندېښمنوونکی” دی.

د سارا اډمز د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۱۰ زرو ډېر افغان متحدین وژل شوي دي. شاوخوا ۳۰ زره کسان نیول شوي دي، چې ۱۸ زره نیول شوي کسان د طالبانو له قضایي بهیره تېر شوي.

د سارا په وینا، دا مهال ۱۲ زره کسان لا هم ورک دي چې د ژوند او مرګ په اړه یې معلومات نشته.

اډمز ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې په بېلابېلو سیمو کې پټ زندانونه شته، چې خلک پکې له رسمي ثبت او قانوني بهیر پرته ساتل کېږي.

هغه وايي، د ځینو کورنیو په وینا، خپلوان یې نیول شوي او بیا هېڅکله نه دي راستانه شوي او نه هم چارواکو د هغوی د برخلیک په اړه معلومات ورکړي دي.

د نوموړې په وینا:" په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰ زره کسان ورک بلل کېږي. باور دا دی چې ځینې یې په پټو زندانونو کې دي او یا وژل شوي، خو کورنیو ته یې رسمي خبر نه دی ورکړل شوی."

هغه وايي، شاوخوا ۲۰۰ زره افغان متحدین دا مهال تر مستقیم فشار لاندې دي او پر دوی د کورونو، ځمکو او سوداګریزو شتمنیو د ضبط، جبري بې‌ځایه کېدو او د اساسي خدماتو د پرې کېدو ادعاوې کېږي.

د ساره په وینا، په ځینو مواردو کې د پخوانیو پولیسو او پوځیانو کورونو ته د کلونو لپاره برېښنا نه ده ورکړل شوې.

اډمز وایي: "د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال تر ۲۵۰۰ کم امریکایي سرتېري وژل شوي، خو یوازې په وروستیو دوه نیمو کلونو کې تر ۱۰ زرو ډېر افغان پولیس او پوځیان وژل شوي دي."

نوموړې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، په تېرو دوو نیمو کلونو کې ۸۰ زره ښځو د جنسي تاوتریخوالي راپور ورکړی او همداراز ۱۵ زره ماشومانو د جنسي ځورونې ادعاوې ثبت کړې دي. نوموړې ددغو ادعاوو د ثابتولو لپاره مشخصې سرچینې او اسناد نه دي وړاندې کړي.

هغه زیاتوي چې دا شمېرې یوازې په هغو کسانو پورې محدودې دي چې د راپور ورکولو توان یې درلود او ښايي زرګونه داسې نور اشخاص وي چې د راپور ورکولو توان نه لري.

سارا اډمز ټینګار کوي چې دا وضعیت تصادفي نه دی، بلکې د افغان متحدینو پر وړاندې منظم فشار او انتقامي چلند دی.

نوموړې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې ادعاوو د څېړلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

تر اوسه طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

د امریکا استازی: طالبان په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت شارژدافیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو رژیم په تړاو په دې شورا کې د واشنګټن د مرستیالې استازې تامي بروس خبرې په څو ژبو بیا خپرې کړې، چې وايي طالبان په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

ډان براون په پښتو، دري او انګریزي ژبو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو د کمېټې په ناسته کې د امریکا د مرستالې استازې تامي بروس د خبرو دا برخه پر اېکس خپره کړې، چې طالبان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې بندیان د مذاکراتو په وخت کې د فشار وسیله ګرځوي.

هغې ویلي و، چې طالبان لا هم یرغمل نیونې د ډیپلوماسي په توګه کاروي.

هغې مثال ورکړی و، چې د نیول شویو امریکايي وګړو په بدل کې طالبان د ګوانتانامو زندان کې د القاعدې شبکې د یوه غړي د خوشې کولو غوښتنه کړې، خو په ورته وخت کې دغه ډله ژمنه کوي چې د ترهګرۍ ضد خپلو تعهداتو ته به ادامه ورکوي.

نوموړې له طالبانو وغوښتل، چې د یرغمل نیونې ټول ډولونه پای ته ورسوي.

د امریکا شارژدافیر ددې څرګندونو پښتو او دري غورچاڼ، چې له طالبانو سره تړاو لري، پر خپل اېکس د بروس له وینا سره یوځای خپور کړی دی.

د بشري حقونو فعالانو پر شهباز شریف غږ کړی چې په روژه کې د افغان کډوالو ستنول وځنډوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لیږلي لیک کې له اسلام اباده غوښتنه کړې چې د روژې او اختر په ورځو کې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول وځنډوي.

دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو اېستل جدي بشري کړاوونه رامنځته کولی شي، کورنۍ بېلېږي او په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان تر ګواښ لاندې راځي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د روژې میاشت د رحمت او زغم موسم دی او د دې مبارکو ورځو په بهیر کې د انسانیت او همغږۍ اصول باید عملي شي.

دغه فدراسیون وړاندیز کړی چې د کډوالو د وضعیت د حل لپاره انساني، رضاکاره او له نړیوالو معیارونو سره سم میکانیزم جوړ شي او د نړیوالو ادارو په مرسته دوامدارې او د درناوي پر بنسټ حل لارې پلې شي.

فدراسیون ویلي، چې دا ډول پرېکړه به نه یوازې د ناوړه بشري پایلو مخه ونیسي، بلکې د پاکستان اخلاقي مقام او سیمه‌ییز دریځ هم ورسره پیاوړی کیږي.