• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو استخباراتو چین ته د «افچین» چینایۍ کمپنۍ د دریو مسوولانو د تګ مخه نیولې

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له نږدې ۲۷۰ ورځو راهیسې د طالبانو استخباراتو د افچین کمپنۍ د دریو مسوولانو پاسپورټونه برمته نیولي دي. د سرچینو په وینا، په کابل کې د چین سفارت له طالبانو غوښتي چینايي وګړو ته پاسپورټونه ورکړي چې چین ته ستانه شي.

د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو نن پنجشنبه وویل، چې دا پاسپورټونه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په سپارښتنه ددې ډلې د استخباراتو ریاست له خوا د افچین کمپنۍ له دریو مسوولانو اخیستل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د افچین کمپنۍ درې تنه مسوولان په کابل کې ازاد ګرځي، خو د پاسپورټونو د نه لرلو له امله افغانستان نه نه شي وتلی.

د روان کال د وږي ۸مه افغانستان انټرنشنل راپور خپور کړ، چې طالبانو د افچین کمپنۍ اته چینايي کارکوونکي خوشي کړي او بېرته چین ته ستانه شوي، خو څلور نور لا هم د دوی په ولکه کې دي.

طالبانو له دې کمپنۍ سره په نامعلومو دلایلو د امو د نفتو قرارداد لغوه کړی او د کمپنۍ ماشینونه یې هم ضبط کړي دي.

د طالبانو دې سرچینې د کسانو د نیول کېدو د علت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د غبرګولي ۴مه اعلان وکړ چې، د اموسیند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې له «افچین شرکت» سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د ژمنو د پرله‌پسې سرغړونو له امله فسخ شوی دی.

د تړون د فسخ کېدو پرېکړه د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د دغې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ شوې وه.

له دې وړاندې یوې چینايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و:« قرارداد طالبانو خپله لغوه کړ خو اوس یې د کمپنۍ کسان ځکه نیولي چې پر کمپنۍ فشار راوړي څو ماشین الات طالبانو ته پرېږدي.»

دوی همداراز ویلي و، چې طالبان اوس هم د دوی د ماشین الاتو په واسطه تېل استخراجوي.

خو اوس افچین کمپني ته نژدې سرچینو وویل، چې داخلي شرکتونه او کمپنۍ د نفتو د استخراج توان نه لري او روان استخراج به د تیلو استخراج بهیر ویجاړ کړي.

سرچینې وویل:« د افچین کمپنۍ ټېکنالوژي کارول اسانه نه دي، دا تیل به ډېر ژر ختم شي ځکه چې د امو نفتو د ځمکې لاندې جوړښت ډیر پېچلی دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د کانونو وزارت یو پلاوی د روسیې تاتارستان جمهوریت ته تللی و او هلته یې له روسي کمپنیو غوښتي وو چې د امو سیند د نفتو استخراج پرغاړه واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان د بدخشان د کانونو امنیت لپاره ۱۰۰۰ کسیزه ځواک جوړوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي وایي، ټاکل شوې چې د ملاهبت الله په لاسلیک ۱۰۰۰ نور جنګیالي بدخشان ته ولاړ شي؛ څو په دغه ولایت کې د سرو زرو کانونو د کېندنې له شرکتونو ساتنه وکړي. د هغه په ​​وینا؛ دغه ځواک د پانګونې ساتنې او د کانونو د پروسې د تنظیم لپاره جوړ شوی دی.

ښاغلي غزنوي په یوه مرکه کې ویلي، چې د بدخشان په کانونو کې پانګونه ساتنې او منظم مدیریت ته اړتیا لري او له همدې امله د کانونو د امنیت ډاډمنتیا لپاره د یوه ځانګړي ځواک جوړولو وړاندیز شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو والي وویل، چې د دغه ځواکونو فعالیتونه به ډېر ژر پیل شي او تخنیکي چارې یې روانې دي. ځایي اوسېدونکي د «روڼتیا له نشتوالي او د چاپېریال د له‌منځه تلو» له امله د سرو زرو کانونو پراخې کېندنې له کبله ناخوښه دي.

غزنوي دا هم وویل، چې له دغه کانونو ترلاسه شوي عاید د طالبانو حکومت پورې اړه لري؛ خو دغه عاید به د عامه ګټو پروژو لپاره په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې وکارول شي. په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د ځایي اوسېدونکو او د طالبانو د کانونو د کېندنې شرکتونو ترمنځ نښتې شوې دي.
طالبانو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ځمکې لاندې کانونو او په ځانګړې توګه د سرو زرو کانونو پراخې کېندنې ته زور ورکړی او دامهال سلګونه شرکتونه د افغانستان په شمال کې د کانونو په کېندنو بوخت دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په بدخشان کې ۱۰۰زره کسان د یادې ډلې لپاره د سرو زرو کانونه پر کېندنې بوخت دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کسان په مستقیمه او نامستقیمه توګه د شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خوان او ارغنجخواه کانونو کې فعالیت لري.

د ښځو له ګډون پرته؛ په بلخ کې د «هفت قلم» تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ شو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د خطاطانو له ټولنې سره په ګډه د «هفت قلم» په نوم هنري نندارتون جوړ کړی دی. د یاد ریاست په وینا؛ په دغه نندارتون کې شاوخوا ۱۴۰ قلمه هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دغه نندارتون کې د خطاطۍ او رسامۍ بېلابېل اثار شامل وو، چې د هنر برخې مینه‌والو په‌کې ګډون کړی و؛ خو د یاد نندارتون د ګډونوالو په ډله کې هېڅ ښځینه نه‌وه شامله او نه هم د ښځو کوم هنري اثر نندارې ته وړاندې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د یوه سوداګریز او صنعتي نندارتون ته د ښځو د ورتګ مخه نیول شوې وه. سره له دې چې افغان نجونې او ښځې په نقاشۍ، خطاطۍ او نورو هنري برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري؛ خو په دغه نندارتون او ورته نورو فرهنګي پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه‌ورکول کېږي.

دغه وضعیت د ښځو پر هنري، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو دوام ښيي، چې له امله یې ګڼې نجونې له خپلو هنري فعالیتونو او د خپلو اثارو له نندارې بې‌برخې پاتې کېږي.

اوچا: په روژه کې باید له سختې لوږې سره مخ د څه باندې ۱۷ مېلیونه افغانانو لاسنیوی وشي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د روژې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، د روژه ماتي پرمهال باید هغه ۱۷.۴ مېلیونه افغانان له یاده ونه اېستل شي چې له سختې لوږې سره مخ دي. یادې ادارې ویلي، چې ۲۱ مېلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له سختې لوږي سره مخ مېلیونونه ستنې شوې کډوالې کورنۍ او د طبیعي پېښو اغېزمنو سره باید مرسته او همکاري وشي.

تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین په اړه خبرداری ورکړی. هغه د مرستو د کمښت ویجاړونکو پایلو ته په اشارې ویلي:« د څلور مېلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی».

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی، چې د ۱۷.۴ مېلیون کسانو څخه چې له سختې لوږې سره مخ دي؛ د خوړو نړۍوال پروګرام اوس یوازې دوه مېلیونو سره مرسته کولای شي. جان ایلیف اسوشیټېډ پرېس ته وویل: «موږ اوس اړ یو، چې د هرو څلورو کسانو له ډلې یوازې له یوه سره مرسته وکړو؛ ځکه چې کافي بودجه نه‌لرو».

د خوارځواکۍ ناورین؛ په افغانستان کې د څلور مېلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین په اړه خبرداری ورکړ. هغه د مرستو د کمښت ویجاړونکو پایلو ته په اشارې ویلي:« د څلور مېلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی».

جان ایلیف اسوشیټېډ پرېس ته وویل: «موږ اوس اړ یو، چې د هرو څلورو کسانو له ډلې یوازې له یوه سره مرسته وکړو؛ ځکه چې کافي بودجه نه‌لرو». هغه زیاته کړه: «دغه شمېرې بې‌سارې دي او ما د بشري فعال په توګه د خپلې ۳۰کلنې کاري تجربې پرمهال هیڅکله داسې څه نه‌و لیدلي».

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی، چې د ۱۷.۴ مېلیون کسانو څخه چې له سختې لوږې سره مخ دي؛ د خوړو نړۍوال پروګرام اوس یوازې دوه مېلیونو سره مرسته کولای شي. ایلیف وویل، په ۲۰۲۴کال کې تر ګڼو مرستو وروسته په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام بودجه ۶۰۰ مېلیون ډالره وه.

هغه زیاته کړه، تېر کال دغه اندازه نیمایي ته راټیټه شوه او ښایي سږکال نوره هم کمه شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر ټینګار وکړ، چې دغه شمېره د لوږې ستونزې د حل لپاره کافي نه‌ده.

طالبان وایي په بامیان کې یې پر ۳۰ تازه ستنو شویو کډوالو کورنیو کورونه وېشلي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۰

په بامیان کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې ریاست خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ یې پر ۳۰ تازه ستنو شویو کډوالو کورنیو د کډوالو په ښارګوټي کې جوړ شوي کورونه وېشلي دي.

د یاد ریاست په وینا؛ دغه کورونه چې د ۱۳۲زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي، د هر کور د جوړېدو لګښت یې ۴زره او ۴۰۰ ډالر دی او هر کور دوه خونې، یو دهلېز، یو پخلنځی او دوه تشنابونه لري.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي..