په افغان چارو کې د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان کې پر روان وضعیت او د دغه هېواد له لارې د خپلمنځي تړاو لپاره پر ټرانسپورټ او اړیکتیايي پروژو خبرې وکړې.
عصمت الله ایرګاشیف او اکرم دوراني پرونۍ لیدنه کې د افغانستان په برخه کې د خپلې همکارۍ د زیاتولو ژمنه هم وکړه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د دوی خبرې د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلولو لپاره پر پټلۍ ور ټولې وې، چې پاکستانی لوری یې د سیمې نشلولو لپاره مهمه بولي.
دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز پیلېږي، مزار شریف کې افغانستان ته ننوځي او بیا د لوګر او پکتیا له لارې تر پېښور رسېږي.
تېره پنجشنبه په اسلام اباد کې د ازبکستان او طالبانو سفیرانو د پاکستان له پټلۍ وزیر سره د دې پروژې تړون لاسلیک کړ.
دا اقتصادي هڅې په داسې مهال دي چې دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکي خورا ترینګلي ښکاري او له امله یې دواړو لورو ته سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.
پاکستان نږدې دوه اونۍ وړاندې تورخم کې بې ویزې افغان موټروانانو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه او په مقابل کې طالبانو منځنۍ اسیا ته د دغه هېواد د لاریو د تګ مخه ونیوله.
له بیا بیا خبرو وروسته پاکستان پرون دا لار پرانیسته.
د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلوونکې پټلۍ پر لار نقشه د ۲۰۲۱ کال لومړیو کې درې واړو هېوادونو هوکړه کړې وه..
د ازبکستان ټرېنډ رسنۍ وایي، د دې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره دی او تر شل میلیون ټنو مواد لېږدولی شي، چې له مخې یې اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېلي اسیا نور هېوادونه سره وصلېږي.
همدارنګه په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو لا هم د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اوبو پر سر لانجه هماغسې لانجمنه پاتې ده.
له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرې وهي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او تازه پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان په دوو کې ښکېل کړي او اوس چې په نیمروز کې د اوبو د نوي بند د جوړولو خبره کېږي، لا معلومه نه ده چې د دغه تازه بند په جوړولو سره به د ایران غبرګون څه وي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال په دې مرکه کې د امریکا د ولسمشر، دفاع وزیر او د هغه هېواد د استخباراتو د مشر سره د اشرف غني، ډاکتر عبدالله او د خپلو لېدنو کتنو په اړه جزییات ورکړي چې د جمهوري نظام تر ړنکېدو دوه میاشتې مخکې د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې تر سره شوې وې.
ښاغلي صالح ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۳ مه نېټه له جوبایډن سره تر کتنې مخکې د شپې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د یو شمېر جنرالانو، سفیرانو او د امریکا د یو شمېر با نفوذه شخصیتونو، په وړاندې د استخباراتو پخواني مشر جنرال ډیویډ پترویس اشرف غني ته وویل، چې د امریکا سیاسي او پوځي ځواکونه په پام کې لري، چې «ستاسو په هېواد کې له مجرمینو سره معامله وکړي او هغوی ته مالي مرستې ورکړي، که تاسې په دغو شرایطو کې د دغه عمل په وړاندې وړتیا لرئ نو تاسو ته مبارکي درکوم؛ خو زموږ کړنې به د جنایت کارانو په شان وي. »
هغه وویل، له هغې یوه ورځ وروسته د امریکا له ولسمشر سره په لیدنه کې جوبایډن له درېیو پوښتنو له ځوابولو په څنګ تېر شو: «ایا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د سولې یو بهیر دی او که په افغانستان کې د رژیم بدلول؟ ایا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به لوژیستیکي، مالي او پوځي ملاتړ دوام وکړی که نه؟ او که طالبان کابل کلابند کړي، ایا تاسو به د بېړني حالت لپاره دویم بدیل ولرئ او څنګه کولای شو د جمهوریت له ړنګېدو مخنیوی وکړو؟»
صالح وايي جوبایډن ویلي و، چې دغو بنسټیزو پوښتنو ته به د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ځواب ووایي.
د صالح په خبره لویډ اسټین وویل، امریکا به له افغانستانه تر وتلو وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي او که طالبانو کابل کلابند کړ؛ نو دوی به هوايي بریدونه وکړي.
اسټین وویل، د دغو مرستو په اړه نور جزییات به په کابل کې وړاندې کړي. امرالله صالح وویل، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې یو ځای د امریکا د استخباراتي سازمان له مشر ویلیام برنز، سره هم لیدنه لرله.
برنز هم ویلي و، چې امریکا به «د یو باوري شریک په توګه خپل حیثیت او شهرت» وساتي او که طالبان کابل کلابند کړي، امریکا به د پوځي فشار له لارې د هغه مخه ونیسي.
هغه دا رنګه دغو درېیو افغان چارواکو ته ویلي و، چې «په افغانستان کې راتلونکی حکومت باید د طالبانو له هوکړې وروسته رامنځته شي او امریکا د بل هر ډول بدیل سره مخالفه ده.»
ښاغلي صالح دغې روسۍ ورځپاڼې ته ویلي، د دغه سفر په پای کې یې هیڅ ځانګړی ځواب له امریکايي لوري تر لاسه نه کړ او په عمل کې هم پوځي او هوايي عملیاتونه پیل نه شول.
د دغې مرکې په یوه بله برخه کې ښاغلي صالح د ټرامپ د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د ولسمشر غني او د ده د لیدلو په اړه چې په مونیخ کې د امنیتي غونډې په څنډو کې په کال ۲۹۲۹ کې شوې وه جزییات وړاندې کړي دي. په دغه ناسته کې چې د جرمنی د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هایکو ماس او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم حاضر ول، پامپیو له اشرف غنی وغوښتل چې په دې غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د شوې هوکړې ملاتړ وکړي.
صالح وايي، چې «دا یوه مستقیمه لارښوونه او سپارښتنه وه» او اشرف غني هغه و نه منله.
ښاغلي صالح وویل، چې د اشرف غني د حکومت ستره تېروتنه دا وه چې پر امریکا یې باور کاوه او د مسکو د سولې بهیر یې جدي نه باله.
هغه وویل، چې امریکا له هماغو لومړیو څخه د مسکو د سولې بهیر سبوتاژ کړ چې وروسته د پخواني حکومت لپاره په سیمه کې هیڅ یو ملګری پاتې نه شو او له هغه وروسته یې د دولت له کمزوره برخو ناوړه ګټه پورته کړه.
امرالله صالح د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا کوم سیاسي ګوند په افغانستان کې د جمهوری نظام له ړنګېدو سره مرسته وکړه، وویل چې دا کار نه د ترامپ په وخت کې جمهوري غوښتونکو کړی او نه ډموکراټانو؛ بلکې دا د هغو بنسټونو کار و چې د پردې تر شا یې کار کاوه.
هغه وویل: «له افغانستان سره خیانت د امریکا د پټو ادارو کار و، په ځانګړې توګه نه دا د جمهوري غوښتونکو کار و او نه د دموکراټانو. دغه اداره د ځینو ادارو او با نفوذه کسانو جوړه شوې شبکه ده، چې د هېواد راتلونکې تګلارې ټاکي. هغوی پرېکړه کړې وه، چې افغانستان نور دوی ته د پخواني ملاتړ ارزښت نه لري.»
داسې هم نه ده، چې په حجرو کې یوازې د سياسي مسایلو په باب تصمیم نیول کیږي؛ بلکې په حجرو کې نورې فرهنګي، ټولنیزې او مذهبي پرېکړې هم کیږي.
په حجرو کې د ژوند سره تړلې چارې هم ترسره کېږي؛ لکه که څوک په ننواتې ورځي يا هم د کومې نجلۍ په مرکه باندې جرګه ورځي؛ نو د دوی ځای همدا حجره وي او دلته هغه خپله غوښتنه ښکاره کوي، خو له دې غير نور کورني مسايل هم د سړو تر منځ په حجره کې بحث کېږي.
په پښتني سیمه کې نېکمرغه سړی هغه دی چې پراخه حجره ولري او د حجرې د چلښت لپاره ښه زمینه سازي وکړي.
میلمه پالنه:
د حجرې لرل په خپله د مېلمه پالنې یوه ځانګړې نښه ده. موږ په ولسي کچه د حجرې په نوم ودانۍ لرو؛ په نورو هېوادونو کې به هم وي، مګر زموږ د ټولنې يوه ځانګړتيا دا ده، چې هر افغان که د ډوډۍ وس لري که نه؛ خو حجره د مېلمه لپاره جوړوي.
د مېلمه پالنې دود په افغانستان کې ډېر لرغونی هم دی او ځانکړی هم؛ ځکه دغه دود اوس په پرمختللې نړۍ کې مخ په کمېدو دی او یا بیخي به نشت حساب دی.
په اسلامي ټولنه او په اسلام کې هم د مېلمه زيات درناوی دی، حضرت محمد ص هم د مېلمه لپاره ځانګړی ځای درلود او هغه ویل، چې هغه څوک ښه مسلمان کېدلی نه شي چې دخپل مېلمه ښه پالنه ونه کړي.
حجره او ټنګ ټکور:
کله ناکله حجره د سُر او ساز په رنګینیو کې ډوبیږي، ځوانان راټولیږي او په سندرو کې د خپل زړه غوټې سپړي؛ موږ شاعران لرو، محلي سندرغاړي لرو او بيا په همدې حجرو کې راټولېږو تر نيمو شپو مجلسونه کوو او شپې په سندرو سبا کوو.
په دې ځوانانو کې له ځينو سره د پښتو لنډيو کافي زېرمې وي، ځينې ښه رباب غږوي او ځينې پکې منګی او شپېلۍ په ښه انداز غږوي او له همدغه ځایه ولسي موسیقي او ادب سرچینه اخلي.
سیمه ییز موسیقاران په یوې حجرې کې سندرې وايي
پښتو شفاهي ادب:
د پښتو شفاهي ادب پنځېدا او ساتلو کې حجره ډېر مهم رول لري، که فکر وکړو د شفاهي ادبياتو لوی مرکز حجره ده او له دې امله چې د شفاهي ادبياتو په ليکلې بڼه څه موجود نه وي؛ نو همدا حجرې دي چې شفاهي ادبيات پکې له يو نسل څخه و بل نسل ته انتقالېږي او تر اوسه ژوندي دي.
د ماشوم روزنه:
دا چې د ماشوم په روزنه کې د حجرې رول څه دی؟ دا یو له هغو مهمو بحثونو دی، چې باید پرې وغږېږو. په پرمختللې نړۍ کې ماشومان وړکتون ته لېږل کېږي؛ خو زموږ په ټولنه کې چې ماشوم قدم اخلي نو لومړی حجرې ته ځي او دا ورو- ورو د دې تللو عادت اخلي او د ژوند په دوام له لوېدو سره له خپلو مشرانو ډېر څه زده کوي او کله چې ماشومان په داسې ماحول کې راستر شي، نو د تېرو مشرانو ځای ډکوي، په ټوله کې که ووايو زموږ د ماشومانو لومړنۍ مدرسه د مور غېږ او په دویم قدم کې حجره د زده کړې ځای دی.
اوسنی حالت:
د حجرې په مجلسونو که نوې ټیکنالوژۍ اغېز ښیندلی؛ خو تر ټولو بد اغیز چې د حجرې مجلسونه او ناستې یې راکم رنګه کړي، هغه په افغانستان کې وروستي جنګونه او زورواکي ده، چې هم په حجره کې مجلسونه کم شوي او هم ځوانان له ډاره پکې بانډارونه نه شي کولی.